سیرت النبي متن

نبوي سیرت (۲) – د رسول الله ﷺ رضاعت

د عربو له عاداتو څخه یو عادت دا وو چې خپل نوي زېږنده ماشومان به يې کلو او بانډو ته استول، ترڅو زامن يې د قوي او غښتلي بدن څښتنان را لوی شي او اصلي عربي ژبه زده کړي[۱]، د مکې او مدينې وګړي په دې اند وو چې په ښاریو کې د روزل شوي کوچنیانو ذهن پس ، بدن يې کمزوری او همتونه يې ټيټ وي.[۲]

د بلې خوا د کلو او بانډو خلک ډېر بېوزله او غریبان وو، نو د هغې ځایه به مېرمنې ښاریو ته راتلې او د ښاریو  کوچنیان به يې له ځانه سره د يو  ټاکلي مزد په بدل کې وړل.

په هغه کال چې رسول الله ﷺ وزېږېد، د سعد بن بکر د قبيلې څخه ډېر ې مېرمنې د مکې په لور د نوو زېږنده ماشومانو  له ځانه سره وړلو په اند راغلې وې؛ چې د هغې څخه یوه د ابي ذؤیب لور حلیمه السعدیه هم له خپل خاوند ابوکبشه سره راغلې وه.[۳]

حلمیه سعدیه خپله کيسه دارنګه بیانوي:

کله چې زه ، مېړه او ځوی (د غېږې ماشوم) مونږ د خپلې درې څخه راووتو، نوموړي دره کې وچکالي او قحطي وه، د بارانو د نشتوالي له کبله څاروي هم ډېر کمزوري شوي وو، له مونږ سره يوه اوښه وه چې هغې دومره شېدې نه کولې چې خپل ماشوم پرې موړ کړم، او زما په سینه کې هم دومره شیدې نه وې چې خپل ماشوم پرې موړ کړم، په سفر کې په يوې خرې سپاره وو چې د ډېرې کمزورتیا له کبله يې د ټولې قافلې څخه وروسته پاتې وو. لنډه دا چې په دره کې ډېره ولږه ، تنده او وچکالي خپره وه.

کله چې مکې ته را ورسېدو؛ نورو مېرمنو له ځانه سره د خلکو کوچنیان اخیستي وو، مونږ د ډېرې پلټنې وروسته د رسول الله ﷺ څخه بل څوک پیدا نه کړ؛ هیڅ داسې مېرمنه نه وه پاتې چې هغه ته رسول الله ﷺ وړاندې شوی نه وو، خو كله به چې نوموړو مېرمنو ته دا معلومه شوه چې يتیم دی، نو رد کولو به یې او له ځانه سره به یې نه اخیستلو، لکه څرنګه چې د رسول الله ﷺ پلار وفات وو، له ځانه سره مو دا مشوره وکړه که چېرې دا کوچنی یوسو ، د دې خو داسې څوک نشته چې خرچه يې ورکړي، او مونږ هم داسي بې وزله او غریبان یو چې د خپل بچې ساتل را باندې هم ستونزمن برېښي.[۴]

کله مو چې د خپل کلي په لور د بېرته تلو نيت وکړ، خپل خاوند ته مې وويلې: دا ما ته ډېره بده چې زه دې د نورو مېرمنو تر منځ پرته له ماشومه خالي ولاړه شمه، قسم په رب د هغه یتیم په لورې ورځم او هغه له ځانه سره خامخا راخلم، نو خاوند را ته اجازه راکړه؛ او ویې ویلې: د الله څخه مو دا امید دی چې په روزۍ کې به مو برکت راشي، همدا وو چې بېرته ور ستانه شو او رسول الله ﷺ مو له ځانه سره واخیست.

حلیمه سعدیه زیاتوي: کله مو چې رسول الله ﷺ له خپلې مور آمينې څخه ترلاسه کړ، نو په ژوند کې مو یو نوی بدلون منځ ته راغی، ژوند مو د برکاتو او خیراتو څخه ډک شو، زما دومره شېدې نه وې چې خپل بچی پرې موړ کړم، پدغه شپه دومره شېدې پیدا شوې چې خپل بچی مې پرې موړ کړ او رسول الله ﷺ هم موړ شو، ګورو چې په اوښه کې هم شېدې پیدا شوې ، په شېدو مو ځان موړ کړ، او نوموړې شپه مو خوشحاله تېره کړه.

کله چې په سبا ورځ د کلي په لور روان شو، هغه سپرلۍ (خره) چې مونږ پرې سپاره وو، ډېره کمزورې او د ټولې قافلې څخه وروسته وه، اوس هماغه سپرلۍ (خره) د ټولو څخه دمخه او چابکه روانه ده، نورو مېرمنو راڅخه وپوښتل: دا خره څومره چابکه او تېزه روانه ده، دا هماغه خره ده او که په مکه کې دې بدله کړې ده؟. زه هم ډېره حیرانه وم چې دا څه لامل کېدای شي چې دا خره دومره چابکه او تېزه روانه ده، نو خپل خاوند راته وویل: آیا ته پدې پوهېږې چې مونږ یو مبارک او د خیر نه ډک انسان را واخیست، آیا تا ته د دې اټکل نه کېږې چې د ده د راتلو سره سم خیرات او برکات پیداشو. [۵]

حلیمه سعدیه وايي: کله به چې زموږ ګډې بېزې د ماښام پر وخت د څر له ځایه څخه راستنې شوې؛ ښې مړې به وې او غولانځې به يې له شېدو څخه ډکې وې، خو د وچکالۍ له امله د نورو خلکو څاروي به سم نه مړېده او انډول شېدې به يې نه کولې، آخر دا چې د کلي خلک راټول شول او خپلو شپنو ته يې وویل: په هغه ځای کې خپل څاروي څروۍ په کوم ځای کې چې د حليمې شپونکی څاروي څروي! لنډه دا چې د رسول الله ﷺ په راتلو سره زمونږ په کور کې برکات او خیرات را ننواته او په روزۍ کې مو پراخي او برکتي راغله.[۶]

حلیمه سعدیه زیاتوي رسول الله ﷺ به ډېر ژر ژر را لوېېدو، دوه کاله يې لا نه وو پوره چې نوموړی ډېر غښتلی ماشوم شو[۷]، نوموړی ډېر هوښیار او ژبه يې هم ډېره په بېړه یاده کړه.

کله چې د رسول الله ﷺ د رضاعت دوه کاله تېر شوه ، حلیمې د ټاکلي وخت سره سم د خپل خاوند سره رسول الله ﷺ د مکې په لور روان کړ او خپلې مور آمنې ته يې ور وړو. حلیمه سعدیه چې د رسول الله ﷺ کرامات او برکات يې ترسترګو کړي وو؛ دمور څخه يې بېرته د ده د وړلو اجازه وغوښته آخر دا چې مور يې هم په دې راضي شوه او خپل زوی رسول الله ﷺ يې بېرته ورسره پرېښود.[۸]

______________________________________

[۱]  الرحيق المختوم: صـ ۴۶، تالیف: صفي الرحمن المباركفوري (المتوفى: ۱۴۲۷هـ).  ناشر: دار الهلال – بيروت

[۲]  نور اليقين في سيرة سيد المرسلين صـ ۱۰

[۳] سيرة ابن اسحاق صـ ۴۹

[۴] سيرة ابن إسحاق جـ۱ صـ ۴۹

[۵]  سيرة ابن إسحاق  صـ۴۹-۵۰، او: السيرة النبوية لابن هشام عبد الملك بن هشام بن أيوب الحميري المعافري، أبو محمد، جمال الدين (المتوفى: ۲۱۳هـ)، تحقيق: مصطفى السقا وإبراهيم الأبياري وعبد الحفيظ الشلبي، جـ۱، صـ۱۶۲ -۱۶۴٫ الناشر: شركة مكتبة ومطبعة مصطفى البابي الحلبي وأولاده بمصر، الطبعة الثانية.

[۶] مخکنۍ مرجع صـ ۱۶۴

[۷]  سيرة ابن اسحاق صـ۵۰

[۸]  سيرة ابن هشام صـ ۱۶۴

عمادالدين سعيد

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close