سیرت النبي مقالې

نبوي سيرت – مدينې ته د هجرت پيل

له هجرت کولو يوه ورځ وړاندې  د نبوت په څوارلسم کال د صفر مياشتې په ۲۶مه نېټه رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټکنده غرمه کې چې خلک په کورونو کې وو، د ابوبکرصديق رضي الله عنه کور ته ورغی او نوموړی يې خبر کړ چې الله  جل جلاله  ورته د هجرت اجازه کړې ده ، هغه ورته وويل: ای د الله رسوله! زه هم درسره ځم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: سمه ده، بيا يې د سفر د څرنگوالي په اړه خبرې سره وکړې او محمد صلی الله عليه وسلم بېرته خپل کور ته ستون شو.

عروه رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کورته راغى د شپې يې حضرت علي  رضي الله عنه  په خپله بستره څملاوه چې کافران د هغه صلی الله عليه وسلم  په وتلو خبرنشي او حضرت علي  رضي الله عنه  سهار دخلکو هغه امانتونه -چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره يې ايښي و- بېرته هغوی ته وسپاري رسول الله صلی الله عليه وسلم  له ابوبکرصديق رضي الله عنه  سره يوځاى په نيمه شپه ووت او مشرکان ټوله شپه تاويدل را تاويدل؛ خو وړاندې نشول ورتلاى تر دې چې سهارشو گوري چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ځاى کې حضرت علي  رضي الله عنه  پروت دى؛ نو پوښتنه يې ترې وکړه چې محمد ( صلی الله عليه وسلم ) څه شو؟ حضرت علي  رضي الله عنه  ورته وويل: زه خبر نه يم، مشرکان وپوهيدل چې هغه صلی الله عليه وسلم  وتلى دى؛ نوټول په اسونو سپاره شول اوهرې خواته درسول الله صلی الله عليه وسلم په لټه کې شول او اعلان يې وکړ چې که هرچامحمد( صلی الله عليه وسلم ) ونيو هغه ته به جائزه ورکول کيږي، په لارو کې چې داوبو کومې چينې وې د هغه ځاى خلکو ته يې هم استازي وليږل اوغوښتنه يې ترې وکړه  چې که محمد ( صلی الله عليه وسلم ) په دې لا ره راغى ويې نيسئ مونږ به تاسو ته انعام درکړو، رسول الله صلی الله عليه وسلم  او ابوبکرصديق رضي الله عنه  له مکې نه بهر په ” ثور” سمڅه کې پنا واخيسته کافران هلته هم ورغلل تردې چې څو تنه د غار سرته ولاړ وو اودوى يې خبرې هم اوريدې ابوبکرصديق رضي الله عنه  چې وکتل کافران د سمڅې خولې ته ولاړ دي؛ نو ډير وارخطا شو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: لا تحزن ان الله معنا (مه غمجن کيږه الله له موږ سره دى) بيا يې دعا وکړه نو الله  پاک ډاډ (سکينه) پرې نازله کړه لکه الله  پاک يې چې په قرآن کريم کې يادونه کړې ده: فَأَنزَلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُواْ السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [التوبة ۴۰]

ژباړه: نو الله خپله ډاډېينه ورباندې نازله کړه او په هغولښکرو يې دده ملاتړ وکړ چې تاسو نه وې ليدلي او دکافرانو وينايې ټيټه کړه او د الله کلمه خو ده اوچته او الله برلاسى ځيرک دى.

ابوبکرصديق رضي الله عنه  په کورکې يو څو وزې لرلې او غلام يې، عامر بن فهيره رضي الله عنه  -چې ډير امين او کلک مسلمان و- هره شپه يې وزې راوستې دوى به يې په پيو ښه مړول او کله به يې غوښه هم ورته پخه کړه بيا به سهار وختي پټ په پټه بيرته له نور شپنو سره يوځاى مکې ته ستنيدى، دوه شپې او دوه ورځې چې تيرې شوې او درسول الله صلی الله عليه وسلم  د وتلو اوازه يوڅه کراره شوه ابوبکرصديق رضي الله عنه  خپل زوى (عبدالله رضي الله عنه ) ته -چې هره ورځ به يې د حالاتو جاج اخيست- وويل: ورشه يو لارښود راوگوره هغه ورغى يوتن -چې خلکوبه ورته ابن الاريقط ويل اولامسلمان نه و- راوست هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  اوابوبکرصديق  رضي الله عنه  خدمت کاوه تردې چې مدينې ته ورسيدل.

حضرت عائشه  رضي الله عنها وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  به هره ورځ سهار ياماښام زمونږ کورته راته يوه ورځ غرمه راغى؛ نو پلار مې (ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ) وار خطا شو  ويل الله  دې خيرکړي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  نن څنگه بې وخته راغى؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې را ننوت پلار مې پرکټ ځاى ورکړ او کښيناست، دغه وخت په کوټه کې زه او خورمې -اسماء- هم ناستې وو رسول الله صلی الله عليه وسلم  مې پلار ته وويل: دوى دې لږ ووځي! پلار مې ورته وويل: زمامور و پلار دې په تاقربان وي يارسول الله! دا دواړې زما لورگانې دي که هره خبره وي پروا نه کوي ددوى په وړاندې يې وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: الله د تللواجازه راکړه، ابوبکرصديق  رضي الله عنه   ورته وويل: يارسول الله! زه هم درسره ځم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: سمه ده! ته هم را سره ولاړ شه، حضرت عائشه  رضي الله عنها وايي: قسم دى له دېنه وړاندې ما د خوشالۍ ژړا نه وه ليدلې رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې دا خبره وکړه ابوبکرصديق رضي الله عنه  له ډيرې خوشالۍ نه په ژړا شو بيايې وويل: يا رسول الله! ما ددې ورځې له پاره تيارې دوه سپرلۍ (اوښي) ساتلي دي، عبدالله بن اريقط د بنو وائل بن بکرټبر يو لارښود و چې لا مسلمان شوى نه و هغه يې په مزدورۍ ونيو دواړه اوښې يې ورکړې اوټاکلى ځاى يې ورته وښود چې داهلته څروه کله چې مونږ درغلو له هغه ځايه به مدينې ته ځو.

امام بغوي ديو باوري سندله لارې ددې حديث يوه برخه داسې رانقل کړې ده: ابوبکرصديق رضي الله عنه  وويل: يارسول الله! ما هم درسره بوځئ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: سمه ده، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  وويل: يارسول الله! ما له شپږو مياشتو نه دې ورځې ته دوه اوښې ساتلي دي يوه به تاسو واخلئ يوه زه، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: سمه ده! خو په بيه به يې راکوې، اوښه يې له ابوبکرصديق  رضي الله عنه  نه په بيه واخيسته او دواړه روان شول.

اسماء بنت ابي بکر رضي الله عنها وايي: په مکه کې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هرسهار او ماښام زمونږ کورته راته يوه ورځ په ټکنده غرمه کې راغى؛ نومامې پلار ته وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم  نن بې وخته راغى ښايي کومه ځانگړې خبره وي، چې کښيناستل رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: ته دې خبر يې الله  ماته له دې ځايه د وتلو اجازه راکړه، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ورته وويل: يارسول الله! زه هم درسره ځم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: سمه ده ته هم را سره ولاړ شه، ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: ما له ډيرې مودې راهيسې دې ورځې ته دوه سپرلۍ ساتلي دي يوه به تاسو واخلئ يوه به زماشي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: زه يې په بيه درڅخه اخلم، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  وويل: زما مور و پلار دې ترتاقربان وي يارسول لله! چې تاسوڅنگه خوشاله ياست زما درسره خوښه ده، اسماء  رضي الله عنها وايي: دواړو ته مو د سفر خواړه (توښه) تيار کړل چې نيمه شپه شوه دواړه روان شول اودثور غره په سرکې يې يوې سمڅې ته پنا وروړه، لومړى ابوبکر صديق رضي الله عنه  سمڅې ته ننوت او ټولې سوړي يې په لاس وکتې چې هسې نه کوم ضرر ناک شى پکې وي بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ننوت او دواړه کښيناستل، دلته په مکه کې چې مشرکان خبر شول اعلان يې وکړ چې هرچامحمد ( صلی الله عليه وسلم ) او ابوبکر( رضي الله عنه ) ژوندي ونيول سل اوښان به جائزه ورکوو ټول کافران يې په لټه کې ووتل دمکې په غرونو او لارو کې خپاره شول او ان د ثورسمڅې خولې ته ور ورسيدل، يوتن سمڅې ته مخامخ ولاړ و ابوبکرصديق رضي الله عنه  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل: يارسول الله! داسړى خو راگوري! رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: بې غمه شه پرښتو مونږ په وزرونو کې ترې پټ کړي يو، هغه سړى ور وړاندې شو او دغار خولې ته په جوابچي کښيناست رسول الله صلی الله عليه وسلم  ابوبکرصديق رضي الله عنه  ته وويل: که موږيې ليدلو داسې يې نه کول، په سمڅه کې يې درې شپې تيرې کړې د ابوبکرصديق رضي الله عنه   غلام -عامربن فهيره- به هره شپه له نورو شپنو په پټه خپل وزې د ثور غره ته ور وستلې او رسول الله صلی الله عليه وسلم  اوابوبکر رضي الله عنه  ته به يې شودې ورکولې، عبدالله بن ابي بکر رضي الله عنه  په مکه کې حالات څارل بيابه د شپې سمڅې ته ورته او رسول الله صلی الله عليه وسلم  اوملگرى به يې خبرول ([1]).

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: