د بې لمانځه کسانو په باب شرعي حکم

پوښتنه:

له قاهرې څخه يو څوک پوښتنه کوي: يو عرب په داسې حال کې د مسلمانۍ دعوه کوي چې د خپل ټول عمر په اوږدو کې يې نه لمونځ کړى او نه يې هم روژه نيولې، آيا نوموړي ته سلام اچول او مړي ته يې د جنازې لمونځ ورکول واجب دي؟
په همدې اړه يوه بله پوښتنه له دوحې څخه راغلې او په کې پوښتل شوي چې د بې لمانځو کسانو شرعي حکم څه دى؟

ځواب:
د هغه چا په باب څه پرېکړه کېدى شي چې د معلومې مالي اجورې په بدل کې له يوې موسسې سره کار کوي او په داسې حال کې چې دندې، مسووليتونه او ورځني رسمي ساعتونه يې هم مشخص وي، له معقول عذر پرته غير حاضري، لټي او بې پروايي کوي؟
ښکاره خبره ده چې د داسې کارکوونکي په هکله د څارونکي پلاوي د غړو نظرونه سره بېل دي. ځينې يې په دې اند دي چې که کوم کارکوونکى د خپلې بوختيا له بنسټيزو ژمنو څخه سر وغړوي او په ترسره کولو کې يې لټي وکړي خامخا بايد له دندې وشړل شي. ځينې نور بيا په دې عقيده دي چې د غيرحاضرۍ او بې پروايۍ سزا تر هغو له دندې شړل نه، بلکې نور مجازات دي چې لامل يې ملنډې او سپکاوى نه وي.
د هغه مسلمان په باب هم د اسلام د مخکښانو نظر همداسې دى چې له عبادتونو په تېره ورځنيو واجبو لمنځونو، مخ اړوي.
ځينې علما په دې عقيده دي چې د مسلمان يا هر انسان د ژوند لومړنۍ دنده عبادت او د واحد خداى لمانځنه ده چې پرېښودنه يې په يوه ذاتي او بنسټيزه کړنه کې لټي ګڼل کېږي او له دغسې چا سره نه د مسلمان تورى مناسب دى او نه هم د اسلام په کړۍ کې داخل شمېرل کېدى شي. صحيح حديث هم همدا نظر تاييدوي:
بين الرجل و بين الکفر ترک الصلاة
(د انسان او کافر تر منځ توپير د لمانځه پرېښودنه ده.)
مسلم، ابوداود، ترمذي، ابن ماجه او احمد ابن حنبل
دغه ر از فرمايي:
العهد الذي بيننا و بينهم الصلاة فمن ترکها فقد کفر.
(هغه ژمنه چې موږ له کافرانو په بېلېږو، لمونځ دى. هر څوک چې لمونځ پرېږدي کافر دى.)
احمد او د سنن خاوندان
د علماوو او پوهانو بله ډله بيا په دې نظر ده چې يو څوک د لمانځه له نه کولو سره-سره تر هغو مسلمان ګڼل کېږي او د اسلام له دايرې خارج نه دى چې له هغه انکار ونه کړي، په نورو اسلامي واجباتو ملنډې ونه وهي، خپلې نيمګړتياوې ومني، پښېمان وي او هره شېبه د توبې کښلو په فکر کې وي.
بې لمانځه کسان پر دوو برخو وېشل کېږي:
١- هغه کس چې د لمونځ نه کولو لامل يې د هغه له وجوبه انکار، ريشخند او سپکاوى وي او دغه راز يې د پرېښودنې حراموالى هم يوه ټوکه ورته ښکاري د مسلمانانو په اجماع سره کافر او مرتد دى. ځکه د لمانځه واجبېدنه او درنښت د دين اړتيا ده، هر څوک چې ترې منکر وي يا يې هم سپک بولي، د خداى او پيغمبر پر رښتينولۍ يې سترګې پټې کړي، په زړه کې يې يوه ذره ايمان نه شته او د هغو کافرانو غوندې دى چې خداى تعالى يې په دې ډول يادونه کړې:
وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلاَةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْقِلُونَ.
مائده-٥٨
(او کله چې (د اذان په وسيله خلک) لمانځه ته وربولئ، هغوى ملنډې په وهي، ځکه هغوى هغه کسان دي چې فکر نه کوي.)
تر دې ځايه د هغو کسانو په باب وږغېدو چې لمونځ او عبادت د پرشاتګ او ارتجاع نښه ګڼي او پرځاى کوونکي يې تحقيروي.
٢- هغه څوک چې لمونځ د ټنبلۍ، دنيايي بوختياوو، نفساني غوښتنو او شيطاني وسوسو له امله نه کوي. په دې اړه علما نظري اختلاف سره لري چې آيا ياد شوى کس کافر دى که فاسق؟ که فاسق وي وژنه يې واجب ده او که يوازې د تعزير په توګه زنداني او وډبول شي.
امام ابو حنيفه رحمه الله وايي: دغسې کس فاسق ګڼل کېږي، تعزير يې واجب دى او بايد تر هغو ووهل شي چې له بدنه يې وينې وبهېږي اوتر هغو له زندانه خوشي نه شي چې لمانځه ته مخه کوي. د روژه خوړونکي حکم هم همدا دى.
امام مالک او امام شافعي(رح) فرمايي: دغسې کس فاسق دى، نه کافر. خو يوازې وهنه او بندي کول يې کافي نه دي، بلکې که له بې لمانځۍ لاس پر سر نه شو د شرعي حد په نامه دې ووژل شي.
امام احمدرحمه الله په خپل يو ډېر مشهور روايت کې وايي: بې لمانځه سړى کافر، له دينه وتلى او مرتد دى او له وژنې پرته بله سزا نه لري. لومړى بايد د توبې کښلو غوښتنه ترې وشي او د لمانځه په کولو بيرته اسلام ته راوګرځي، که يې ومنله، خوشي يې کړئ، که نه غاړه يې ووهئ.
چې رښتيا شي قرآني نصوص او سنت هم د اهل حديثو: امام احمد بن حنبل، اسحاق بن راهويه او نورو همدا قول تاييدوي.
قرآن بې لمانځي د کافرانو ځانګړنه ګڼلې او فرمايي:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لاَ يَرْكَعُونَ.
مرسلات-٤٨
(هغوى ته چې وويل شي: رکوع وکړئ(لمونځ وکړئ) لمانځه او رکوع ته نه ځي.)
او د قيامت په ورځ يې د حال انځور داسې کاږي:
يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ. خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ.
قلم-٤٢-٤٣
(په کومه ورځ چې سخت وخت راشي او خلکو ته د سجدې کولو بلنه ورکړه شي نو دوى به سجده ونه شي کړاى د دوى سترګې به کښته وي ذلت به پر خپرېدونکى وي دوى چې کله روغ رمټ وو په هغه وخت کې دوى د سجدې کولو لپاره بلل کېدل او دوى انکار کاوه.)
د قرآن له نظره انسان هغه مهال خوندي کېږي او د اسلامي ورورولۍ کړۍ ته ننوزي چې له شرکه توبه وباسي، لمونځ وکړي او زکات ورکړي. الله پاک د مشرکانو او حربي کافرانو په باب فرمايي:
… فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ….
توبه-٥
(نو که يې توبه ايسته، لمونځ يې وکړ او زکات يې ورکړ، ځان ته يې لار خلاصه کړه.)
او وروسته فرمايي:
فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ….
توبه-١١
(نو که توبه وباسي، لمونځ وکړي او زکات ورکړي، ستاسې له ديني وروڼو څخه دي.)
قرآن موږ ته په داسې حال کې د دوږخي کافرانو څېره انځوروي چې اصحاب اليمين پوښتنه ځنې کوي:
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ. قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ. وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ. وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ. وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ.
مدثر-٤٢-٤٦
(هغوى به ووايي موږ له لمونځ کوونکو څخه نه وو او مسکين ته مو خواړه نه ورکول او د حق پر خلاف خبرو جوړوونکو سره په يوځاى کېدو موږ هم خبرې جوړولې او د جزا ورځ مو درواغ بلله.)
د دوى لومړنۍ نښه د بې لمانځانو په ډله کې راتلل وه. که نبوي احاديثو ته سر ورايسته کړو، د بې لمانځه کسانو د تکفير تاييد په کې وينو.
له جابررضى الله عنه څخه روايت دى چې پيغمبر(ص) وفرمايل:
بين الرجل و بين الکفر ترک الصلاة
مسلم
(د انسان او کافر تر منځ توپير د لمانځه پرېښودنه ده.)
له بريده څخه روايت دى چې محمد(ص) وفرمايل:
العهد الذي بيننا و بينهم الصلاة فمن ترکها فقد کفر.
(هغه ژمنه چې موږ له کافرانو په بېلېږو، لمونځ دى. هر څوک چې لمونځ پرېږدي کافر دى.)
پنځو واړو کتابونو روايت کړى او نسايي او حافظ عراقي هم صحيح بللى دى
له معاذ بن جبل څخه روايت دى چې پيغمبر(ص) ورته وفرمايل:
لا تترک الصلاة فان من ترک الصلاة متعمدا فقد برئت منه ذمة الله
(لمونځ په قصد سره مه قضا کوه، هر څوک چې داسې وکړي، خداى تعالى به يې له ملاتړه لاس پر سر شي.)
طبراني په خپل سند معجم اوسط کې پورتنى حديث روايت کړى او منذري په متابعات کې ويلي: د منلو وړ دى.
له عبدالله بن عمر څخه روايت دى چې يوه ورځ رسول(ص) د لمانځه په باب وفرمايل:
(هر څوک چې د لمانځه ساتنه وکړي، د قيامت په ورځ به همدا لمونځ د هغه لپاره رڼا او خلاصون وي، او که يې څوک ونه کړي هېڅ رڼا او نجات ورته نه شته او په قيامت کې به له فرعون، هامان او ابى بن خلف سره ملګرى وي.) دغه حديث احمد بن حنبل روايت کړى او هيثمي ويلي دي: خلک يې باوري دي.
ابن قيم رحمه الله وايي:
(څوک چې د سياست او مشرتوب له امله لمونځ پرېږدي په قيامت کې به له فرعون سره ملګري وي، څوک چې يې د شتمنۍ له کبله قضا کړي په آخرت کې به له قارون سره يوځاى شي، څوک چې يې د څوکۍ او مقام لپاره ترک کړي په محشر کې به د هامان ملګرى شي او څوک چې يې د سوداګريزو بوختياوو پر سر پرېږدي له ابن خلف سره به يوځاى شي.)
دا چې څوک کله ناکله لمونځونه قضا کوي دومره لوى عذاب ورته ګوري او په قيامت کې له ډېرو سترو کافرانو سره ملګري کېږي، نو د هغه چا به څه حال وي چې په ټول ژوند يې خداى ته تندى پر ځمکه ايښى نه دى؟
محمد(ص) فرمايي:
من ترک صلاة العصر حبط عمله
(څوک چې د مازيګر لمونځ قضا کړي د عملونو د له منځه تلو لامل يې ګرځي.)
احمد، بخاري او نسايي له بريده څخه روايت کړى
دا چې يوازې د يوه لمانځه پرېښودنه د عملونو د له منځه تلو لامل ګرځي، نو د ټولو لمونځونو د قضا کولو سزا به څه وي؟
د ابو هريره رضى الله عنه روايت دى چې يو وخت محمد(ص) د هغو کسانو د کورونو سوځولو پرېکړه وکړه چې په جمع يې لمونځ نه کاوه.( صحيحين) د هغه چا به نو څه حال وي چې بېخې لمونځ نه کوي!
پاتې دې نه وي چې هېڅ صحابي د هغه چا د تکفير له حکم سره مخالفت نه دى کړى چې قصداً لمونځ قضا کوي.
ترمذي له عبدالله بن شقيق عقلي رضى الله عنه څخه په صحيح سند روايت کوي چې هغه ويلي دي:
(د خداى رسول له لمانځه پرته د بل هېڅ عمل پرېښودنه کفر نه باله.)
د راوي له عبارته ښکاري چې پر دې موضوع ټول صحابه کرام سره يوه خوله وو او له همدې امله د يوه مشخص صحابي له نامه سره تړل شوې نه ده.
دغه راز د دين علماوو او د حديث خاوندانو له اصحابو، تابعينو او حديث له فقهيانو څخه هم همدغه نظر روايت کړى دى.
حضرت علي(ک):
هر بې لمانځه انسان کافر دى.
ابن عباس(رض):
هر څوک چې لمونځ پرېږدي، کافر دى.
ابن مسعود(رض):
هر څوک چې لمونځ پرېږدي، بې دينه دى.
ابو دردا(رض):
څوک چې لمونځ ونه کړي ايمان نه لري او څوک چې اودس ونه لري لمونځ يې ادا کړى نه دى.
محمد بن نصر مروزي د لمانځه په باب خپل کتاب کې ليکي:
وامې ورېدل چې اسحاق بن راهويه ويل: له پيغمبر(ص) څخه په صحيح سند روايت شوي چې (تارک الصلاة) کافر دى او علما د نبوت له مهاله بيا تر اوسه په دې اند دي چې له شرعي عذر پرته د لمانځه قضاکوونکى کافر دى.
له ايوب سختياني څخه روايت دى چې وايي: د لمونځ پرېښودونکي د تکفير د حکم پر سر هېڅ اختلاف نه شته.
حافظ منذري د يادو شويو روايتونو او مخکنيو علماوو د دريځونو تر وړاندې کولو وروسته وايي:
د صحابه وو له ډلې څخه عمر بن خطاب، عبدالله بن مسعود، عبدالله بن عباس، معاذ بن جبل، جابر بن عبدالله او ابو دردا(رضى الله عنهم) او له تابعينو څخه احمد بن حنبل، اسحاق بن راهويه، عبدالله بن مبارک، نخعي، حکم بن عتيبه، ايوب سختياني، ابو داود طيالسي، ابوبکر بن ابى شيبه، زهير بن حرب او… (رحمهم الله تعالى) ويلي دي:
هر څوک چې قصداً لمونځ قضا کړي، کافر دى.
الترغيب و الترهيب، ١ ټوک، کتاب الصلاة، الترهيب څپرکى، من ترک ا لصلاة تعمدا
د اصحابو، تابعينو، مذهبونو د امامانو او… د پورتني قول له مخې هغه څوک کافر بلل شوى چې يوازې يو لمونځ يې قصداً قضا کړى، نو د هغو کسانو په هکله به يې نظر څه وي چې ټول ژوند يې تېر شوى، خو يو ځل يې هم خپل څښتن ته پر ځمکه تندى ايښى نه دى!
دا و د هغه چا په اړه حکم چې له يوه لوري قصداً لمونځ قضا کوي او له بلې خوا يې له وجوبه هم منکر وي، مګر هغه بې لمانځه کس چې واجب يې بولي خو ملنډې نه په وهي يا د احاديثو له ښکاره بيان سره سم کافر او مرتد دى او يا هم فاسق او له خدايه ليرې.
د بې لمانځه کس په باب تر ټولو لوى تخفيف د هغه فاسق بلل دي، خو داسې فاسق چې هره شېبه يې د کافر کېدو وېره شته. په دې کې هېڅ شک نه شته چې ځينې ګناوې ځينې نورې رازېږوي، کټ مټ لکه وړې ګناوې چې د لويو او لويې هغه بيا د کفر لامل ګرځي.
پر مسلمان واجب ده چې خپل درون ته ستون شي، څښتن ته توبه وکاږي، خپل ديني سمون ته ملا وتړي او د لمونځ کولو پخه اراده وکړي. دغه راز پر ديندارانو هم واجب ده تر نصيحت او امر بالمعروف و نهى عن المنکر وروسته له بې لمانځانو سره ټولنيزې اړيکې وشلوي.
امام ابن تيميه رحمه الله د بې لمانځه شخص په باب وايي:
نه بايد سلام ورواچول شي او نه يې هم بلنه ومنل شي….
همدارنګه، پلار ته روا نه ده خپله لور بې لمانځه کس ته په نکاح کړي، ځکه هغه اصلاً نه مسلمان دى او نه له مسلمانې نجلۍ سره د واده وړتيا لري او نه يې هم له توانه پوره ده چې د هغې او اولادونو سمه روزنه وکړي.
د موسسو، دفترونو او کارخانو چلوونکو ته هم جايزه نه ده بې لمانځه کسان پر دندو وګوماري، ځکه داسې کړنه له ګناه سره د مرستې په معنا ده. له بل پلوه هغه څوک چې د خپل روزي ورکوونکي رب پر حقونو سترګې پټوي، د بندګانو له هغو به څه درېغ وکړي.
لمونځ يوه داسې فريضه ده چې هېڅوک يې تر هغو د قضا کولو حق نه لري چې د يوې سختې ناروغۍ له امله يې عقل کډه وکړي او په الهى امر پوهېدنه ورته ګرانه شي. له دې پرته آن د اندامونو غوڅېدنه، فلج او پر ځمکه پرېوتنه هم د لمونځ د پرېښودنې لپاره روا پلمه نه شي کېدى.
شريعت ناروغ ته وايي:
له خپل وس سره سم ځان پاک او اودس وکړه، د خپل توان په اندازه لمونځ وکړه او هېڅکله يې مه قضا کوه. که دې اوبه ونه موندلې په پاکه خاوره تيمم ووهه. لمونځ په ولاړې وکړه خو که دې له توانه پوره نه وه په ناسته، که دې دا هم نه شو کولاى پر اړخ يا ستوني ستخ پرېوزه او د سر يا اورځو په اشاره يې ادا کړه.
خداى تعالى فرمايي:
فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ….
تغابن-١٦
(له خپل توان سره سم خداى ولمانځه)
د دې فريضې په اړه ټولنه لوى مسووليت لري. په ځانګړې توګه هر واکمن او مسوول شخص بايد تر خپل لاس لاندې کسان لمانځه ته وبولي. د بېلګې په توګه پلار د خپلو ماشومانو او مېړه د خپلې مېرمنې د لمانځه مسوول دى. الله پاک په دې باب فرمايي:
وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى.
طه-١٣٢
(او خپل کسان پر لمانځه امر کړه او خپله يې هم پر ځاى کړه، موږ ستاسې څخه د روزي غوښتونکي نه يو، موږ تاسې ته روزي درکوو او ښه پايله د تقوا ده.)
خداى پاک بل ځاى فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ….

تحريم-٦
(اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړى، ځانونه او تر لاس لاندې کسان له هغه اوره وژغورئ چې د سون توکي يې انسانان او ډبرې دي.)
دا چې مېړه له خپلې مېرمنې سره مينه لري او پر پلار خپل اولادونه ګران دي بايد د دوږخ له اوره يې د ژغورنې غم هم وخوري او د رب پر اطاعت او عبادت يې، چې تر ټولو مهم اړخ يې لمونځ دى، امر کړي.
د کويټي ورور يوه پوښتنه لا بې ځوابه پاتې ده او هغه دا چې آيا بې لمانځه شخص ته د جنازې لمونځ ورکول کېدى شي که نه؟
د دې سوال ځواب د بې لمانځه کس په کافر کېدو او فاسق کېدو پورې اړه لري.
هغه کسان چې بې لمانځي فسق بولي وايي: بې لمانځه ته د جنازې لمونځ ورکول کېږي او د مسلمانانو په هديره کې يې ښخول روا دي. دغه راز که له دنيا پر اسلامي باور کوچېدلى و، په هکله يې پرېکړه خداى تعالى ته پرېږدو.
امام احمد او… چې بې لمانځه کس کافر ګڼي، وايي: نه دې د جنازې لمونځ ورکول کېږي او نه دې هم د مسلمانانو په هديره کې ښخېدو ته پرېښودل کېږي.
اوس هغه يادونه را اخلم چې د امام احمد بن حنبل له نظر سره سر خوري او په دې ډول ده:
بې لمانځه کس تر هغو کافر نه بلل کېږي چې له لمانځه څخه يې د لوى امام يا نايب (لکه قاضي) له بلنې سره-سره غاړه غړولې نه وي او د شرعي حاکم يا قاضي تر اعلان وړاندې د کفر ټاپه پر وهلاى نه شو، بلکې فيصله الله پاک ته پرېږدو.
ټول پورتني موردونه يوازې د بې لمانځه په هکله وو، مګر که يو څوک له بې لمانځۍ سره-سره له روژې او نورو واجباتو هم لاس واخلي د فسق د حکم د پيروانو له انده به يې د فسق کچه نوره هم لوړه شي او د کفر د حکم د پيروانو په نظر به بې لمانځه پر ځواکمن وي.
ابويعلى په حسن سند له ابن عباس څخه روايت کوي چې پيغمبر(ص) وفرمايل:
د حماد بن زيد په وينا دا روايت له شک پرته نبوي حديث دى.
عرى السلام و قواعد الدين ثلاثة عليهن اسس الاسلام من ترک واحدة منهن فهو بها کافر حلال الدم، شهادة ان لااله الا الله والصلاة المکتوبة و صوم رمضان
(د اسلام د دين نه بېلېدونکي کړۍ او ستنې درې شيان دي، هر څوک چې يې يوه پرېږدي کافر کېږي او وينه يې حلاله ګرځي:
١- پر دې اقرار او باور چې له يوه خداى پرته بل هېڅ معبود نه شته.
٢- د ورځنيو واجبو لمنځونو اداينه.
٣- د رمضان مياشتې روژه نيونه.
پورتنى حديث او ذکر شوي نمونې د هغه چا د وجدان د ويښولو او پر لار کولو لپاره کافي دي چې په زړه کې يې يوه ذره ايمان هم موجود وي. الله پاک رښتيا وايي او د سمې لارې ښودنه کوي.
پاى

ليکنه: ډاکټر يوسف قرضاوي
له پارسي څخه ژباړه: جبار فراز

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب