منافقين د شيطان په حزب کې دي

اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُولَئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ أَلا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ (المجادلة: ١٩)
ژباړه: پر دوی شیطان غالب شوی دی، نو د الله تعالی ذکر يې تر هیر کړی دی، همدغه د شیطان ډلګۍ ده، او په دې پوه شه چې د شیطان ډلګۍ به په زيان کې پاتې وي (۱۹)

پر ځمکه دوه ډوله خلک ژوند کوي: هغه چې د الله پيروي کوي او هغه چې د شيطان پيروي کوي.  د شیطان لښکر هغه خلک دي چې خپل خالق يې چې الله دی هير کړی دی، او له سمې لارې څخه د ګرځيدو په پایله کې د شیطان پر پله روانيږي. موږ دا خلک په ګڼور نورو ډلګیو ويشلی شو لکه مشرک، کافران او منافقين. خو له دې ډلګيو څخه، الله د منافقينو په اړه وايي چې په ډير دردونکي عذاب به جزا ورکول کیږي.  منافقین داسې خلک دي چې د شیطان ټول صفات په ځان کې لري. خو مخکې له دې چې دا بحث روان وساتو، ښه ده چې د شیطان ګمراه کونکي منطق ته هم يوه کتنه وکړو.
لومړی، موږ باید د شیطان پر هغه چلند فکر وکړو چې دومره په ډاګه نه دی، او هغه د ده “پټه سرغړونه” ده. به سورة الاعراف کې الله جل جلاله فرمايي:
قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لأقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ (١٦)ثُمَّ لآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ (الاعراف: ١٧)
ژباړه: شیطان وویل نو څنګه چې تا زه په ګمراهۍ کې اچولی يم دغسې به زه دې خلکو ته په نيغه لاره کې کښينم، بيا به یقينا د دوی له وړاندې او د دوی له څټه او د دوی له ښي اړخه او د دوی له کيڼ اړخه څخه دوی ته راځم، په دوی کې به زیاتره خلک شاکرین و نه مومې.

لکه چې له دې آیتونو ښکاري، د شیطان لوړ هدف همدا دی چې پر خلکو سلطه تر لاسه کړي او د الله په وړاندې يې سرغړونې ته راوکاږي. شیطان په پرله پسې ډول په ټول زیار همدا هڅه کوي چې دا هدف ترلاسه کړي. خو د شیطان د دې کلک زیار تر څنګ د منحرف استدلال يو بل ډول هم روان دی. دا لاندې آیت موږ خبروي:
كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلإنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ (الحشر: ١٦)
ژباړه: د دوی مثال د شیطان دی، چې انسان ته وايي چې کافر شه، نو چې هغه کافر شي بیا ورته وايي چې زه له تا څخه بیزاره يم، زه خو د الله تعالی نه ويریږم چې د ټول مخلوق رب دی.

لکه چې دا پورته آیت راښيي، شیطان خلکو ته امر کوي چې طغیان وکړي، خو دا هم وايي چې پخپله دی له الله څخه ويره کوي. د شیطان له خوا کارول شوي دا اصطلاحات د هغه ګمراه کوونکی استدلال موږ ته روښانه کوي. شیطان نه یوازې دا چې د الله په وړاندې سرغړونه کوي بلکې انسانان هم دې کار ته هڅوي، خو په څنګ کې يې دا دعوی هم کوي چې ګوندې له الله څخه ويریږي. دا ټول ښيي چې شیطان ذهني انډول نه لري.

د منافقینو يوه ځانګړنه چې د شیطان له ځانګړنو سره نږدې ورته والی لري د دوی مرموزه طغیان دی. له يوې خوا، منافقين د الله په وړاندې تکبر کوي او تل د اختلافاتو د رامنځته کولو په هڅه کې وي، خو له بلې خوا، دعوی کوي چې پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لري او د دین، پيغمبرانو او د اوامرو اطاعت يې کوي. په حقيقت کې، الله د ګڼو آیتونو له لارې مؤمنانو ته د منافقينو د دې چلند په اړه خبرداری ورکوي:
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلالا بَعِيدًا (النساء: ٦٠)
ژباړه: آیا تا د هغو خلکو پر حالت غور نه دی کړی چې دعوی کوي پر هغه کلام يې ايمان راوړی دی چې پر تا نازل شوی دی او پر هغو کتابونو چې له تا څخه وړاندې نازل شوي دي، حال دا چې غواړي خپلې فیصلې شیطانانو ته وړاندې کړي، په داسې حال کې چې دوی ته حکم شوی دی چې بايد انکار تر وکړي، او شیطان خو دا غواړي چې هغوی په ډيره لرې ګمراهۍ کې وغورځوي.
پر دې مشترکو ځانګړنو برسيره، قرآن عزيز د شیطان او منافقينو ترمنځ ګڼې نورې مشترکې ځانګړنې هم بيانوي، چې موږ یې اوس دلته څيړؤ:

منافقين شیطان په دوستۍ نيسيٍ

دې آیت ته په پام سره چې،  إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ، ژباړه: ستاسو ملګري خو په حقیقت کې الله، او د هغه رسول او هغه مؤمنان دي چې پر لمنځونو پابندي کوي، زکات ورکوي او الله ته سرونه ټيټوي. (المائدة: ٥٥)، څوک چې پر الله ايمان لري يوازې الله او مؤمنان په دوستۍ له نیولو سره يو خورا مهم عبادت ترسره کوي. او دا د دوی د ځواک يوازینی دلیل دی.
هغسې چې مؤمنان الله په دوستۍ نيسي او په ټولو کارونو کې هغه ته رجوع کوي، منافقين شیطان خپل دوست او ساتندوی نيسي. د هغو خلکو دریځ چې شيطان په دوستۍ نیسي په لاندې آیت کې بیان شوی دی:
…إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لا تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ (الاعراف: ٢٧)
ژباړه: …هغه (شیطان) او د هغه قبیله تاسې له داسې ځای څخه ويني چې تاسې يې ليدلی نشئ (۲۷)
فَرِيقًا هَدَى وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلالَةُ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ (الاعراف: ٣٠)
ژباړه: يوې ډلې ته الله سمه لار ښودلې ده او پر بلې ډلې ګمراهي ثابته شوې ده، ځکه چې دوی د الله تعالی پر ځای شیطانان خپل مشران نيولي دي او بيا هم فکر کوي چې ګنې په سمه لار روان دي (۳۰)
وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ (الزخرف: ٣٦)
ژباړه: او څوک چې د رحمن د ذکر نه غفلت اختیار کړي نو موږ د ده لپاره يو شیطان مقرر کړو، نو دا شیطان هر وخت له هغه سره وي (۳۶)

لکه چې د سورة الزخرف په پورتني آیت کې بيان شوي دي، د منافقينو يوه بنسټيزه ځانګړنه په هغه طرز کې پرته ده چې دوی د الله په يادولو کې پاتې راځي او په معنوي او فکري ډول له هغه جلا وي. همدا هم د شیطان هڅونه ده چې هغوی دې ډول چلند اړ کوي.
شیطان دوی د الله له ذکر څخه غافله کوي:
اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ …(المجادلة: ١٩)
ژباړه: پر دوی شیطان غالب شوی دی، نو د الله تعالی ذکر يې تر هیر کړی دی…(۱۹)
د دې لپاره چې یو سړی ښه منافقت وکړي، تر ټولو لومړی اړ دی چې د مسلمانانو په یوه ټولنه کې ژوند وکړي چې بیا همدې مسلمانانو ته په پټه او يا ښکاره توګه زيان ورسوي.

منافق د مسلمانانو یوې ډلې ته لار پيدا کوي، لکه چې د دوی له چلنده ښه معلوم دی، دوی په مؤقت ډول غواړي چې د مؤمنانو د ژوند طریق خپله کړي. له دوی سره يو ځای الله یادوي او د آیتونو تلاوت زده کوي. خو له دې سره سره دوی له ایمان څخه انکار ته اوښتي دي. د منافقينو دا موقف په يوه آیت کې داسې بيان شوی دی:
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لا يَفْقَهُونَ (المنافقون: ٣)
ژباړه: دا ځکه چې دوی ايمان راوړو بیا کافران شول نو پر زړونو يې الله مهر ولګاوه نو اوس هغوی نه پوهيږي (۳)
خو هغه څوک چې د الله پر شتون او يووالي ایمان لري او د قرآن عزيز پيروي کوي، څرنګه ناڅاپي له الله څخه انکار کوي؟
په طبيعي ډول دا کار سمدستي نه ترسره کيږي. د منافقينو زړونه د ايمان په پرتله کفر ته ډير مساعد دي. د دې کمزوره ایمانونو خاوندانو راجذبول بيا هم د شیطان کار دی، چې بيلابيل دامونه یې پر وړاندې ږدي څو يې تر اغیز لاندې راولي او له سمې لارې څخه يې بې لارې او خپلې هغې ته يې سم کړي. له دې دامونو څخه تر ټولو لوی دا دی چې له خلکو څخه د الله ذکر هير کړي.

د دې لپاره چې له يوه منافق څخه الله هير کړي، شیطان له بيلابيلو ستراتيژیو څخه کار اخلي. خو د قرآن عزيز د آیتونو له مطالعې څخه را معلوميږي چې منافقين له دې ستراتيژیو څخه ښه خبر دي. منافق ځکه له پوهې سره سره د شیطان په دام کې بنديږي چې د قرآن عزيز له بيان سره سم، د ده په زړه کې د طغیان او سرغړونې مرض پروت دی. د منافقينو دا مرض په يو آیت کې داسې بيان شوی دی:
فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (البقرة: ١٠)
ژباړه: د هغوی په زړونو کې (د نفاق) مرض دی، نو الله د دوی مرض نور هم زیات کړ، او د دوی لپاره دردناکه سزا په دې جرم کې مقرره ده چې همیشه به يې دروغ ويل.
خو هغه څه چې پکار دي دلته په ذهن کې ونیول شي دا دی چې شيطان يوازې پر ضغیف الایمانو کسانو غلبه پيدا کوي. شیطان هيڅکله رښتيني او مخلص مؤمنان په دام کې نشي ګيرولی. د یوه ګمراه او د یوه مخلص مؤمن تر منځ توپير په يوه بل آیت کې داسې بيان شوی دی:
إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ (الحجر: ٤٢)
ژباړه: زما پر بنده ګانو به یقینا ستا زور نه چلیږي، مګر پر هغو خلکو چې ستا پيروي کوي او ګمراه شوي دي (۴۲)
شیطان چې په پرله پسې ډول هڅه کوي چې منافقين د تکبر، د انابت او اخلاص نشتوالي پر لور وکاږي ډير ژر دا اهداف ترلاسه کوي. منافق چې د ایمان د ضعف له کبله خورا ژر د شیطان تر څنګ بې ایماني خپلوي، حال يې بيا دا وي چې ان دومره تکلیف هم نه وباسي چې د رښتينو مؤمنانو چلند کاپي کړي نو له دې کبله پر شیطاني چلند پيل کوي. دی د مؤمنانو پر وړاندې داسې منفي چلند غوره کوي چې په ژوند کې يې له ځانه نه دی ښودلی. د بيلګې په توګه، ناڅاپه توغمه کيږي، وارخطا کيږي او هڅه کوي چې داسې چلند غوره کړي چې د ده په فکر مؤمنانو ته زیان رسوي. د شیطان اغیز په ځانګړې توګه د سختیو او يا د يوه مصیبت پر مهال خپل رنګ ښيي چې دی وځوريږي. منافق چې يو ناڅاپه او غير متوقع مشکلات وویني نشي درک کولی چې دا ټول د الله په اجازه ترسره کیږي،  او دی اړ دی چې باید صبر وکړي، او دا چې الله به يې دعا واوري. دی بیا د هغه چلند برعکس له ځانه ښيي چې یو مؤمن يې د ستونزو پر مهال ښيي. د ایمان د ازميښت پر مهال منافق خپل هغه اړخ له ځانه ښيي چې هيڅکله يې له وړاندې نه وي ښودلی. خو دا د هغه منافق رښتینې څيره ده چې الله يې هير کړی او شیطان ته يې غاړه ايښې ده.
تاسې وينئ چې شیطان ته څه سخته نه ده چې یو منافق له سمې لارې وګرځوي. په حقيقت کې، شیطان مازې خلک د جنايت لارې ته رابولي؛ دا منافق پخپله د شیطان دا غږ مني او بيا د توبې په ويستلو کې پاتې راځي – او دا ټول کارونه په خپل واک ترسره کوي.
وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلا لِنَعْلَمَ مَنْ يُؤْمِنُ بِالآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِي شَكٍّ وَرَبُّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ (سبا: ٢١)
ژباړه: او شیطان پر دوی هيڅ ډول تسلط او غلبه (چې د هغه پيروي يې کوله) نه درلودله.  (د هغه کار يوازې وسوسه ده) څو موږ موږ پر آخرت يقين لرونکي (او د هغه د وسوسو پر وړاندې مقاومت کونکي)  له هغو خلکو معلوم کړو چې په د آخرت په ورځ شک کوي. او ستا رب د هر څه ساتونکی دی.
په آخرت کې به شیطان خپلو پيروانانو ته پیغور ورکوي او یو ځل بيا به په ډاګه کوي چې ده هيڅکله څوک دې کارونو ته نه دي اړ کړي، او دوی په خپله خوښه د ده پيروي کړې ده:
وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِي عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِي مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (ابراهیم: ٢٢)
ژباړه: او چې د ټولو کارونو فیصله وشي نو شیطان به ووايي چې الله تعالی له تاسې سره رښتينې وعده کړې وه، او ما هم درسره وعده کړې وه نو وعده خلافي مې وکړه او زما پر تاسې څه زور خو نه چلیده، يوازې مې تاسې ته بلنه درکړه او تاسې زما خبره ومنله نو اوس ما مه ملامته کوئ بلکې خپل ځان ملامت کړئ، (نن) نه زه ستاسې فرياد اوريدلی شم او نه تاسې زما فرياد اوريدی شئ، نن زه په خپله د هغې خبرې نه بیزاره یم چې تاسې به پخوا له الله سره شریک ګڼلم، بيشکه داسې ظالمانو لپاره دردناک عذاب (مقرر) دی.

ليکوال: هارون يحی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب