احکام او مسایلاختر

نوروز…پېژندنه او حکم

غوڅه او خلاصه خبره دا ده، چې نوروز لمانځل حرام دي، خو د دې لپاره، چې حقيقت يو څه روښانه شي، تاريخي شاليد ته يې لږ سر ښکاره کوو.

نوروز ته عربۍ کې “نيروز” وايي. نوروز فوعول وزن دی، چې دا وزن عربۍ کې نه شته، خو فيعول وزن شته، له عجمي لغته عربۍ ته نقل شوی. نوروز فارسي کلِمه ده، معنا يې “نوې ورځ” ده. د شمسي کال د لومړۍ مياشتې(حمل) لومړی تاريخ. يوه بله ورځ هم شته، هغې ته “مهرجان” وايي، دا هم فارسي کلِمه ده. “مهر” وفاء ته وايي او “جان” بادشاه ته ويل کيږي. د مرکب معنا”د وفاء بادشاه” راځي. دا د شمسي کال د ميزان د مياشتې لومړۍ نېټه ده. داسې هم ويل کېدای شي، چې د پسرلي لومړۍ ورځ نوروز ده او د مني لومړۍ ورځ مهرجان ده.

دا د مشرکينو(مجوسيانو) دوه اختره دي. خوشالي او مستي په کې کوي، لوبې او مېلې په کې کوي. دا ورځې اوس روافض هم په ډېر عقيدت او جوش تېروي. د ځينو مجوسو عقيده وه، چې “رڼا” په نوروز کې پيدا شوې، ځکه بايد دا ورځ ولمانځل شي. روافض بيا وايي، چې په دې ورځ عثمان رضي الله عنه شهيد شوی او علي رضي الله عنه خليفه شوی، ځکه يې لمانځل په کار دي.

د تاريخ ځينو کتابونو بيا ليکلي، چې د هود عليه السلام زمانه کې يو بادشاه و، “حمشيد” يا “حم شاد” نومېده. د ژوند لومړۍ شپې يې ښې وې، خو چې عمر يې ۷۰۰ کلونو ته ورسېد، قوي شو، خلک يې پيدا کړل، شرک، ظلم، وحشت او لمر پرستي يې پيل کړه. نوروز لومړی ده ولمانځله، نورو مجوسو دا ورځ اختر وګاڼه. د “ضحاک” په نوم يو کس پاڅېد او حمشيد يې وواژه. څو کاله وروسته د حمشيد لمسی”افريدون” پاڅېد او د مهرجان په ورځ يې ضحاک ونيو او په نوروز کې يې وواژه. دې پېښو دې ورځو ته نور تقدس هم ورکړ. الکامل في التاريخ ج۱، ۷۰مخ- موقع الاسلام ج ۱۳، ۲۴۵مخ. دا رسمونه د رسول عليه السلام تر بعثته وو، چې کله بعثت وشو، نو دا ډول رسمونه منع او حرام شول. د نوروز د حرمت دلايل : ابوداود خپل سند سره يو حديث راوړی : کله چې رسول عليه السلام مدينې منورې ته هجرت وکړ، مدينه والو د خوښۍ دوه ورځې لرلې، خوشالۍ به يې په کې کولې. رسول عليه السلام ترې وپوښتل : دا د څه شي ورځې دي؟ دوی وويل دا دوه ورځې موږ په جاهليت کې لمانځلې، خوشالۍ او لوبې به مو کولې(رواج پاتې دی). رسول عليه السلام ورته وفرمايل : د دې ورځو بدل کې تاسې ته الله جل جلاله بهترې ورځې درکړي، وړوکی اختر او لوی اختر. ملا علي قاري رحمه الله فرمايي : دا دوه ورځې نوروز او مهرجان وې. د حديث شرح کې ملا علي قاري فرمايي : “دې ورځو کې د لمانځلو په پار لوبې او خوشالۍ منع دي. علامه مظهري هم همدا ليکلي : دا حديث د دې دليل دی، چې نوروز او مهرجان يا د نورو کفارو اخترونه لمانځل او تعظيم منع او ناروا دي. امام ابو حفص الکبير الحنفي ليکلي : چا چې د نوروز په مناسبت تعظيما يوه هګۍ ډالۍ کړه، کافريږي او نېک اعمال يې ضايع او حبطه دي”. همدا ډول يې د علامه حسن بن منصور الحنفي قول هم نقل کړی : په دې ورځ چې څوک د يو شي خريداري وکړي، چې عام وخت کې يې نه کوي، يا يې ډالۍ چا ته ورکړه، که مقصد يې لکه د کفارو په څېر د نوروز د ورځې تعظيم و، کافريږي. که مقصد يې يوازې تنعم او خوند وي او تعظيم يې مقصد نه وي، نو ګناهګار دی. ځان ساتل ترې ضرور دي، ځکه چې مشرکينو سره مشابهت راځي. مرقاة المفاتيح ۳ج، ۲۹۳مخ. مکتبه امداديه ملتان چاپ.

مجمع الانهر د کفري الفاظو او کارونو په اړه ليکي : د مجوسيانو نوروز ته وتل او ورسره په هغوکارونو کې موافقه کول، چې دوی يې کوي، کفر دی. مجمع الانهر ۱ج، ۶۹۸مخ. ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي : چا چې د مجوسيانو اختر ولمانځلو او دوی سره يې تر مرګه پورې مشابهت وکړ، د قيامت په ورځ به دوی سره راپورته شي. بيهقي ۹ج، ۲۳۴مخ، کتاب الجزية. له پورته دلايلو ښکاره شوه، چې نوروز لمانځل، مستۍ او لوبې کول حرام دي. اصل خبره په کې مجوسيانو سره مشابهت دی. بل حديث کې هم له مشابهته منع راغلې : من تشبه بقوم فهو منهم. معلومه شوه ، چې دا دوه ورځې د مشرکينو د اختر او خوشالۍ ورځې دي، نو دوی سره مشابهت منع او حرام دی. د نوروز په ورځ دوی خواږه تقسيموي، ډول ډول خوراکونه تياروي او خوري او په دې ورځ هر ډول ازادي کوي، چې زموږ په دينِ حنيف کې منع او ناروا دي. د دې امت د خوشالۍ لپاره الله جل جلاله دوه ورځې د لوی او واړه اختر ورځې ټاکلي. دا دوه ورځې بنده ګان د الله جل جلاله مېلمانه وي، له همدې امله په دې ورځ روژه نيول هم منع دي.

مفتي ابو عامر صاحبزاده

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: