د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر وپېژنئ!

شټول هېوادونه له خپلو ګاونډيانو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ډيپلوماټيکي، سوداګریزې او ورته نورې اړیکې لري. ددې چارو د ښه ترسراوي لپاره اړینه ده، چې بندرونه او هوايي ډګرونه جوړې شي. افغانستان هم د ګوتو په شمېر هوايي ډګرونه لري، چې یو ستر هوايي ډګر “د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر” دی. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ډګر په اړه لا ډېر پوه شئ.

د کابل نړیوال هوايي ډګر 

دا چې د یاد نړېوال هوايي ډګر په سمه توګه وپېژنو، لومړی به یې په اړه ځينې عمومي معلومات ترلاسه کړو. ددې ډګر اړوند عمده مشخصات په دې ډول دي:
د کابل نړیوال هوايي ډګر 

لنډه تاریخچه:
دا هوايي ډګر د لومړي ځل لپاره په “۱۹۶۰م” کال کې د شوروي انجینرانو لخوا جوړ شو. د لومړي ځل لپاره بهرنیو ګرځندویانو له دې ډګر څخه لیدنه وکړه او د ډګر فعالیت پیل شو. خو د ثور له انقلاب وروسته دا لړۍ په ټپه ودرېده.

ورپسې د افغانستان او شوروي ځواکونو له لورې له دې ډګر څخه ګټه اخیستل کېده. مګر کله چې د طالبانو واکمني وه، د نړېوالو بنديزونو له کبله یې فعالیت په ټپه ودرېد.

ورپسې کله چې د ۲۰۰۱ زیږیز کال د سيپټمبر په یوولسمه ناټو ځواکونو پر افغانستان برېد وکړ، یاد هوايي ډګر هم بمبار شو. خو کله چې “ISAF” ځواکونه په افغانستان کې مېشت شول، ورو ـ ورو ددې ډګر چارې عادي شوې. په “۲۰۰۵” زیږديز کال کې ورته د رادار نوی سیسټم ولګول شو. د نړېوالو الوتنو لپاره په “۲۰۰۸” زیږدیز کال کې د جاپان په مالي مرسته د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوی ترمینل جوړ شو.

که څه هم د رادر سیستم په “۲۰۱۰ز” کې هم ښه شوی و، مګر په “۲۰۱۲م” کې د نوي رادار سیستم په مرسته د افغانستان ټوله هوا تر پوښښ لاندې شوه.

باید ووایو، ددې ډګر لومړنی نوم  “د افغانستان هوايي ډګر” و. مګر وروسته په “۲۰۱۴م” کال کې ملي شورا د حامد کرزي د ترسره کړو خدمتونو ته د درنښت په پار یاد هوایي ډګر نه د “حامد کرزی نړېوال هوايي ډګر” نوم ورکړ. چې ولسمشر محمد اشرف غني دا چاره تصویب کړه.
چې د امارت تر بیا واکمنېدو سره یې نوم بېرته ( د کابل نړیوال هوايي ډګر) باندې بدل شو.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب