سیرت النبي متن

نبوي سیرت (۷) حِلْفُ الفُضُول (غوره تړون)

 

حِلْفُ الفُضُول (غوره تړون) :

په عربۍ ژبه کې حِلْفْ د قسم په معنا دی او فضول د نیک او غوره په معنا دی. نو د حلف الفضول ټوله معنا: غوره او نیک قسم دی. حلف الفضول هغه معاهده او تړون وه چې د عربو د قبیلو نیک خلک پدې یو ځای شوي ول چې د ظالم څخه به د مظلوم حق را ګرځوي، د مظلوم دفاع به کوي او حقدار ته به خپل حق سپاري. دغه تړون د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه شل (۲۰) کاله وړاندې د فجار له جګړې څلور میاشتې وروسته د ذي القعدي په میاشت کې را منځ ته شوی وو[۱]، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پدغه تړون کې حاضر شوی وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که چېرې دغه رنګ تړون ته زه په اسلام کې هم را وبللى شوم نو زه به ورته حاضر شم.[۲]

ابن اسحاق فرمايي: په عربو کې دغه تړون تر ټولو غوره او شریف تړون شمېرل کېږي.

د حِلْفُ الفُضُول د تسميې یوه بله وجه:

ابن كثير رحمه الله په خپل کتاب البدایة والنهایة کې د ابن قتیبة قول را نقلوي چې د دغه تړون (حلف الفضول) د تسمیې یوه بله وجه دا وه چې په دغه تړون کې د عربو دریو شریفو خلکو ګډون کړی وو چې د هغوی ټولو نومونه فضل ول چې عبارت دي له: الْفَضْلُ بْنُ فَضَالَةَ، وَالْفَضْلُ بْنُ وداعة، والفضل بْنُ الْحَارِثِ. نو له دې امله په دغه نوم نومول شوی وو[۳].

د (حِلْفُ الفُضُول) تړون د را منځ ته کېدو اصلي لامل:

د دغه ستر تړون د را منځ ته کېدو لامل دا وو چې: د یمن څخه یو تن مکې ته راغلی وو، مکه مکرمه کې یې په (عاص بن وائل السُّهَمي) باندې د تجارت څه توکي خرڅ کړي وه، خو عاص بن وائل نوموړي ته په مقابل کې خپل حق نه ورکولو، نوموړی یې ډېر تنګ کړ، آخر دا چې زبید د عربو قبیلو (عبد الدار، بنو مخزوم، جمح، بنو سهم او بنو عدي) قبیلو ته د مرستې غوښتلو لاس ور اوږد کړ تر څو د دغه ظالم څخه ورته حق را وګرځوي، دغو قبیلو یې مرسته ونه کړله، نو کله چې نوموړي دغه حالت ولیده نو د ابو قبیس غره ته وخاته او قریشو ته یې داسې شعرونه وویل چې د قریشو بدي پکې بیان شوې:

يَا آلَ فِهْرٍ لِمَظْلُومٍ بِضَاعَتُهُ    *  بِبَطْنِ مَكَّةَ نَائِي الدَّارِ وَالنَّفَرِ

وَمُحْرِمٍ أَشْعَثٍ لَمْ يَقْضِ عُمْرَتَهُ  *  يَا لَلرِّجَالِ وَبَيْنَ الْحِجْرِ وَالْحَجَرِ

إِنَّ الْحَرَامَ لِمَنْ ما ثثت كَرَامَتُهُ  *  وَلَا حَرَامَ لِثَوْبِ الْفَاجِرِ الْغُدَرِ[۴]

ای د فهر کورنۍ! پر ما مسافر چې د ډېر لري ځای څخه راغلی یم؛ ظلم شوی دی، زما څخه زما مال غصب شوی دی، او زه د احرام په حالت کې یم لا عمره مې نده تر سره کړې، ای سړو چې په کعبه شریفه کې یاستئ! احترام او عزت خو هغه تن ته دی چې د هغه کرم او امانت معلوم وي، او هغه تن چې غدر او خیانت کوي له هغه لپاره احترام او عزت نشته.

نو د بنو هاشم له قبیلې څخه لومړی زبیر بن عبد المطلب غږ کړ تر څو دغه تن ته له عاص بن وائل څخه د ده حق وګرځوو، همدا وو چې د قریشو قبیلو هر یو:  بنو هاشم ، بنو زهرة او وبنو تيم قبيلود عبد الله بن جدعان په کور کې یې دا تړون تر سره کړلو چې له ظالم څخه به د مظلوم حق په هر قیمت اخلو او د مظلوم سره به مرسته کوو، او په دغه تړون به مونږ تر هغه ولاړ یو تر څو چې په سمندر کې دومره اوبه وي چې وړۍ پرې لمدیږي او تر هغه به په دغه تړون محكم ولاړ یو تر څو چې د حرا او ثبیر غرونه په خپل ځایونو ولاړ وي[۵].  نو تر هر څه وړاندې یې له عاص بن وائل څخه یې د نوموړي یمني حق واخیست.

د (حلف الفضول) تړون په اړه عربو ډېر اشعار ویلي، زبیر بن عبد المطلب رضي الله عنه یې په اړه داسې وايي:

إنَّ الْفُضُولَ تَحَالَفُوا وَتَعَاقَدُوا أنْ لاَ يُقِيمَ بِبَطْنِ مَكَّةَ ظَالِمُ

أمْرٌ عَلَيْهِ تَحالفوا وتَعاقدوا    فَالجَارُ والـمُعْتَرُّ فِيهِم سَالِمُ[۶]

د (حلف الفضول) تړون پدې تر سره شو چې په مکه کې به هیڅ ظالم شخص نه پاتې کېږي، دا یو داسې تړون دی چې په دې کې به ګاونډي او فقیر ټول سالم او هيڅ رنګه زیان نه ویني.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] – البداية والنهاية جـ ۲ صـ ۳۵۵٫

[۲] – البداية والنهاية جـ ۲ صـ ۳۵۷٫

[۳] – البدایة والنهایة جــ ۲ صــ ۳۵۷٫

[۴] – البداية والنهاية جـ ۲ صـ ۳۵۶٫

[۵] – الروض الأنف في شرح السيرة النبوية لابن هشام، مؤلف: أبو القاسم عبد الرحمن بن عبد الله بن أحمد السهيلي (المتوفى: ۵۸۱هـ) جـ ۲ صـ ۴۷٫ ناشر: دار إحياء التراث العربي، بيروت، لومړی چاپ، ۱۴۲۱هـ/ ۲۰۰۰م.

[۶] – مخکنۍ مرجع.

لیکوال: عماد الدين سعيد

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close