مه خفه کیږه

مه خفه کېږه! (۳۸) غم ، نعمت وګڼه!

 

غم ، نعمت وګڼه!

درد او خفګان تل او هر وخت بد او ناخوښ نه وی، کله کله د انسان خیر د درودونو په زغملو کې وی، کله چې انسان له درد او غم سره مخ شی، نو دعاګانې او تسبیحات یې د زړه له تله راوځی.

زده کوونکې د زده کړې په دوره کې سختۍ ګالی، چې په پایله کې ترې عالم جوړېږی، په لومړیو کې پرې سختۍ تېرېږی؛ خو په پای کې ترې ګټه په نصیب کېږی.

کوم شاعر چې په پیل کې پر ځان تکلیفونه تېر کړی، او د خپل زړه ښې ډېرې وینې وڅښی، بیا نو یو داسې شهکار ادبی اثر رامنځ ته کوی، چې زړونه خوځوی او نوې ولولې رامنځ ته کوی.

کوم زده کوونکی، چې د ارام او سکون ژوند پیل کړی وی، او د علم په زده کړه کې یې ستونزې او تکلیفونه نه وی لیدلی، دا ډول زده کوونکی به تل تمبل او لټ وی، هېڅکله به ونشی کړای چې علمی پرمختګ وکړی.

کوم شاعر چې تکلیفونه ونه زغمی او د زړه وینې توی نه کړی او د درد احساس په ځان کې پیدا نه کړی، شاعری به یې تل بې خونده او له اغېزو خالی وی، ځکه دا ډول شعر له ژبې راوتلی او زړه ترې خبر هم نه وی.

تر دې هم غوره مثال د هغو مومنانو دی، چې د اسلام په لومړیو کې یې ژوند کاوه، هغوی د قوی ایمان، پاکو زړونو، رښتینو ویناوو او ښې پوهې لرونکی وو، ځکه چې هغوی د اسلام لپاره تر نورو خلکو ډېر تکلیفونه وزغمل، وهل ټکول یې وخوړل، له کورونو وویستل شول، لوږه او تنده یې وګالله، او له خپلو خپلوانو بېل کړای شول؛ خو په پای کې دوی د الله تعالی غوره بندګان وګرځیدل، هغوی د نورو خلکو لپاره د پاکۍ، عزت او قربانۍ مثالونه شول.

دا په دې خاطر چې هغوی ته لوږې، تندې، تکلیفونه او کړاوونه ورسیدل، دوی داسې کارونه ترسره کړل، چې مشرکان پرې خفه شول، او د دین دښمنانو ته پرې تاوان ورسېد، چې له امله یې د هر عمل په بدل کې دوی ته نیکۍ ولیکل شوې.

( ذَلِکَ بِاَنَّهُمْ لَا یُصِیْبُهُمْ ظَمَاٌ وَّ لَا نَصَبٌ وَّ لَا مَخْمَصَةٌ فِیْ سَبِیْلِ اللهِ وَ لَایَطَئُوْنَ مَوْطِئًا یَّغِیْظُ الْکُفَّارَ وَلَا یَنَالُوْنَ مِنْ عَدُوٍّ نَّیْلًا اِلَّا کُتِبَ لَهُمْ بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ  اِنَّ اللهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَالْمُحْسِنِیْنَ )

” ځکه داسې به هېڅکه نه وی، چې هغوی د الله تعالی په کار کې د لوږې، تندې او بدنی تکلیف څه کړاو وګالی او د حق د منکرانو چې کومه لاره بده ایسی هغوی پرې کوم ګام واخلی، او له کوم دښمن څخه ( چې له حق سره یې دښمنی وی ) څه غچ واخلی، او د هغه په بدل کې هغو ته یو نېک عمل ونه لیکل شی، دا باوری ده چې الله تعالی د نېکۍ کوونکو اجر هېڅکله نه ضایع کوی.  ”

له دې پرته نور داسې مثالونه هم شته، چې کومو خلکو دردونه او غمونه ګاللی، نو وروسته یې غوره او نا اشنا نوښتونه هم رامنځ ته کړی دی.

متنبی له سختې ناروغۍ سره مخ شو، نو دغه شاهکاره قصیده یې وویله:

وزائــــــــــرتی کــــــــــأنَّ بهـــــــــــا حیــــــــــــاءَ

فلـــــــــــیس تـــــــــزورُ الاَّ فی الظــــــــــــلامِ

” هغه زما لیدنې ته داسې په حیا کې راغله، لکه دا لیدنه چې په تورو تیارو کې وی.  ”

نابغه ته نعمان بن المنذر د مرګ ګواښ وکړ، نو هغه تر ده وروسته خپله تر ټولو غوره قصیده وویله:

” ته لکه لمر او نور پاچایان لکه ستوری دی، کله چې لمر راوخېژی، نو ستوری پټ شی.  ”

سربېره پر دی، بلا نور داسې مثالونه هم شته، چې خلکو تکلیفونه وګالل او دغو ستونزو او تکلیفونو یې په ژوند اغېز وکړ.

نو له درد او خفګانه مه وېرېږه، دا به تاته قدرت در وبښی، او کېدای شې یو وخت ستا د ژوند سرمایه وګرځی، دا چې ته په ټپی زړه، ناکراره روح او له دردونو سره ژوند وکړې، تر دې غوره دی، چې په یخ زړه له بې همتۍ سره ژوند وکړې.

( وَلَكِن كَرِهَ ٱللَّهُ ٱنۢبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ ٱقْعُدُوا۟ مَعَ ٱلْقَٰعِدِينَ )

خو د هغو پاڅون له سره د الله خوښ نه ؤ، ځكه خو یې هغوى سُست کړل او وويل شول چي کښینې له ناستو (خلکو) سره.  ”

دا مهال مالک بن الریب شاعر را یاد شو، چې د بیلتون غم یې وګاله او د ژوند په وروستۍ سلګو کې یې یوه داسې قصیده وویله، چې په عربی ادب کې یې تلپاتې مقام وګاټه، یوه داسې قصیده چې له فطری جوش نه ډکه، له تصنع تشه او یو شاهکار اثر جوړ شو:

أَلَمْ تَرَنی بِعْتُ الضَّلاَلةَ بالهُدَی

وأصبحتُ فی جیش ابنِ عفَّانَ غازیَا

فللَّهِ دَرِّی یومَ أُتْرَکُ طائعاً

بَنِیَّ بأ علی الرقمتیْن ومالیا

فیا صاحِبَیْ رحلی دنا الموتُ فانزلا

برابیةٍ انِّی مقیمٌ لیالیا

أقیما علیَّ الیومَ او بَعْضَ لیلةٍ

ولا تُعجِلانی قد تبیَّن ما بیا

وخُطاً بأ طرافِ الأسنةِ مضجعی

ورُدَّا علی عَیْنَیَّ فضلَ ردائیا

ولا تحسُدانی بارَک اللهُ فیکما

مِن الأرضِ ذاتِ العَرْض أنْ تُوسِعَا لیا

” ایا ودې نه لیدم، چې بې لارې مې په هدایت بدله کړه او د ابن عفان په لښکر کې مې له کفارو سره غزا وکړه؟

دا یوازې د الله تعالی مهربانی وه، چې د هغه په اطاعت کې مې خپل زامن او مال د دار قمتین په مقام کې پرېښودل.

ای دوو کسانو چې راسره ملګری یې! پر غونډۍ راښکته شې، مرګ نېږدې شوی او له څو شپو پرته له تاسې سره نشم پاتې کېدای.

نن راسره د شپې یوه برخه تېره کړئ، او په تللو کې بیړه مه کوئ، ځکه تاسې ته زما طبعی حالت ښه معلوم دی.

د نېزو په نوکو راته قبر وکنئ، او د څادر اضافی برخه مې پر تندې راخوره کړئ.

الله دې تاسې ته خیر او برکت در کړی، پراخه قبر راته وکنئ، او په دې کار کې بخیلی مه کوئ.  ”

دغه قصیده تر پایه همداسې له دردونو ډکه ده، همدا له دردونو ډکې چغې دی، او همدا چغې د زړه له تله وتلی دی، ددې د تاثیر راز د درد او خفګان سرچینې دی، چې د واعظ زړه یې سوځولی وی، هغه په شعر کې دا منظر په دومره ښکلې بڼه تعبیروی، چې د زړونو تل ته ښکته او پر ذهنونو اغېزه وکړی.

( فَعَلِمَ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ ٱلسَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَبَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا )

” د هغو د زړونو حال هغه ته معلوم دى، له دې امله یې پر هغو ډاډينه نازله کړه او هغو ته یې په انعام کښي نژدې فتح ورکړه. ”

شاعر ویلی:

” مین د مینې په درد تر هغې نشې ملامتولای، چې ستا د زړه تل ته هم د مینې درد نه وی ښکته شوی. ”

ما د ډېرو شاعرانو دیوانونه لیدلی؛ خو څرنګه چې هغوی د درد او خفګان له تجربو ناخبره وو، نو دیوانونه یې هسې خوشې پراته دی، نه ژوند لری او نه روح، ځکه څوک یې نه لولی، دغه راز د وعظ او نصیحت ګڼ شمېر کتابونه مې لیدلی دی، چې لوستل یې هېڅ اغېز نه لری، لامل یې همدا دی چې د الفاظو هغه ټولګې دی، چې یوازې له ژبې ایستل شوی، د درد له احساسه او د جذبی له شدت نه بې برخې دی.

( یَقُوْلُوْنَ بِاَفْوَاهِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ )

” هغوی په خپلو خولو هغه څه وایې، چې د هغو په زړونو کې نه وی.  ”

که غواړې چې خلک دې تر اغېز لاندې واوسې، نو لومړی خپل ځان اغېزمن کړه، د نورو په دردونو کې ځان شریک کړه، او له هغوی سره ملګرتیا وکړه، بیا به وګورې، چې پر نورو څه ډول اغېز کوې.

( فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا ٱلْمَآءَ ٱهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنۢبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ )

بيا چي په كوم ځاى کښي موږ پر هغې باران و وروه، په ناڅاپي ډول وخوځېده ډډه شوه، او هر راز ښايسته ښېرازه نباتات را بهر کړل. ”

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني

ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: