سیرت النبي مقالې

نبوي سيرت بعثت دویم کال له درسونو عبرتونو سره

دبعثت دويم کال

دبعثت په دويم کال کې درسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنګ ابوبکرالصديق رضي الله عنه هم اسلام ته په بلنه باندې پيل وکړ ، دابوبکرالصديق رضي الله عنه اسلام راوړل ديوه وکړي اسلام راوړل نه وو بلکې په حقيقت کې ديوه ولس مسلمانېدل وو ، ځکه چې هغه دقريشو په منځ کې دعزت او ښـه نوم څخه برخمن ؤ څرنګه چې ابن اسحاق دهغه په هکله ليلکي دي چې هغه دډېرښه او نرم خوى څښتن او قريشو ته دمنلو وړسړى ؤ همدارنګه دنسب پېژندلو په علم کې ترټولوقريشو وړاندې ؤ او دقريشو ښه او بد خلک يې پېژندل په همدې ترتيب سره پخپل ټبرکې په خيرښېګڼه او دښه خوى په درلودلوکې نامتو او پېژندل شوى وګړى ؤ . د  ټبر وګړي يې دسودا ګرى ، دنسب پېژندنې دعلم د زده کړې په برخه کې ده ته راتلل او زده کړې به يې ورڅخه کولې سربېره پردې مجلس ته به يې راتلل او په بېلا بېلو چاروکې سلا مشورې به يې ورڅخه اخيستې ([1]) نو پدې ترڅ کې به ابوبکر رضي الله عنه داعتماد وړ خلکو ته دخپل اسلام راوړلو کيسه اعلانوله همدا راز هغوى ته به يې هم داسلام په لوري بلنه ورکوله چې دهڅو په پايله کې يې دې ذواتو اسلام راوړ.

عثمان بن عفان رضي الله عنه ( عمرڅلوردېرش کلن )

عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ( عمردېرش کلن )

سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ( عمراوولس کلن )

زبيربن عوام رضي الله عنه ( عمرڅوارلس کلن )

طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه ( عمرپنځلس کلن )

وروسته له دې ډلې نه ابو عبيده جراح ، ابو سلمه عبدالله عبدالاسد بن مخزوم ، ارقم بن ارقم مخزومي ، عبيده بن حارث بن عبدالمطلب ، سعيد بن زيد ، قدامه بن مظعون ، فاطمه بن خطاب دعمر رضي الله عنه خور او دسعيد بن زيد رضي الله عنه مېرمن ، اسماء بنت ابوبکر رضي الله عنها ، عايشه بنت ابوبکراو خباب بن ارت رضي الله عنهما ايمان راوړ .

  درسونه :

١ – په هرمسلمان په تېره اسلام ته په بلونکي باندې لازم دي چې دابوبکرالصديق رضي الله عنه په څېراسلام ته په بلنې باندې لاس پورې کړي .

٢ – اسلام ته بلنه دهرمسلمان مسؤليت او ماموريت دى څرنګه چې ابوبکرالصديق رضي الله عنه دخپل مسلمانېدو څخه وروسته ياد شخصيتونه اسلام ته راوبلل او هغوى بيا پخپل وار اسلام ته په بلنه اقدام وکړ ، نو مسلمانان بايد د اسلام رسالت خلکو ته ورسوي .

 ٣ – داسلامي دعوت لومړنۍ کړۍ ځوانانو جوړه کړې څرنګه چې په تاريخ کې راغلي داسلام لومړني مننونکي ډېرى يې ځوانان وو نو په اسلامي دعوت کې دعوتګران بايد ددعوت په کارکې ډېره پاملرنه دځوانانودبلنې خواته واړوي .

٤ – دعوتګران بايد دخلکو له پېژندګلوى او معرفت نه ددعوت په لاره کې کارواخلي څرنګه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دابوبکرالصديق رضي الله عنه دشخصيت او ټولنيز موقف او دانساب پېژندنې له موقف څخه يې داسلام په خورولوکې کارواخيست نو دعوتګروروڼه ددعوت په درشل کې بايد دخلکو له شخصي موقف ، علمي موقف ، ټولنيز موقف او پېژندګلوى له اړيکو څخه داسلام په خپرولوکې ګټه واخلي .

 ٥ – په يوه دعوتګرباندې لازم دي چې دعوتي حرکت يې ( دصدراسلام ددعوتي حرکت په څېر) پراخه وي او دټولنې ټولوطبقو ته دعوت وغزوي يانې نارينه ، ښځينه ، بوډآ ، ځوان ، بډآى ، بيوزله آو … ته او هڅه دې وکړي چې دعوت يې په يوه خاصه کړۍ پورې ونه درې که چېرې په کومه خاصه کړۍ باندې خداى مکړې ودرېد بيانو يوطبقاتي ، توکميز او قومي رنګ ځانته نيسي چې پايله يې هم پرته له فاجعې څخه نورڅه نده چې ښه بېلګه يې زموږ په هېواد کې ځينې تش په نامه احزاب دي چې داسلام په نامه جوړشوي خو داسلام پځاى فاشيزم او دجنوسايډ افکارورڅخه صادرېږي.

  ٦ – ديوې بلنې او دعوت برياليتوب هغه وخت شونى دى چې لارښودان يې ولس ته ښه بېلګه وي دتاريخ په لړکې اسلامي دعوت ډېرى په غوره اخلاق او بېلګه والي باندې پرمخ تللى نو دهمدې بېلګتوب له مخې وو کله به چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يا ابوبکرالصديق رضي الله عنه داسلام بلنه کوم وګړي ته وړاندې کړه هغوى به دهغه پېژندګلوى له مخې چې له هغوى نه يې دښو اخلاقو په برخه کې درلوده اجابت به يې کړ نو په مسلمانانو باندې واجب دي چې داخلاقي اړخه ولس ته بېلکه واوسي ترڅو خلکو ته داعتماد وړ وي .

 ٧ – يو دعوتګربايد متواضع ، اسانه نيونکى ، بښونکى او دښه خوى درلودونکى وي دا هغه څه دي چې په نوروکې دنفوذ لامل ګرځي په اسلامي دعوت کې دابوبکرالصديق رضي الله عنه مخکيوالى پدې غوره صفاتو پورې تړاو لري نو ښايي چې هرمسلمان دعوتګرديادو صفاتو درلودونکى وي ترڅو په ټولنه کې لدې لارې نفوذ وکړي .

 ٨ – يو دعوتګربايد دعلم په جامه باندې سمبال وي په تېره بيا دتاريخ او ټولنپوهنې په علم باندې ځکه دا دوه علمونه ان ددعوت په لومړيو کې دخاصې پاملرنې وړ وو او ابوبکر رضي الله عنه پخپل پېر ( زمانه ) کې ددې علومو متخصص په ټول حجاز کې بلل کېده او خلکو به پدې برخه کې له هغه نه زده کړې کولې ، په وروستيو پاڼو کې به وليدل شي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم قبايلو ته داسلام په وړاندې کولوکې دابوبکر رضي الله عنه نه دنظروړقبيلې دتاريخ ، شخصيت ، ځانګړتياو، خوى او دودونو په برخه کې مالوت او سلامشوره اخيسته او زياتره وخت به يې هغه له ځان سره بيولو، نو داخلاقو ترڅنګ فرهنګي بډاينه هم ددعوت په پرمختګ کې سترارزښت او ځاى لري په تېره دټولنپوهنې علم ځکه ددې علم په واسطه دعوتګرکولى شي چې دخلکو لېوالتيا وې ، شخصيت ، غوښتنې ، ولولې او عواطف يې وپېژني او دخلکو زړونو ته لاره موندنه دخپلې ټولنې څخه دپېژندنې په کونجۍ کې نغښتې ده .

٩ – دنوم بدلول يو اسلامي اصل دى ، اسلامي دولت په تېره بيا دنفوذ دثبت رياست چې دکورنيو چارو وزارت په تشکيل کې فعاليت لري دې امرته بايد ټينګه پاملرنه ولري او دهغه هېوادولو نومونه چې دشرعي اړخه غلطه ياشرکي مانا لري هغه بايد په يوه ښه نوم واړوي دا هغه عمل دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ددعوت له پيل نه تراخره پورې ترسره کړى چې يوه بېلګه يې ددعوت په دويم کال کې دعبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه نوم بدلول دي دنوموړي نوم دجاهليت په زمانه کې ((عبدعمرو)) ؤ ؛خو رسول الله صلى الله عليه وسل په هغه باندې دعبدالرحمن نوم کېښود .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: