نارینه کمزوري اوښځینه بې ذوقي

جنسي ستونځې Sexual Problems

په افغانستان کی دجنسي ستونځو او ناروغیو په هکله د ژباړن خپلی خبرې:
مخکی له دې چی په ژباړه پېل وکړم أړینه بولم چی ددې حساسی مسئلی په هکله خپلی کتنی وړاندی کړم . ما داخبره پخواهم کړېده اودادی بیایې تکراروم چی په افغانستان کی مېشت ولسونه په بدني او رواني توګه رنځور ولسونه دي . ددې رنځونو سببونه په ټولیزه توګه په اقتصادي ، سیاسي اوکلتوري کاواکتیا اوکمزورتیا کی نغښتي دي . په افغانستان کی روانه اوږده جګړه اوله دې کبله په لوی کچ ویجاړتیا ، مرګونه ، کډوالي ، غریبي او رنځونه هم دکورني اقتصادي ، سیاسي اوکلتوري کاواکتیا اوکمزورتیا اوورسره دپټو اوښکاره موخو پایلی دي . ددې ستونځودمخنیوي لپاره وګړنیزه پوهه ، وګړنیزځواک اوتخنیکي وسیلی پکاردي چی له خورابده بخته افغان ولس یې نه لري اونورملتونه ورته داټول شیان په خیرات کی نه ورکوي . زماددې خبرومطلب دادی چی که له لوی خواافغان ولس ته په روغ لاس ستونځی جوړی شوي دي اوافغانان پکی نښلؤل شوي دي نوله له بلی خوا افغان اولس دخپل مرګوني ذهنیتونو اوفکري کمزورتیاو له کبله دځان ژغورنی ازمایښت هم نه دی کړی . د ګردوستونځو په لړکی داسی ستونځی هم شته چی افغانان یې په خپله حل کولای شي اودنورودراټوکېدومخه نیولای شي خو دا سی دښېګړی نؤښت یې لاتراوسه نه دی کړی .
په افغاني ټولنه کی داهم یولوی مصیبت دی چی دژؤند مهم شیان ورته ترهغو حیاتي نه ښکاري ترڅوچی یې حیات دخطرسره نه وي مخ شوی . زما ددې ژباړی موضوع هم له ډېروحیاتي مسئلوڅخه یوه ده چی څېړنی یې هم ممکینی نه دي . له یوې خو پوچ اوبی ګټی غروراوله بلی خوا تباه کوونکي ذهنیتونه د افغاني ټولنی دبدني اورواني رنځورتیا سبب شوي دي . جنسي ستونځودکورني سوله ایزچاپېریال اودنسلونو درواني اوبدني سالمتیا مخه نیولی . افغان نارینه شرمیږي چی دخپلوجنسي أړیکو اویا جنسي ناروغتیاو په هکله دمتخصص ډاکټرسره مشوره وکړي . دښځينه جنسي أړیکوپه هکله خو به دهیواد قانون هم اجازه ورنه کړي چی بحث پری وشي . یوه ځوانه جینۍ اویاښځه به ترډېرفشارلاندی هم خپل راز افشانه کړي اوحتا له خپلو مېړونوبه هم داسی ستونځی پټی وساتي خو آیا داسی ذهنیت اوشرم به کورنۍ اوبچوته کومه ګټه ورسوي ؟ آیا جنسي ناروغتیا به دشخصي ژؤند اوجنسي أړیکو د خرابېدوسبب نه شي ؟ شهواني لذت ددماغوپه سالمیت پوری مستقیمه أړه لري . هغه څوک چی عصبي فعال اوسالم سیستم ونه لري ، شهواني اوجنسي فعالتیا اوروغتیا به هم ونه لري . راځئ چی نوردډاکټرروزنفیلډ په لیکنه کی وپلټوو.
ژباړه:
کله چی زه محصل وم ، هغه وخت دوه موضوعات ووچی مونږته یې په رښتیا نه دي رازده کړي – خواړه اوسکس (دنارینه اوښځی ترمنځ جنسي أړیکي ). ددې په پایله کی نن زمونږدنسل ډاکټران خپلو رنځورانو ته وایي چی متعادل خواړه (کافي غوړ، پروتین اوکاربوهایریت ) وکاروي اونوریې په همدغه ځای پرېږدي . په طبي ښوؤنځیو کی غذایت نن یولوی کورس دی چی فارغان پوهیږي چی کوم خواړه ستاسولپاره ګټوراوکوم تاواني دي اوڅومره .
ترکومه ځایه چی په سکس پوری أړه لري ، زمامعاصرانو ددی دپایلوپه هکله زده کړی کړي (سوفیلیس اوسوزاک دهغه وخت مهمی جنسي ناروغتیاوی وې ) خود عشق کوولو یا پېل مینی ، ښو اجراآتو، مېل ، اومفعولیت دمېرمنواونارینولپاره څه ارزښت نه درلود ، که څه هم چی ځينی یې ډاکټران هم وو. اوس هم ځينی زاړه فکره خلک شته چی دسیکس په هکله هیڅ پوهاوی نه لري اونه یې غواړي . نني طبي فارغان دجنسي خصوصیاتواونورمال اوغېرنورمال حالتونوپه برخه کی ښه روزل کیږي .

نارینه کمزوري اوښځینه بی ذوقي (تمایل نه لرل)

هیڅ بل شی لویی اندېښنی نه راپيداکوي نسبت هغو نښو او علامو ته چی دچا په جنسي ژؤندکی راڅرګندی شي . که هغه نارینه کمزورتیا وي چی له شهواني عمل څخه لذت واخلي اوکه خیالي اوتصوري (فانتازي ) وي . ځکه چی دانسان دبیا تولیدسیستم اودجنسي عمل لذت په مغلقوفیزیکي (بدني) اورواني فکتورونوپوری تړلي دي نوځکه ډېره سخته ده چی داسی ستونځوته حل وموندل شي خوپه دی أړه پوهه چی څنګه بایدسیستم کاروکړي اودهغوعلاموتشخیص چی دجنسي کمزورتیاسبب شوی وي چی په نتیجه کی زیاتره په بري سره تداوي کېدای شي ، اوږده غیرضروري ډاراوېره رامنځته کوي .
یوله عمده ستونځوڅخه چی ناروغان یې له خپلوډاکټرانوسره په ډاګه کوي ، دتناسلي آلی نه لکېدو(ایمپوتنس) ستونځه وي . په دې حالت کی سړی نشي کولای ددخول عملیه سرته ورسوي اوله جنسي یوځای کېدوڅخه خوندواخلي .
د تناسلي آلی نه لکېدل باید د بی تخمي (شنډتوب) سره مترادف نشي . داحالتونه بیخي جدا ستونځی دي . یو سړی چی ذکریې سم نه لکیږي ښایي په فوق العاده توګه دبار یاتخم سبب شي اوعادي سپرم تولیدکړي . لومړی خوباید داووایووچی هیڅوک پوره او کره نه وي . بدني ژوبلتیا او ناڅاپی ناروغتیا هم ددې سبب کرځي چی په تدریجي توګه سړی د جنسي کمزورۍ سره مخ شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب