ملګري ملتونه (UN)

ملګري ملتونه یو نړیوال سازمان دی چي ۱۹۲ غړي هیوادونه لري. دغه هیوادونه یو ځای شوي چې په ګډه د نړي امنیت او سولې لپاره هلې ځلې وکړي. د ملګرو ملتو بنسټ د ۱۹۴۵ میلادی کال اکتوبر میاشتي په ۲۴ نېټه د ملتونو ټولنې پر ځای کېښودل شو، د ملتونو ټولنه لومړي نړیوال جنګ نه وروسته د ۵۷ هیوادو له خوا جوړه شوې وه. د دې ټولنې موخې د سولې لپاره کار، ټولنیز او اقتصادي برخو کې د همکاری تشویق کول ؤو. خو، د دوهم نړیوال جنګ په مخنیوي او توقف کې د پاتې راتلو له امله ناکامی سره مخ شوه.

د ۱۹۴۵ میلادي کال اپریل او جون میاشتې تر منځ ۵۰ هیوادونه په سان فرانسیسکو ښار کې د ملګرو ملتونو نړیوالې همکاری ناسته کې راټول شول ترڅو هیوادو ترمنځ د نړیوالې همکاری اصول نهایي کړي. ۱۹۴۵ میلادی کال جون میاشتې کې دغه اصول د ۵۰ هیوادو لخوا لاسلیک شول، پولینډ هیواد ترټولو شاته لاسلیک وکړو، ځکه چې په ناسته کې یې ګډون ونه کړائ شو، سربېره پر دې پولینډ هیواد د ملګرو ملتونو بنسټ ایښودونکي هیوادو کې شمېرل کېږي. هغه اصول چې د ۵۱ هیوادو لخوا تصویب او لاسلیک شوي د ملګرو ملتونو اساسي قانون او یا د ملګرو ملتونو منشور په توګه ورته کتل کېږي. دا منشور د ملګرو ملتونو موخې، قواعد او اهداف بیانوي چې د غړو هیوادو لخوا باید ومنل شي. د منشور په اند، ملګرو ملتونو اصلي موخې په لاندې توګه دي:

  • مناقشاتو په حلولو او یا د تيري مخنیوي لپاره د ګامونه په اخیستلو سره د سولې ساتل
  • مساوي حقوقو او آزادیو ته په درناوي سره د هیوادو ترمنځ ملګرتیا ته وده ورکول
  • د خلکو ژوند ښه والي لپاره د نړېوالې همکاری زمینه برابرول
  • په خپله د داسې مرکز په توګه کار کول چې هیوادونه دغو موخو ته رسېدو کې کومک کړي

د دې موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب