ناسم ویونه څنګه پیژنو؟

زه پوهیږم، چې زما لیکنې زموږ د ټولودرنو لیکوالانوسره په مخامخوالي کې دي، خو زه د دې  روښانولوله پاره اړیین ګڼم، چې دا خپل اند له تاسوسره ګډ کړم.

بیا هم که دا د داسې څه لیکونکي ما باوري کړي، خو دا هم یوه ښوونه ده اوزما زده کړه.

زه تاسوته لوړه کوم، چې زما لیکنې نه د چا د مخامخوالي له امله دي، نه  یاغي یم اونه یې خوي لرم اونه د ځانښوونې له امله دي. زما لیکنې یواځې اویواځې د لا نورو روښانه ونو له امله دي.

زه د خپلومشرانو په ځانګړې توګه د ژبپوهانومشرانو ډېردرناوی ځکه کوم او لرم، چې همدا دوي دي، چې دا پښتو یې را ژوندۍ کړۍ، ژوندۍ ساتلې او ژوندۍ به یې ساتي. دا د دوي برکت دۍ  اود هلوځلولاسته راوړنه ده، چې اوس دا ژبه د ورکیدو کندې ته نه شي لویدلی.

تر اوسه مې چې د تاند په درنه خپرونه کې څه خپاره شو،هغه زموږ د ناسمونونو له امله وو، هیله ده، چې په دې لار کې به زما لیکنې داسې لږ څه دې ناسمونونو ته ستاسو پام را اړولې وې.

په یوه پوهنه کې چې یوڅوک څومره ورننوځي، پوهیږي، چې څومره نه پوهیږي. دا ما هم حس کړه. په دې پوهیږم، چې ژبه څومره ستونځمنه ده، خو چې خپله په یو څه کار وکړې هلته د داسې یوبل څه سره مخامخ کیږي، چې په هغې هم باید کاروشي.

زه پوهیږم، چې په ډېرو موضوعاتو به ډېرو ژبپوهانوکارکړی وي، خودا چې زه نه پوهیږم، زه ملامت یم او دا چې زه هم بیا څه په لیکم، نو دا بیا سمکارځکه بولم، چې ګورو په یوه موضوع په سلګونه که نه لسګونه کسان کار کوي اودا هم بډاینه ده.

ناسم ویونه څنګه پیژنو؟

دا کار په پیداېښتي پوهنو کې لږساده ده، چې په ناسم څه وپوهیږو، دا په ژبه کې داسې لږڅه ستونځمن کار دۍ، خوسره له دې هم په ژبه کې د ژبلار په بنسټ لارې شته.

لومړی:

داسې ویونه، چې د پیداېښت په اوږدو کې یې د پیداېښتې لارو سره سم لرو، بیا کله کله زموږ ځنې لیکونکي د خپل خیال په بنست د هغو له ډلې ځنې ویونه راباسي او په بل ډولیې نوموي.

لکه موږ اوتاسې په ګڼونو کې د لرلې لار څخه په څنګ کیږولکه چې دېرش سلمې ته دېرش سلنه وایواودا پخپله بې لارېده.

دویم:

یوکره پيژند لردوکی وي د بل په ځای ايښوونه ناسمه راځي:

که د یوه څه له پاره په پیداېښتي توکه په نامه نه پوهیږو، لکه د مایع له پاره، نود خپلې ناپوهۍ په بنسټ بیا د دې له پار یود بل څه له پار ټاکلی کره پیژند لرونکی نوم یا وی ټاکو، چې دا بیا هرومروناسم باید وي، لکه د مایع له پاره چې انډول پښتویې بهیدونکی دۍ،اوبلن وایو.

اویا موږ کچه، چې ځانګړی پیژند لري ، بې ځایه اوبې له کومې ژبلارې د هوارې، معیار او نوروله پاره کاروو، چې دا ټول هم پوره ټاکلي پیژندونه  لري. دا پردي ویونه دي.

نوپه داسې ویونو،چې انډول نوورته په پښتونه روڅه وکړو؟

دې ډول ویونو ته همهغه د د باندنې ژبې وی کاروو، که عربيوي،خونوره هم ښه.

دریم:

ځنې په پښتو نه لرلي نومونه بیا د خوي له مخې نوموو:

ځنې څه یا د شیانو نومونه،چې موږپه پښتوکېنه لرویا نه لروده، هغه د هغه څه له خوي څخه پیژنو، اود خويله مخېنوموو، د بیلګې په توګه هغه ځای چې موږ هلته لمونځوکوو، لمنځتون بللی شو یا په هغه ځای کې مړي خښیږي مړستون بللی شو،خو تاسونه راته برګیږي،نووبهوایم، چې روتون مورعنځۍ، رغنتون اوهمداسې ناروغتونبللی وی، خوي سره به سم نومول شوی وی.

موږخپله غوښتنه څنګه ښوولی شو،چې سمه ده؟

— دا د غوښتنې ښوونه نه ده، چې دا ګوندې دې اوهغوعلماوو لیکلي اوویلي، نوسمه ده.

—- یا دا چې له دې ستونځوسره مخامخ یو، نو باید دا لار وټاکو.

راځم د دې ،، ۍ،، غبرګونې ؟ یا پنځمې ،، ئ،، ته

زه دلته د دې له پاره یوه لنډه یادونه کوم اوبیرته تاسو درانه همهغې خپلې پخوانۍ لیکنې ته رابولم، چې ویې ګورۍ، هلته داسې نورد ویلوڅه نه دي پاتې شوي اوزما دلایل هم په سم اندیزدلیل ژبلارې نه دي رد شوي.

زه یوه بیلګه راوړم:

زه یواځې دې ته ګوته نیسم، چې په رښتیا دا د عربو د ګوډي الف ،، ئ ،،، چې موږ هم ورته په ،، مسئولیت،، کې اړ یو او زموږ د ناسم لیکنډول یا – دود  مسئوله ده، مسئولیت د همغومسئولوپه غاړه واچوو اونوره یې همغه یواځې ،،مسئولیت،، ته پرېږدو.

یوه یادونه دې وي اوهغه دا چې دا د ،، مسئولیت،، ،،ئ،، د دریم ډېر ګړو کړ له پاره تل همداسې سمه نا سمه لیکل کیږي.

هغه دلایل، چې زما د لیکنې مخامخ لیکل شوي، زه ورته په لاندې توګه ګوته نیسم:

— دا چې  زموږ مشرانوداسې لیکلي یا هغسې، نو دا له دې امله سم دي اوسم باید وي. دا د یوې غوښتنې د ښوونې د لیل نه شي کیدی.

موږد خپلومشرانوپوهانو په پوهه نوې زده کړې کوو اود ژبسمون له پاره په  دې زده کړو ودان نوي سمونونه ورزیاتوو. دا د پیداېښت پیداېښتي خوي دۍ، دا په دې مانا چې که زموږراتلونکي له موږڅخه پوره په هر څه کې د مخه نه شي، نو دا به بیا زموږ ملامتیا وي..

نیسو، چې د ،، ئ،، لیکل اړیین دي، نو پوښتنه به بیا دا وي، چې دا نو بیا ولې د نورو ییګانو له پاره باوري نه وي. په دې هکله ما په خپله لیکنه کې یو لښتکی په توګه هم لیکلي، چې دې نورییګانوسره دې ڼو څه وشي. یوه لار( قانون) چې تولیزنه وي، هغه باورنه لري.

د شمیرپوهنې لار د ژبې لارې څخه هم نه شي بیلیدلی،هلته لارده، چې یوه لار د یوه ګڼ له پاره باوري وي او د یوه بل پسې ګڼ له پاره باوري شي، نو هغه  لار بیا د ټولوګڼونوله پاره باوري ده.

زه د سترو او غوره لیکوالانوپه لیکنوکې دا ګورم او زورېږم، چې په هکله یې څه لیکم، خو په کلکه په دې اند یم، چې یا ،، ئ ،، نه شته او یا د نوروییګانو او اوازونوله پاره هم باید ییګانې پیدا شي.

یوه لار ( قانون) په هغه وخت کې باوري دۍ، چې ټولیز وي.

ییګانې څلور اوبڼې بدلې: دا د ژبپوهنې لار نه ده، چې بڼې دې بدلې وي او یې دې همغه وي. دلته دې هم بیا د نوروییګان له پاره همغه یې خو بدله بڼه پیدا شي.

همداسې ده.،،  چې ،، د غلامۍ کړۍ ماته کړۍ،،.  ځکه چې:

لومړی: په پورته روښانونه کې خوستونځه په ،، ۍ، ئ ،، کې نه ده. ستونځه خو ک  کې ده. په لوموړۍ کړۍ کې ک باید یوزورکی ولري یا لومړۍ کړۍ دوه سیلبې لري یعنې یوه سیلبې یې  ک – او بله یې –ړۍ ده او دا دوهمه کړۍ یوه سیلبي ده.

همداسې ده. ،،  چې (د غلامۍ کړۍ ماته کړۍ).  ،، که نه نو دا ورته ستونځې د نورو یی ګانوسره هم لرو.

د  بیلګې په توګه دې لاندې غوڼډالې ته ستاسوپام راګرځوم:

غلامې دا دلته  ولې دا وړې خورې ورې  د ډوډۍ ټوټې هلته وړې او خورې ( غونډاله که ښکلې نه وي، نو بخښنه دې وي).

دلته هم لومړۍ وړې، خورې دوه سیبلبي دي یعنې ،، و – ، – ړې،، او ،،خو –  – رې،، اودا دوهمې یوسیلبي دي، دا په دې مانا، چې د کړۍ او کړۍ سره له هرې لورې یو ډول دي.

بلې لورې په دې غونډاله کې نوم، ستایننوم-، پوښتنه – او کړ شته، نودې ټولوسره به څه کوو اوهمداسې په دې نورو ییګانو کې هم.

بله بیلګه به هم راوړو:

،،تلل ( له یوه ځای څخه وبل ځای ته،، او،،تلل (د څومره والي جوتول)،، همداسې ،، تلنه،، او ،،تلنه،،.

غلامې هلته ستا تلنه ( له یوځاي څخه بل ځای ته) به هرومروستا د بار تلنه( چې  څومره دروند دۍ) ځان پسې لري.

د دې له پاره هم باید یوه لار ومیندل شي.

یو څو نور ېبیلګې هم؛

— غلامه لري لري: غلامې پسونه حلال کړي او د پسونو  ډېر لري لري.

— ته له دې ځایه لرې ( ل –  رې، دلته نیم یا داسې لږ پروت زورکی دۍ) یو کور لرې( ل – رې،دلته لږ ورجګ زورکی دۍ). دلته به نو دا د لیکنې له لارې څنګه سره توپیرشي؟

دلته ګوره ان چې سیلبې هم دوه دوه دي.

بله ییلګه: دا سړی د پسه ډېر لري لري، جې غواړي خرڅ یې کړي.

له دې لاندې سره به څه کوو، که دا ناسمه لار یواځې د کړئ له پاره کوۍ:

— زموږ په  لور چې راځې، نو د لو وخت دۍ  لور دې درسره راوړه.

په دې کې خو دا لور اولور په ویلوکې هم کټمټ دي.

بله بیلکه:

په خوله یې درته وویل، چې لمرته مه ګرځه خوله کوې. یا
په خولې یې درته وویل، چې لمرته مه ګرځه خولې کوې.

موږدداسې ستونځوسره مخ یو، چې د هرې دې ډول ستوڼځو له پاره پای لرونکي تورې یا نوربدل کړو، نوبیا دې راته خیر وي.

پرته له دې:

که موږ او تاسو د نړۍ نوروژبوته هم پام وکړو، نو  دا به راته روښانه شي، چې دا په نورو ژبو کې هم نه شته چې د یوه غږلرونکي – یا بل تورې له مخې دې نوم او کړ وټاکل شي.

هیله ده، چې له ما څوک زړه بدي نه شي، دا مې موخه نه ده. وایي، چې مستې څومره وشربل شي،همغومره ډېرکوچ ورکوي.

یوه هیله له ټولو لیکوالانو څخه، چې په پیداېښت کې د خپلې خوښې په بنسټ بدلونونه دې نه راولي، دا به هرومروناسم وي.

زه ستاسو د ټولو لوستونکو د سړې سینې ډېره مننه کوم.

که دا ځان ته یوه لار وګرځوو، کومه چې ژبلار نه ده، نوبیابه د ډېروستونځوسره مخ شو.

په ژبه کې به ځانګرنې نه راولو  اودا زموږ په خوښه، بې له ژبلارې یا ژبلارې سره مخامخ.

لیکنه: ډاکترماخان میږی شینواری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب