شیخ متي بابا

شیخ متي بابا د شیخ عباس زوی او د خرښبون بابا له لرې لمسیانو څخه شمیرل کیږي ، چې د پيدايښت نیټه یې ( ۶۲۳هـ ) کال ښودل شوی دی.
شیخ متي بابا په کال (۶۸۸هـ) چې عمر یې تر (۶۵) کلونو رسیږي وفات شوی دی. د کلات په غونډۍ کې خښ شوی دی ، دی په کلات بابا مشهور وه.
شیخ متي بابا د پښتو ادبیاتو لومړنی عرفاني شاعر ګڼلی شو. نوموړی په ظهور ، تقوا او پرهیزګاری مشهور شخص وه ، چې خپل ټول ژوند یې د خدای د مينې لپاره وقف کړی وه او ددې فاني نړۍ مادیاتو ته یې د ارزښت سترګه نه کتل بلکه معنویات یې لټول.
شیخ متي بابا د خپل وخت نه بلکه تر ننه پورې دده ساری ډیر کم لیدل کیږي. دی لوی عارف ، عالم او فاصل شحص وه ، ده د خپلې شیخۍ له امله په خپلو خلکو کې ډیر محبوبیت پیداکړی وه .
خلکو ورته په ډیره درنه سترګه کتل او دی یې د دیني او نورو مسایلو په اړه د مشاور په توګه ټاکلی وه ، کله به چې کوم څوک په کومو مسایلو کې بند راغلل نو له ده سره به يې مشوره کوله او دده په پل به تلل.
دده د پت مقام له دې ځایه معلومیږي چې د خلکو لخوا ورته د بابا لقب ورکړل شوی دی. د پټې خرانې په روایت سره ، شیخ متي لوی زاهد ، عابد او پر خدای مین وه .
همدا علت دی چې خلکو ته ډیر نږدې او ګران و. دوی د ډیر ارادت څخه چې له ده سره یې درلوده ، د نوموړي زیارت کاوه او هلته به یې د نوموړي تالیف شوی کتاب د (خدای مینه ) په نوم کتاب لوست چې پر دوی به یې ډیره اغیزه کوله.
د پټې خزانې په وینا نوموړی کتاب دده له مړینې وروسته دده په مزار کیښودل شوی و ، چې له بده تر موږ ندی رارسېدلی.
د شیخ متي بابا زیارت د کندهار ختیځ لور ته له پنځوس نه تر شپیتو کیلو متر ه د کلات په غونډی کې موقعت لري .
له بابا څخه په میراث کې زهد ، تقوا او ادب پاتې شول. له ده وروسته د هغه په کورنۍ کې د علم ، عرفان ، زهد ، تقوا او پرهیزګاره اشخاص راپیدا شول.
دده کورنۍ د متي زي په نوم شهرت لري . دده په کورنۍ کې نوی اشخاص چې لوی لوی شاعران او لیکوالان و ، هر یو یې په خپله زمانه کې په عرفاني او نورو علومو کې کار کړی دی.
د شیخ متي کورنۍ بل مشهور شخص شیخ قاسم چې په کال ( ۹۵۶ هـ ق ) په ( ۱۵۴۹ م ) کې زیږیدلی دخپلې دورې پیژندوی ولي وه ، نوموړی د (( تذکرة اولیای افغان ) په نوم کتاب لیکلی دی . میا نعیم متي زی ددې کورنۍ مشهور شاعر او عارف و ، دی په ( ۱۲۳۰ هـ ق ) په ( ۱۸۱۴ م ) کال حدودو کې و. د شیخ متي بابا زامن هر یو حسن او یوسف ډیر مشهور دي ، چې د یو یوسف زوی شیخ کټه هم په لویو عارفانو او لیکوالانو کې راځي.
شیخ کټه په ( ۷۵۰ هـ ) کلونو کې ژوند کاوه ده د لرغوني پښتانه په نامه کتاب لیکلی وه. بل مشهور عارف له دې کورنۍ څخه شیخ قدم د محمد زاهد زوی ، زاهد د میر داد زوی او میرداد د سلطان زوی دی ، سلطان د شیخ کټه له زامنو دی.
د شیخ متي بابا په کورنې کې نور ډیر عارفان او شاعران تیر شوی چې موږ یې د بحث د اوږدیدو له امله نشو یادولی. د شیخ متي بابا اولاده اوس هم د متي زي په نوم مشهوره ده.
د شیخ متي بابا یو لوړ او عرفاني شعر محمد هوتک له پټې خزانې را نقل کړی ، چې نوموړي له خپل پلار اوریدلی و .
خاونده ښکلی ستا جمال دی
ښکاره یې لورپه لور کمال دی
که ورځ، که شپه که پيړۍ کال دی
ستا د قدرت کمکی مثال دی
ستا د نورونو یوه رڼا ده
دلته چې جوړه تماشا ده

پر لویو غرو هم په دښتو کې ده
په لوی سهار په نیمو شپو کې ده
په غاړه ږغ او شپیلکو کې ده
یا د ویرژلو په شپيلو کې ده
ټوله ستا دیاد نارې سورې دي
ستا دمینې نندارې دي

دلته لوی غرونه زرغونیږي
دژوند وږمې په کې چلیږي
بوراوې شاوخوا کړیږي
سترګې لیدو ته یې هېښیږي
لویه خاونده ټوله ته یې
تل د نړۍ په ښکلیده یې

نور ډیر څه پرې نه وایم خو دومره د پالې په ډول وایم چې له دغه شعر څخه دا ثابتیږي چې نوموړی د عرفاني افکارو درلودونکی شخص دی ، چې د پښتو د نورو صوفیانو شاعرانو مشر ګڼل کیږي.
له دې شعره دا جوتیږي چې دی په واقعت کې په خدایي مینه کې ښکیل دی
ومن الله توفیق
منابع
اول : د پښتو ادب تاریخ ( صدیق الله ریښتین ).
دوهم پټه خزانه ( محمد هوتک )
دریم ( د پښتو ادبیاتو تاریخ دوهم ټوک (حبیبي ))
څلورم د پښتو ادبیاتو تاریخ ( هیواد مل )

لیکنه: وحيدالله محمود تکل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب