هغه علتونه یا لاملونه کیدلای شي چې نجونې مجردې پاتې شي

هغه علتونه یا وجهی کیدلای شی چی نجونه مجردی پاتی شی

دا ځل له درنو خويندو سره هغه معلومات شریکوو، چې د دوی ډېری خپل خپلوانې په دغو خصوصیتونو مجردې پاتې دي او که جدي ونه نیول شي د یوې سالمې ټولنې لپاره جدي ګواښ دی. کېدای شي د مجردو پېغلو او ځوانانو د شمېر زیاتېدل ګڼ نور عوامل هم ولري،مګر ځینې له دغو عواملو دلته په ګوته کېږي.

دا په دې معنی چې یو شمېر نجونې له هماغه پېغلتوبه خپلو خپلوانانو ته جذابې وي او خواستګران یې هم زیات وي، خو د ځینو نورو تر زړښته هم څوک پوښتنه نه کوي. دا چې ولې درنو میرمنو په غور یې ولولئ!
ـ هغه نجونې چې د ځانونو لپاره (نارینه) شوي!

د دوی ډېری یې د نارینه و کارونه کوي، خوی او بوی یې نارینه ګانو ته پاتې کېږي او ان د لباس او سینګار په انتخاب کې هم د نارینه و په شان وي، ځکه خو تر پایه د ځوانانو لپاره جذابې هم نه وي. سره له دې چې دوی پدغو کارونو د شرم احساس نه کوي، بلکې ان افتخار هم پرې کوي او په افغاني محافظه کاره ټولنه کې دا ډول نجونې د ډېرو کمو میندو د انتخاب لایقې ګرځي، چې خپلو کورنو ته یې راولي.

د نارینه و په شان کالي، د نارینه په شان کارونه، د نارینه و په شان د اندامونو ښودنه او د نارینه و په شان ناسته ولاړه د دغو نجونو د شباهت نور ټکي دي.
ښځه یو ظریف مخلوق دی او هغوی ته نه ښایي، چې د نارینه و په شان ځانښودنه وکړي او په مقابل کې یې هغه ځوانان هم کېدای شي د پېغلو د انتخاب وړ ونه ګرځي، چې ناسته پاسته یې د نجونو په شان وي.

ـ خرافاتي نجونې:

پدې کټه ګورۍ کې هغه نجونې راځي، چې په خرافاتي امورو عقیده لري. لکه د پیریانو میاشت، زیارتونه، فال لیدل، مګر دا عوامل هغه مهال لا پسې سختېږي، چې په کارونه او انتخاب کې یې نجونې دومره مبالغه وکړي، چې د کلي او کوڅې خلک یې هم وپېژني. ددې لپاره یو لوی دلیل دا هم دی چې دغه ډول نجونې په خرافاتو زیاتې پیسې لګوي او کله هم میندې نه غواړي د لوړو مصروفونو اینګورګانې خپلو کورونو ته بوځي.

ـ ډېرې نازدانه نجونې:

هغه نجونې چې په هر څه کې ناز کوي او ان د عادي کالیو او لوخو د وینځلو لپاره د ښوونکي موقف نیسي، د خواښیو نه خوښږي. دا سمه ده چې روغتیا ته باید پام وشي، خو له حده زیاته محافظه ګیري د تنبلۍ معنی لري.ځکه دوی له کارونو د ځانونو د پټولو لپاره نازدانه اداګانې مخ ته کوي او هر کله هڅه کوي چې د کور له کارونو په همدغو شیانو ځانونه پټ کړي.

ـ پیسه دوسته نجونې:

د تشریح لپاره حاجت نشته. دغه ډول نجونې ډېرې نښې لري، چې تر هر چا یې د هغوی خواستګران او راتلونکې خواښې ګانې ډېرې زر پېژني. د هغوی ذهن هر کله په مالي مسایلو کې نښتی وي، کور، موټر، ښه موبایل، کمپیوټر، قیمتي ګاڼې او د نورو شرایطو اېښودل د ژوند جوړولو معیار ټاکي پداسې حال کې چې مینه د ژوند یوازینی معیار دی او که چېرې یوه جوړه یو بل خوښ کړي په کنډر کور کې هم په خوښۍ ژوند کولای شي.

ـ محدودیت ټاکوونکې:

د راتلونکي خاوند لپاره د محدودیتونو ټاکوونکې نجونې ډېر زر خپل خواستګران له لاسه ورکوي او هغوی چې پخپلو راتلونکو خاوندانو شرایط وضع کوي کله یې هم څوک نه ټاکي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب