نبوت ولې په محمد رسول الله (ص) ختم شو؟

نبوت ولي په محمدرسول الله (صلى الله عليه وسلم ) ختم سو ؟

د هيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:

۱- چي دمخکی پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وی او دی ته ضرورت وی چي بيا خلکو ته وړاندی شی .
۲- دمخکی پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وی نو دی ته ضرورت وی چي کامل شی .

۳- چي دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص سوی وی چي نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولری .

نواوس واضح وينو چي دغه دری واړه علتونه وجود نلری نو دنبوت سلسله هم ختمه سوی .
نواوسنی نړی نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلری ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږی خو ديوه حرف تغير هم پکی نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل قرآنکريم هم په موزيم کی موجود دی
دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره دهغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کی ساتل سوی دی .
همغه د محمد رسول الله (ص) دوخت تعليمات په ټوله نړی کی داسی روان دی ته به وايی چي همدا اوس پيغمبر(ص) ژوندی دی نوځکه دنبوت سلسله ختمه سوه او اسلام يو ورستی کامل دين وټاکل سو.

مخکنی پيغمران به ديوه خاص قوم او سيمی لپاره راليږل سوی ؤ په يوه وخت کی به څو پيغمبران هم موجود ؤ هريوه به خپل قوم ته دعوت کولو ، لکه موسی (ع) او شعيب (ع) په يوه وخت کی په څه ناڅه نږيدی فاصله کی همدارنګه ابراهيم (ع) او لوط (ع) په يوه وخت جدا جدا خپل قوم ته دعوت کولو.

اوبل داچي دمخکی اديانو نازل سوی کتابونه به تحريف کيدل په هغه کی به خلکو دخپلو ګټولپاره تحريف پکی کولو .

محمدرسول الله (ص) رحمة للعلمين پيغمبر دی نه يواځی دا چي دټولو انسانانو لپاره راليږل سوی بلکی دجنياتو پيغمبر هم دی ، حيواناتو هم خپل مشکلات د خدای (ج) دغه نازولی پيغمبر(ص) ته پيش کړی دی .
په محمدرسول الله (ص) نازل سوی کتاب قرآنکريم له هرډول لاس وهنو څخه ساتل سو ى او پاک دئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب