مینه څه شی ده؟

مینه څه ته وايي؟

مينه يو طبيعي پديده ده ، چې انسان يې دخپل انساني او محيطي ماحول سره د فکري او فزيکي متواتر تماس او رابطې ، عمل او عکس العمل ، راشه درشه ، تعامل او دروحي او جسمي تغذيې د ارضا په اساس د هغه د زېږېدو سره شروع کيږي او تر مرګه پورې دوام کوي .

د ماشوم په زېږيدو اول دا رابطه او تماس فقط دمور او دهغی دغېږې او تيو سره وي ، ځکه هلته ورته سکون وي او دهغی نه تغذيه کيږي ،خو د زمان په تېريدو او دماشوم په لوييډو د پلار ، وروڼو ، نورو خپلوانو ، کليوالو ، ښاريانو ، وطنوالو او بالاخره نظر په تماس او فکري_جسمي ودې د ټول بشريت سره دا مينه رشد کوي .مګر د ډيروالي او کموالي مقياس يې دانسان د تماس او رابطي په زياتوالي او لږوالي پورې تعلق لري ‌.
طبعاا د انسان تر ټولو زيات تماس او رابطه اول د مور او دمور داوسېدو د ځای يعنی کور سره وي، نو مينه او علاقه ئی هم دمور سره ترنورو ډېره وي او بيا بالترتيب دپلار ، کورنۍ ، خپلوانو ، آشنایانو ،کليوالو ،وطنوالو او انسانو سره .
دغه دئ د مينې او د هغی د پالنې راز ماهيت او درجه بندي .

اوس که څوک ووايي چې زه دمور په کيسه کې نه يم او ماته بشريت اولویت لري ‌، يا زه اول جهان جوړوم او بيا خپل کور . داسې اشخاص يا دروغ وايي او يا د عقل د زوال سره مخامخ دي ، چې په دواړو صورتونو کې دحقيقت خلاف د سيند د طبيعي مسير د حقيقت نه انکار او دبدلولو دپاره بې ځايه زورونه وهي ، چې بې له غرقېدو او ناکامۍ بل څه متاع نه ترې حاصليږي .

هره مفکوره ، نظريه ، تفکر ، عقيده او اډيالوژي چې د افراط پولې ته تقرب کوي د انسان او ټولنې دپاره په مصيبت بدليږي ‌ او ټولنه د هلاکت لور ته سوق کوي.

د،ب،هيښ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب