فیل

فيلان له ډير پخوا څخه د سفر او سامان وړلو راوړلو د پاره انسان تر خپل وس لاندي را وستلی و ، فيلان د جنګ په ډګر کي هم استعمالېدل .

فيلان دوه ډوله دي:
د اسیا فیل چې غوږونه یې کوشني وي بدن یې هم یوڅه  کوشنی غوندي وي
د افریقا فیل چې غوږونه یې غټ وي او بدن یې هم د اسیایې فیل څخه غټ وي.
د فیل بچی به دوه ویشت میاشتي کښې پیدا کېږي .
فیل په څلېر ویشت ساعته کښې دوه یا درې ساعته خوب کوي.
یو فیل په ورځ کښې یوسلو پنځوس کلو گرامه خوراک کوي.
د فیل د مخ په پښو کښې پنځه گوتي وي او دشا په پښو کښې یې درې یا څلور پنډي گوتي وي خو فیل نو کان نه لري.
فیل په ځناورانو کښې ترټولو ځیرک او هو ښیار وي .
فیل څلور نیم میټره جگ وي.
د یو غټ فیل وزن تر څوارلس ټنو پوري رسېږي.
فیلان د انسانانو په شان پر یوه ځای سره استېږي.په ځناورانو کښې فیل یو داسي ځناور دی چې هغه د غم په وخت غمجن وي او اوښکي تویه وي.
د ډلي د یوه فیل د مړیني یا د ډلي د یوه فیل د ورکېدو په وخت د تندي (تږي کېدو ) او لوږي پر مهال ټول فیلان خوا شیني وي او اوښکي هم تویه وي خو بیا د خوشالئ په وخت ټوله خوشاله وي او له مخه یې خندا څرگنده وي.
په ډله کښې د یوه نوي فیل د زوکړي ،د وښو او شنو ونو د لیدو یا د اوبو دلیدلو پر مهال د فیلانو له مخونو خوشالي څرگندېږي.

د فیل او د انسان استوگنه له پنځو زرو کلونو څخه ثابته سوې ده.
د یوه فیل د ورکېدو پر مهال د ډلي فیلان یو داسي غږ تر خوله باسي.چې ورک فیل هغه ږغ د شل کلو میټره لیري څخه اوري او د ډلي اندازه ورته کېږي چې زما ملگري لما څخه څومره لېري دي.
فیل ته خښم هم ورځي ياني خوابدئ کيږي هم .دفیل قهر او کینه خو گرسره په افریقااو اسیا کښې متل دی.
د فیل وزن ټول عمر برابر زیا تېږي.چې څومره یې ژوند زیات وي .هغسي به د فیل وزن هم زیات وي.
د فیلانو ډله کوچني فیلان د سفر په وخت کښې د خوراک او ارام په وخت کښې په خپل منځ کښې ساتي او هر وخت د کوچنیو فیلانو شا او خواته گرځي.چې د نوروځانورانو د خطره یې و ژغوري.

دفیل عمر ډېر وي.له ښپېتو بیا تر اتیا کلو پوري .خو په اوس وخت کښې د فیل گران بیه غاښونه او څمړه (پوستکی ) د فیل عمرد شلو او دېرش کلونو منځ ته راوړه.
انسانان د پیسو په طمع فیلان په غلا وژني.د فیلانو غاښونه او څمړه و هغو ته ډیره په گرانه بیه خر څېړي.د فیلانو له غا ښو زیور جو ړېږي . په دې وروستيو کلونو کي د فیلانو شمېره ډېره کمه سوې ده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب