میندې اولادونه په ژور خپګان اخته کوي

د مغزي پوهې ژورنال کې خپره شوې تازه څیړنه کاږي، چې که میندې د ډیپریشن یا ژور خفګان په ناروغۍ اخته وي، اولادونه به يې هم له همدې ناروغۍ ځوریږي.

څیړنه وايي، چې له مورګانو دا ناروغۍ لورګانو ته تر زامنو ژر انتقالیږي او له پلار څخه بیا اولادونو ته یو ډول انتقالیږي.

څیړنه په امریکا کې په ۳۵ کورنیو ترسره شوې، چې پکې د هغوی مغزي جوړښت تر تحقیق لاندې نیول شوی.

څیړنه کې راغلي، چې د انسان د مغز یوه برخه چې  Corticolimbic System په نوم یادیږي، احساسات او خواص کنټرولوي. د څیړنې په باور چې دا ټول احساسات له والدینو څخه اولادونو ته انتقالیږي.

څیړنه زیاتوي، چې که یوه مور په ډیپریشن یا ژور خفګان اخته وي، تر ځوی يې لور ژر په ورته ناروغۍ اخته کیږي.

د کلفورنیا پوهنتون یو استاد ډاکتر فمیوکو هویفټ Fumiko Hoeft چې د څیړنې مشري کوي، ویلې چې د ډیپریشن نور لاملونه هم شته او یواځې ارثي نه دي.

نوموړی د وراثت سربیره، محیط (چاپیریال) او د انسان د ژوند تجربې هم د ډیپریشن یا ژور خفګان لاملونه وبلل.

هغه وايي، چې دا لومړی ځل دی، چې د ډیپریش یا ژور خفګان یو بل عامل چې (وراثت) دی، په ډاګه کیږي.

ډیپریشن یا ژور خفګان یوه خطرناکه ناروغي ده، چې ګڼې ټولنیزې او روعتیايي ستونزې پیدا کوي. دا ناروغي حافظه کمزوري کوي او د ذهني ګډوډۍ لامل کیږي.

ژباړه: شاهین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب