مچان (Flies) : مچان د انسانانو سره ډيري نژدي اړيکي لري

مچان د انسانانو سره ډيري نژدي اړيکي لري .ددوي پواسطه په منځني ختيځ کي د يو هيواد په يوه کلي کي نيمي خلګ د (Trachoma) پنوم د ناروغي له کبله ړانده شول .همدا ډول مچان په ټوله نړي کي د کلمو د پيچ ،نس ناستي ،تبي او هيضي سبب ګرځي .مچان د اومه،پاخه،پاک او ناپاکه خواړه ټول خوښوي .چي په همدي ډول په ناپاک ځاي کي د کښينستلو له امله د ناپاکو شيانو څخه ناپاکي و پاکو برخو ته انتقالوي .
مچان شپږپښي لري .دوي کلک خواړه نشي خوړلاي .ځکه نو دوي يو ډول کوچني شونډک ډوله خرطوم(Proboscis) د خوړوپه شيانو ايږدي چي له هغه څخه يو ډول لعاب راوځي چي ددي لعاب پواسطه خواړه په مايع شکل بدليږي او مچان هغه زبيښي .مچان د قي وهلو ، فضله موادو او يا يوچټل شي انتقال د يو ځاي څخه بل ځاي پواسطه د ناروغيو د خپريدو سبب کيږي .که په يوه لوښي باندي وکتل شي نو دوه ډوله نښي به وليدل شي يو خړ ټکي چي د مچانو د قي څخه نمايندګي کوي اوبل تيزټکي چي د دوي د فضله موادو (غټ چکر) څخه نمانيدګي کوي .
مچان په تودوخه کي تر دروورځو پوري او په ژمي کي تر درو مياشتو پوري ژوندي پاته کيداي شي .ښځينه مچ چي روغ وي د ١٠٠ نه تر ١٥٠ هګي په يوه ورځ کي اچوي .چي په خپل عمر کي څو ځله کولاي شي چي هګي واچوي .چي نوموړي هګي د ٨نه تر٣٨ ساعتو په نتيجه کي په لاروا(Larva)   باندي بدليږي .او لږموده وروسته خپل ژوند ته ادامه ورکوي .او تر هغه وروسته ځوان او باالاخره د غټ مچ په شکل ژوند کوي .مچان په يوه ساعت کي تر ٤ ميله زيات سفر نشي کولاي .د مچانو څخه د خلاصيدو لپاره بايد د فضله موادو لپاره مناسب ځاي جوړشي .يعني کوښښ وشي د کموډ د سيسټم نه استفاده وشي اويا اقلا  که په صحرا کي وي نوبايد په صحي ډول پټ شي او ازادي هوا ته پاته نه شي ځګه مچان د همدغه ځاي نه مختلف مکروبونه او چټلي انتفالوي . .
نن سبا د مچانو لپاره بعضي سپري (Spray)  ‘د تارمار پنوم استعماليږي .خو که چيري نوموړي سپري په بند اطاق يا ساحه کي استعمال شي نو د څه وخت له پاره هلته بايد څوک ګذاره ونه کړي .تر څو د سپري د مضر اثراتو څخه په امان وي .په کورونو کي بايد د خوراک لوښي،د خوراک توکي او اوبو څښلو لوښي  د جالي پواسطه پټ شي .
ډاکتر بشيراحمد (محبوبي)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب