اسلام له نظره

نيك فالي په اسلام كې

تل هيله من او خوشبين اوسه

عن أنس ابن مالك عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: يسروا و لا تعسروا و بشروا ولا تنفروا (صحيح البخارى)
“له انس بن مالك رضى الله عنه څخه روايت شوى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له اسانۍ نه كار اخلئ او سختي مه كوئ، خلكو ته زيرى وركوئ، او په كركه كې يې مه اچوئ”
دا نبوي حديث د مسلمانو دعوتګر او مبارزينو لپاره د مهمترينو احاديثو او بنسټيزو لارښوونو څخه حسابيږي. نرمۍ، بشارت او نيك فالۍ ته يې رابلي او له سختۍ، زړه تورلو او بدبينۍ څخه يې منع كوي.
ځينې دعوتګران وينو چې په خپله خبره كې ډير توند او افراطي وي، پخپلو خبرو او چلند كې بې حده سخت وي، داسې رويه يې اختيار كړې وي چې د نورو عزم او معنويات هم كمزوري كوي. په ژبه يې پرته له سختۍ نه بل څه نه وي چې پدې توګه آن خپل ملګري هم ترې ګرځي او هيچا ته يې هم ګټه نه رسيږي.

يو زيرى

د يوه محصل ليدو ته ولاړم، ګورم چې ناروغه په بستره پروت دى. د احوال په اړه مې ورنه وپوښتل نو را ته يې وويل: په پوهنتون كې د هندسې څانګې ته بريالى شوى يم، خو مخكيني شاګردان وايي چې د دې څانګې درسونه ډير سخت دي او په ازموينه كې كاميابيدل بيخي ناشوني دي!
دا په داسې حال كې چې دا محصل ما له وړاندې څخه پيژانده چې ډير تكړه او ويښ شاګرد وو خو د نا هيلي كوونكو خبرو  هغه تر بسترې راورساوه.
ما ورته وويل: ولې د نورو په خبرو پسې ګرځې؟ ايا دا ته منې چې داسې درسونه دې هم وي چې زده كړه يې ناشونې وي! هغوى دا خبره د دې لپاره كړې چې خپلې ناكامۍ ته لاره جوړه كړي!
د دې خبرې په اوريدو هغه راپاڅيدو او ناروغي يې بسترې والوتله.
اميدواروونكې خبره دا ډول اغيزلري، د سړي معنويات لوړوي، مخ په وړاندې يې روانوي او بالاخره د كار سره مينه زياتوي او لوړ همت وربښي. د دې برعكس يوه نا اميده كوونكې خبره معنويات له منځه وړي او هيلې وژني.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«إذا قال الرجل هلك الناس فهو أهلكهم» (صحيح مسلم، عن ابى هريرة رضى الله عنه)
“څوك چې ووايي خلك تباه شول! په حقيقت كې همده تباه كړل”

حكيم دعوتګر څوك دى؟

انساني ټولنه له ډيرو ستونزو او كړكيچونو څخه ډكه ده او حكيم دعوتګر هغه دى چې ناروغي يې په سمه توګه تشخيص كړي، او بيا يې په ډيره نرمۍ په درملنه پيل وكړي. هره ورځ د هيلو يو څاڅكى د ناروغ په سينه كې وراچوي تر څو ناروغ صحت مند شي او په عزم او ثبات سره په خپله لار كې پر مخ يون وكړي.
څومره استادان تير شوي چې له خپلوشاګردانو څخه يې نوميالي اتلان جوړ كړي او يوازې په څو اميدواروونكو كلمو او غير مستقيمو لارښوونو سره يې د دوى د پرمختګ اسباب برابر كړي.
ايا د رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه دعا چې له الله تعالى نه غوښتل تر څو اسلام د يوه عمر (عمربن الخطاب او عمر بن هشام (ابوجهل)) په مرسته پياوړى كړي، يو ډول ضمني تشويق د دوى دواړو لپاره نه وو تر څو په ايمان راوړلو كې يو له بل سره مسابقه وكړي او د اسلام دعوت قبول كړي؟
اسلامي تمدن د ژوند دې مهمې برخې ته پوره پام كړى،  له اوقافو نه به يې ځينې كسان د همدې وظيفې لپاره ټاكلي ول او لويه وظيفه به يې همدا وه چې روغتونونو ته ولاړشي او يو له بل سره د خبرو كولو په ډول ووايي:
دې ناروغ ته وګوره، دا خو كاملا روغ شوى!
بل ورته ووايي: رښتيا هم دا خو روغ جوړ دى، د غومبورو سوروالي ته يې وګوره، داسې معلوميږي چې د ژوند اوبه پكې روانې شوې دي!

د رسول الله ه ژوند كې د نيك فالۍ بيلګې

رسول الله صلى الله عليه وسلم له بدفالۍ او ناهيلتوب څخه كركه درلوده، كله به يې چې كوم نا اميدوونكى نوم واوريد، نو ژر به يې بدل كړو. لكه چې ابن عمر رضى الله عنه فرمايي: “عمر رضى الله عنه يوه لور درلوده چې نوم يې “عاصيه” وو. رسول الله صلى الله وسلم يې نوم په “جميله” باندې بدل كړ”
او يو ټولګى د رسول الله صلى الله عليه وسلم ملاقات ته راغى، له يوه نه يې وپوښتل: ستا نوم څه دى؟ هغه وويل: زما نوم “اصرم” (بې حاصله ځمكه) دى، رسول الله صلى الله عليه ورته وفرمايل: نه، بلكه ته ذرعه يې!
د حديبېې په سوله كې د قريشو له پلوه د مذاكراتو لپاره “سهل ” راغى، رسول الله صلى الله عليه وسلم يې په راتلو نيك فال ونيولو او وېې فرمايل “سهل ان شاء الله” (كار اسان شو كه خداى غوښتل)
هوښيار او ځيرك رهبر تل د داسې اسبابو په لټه كې وي چې د هغو له لارې د نيك فالۍ او اميد روح په خلكو كې را ژوندى كړي. له همدې كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم دا نه خوښوله چې سړى دې ژوند ته د تيارې او نااميدۍ له زاويې نه وګوري. ځكه دا كار سړى د خلكو بدګڼلو او بې اعتمادۍ ته راكاږي او په ټولنه كې د نااميدۍ روح خپروي.

د مصطفى سباعي له ژوند څخه

د۱۹۶۰ ميلادي لسيزې په لومړيو كې ستر قائد مصطفى سباعى (رحمه الله) ناروغ شو، وروڼه او دوستان يې پرې سخت غمګين شول، او پدې فكر كې ول چې څنګه يو ناڅاپه دا متحرك او نشيط انسان خاموش شو او د فلج د ناروغۍ له كبله بستري شو؟
خو دې ستر قايد به دوى ته تسلي وركوله او كوښښ يې كولو چې دا موضوع كوچنۍ ښكاره كړي، وېې فرمايل: الحمدلله چې چپ لاس مې فلج شوى. كه مې ښى لاس فلج شوى واى نو څومره به را ته ستونزمنه واى ځكه بيا به مې څه ليكلى نه شواى. او بيا دا راباندې لويه پيرزوينه ده چې د فلج اغيز مې مغزوته نه ده رسيدلى. ځكه بيا به د عقل او فكر كولو نه محروم وم!
مرحوم سباعى رحمه الله د چپ لاس فلج كيدل يو نعمت وګڼلو او له هغې سره يې په رضا او شكر كې ژوند تير كړ.

عصام العطار

په ۱۹۶۹ ميلادي كال كې ستر قائد استاد “عصام العطار” په بلژيك كې ناروغ شو او زه يې پوښتنې ته ورغلم، حركت يې هم نه شوى كولى، ما پرې سلام واچولو او يو ساعت ورسره كښيناستم، كله مې چې بيرته د تللو اراده وكړه راته يې وويل: “وروڼو ته ووايه چې زه په هغه څه چې الله تعالى راته ټاكلي كاملا خوښ يم او په هيڅ ډول غوصه او نااميدي نه لرم”
ستر شخصيات دا ډول وي، درد په اميد، بدفالي په نيك فالۍ، تنګدستي په پراخۍ او محنت په نعمت او بښنه باندې بدلوي. په همدې توګه د اميدونو په فضا كې ژوند پر مخ ځي، نمو كوي، د تل لپاره روانيږي او ميوه وركوي.

اسلام ساده او اسانه دين دى

اروپايي څيړنې ښيي چې د افريقا هغه اوسيدونكي چې خپل بومي دين بدلوي نو درى په څلورو كې اسلام او يو يې مسيحيت قبلوي.
هر څوك دا درك كولاى شي چې الله تعالى يو دى (قل هوالله احد) خو هيڅوك هم نشي كولى پدې خبره پوه شي چې يو مساوي په دريو دى او درې يو دي لكه عيسويان چې دعوه كوي.
د بانډې اوسيدونكي كوچي څومره په اسانۍ سره دا خبره درك كړه چې فرمايي: “البعرة تدل على البعير و اثارالاقدام تدل على المسير، فسماء ذات ابراج و ارض ذات فجاج الاتدل على العليم الخبير”
“پچه د اوښ په تيريدلو دلالت كوي او د قدمونو نښې په لاره دلالت كوي نو دا اسمان چې د برجونو والا دى او دا ځمكه چې د لارو والا ده ايا دا به په پوه او خبير ذات باندې دلالت نه كوي!”
له کومې ورځې نه چې په الله تعالى باندې د عقيدې موضوع، د سليم فطرت سره مقابل شوه، عقلونه كاږه شول او زړونه بې لارې شول ډلې ډيرې شوې كاشكې له هغه وخت نه چې امام مالك رحمه الله لدې بحث نه منع كړي ول منع شوي واى، لكه چې لده څخه د “الرحمن على العرش استوى” ايت د تفسير په اړه پوښتنه وشوه، هغه په ځواب كې وفرمايل:
“استوى معلومه او ثابته ده، او څرنګوالى يې نامعلوم دى، او پدې اړه پوښتنه كول بدعت دى”
سره لدې چې خلكو بدعت بد ګڼلو او ټول كوچني بدعات يې پريښي ول، خو پدې غټ بدعت كې اخته شول.

اسلامي عبادات هم آسانه دي

اسلام پخپلو عبادتي شعائرو كې هم اسان دى. الله تعالى فرمايي:
{لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا} (البقره /286)
“الله تعالى هيڅوك له توان نه بره نه مكلفوي”
{وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ } (الحج /78)
“او الله تعالى پر تاسې په دين كې څه حرج نه دى ګرځولى”
او رسول اكرم صلى الله صلى الله عليه وسلم په ډيره نرمۍ او مهربانۍ سره خلك د الله تعالى عبادت ته راكاږي، لكه څرنګه يې چې د مكې په فتحه كې مسلمانان وليدل چې روژه نيول ورته سخت وه، نو پخپله يې هم روژه وخوړه او نورو ته يې هم امر وكړ چې روژه وخوري او وېې فرمايل:
«ليس من البر الصيام فى السفر» (سنن النسائي عن كعب بن عاصم رضى الله عنه)
“په سفركې روژه نيول نيكي نده “
كله يې چې څه خلك وليدل چې د شپې يې عبادت كولو او هيڅ خوب يې نه كولو نو ورته يې وفرمايل:
«ليصل أحدكم نشاطه فإذا فتر فليقعد» (سنن النسائي، عن انس رضى الله عنه)
” هغه وخت (نفل) لمونځ وكړئ چې نشيط وى او كله چې ستړئ شوى نو بيا كښينئ “
«أما و الله أني لأخشاكم لله وأتقاكم له لكني أصوم وأفطر وأصلي وأرقد وأتزوج النساء فمن رغب عن سنتي فليس مني»
” قسم په الله تعالى چې زه په تاسې كې ډير له الله نه ويريږم او په تاسې كې ډير تقوادار يم، خو زه كله روژه نيسم او كله يې خورم او كله “د شپې”عبادت كوم او كله خوب كوم او ښځې هم په واده كوم، نو څوك چې زما له سنت نه مخ واړوي هغه زما امتي نه دى”

د آسانۍ نورې بيلګې

او كله يې چې يو كس ډير خسته وليد نو د هغه په اړه يې پوښتنه وكړه. صحابه وو ځواب وركړ چې ده نذر منلى چې پياده به حج ته ځي!
رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
«إن الله عن تعذيب هذا لغني وأمره أن يركب»(صحيح مسلم، عن انس بن مالك رضى الله عنه)
“بيشكه الله تعالى د دې كس دن فس دعذابولو نه بې پروا دى، بيا يې ورته امر وكړ چې سپور شي”
په اسلام كې هر څه اسانه دي. اسلامي شريعت چې كله راغى نو د مخكينيو اديانو استثنائي او سخت احكام يې منسوخ كړل، او حرج يې له خلكو نه لرې كړ، پدې لاره كې يې د يوې ګناه په مقابل كې يواځې د همغې جزا وټاكله او د يوې نيكي په مقابل كې يې لس بدلې بلكې لدينه هم څو چنده زياتې وټاكلې، د قدر شپه يې له زرو مياشتو نه غوره وګرځوله، دا يې هم بيان كړه چې څوك داسې ووايي او يا داسې عمل وكړي نو ټول ګناهونه به يې ورته وبښل شي كه څه هم د سمندر د ځګ په اندازه وي، نيكه خبره د الله تعالى په وړاندې د يوه نيك عمل برابره ده او…
د ناروغ او مسافرلپاره يې ځانګړي احكام وټاكل او وېې فرمايل چې زكات، حج او جهاد يوازې پر هغه كس فرض دي چې په وس كې يې پوره وي، حدود په شبهاتو رد كيږي، په جناياتو كې قصاص يوازې په قصدي صورت كې راځي، اصل په اشياءو كې حلال والى او پاكوالى دى، له يقين سره شك هيڅ اثر نه لري، په اسلام كې ضرر قبلول او ضرررسول نشته، مشقت د اسانۍ د رامنځ ته كيدو لامل جوړيږي، كه غواړې چې ستا خبره ومنل شي نو په داسې خبره امر كوه چې د مخاطب په وس كې وي، سختي مه كوه، خلك مه زړه توري كوه، خلك مه تهديدوه، كوښښ وكړه چې خلك سلامت پريږدې”
رسول اكرم صلى الله تعالى فرمايي:
«ثلاث من كن فيه ستر الله عليه كنفه وأدخله جنته رفق بالضعيف وشفقة على الوالدين وإحسان إلى المملوك » (جامع الترمذي)
“درې خصلتونه دي كه چيرې په كوم سړي كې موجود شي الله تعالى به يې پخپل رحمت كې پټ كړي او جنت ته به يې ننباسي، په كمزوري مهرباني او نرمي كول، په پلار او مور شفقت كول، د غلام سره احسان او نيكي كول”

افراط كوونكي هلاك شول

د اسلام د اسانۍ څخه دا هم ده چې د بې ځايه سختۍ كوونكو متشددينو او هغو كسانو سره مقابله كوي چې غلو او له حد نه تيرى كوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«هلک المتنطعون قالها ثلاثا»(صحيح مسلم، عن عبدالله بن عباس)
“افراط كوونكي هلاك شول. او دا خبره يې درې ځله تكرار كړه”
دا هغه خورا بليغ او په زړه پورې حديث دى چې د دې موضوع په اړه ويل شوي دي او غلو كوونكى سړى چې كله ناڅاپه له يو مشكل سره مخامخ كيږي، نو له ټولو نه وړاندې د اسلامي شريعت نه اوړي. دا ډول خلك مو ډير په غربي هيوادونو كې وليدل لومړى پخپلو ځانونو او نورو باندې د انتهايي سختۍ نه كار اخلي او په پاى كې سخت دردوونكي حالت ته رسيږي. العياذ بالله دا ډول سختي او غلو كوونكي خلك څومره د الله تعالى د بندګانو او بسته ښارونو د هلاكت لامل ګرځيدلي د څومره محنتونو او كړاوونو لامل ګرځيدلي چې زيان يې نه يواځې دعوت او دعوتګرانو ته رسيدلي بلكې اسلام، روښانه فكر او د اسلام لوړو لارښوونو ته يې هم داسې ضربې رسولې چې الله تعالى پوهيږي چې كله به له منځه ځي. عائشه رضى الله عنها فرمايي:
« ما خير رسول الله صلى الله عليه وسلم بين أمرين إلا أخذ أيسرهما ما لم يكن إثما فإن كان إثما كان أبعد الناس منه » (متفق عليه)
“رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د دوو كارونو په منځ كې اختيار نه ده وركړل شوى مګر اسان يې ترې غوره كړى تر هغه چې ګناه به نه وه، او كه به داسې وو نو بيا تر ټولو خلكو به دى ترې لرې تله”

همدا سړى نيك فاله دى

هغه انسان چې ټول مشاعر او احساسات يې د اسلام له اسانۍ سره وي او په سلوك او چلند كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم عمل پلى كوي، همدا انسان متفائل او خوشبين دى پخپل ځان او نورو باندې باور لري، كارونو ته په صبر او نرمۍ سره وړاندې كيږي او په قوي عزم سره يې د تحقيق په لټه كې وي. هيڅ ستونزه يې د شكست لامل نشي جوړيدلى او هيڅ خنډ يې مخه نشي ډب كولى. څنګه به دا ډول نه وي حال دا چې رسول اكرم صلى الله عليه وسلم د خپل رب نه په حديث قدسي خبر وركوي چې فرمايي:
«انا عند ظن عبدي بي ان ظن بي خيرا فله وان ظن شرا فله»  (مسند احمد، عن ابى هريرة رضى الله عنه)
“زه د خپل بنده د ګومان مطابق اوسم (د ګومان مطابق ورسره چلند كوم) كه يې ښه ګومان وكړ نو ورته به خير وي او كه يې بد ګومان وكړ نو ورته به شروي”
نو ايا پدې ځاى كې پرته د نيك ګومان نه بل څه روا دي؟
هغه كسان چې په شك، ناهيلۍ او بدفالۍ كې ښكيل دي هغوي له بل هر چا نه مخكې له خپل ځان سره دښمني كوي پخپلو او د نورو په زړونو كې بدفالي او ناهيلي اچوي، پخپلو ځانونو هيڅ باور نه لري بلكې د هيڅ كس په اړه ښه ګومان نه لري ان تردې چې د خپل خالق په اړه هم ښه ګومان نه لري!
د مسلمان دعوتګر دنده دا ده چې د خير اثار وپلټي په روزنه كې يې شي او وده وركړي تر څو يې غالب كړي.
د هر لوي شر په وړاندې هم بايد د نرمۍ او زغم نه كار واخلي. د انسان د نفس نه يې ريښې وباسي اوپه ځاى باندې يې دمحبت اوخير دانې وكري.
رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«… يا أيها الناس إن منكم منفرين فأيكم أم الناس فليوجز فإن من ورائه الكبير والضعيف وذا الحاجة» (رواه مسلم، عن ابى مسعودالانصارى)
“اى خلكو ستاسې ځينې له دين نه كركې پيدا كونكي دي. نو څوك چې په تاسې كې خلكو ته لمونځ وركوي بايد لنډ يې كړي ځكه په هغه پسې سپين ګيري، كمزوري او حاجتمند هم ولاړ دي”
هارون الرشيد ته يو سړى راغى او ورته يې وويل: اى اميرالمؤمنين زه غواړم چې تا ته نصيحت وكړم په هغه كې به كيدى شي څه سخت الفاظ وي هغه بايد تحمل كړې!
هارون الرشيد ورته وفرمايل: الله تعالى داسې يو كس ته چې له تا نه ډير غوره وه د نرمې خبرې كولو امر كړى پداسې حال كې له ما نه هم ډير بدتر كس ته ليږل شوى وه. الله تعالى چې كله خپل نبي موسى او هارون عليهماالسلام فرعون ته ورليږل نو ورته يې وفرمايل:
{فَقُولا لَهُ قَوْلاً لَيِّناً لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى } (طه/44)
“فرعون ته نرمه وينا كوئ، كيداى شي چې پند واخلي او وويريږي”
زمونږ د مجد او عظمت نه په ډك ميراث كې بې شماره نښې شته چې دا په ډاگه كوي چې اسلام څه ډول غوره طريقه د انساني قضاياوو د علاج او د ټولنې د اصلاح لپاره اختيار كړې ده، ډول ډول قضيې يې په څومره نرمۍ او اسانتيا سره حل كړي او ټول ناخوښ اثار يې د ټولنې او  افرادو له ذهن نه لرې كړي چې په پايله كې ګنهګار انسان، د خپل رب هدايت ته تسليم شو او په بل ډول انسان بدل شو چې په ټولنه كې خير او ښيګڼه خپروي.
حاطب بن بلتعه د خپل ځان او اسلامي ټولنې په اړه تيروځي، كله چې مسلمانان په غصه كيږي او د جزا وركولو غوښتونكي كيږي، رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په نرمۍ او مهربانۍ سره له هغه سره چلند كوي او براءت يې بيانوي فرمايي:
«لعل الله قد اطلع على من شهد بدرا فقال اعملوا ما شئتم فقد غفرت لكم»  (صحيح البخاری، عن علی رضی الله عنه)
“كيداى شي الله تعالى هغو كسانو ته چې په بدر كې يې برخه اخيستې د رحمت په نظر كتلي وي او د دوى په اړه يې ويلي وي: څه چې غواړئ وېې كړئ پرته له څه شك نه ما درته بښنه كړې”
هغه سړى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او ورته يې وړانديز وكړ چې د زنا اجازه وركړي. كوم كسان چې حاضر ول هغوى چيغې كړې او د ده وړانديز يې ډير ناوړه وګاڼه. خو رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه سره په ډيره نرمۍ او مهربانۍ سره چلند وكړ او ور نه يې وپوښتل: ايا ته دا كار د خپلې خور يا مور يا لور لپاره خوښوې؟
هغه وويل: هيڅكله نه!
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته فرمايل: همدا ډول يې نور خلك هم نه خوښوي، بيا يې ورته د خير دعا وكړه، د رسول الله صلى الله عليه وسلم له مجلس نه لا نه وه پاڅيدلى چې سمې لارې ته برابر شو او زړه يې صفا شو. رسول الله صلى الله عليه وسلم يې له زړه نه د شر ريښې راوويستلې او په ځاى يې ورته خير او فضيلت كينولو.

دا اسلام دى

همدا ډول اسلام هره قضيه په ډيره اسانۍ سره حل كړې كه څه هم خلكو هغه ډيره سختوي. اسلام د كينې پر ځاى مينه كرى، د شر پر ځاى خير كري، د رذائلو پر ځاى فضايل كري، د بدفالي پر ځاى خوشبيني كري، د سختي پر ځاى اساني كري، د كركې پر ځاى بشارت او زيرى وركول كري. الله تعالى فرمايي:
{فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنْ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ} (آل عمران /159)
“نو د خپل رب د رحمت په وجه ورته نرم شوې او كه ته بدخوى او سخت زړى وې، نو ستا له شا او خوا به خواره شوى وو، نو دوى ته عفو وكړه، بخښنه ورته وغواړه او په كارونو كې مشوره ورسره كوه، كله دې چې هوډ وكړ نو بيا په الله توكل وكړه، يقينا چې الله توكل كوونكي خوښوي “

مسلمانه دعوتگره وروره!

دا هغه نيغه او مستقيمه لاره ده، چې اسلام زمونږ لپاره غوره كړې ده او محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم بيان كړې ده. د كوم بدلون په لټه كې چې مونږ يو په درسته طريقه، په رحمت او اسانتيا سره بايد سرته ورسيږي. نو ايا ته د همدې تګلارې د لارويانو څخه يې!


ليكنه: مططفى طحان
ژباړه: حزب الله ناصح

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: