ناک د سرطان په ګډون د یو شمیر ناروغیو د مخنیوي أباره ښه ده
ناک د نړۍ په نږدې په ټولو هېوادونو کې کرل کېږي، له پراخو ویټامینونو برخمن او د انسان روغتیا ته ګټـه رسـوي.
په دغه میوو کې د ( B6، B2،B1، A او C ) ویټامینونه تر څنګ په زیاته اندازه فایبر، کلسیم، فاسفورس، مګنیزیم، پوټاشیم او اوسپنه هم په کې شتون لري.
۱- ناک د سرطان خطر کموي
څېړنو کې ښودل شوې چې په ناک کې شته فایبر د هغو حجراتو مخه نیسي چې د کولمو د سرطان خطر زیاتوي. یوې څېړنې ثابته کړې چې هره ورځ یو ناک خوړل په ښځو کې د سینې د سرطان خطر ۳۴ سلنه پورې کمولای شي.
۲- ناک د امیندوارو میرمنو لپاره غوره میوه
ناک د امیندوارو ښځو لپاره تر ټولو اړین دي ځکه چې په ناک کې د فولیک اسید په نامه مواد شتون لري، چې میرمنې له معیوبیت نه ساتي.
۳- پوستکی تازه ساتي
ناک په کافي اندازه وېټامین سي (C)، ویټامین کې (K) او اوسپنه لري چې د بدن پر حجراتو ناوړه اغېز کوونکي عناصرو مخه نیسي او د پوستکي روغتیا لپاره ډېر گټور دی.
۴- د فلج مخنیوی کوي
روغتیا پالان وايي په ناک کې شته فایبر ټول هغه کولیسترول له منځه وړي چې د بدن روغتیا ته زیان رسوي او دغه راز یې که څوک هره ورځ خوري، نو د فلج د ناروغۍ ګواښ یې ۵۰ سلنه کمیږي.
۵- وزن کموي
د څیړنو له مخې هغه خلک چې هره ورځ ناک خوري په هغوی کې د اضافي وزن زیاتېدون چانس ۳۵ سلنه لږ وي. د امریکا د لوزیانا ایالتي پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې کې ویل شوې چې ناک د بدن د اړتیا وړ فایبر او وېټامین سي ترلاسه کولو لپاره غوره سرچینه ده. فایبر او وېټامین اضافي وزن کمولو پروسه گړندی کوي.
۶- هډوکي له ناروغیو ژغوري
ناک د بدن حجرې سالمې ساتي، د هډوکو ساتنه کوي او دغه راز د زړه د ناروغیو مخه نیسي. که غواړئ د هډوکو ناروغیو مخه ونیسئ نو د روغتیايي پالانو له لوري وړاندیز شوی چې کلسیم باید وخورئ. ناک بدن کې د کلسیم د جذبېدو بهیر اسانه کولو سره د هډوکو مختلفو ناروغیو مخنیوی کوي.
۷ – قبضیت له منځه وړي
که څوک قبضیت لري او غواړي، چې له دی ناروغۍ خلاص شي نو ناک دې وخوري، څنگه چې پورته په څو څو ځلي وویل شو ناک ډېره اندازه فایبر لري. فایبر د کولمو فعالیت غوره کولو سره د قبض په له منځه وړلو کې مرسته کوي.