میوې د پوستکي په ساتلو کې مهم رول لري

تازه څېړنې ښيي چې په میوو او سبو کې شته انتي اوکسیدانت مواد د بدن د پوست په تازه والي او روغتیا کې ډېر اغیزمن دي .
د تغذېې متخصصین وايي سرې، ژیړۍ او نارنجي رنګه میوې د ډيرو انتي اوکسدانت موادو د درلودلو له امله د پوست په تازه والي او غوړیدا کې د پاملرنې وړ اغېز لري .
ډاکترانو په دې میوو کې په ځانګړي توګه د انارو ، انګورو، مڼو او مالټو یادونه کړې چې د پوست له وچوالي مخنیوی کوي او د بادامو، غوزانو (چهار مغز) او د لمر پرست (آفتاب پرست) ګل د زړو خوړل هم د لینوئیک اسید درلودلو له امله د پوستکي په تازه اوتاند ساتلو کې مهم رول لري .
ډاکټران د زیتون دانې هم د لینوئیک اسید مهمه سرچینه بولي او د کافي مایعاتو خوړل او د لمر له مستقیمو وړانګو د پوستکي ساتل د هغه په ځوان ساتلو کې اغیزمن بولي.
ليکوال: ډاکټر مجتبی عزيزيار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب