نبوي سیرت (۴) – د آمنې او عبدالمطلب وفات، او پر رسول ﷺ د ابو طالب پاملرنه او تربیت

 

د آمنې او عبدالمطلب وفات، او پر رسول ﷺ  د ابو طالب پاملرنه او تربیت

کله چې آمنې خپل ځوی رسول الله ﷺ له حلیمې سعديې سره د درېم ځل لپاره پرېښود، حليمې سعديې یو څه وخت له ځانه سره وساته او د هغه تربيت يې وکړ؛ چې وروسته يې بیا خپل مور ته وسپاره، په دغه وخت کې د نبي –علیه السلام- عمر نږدې پنځه کالو ته رسېده، په مکه مکرمه کې يې د خپل مور د روزنې لاندې یو کال تېر کړ.

لکه څرنګه چې د آمنې خاوند په مدینه کې خښ وو او بله دا چې هلته د رسول الله ﷺ ماماګان په مدینه کې مېشت وو، د رسول الله ﷺ مور هوډ وکړ ترڅو مدینې ته ولاړه شي، مور يې له ځانه سره خپل ځوی او د خپل خاوند وینځه برکه هم راواخیسته، ځينو تاریخونو داهم ذکر کړي چې د دوۍ سره عبدالمطلب هم د مدينې په لور ولاړ، رسول الله ﷺ په مدينه منوره کې د خپلو ماماګانو سره یوه میاشت تېره کړه او بېرته د مکې مکرمې په لور را روان شو، کله چې د (ابوا) نومي سیمې ته راورسېده (د ابوا سیمه د مدينې او مکې په منځ کې پرته ده، چې مدينې ته نږدې ده) په دغه ځاې کې د رسول الله ﷺ مور بیماره او وفات شوه، چې همدلته خاورو ته وسپارل شوه.

دا چې نبي (علیه السلام) پلار او مور دواړه له دنيا سترګې پټې کړې، مور يې د هغه ترمخه په داسې حالت کې وفات شوه چې دی ﷺ د شپږو کالو په عمر وو[۱]، نو رحم او شفقت ته ډېر اړ وو تر څو د بې کسۍ او یواځېتوب احساس ونکړي.. په دغه وخت کې د هغه ﷺ نیکه عبدالمطلب تر خپل څار او روزنې لاندې راووست، داچې نوموړي ته د هغه ﷺ مرتبه او شان له کوچنيتوبه مالوم وو؛ نو هغه يې ډېر ځانته رانږدې کړ او د خپل رحم او مهربانۍ څخه يې برخه من کړ، رسول الله ﷺ يې دومره تر ځان نږدې کړ چې د خپلو ځامنو او لوڼو ورته ډېر ګران وو، لکه څرنګه چې عبدالمطلب د قریشو مشر وو، نو د کعبې تر سيورې به ورته ځاې جوړېده ترڅو هلته کېښنې او د قریشو ورځنۍ مسئلې حل کړي، د جوړ شوي ځای شاوخوا به يې ځامن کېښناسته ، ځامنو به يې د هغه د راتلو انتظار کاوه او د پلار د احترام له کبله د هغه په ځای نه کېښناسته، کله به چې رسول الله ﷺ راغی نو د ټولو به ورتېر شو او د خپل نیکه عبدالمطلب په ځای به کېښناسته، ترونو به يې هغه وروسته کاوه، کله به چې عبدالمطلب دغه حالت ولېده؛ خپلو زامنو ته به يې وويل: دغه زما بچوڼی پرېږدئ، قسم په رب د ده څه ناشنا احوال او شان دی، چې بیا به د هغه ﷺ سره یو ځای په هغه ځای کې کېښناسته، د هغه په ملا به يې لاس راکاږه او د هغه ﷺ کړنو به ډېر خوښاوه[۲]. کله چې د عبدالمطلب عمر یوسل او شل کلنۍ (۱۲۰) ته ورسېده نو بیمار شو او له دې ستړې دنیا يې سترګې پټې کړې، په دغه وخت کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) عمر نږدې اته کاله، دوه میاشتې او لس ورځو ته رسېده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل نیکه په مرګ ډېر غمجن شو، ام ایمن د رسول الله ﷺ خدمتګاره زیاتوي: کله چې عبدالمطلب ومړ نبي (علیه السلام) يې د کټ تر شا ولاړ وو او ژړل يې.

دا چې عبدالمطلب د رسول الله ﷺ د نبوت څه نښې او نښانې او ناشنا احوال ليدلي وو خپل ځوی ابو طالب ته يې دا سپارښتنه کړې وه چې زما د مرګه وروسته د رسول الله ﷺ پوره پاملرنه او روزنه کوه[۳].

عبدالمطلب ومړ او رسول الله ﷺ د خپل سکه تره ابوطالب د پاملرنې او روزنې لاندې راغی.

هماغه وو چې ابو طالب هم د خپل پلار عبد المطلب د سپارښتنې سره سم د هغه ﷺ پوره پاملرنه او روزنه کوله. د تاریخ کتابونه لیکي چې ابوطالب د رسول الله ﷺ پاملرنه، روزنه او د هغه څخه په هر ډګر کې دفاع د اته کلنۍ څخه د نبوت تر لس کلنۍ پورې (یانې تر دري څلويښت کلنۍ پورې) په پوره مېړانه او پوره اخلاص کړې ده.

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] – سيرة ابن اسحاق صـ ۶۵٫

[۲] – سيرة ابن إسحاق صـ ۶۶٫ او سيرة ابن هشام جـ ۱ صـ ۱۶۸٫ او البداية والنهاية لابن كثير جـ ۲ صـ ۳۴۳٫

[۳] – سيرة ابن اسحاق صـ ۷۳٫ البداية والنهاية جـ ۲ صـ

لیکوال: عماد الدین سعید۳۴۳٫

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب