معدني (منرالي) شوي ځګ (قف) څخه د تودوخي بندونکې ماده ښه خاصيت لرونکې ده

د معدنياتو (منرالونو) څخه ساختماني ځګ (قف) بايد د تودوخي بندونکي موادو په حېث ډېره ښه نتيجه ورکړي.
په 2017 کال د جون په مياشت کې کوم اور چې د لندن ګرينفېل په برج کې ولګېد، نو بيا د تودوخي ساتنې موادو تهيه کوونه د ټولو خلکو په منځ کې يو خوځښت منځ ته راوړ. د دغې حادثې نه وړاندې هم څېړونکو ته دا يو سوال وو، چې څنګه کېدی شي چې داسې د تودوخي ساتنې مواد تهيه کړي چې نه يواځې د اور په مقابل کې مقاومت وکړی شي، بلکه کمه تودوخي انتقاله کړي، اقتصادي اوسي او اغيزه يې تر ډېر وخت پورې پاتې شي.

د المان د دارمشتاد (Darmstadt) تخنکي پوهنتون کې د دا ډول تودوخي ساتنې موادو نښې وموندلې. ددې بنسټ (اساس) يو ساختماني ځګ (قف) دی چې د معدني (منرالي) موادو څخه جوړيږي.
د ډاکټر انجينېر البريښت ګيلکا- بوتڅوف (Dr. Ing. Albrecht Gilka-Bötzow) له قوله، کوم چې د ساختماني موادو په اينستيتوت کې څېړونکی انجينېر دی، «سړی بايد د پرنسيپ له مخې د معدني شوي ځګ (قف) د پاره بنسټ (اساس) د ګيرې خرېلو شامپو د ځګ په شان وروپېژني». دا داسې چې په اوله کې د اوبو د پورتني سطح لږ څه فعاله مواد په يو جنراتور کې ښورول کيږي چې تر څو د هغې نه يو ځګ (قف) جوړ شي، او بيا د لازمي کلکوالي د پاره د سمټو سريښ سره ګډول کيږي. د نښلېدو څخه وروسته بيا يو ډېر سپک، سوچه معدني (منرالي) تودوخي بندونکی ماده جوړيږي.

د TU Darmstadt په مودل فابريکې کې د دغې نوي تودوخي بندونکي مادې ټسټ

د انجينېر Gilka-Bötzow د وينا له مخې، دا کېدی شي چې په اوبلن حالت کې مستقيماً د ودانۍ په هغه برخې چې د تودوخي مخنيونې د پاره دی، ونښلول شي، او يا د يو قالب په ډول اچول کيږي. د معدني (منرالي) شوي ځګ په کوم ترکيب کې چې اعتمادي خواص وجود لري، دا نوموړي انجينېر په خپل دوکتورا کې څېړلي دي.

د TU څېړنيز اينستيتوت د وينا له مخې د دغې مادي لومړنی ټسټ په عملي ساحه کې بريالی وو. د ETA فابريکې جوړونې د پاره يوه انرژي سپما کوونکې مودل فابريکه د TU Darmstadt په پوهنځي کې جوړه شوه، ددې ودانۍ بيروني برخه د تيار شوو برخو څخه جوړ شو، کوم چې ددې باروړونکي د کانکرېټي برخې مکمل د دغې نوي تودوخي بندونکي مادې سره اخېړ شو. ددې پلانونه، جوړونه او په کار اچوونه د TU Darmstadt پوهنځي او د نورو شريکوانو د مختلفو څانګو علمي څېړونکو په واسطه بدرګه کېده.

ستاتيک، د تودوخي بندوونې طبقه او د اور مخنيونې طبقه د جوړونې وزارت د متخصيصينو له خوا په خاصه توګه امتحان شو
د ستاتيک او ساختمان د پاره انستيتوت (ISMD)څخه د اندرېاس ماير (Andreas Maier) په وينا «دا چې د نوي موادو د پاره لا کوم عمومي قاعده وجود نه لري، نو بايد دا د ستاتيک د بلې برخې لاندې، د تودوخې ساتنې طبقې او د اور څخه ساتنې طبقې امتحان د ساختماني متخصصينو له خوا په خاصه توګه په مخ وړل کيږي.

اوس نو د معدني (منرالي) شوي ځګ (قف) فوق العاده توب په څه کې دی؟ نور منرالونه هم کېدی شي چې بندونکي خواصو ښې ټکي ولري. خو دا ډېرې نيمګړتياوې هم لرلی شي. دا په خاصه توګه د ترکيبې موادو د پاره ډېر اعتبار لري، لکه د مثال په ډول Polystrol (دا يوه روښانه، سپين ځګ لرونکې، بې رېخته يا يوه برخه کريستاله شوی د حرارت په مقابل کې ارتجاعي خواص لرونکې ماده ده)، خو د تنکي لرګو او سونډو بوټو د پاره هم.

ډېره اغيزه لرونکې د تودوخي مخنيونې ماده د پوليسترول (Polystrol) په ځای لټول

انجينېر Gilka Bötzow وايې «د اور په مقابل کې خسمانه لا زمونږ د څېړنې محراق نه دی». د ساختماني موادو د پاره پوهان د يو خاص ډېرې اغيزې لرونکي تودوخي بندونکي مادې په لټه کې دی، کوم چې په مکمل ډول د بېرته کار اخستنې ممکن وي. ددې اصلي علت دادی، چې په المان کې اکثراً استعمال شوي د پوليسترول تودوخي بندونکي مواد د اور د لمبو څخه ساتنې موادو سره بايد د يو خاص چټلي غورځونکي په حېث په نظر کې ونيول شي، کوم چې ددې غورځولو د پاره بيا ډېر لګښت پکار دی.
د څېړونکو په نطر، د معدني شوي (منرالي شوي) ځګ سره بند شوي ساختماني برخې کېدی شي چې ددې خلاف په زړو ودانيو کې د يوې مادې په مطابق د ساختماني برخې په حېث په نظر کې ونيول شي، کوم چې دا په ساده ډول د مېده شوي مادې دوران سره په کار وړل کيږي. په تودوخي بندونکي طبقې، سرېښوونې طبقې او په باروړونکي طبقې کې د مختلفو موادو بېلونه په ډېر لګښت سره، د بېرته کار اخستنې د پاره ضرور نه دی.

د معدني (منرالي) شوي ځګ يواځينۍ نيګړتيا، ددې مادي کمېدنه ده

ايا معدني شوی ځګ په راتلونکې کې يوه تودوخي بندونکې ماده کېدی شي؟ د څېړونکو ګروپ په نظر څرګنده ده چې د Albrecht Gilka-Bötzow دا ماده د اور په مقابل کې ټينګ، هر اړخيزوالی، تغير خوړونکی، ډېر وخت اغيزه لرونکی او بېرته استفاده کېدنکی يوه نوې ماده ده. ددې د تودوخي ساتنې طبقې خاصيت لکه د ښيښې او ډبرو څخه وړيو په شان يو ډول خام کثافت لري.
معدني شوی ځګ نيمګرتيا هم لري: د Gilka-Bötzow په نظر « دا ماده د نښلېدو او کلکېدو په پروسه کې لږ څه کميږي». يو امکان چې د دا ډول پرابلم سره مخ کيږي، د جوړښت بدلونه ده.

د سمټو په ځای د Geopolymere (دا يو ډول معدني مواد دي) د نښلېدونکي مادې په حېث

د ساختماني موادو د انستيتوت آمر د تشرېحاتو له مخې، « د اوس د پاره مهم څېړنيز کار هدف، د سمټو په ځای د Geopolymere معدني مواد د کلک نښلېدونکي مادی په حېث دی». Geopolymere د سمټو څخه خلاص فعاله شوې قلايې ده چې د نښلېدونکي مادې په حېث کار اخستل کيږي، کوم چې دا ددې د خاص کلک عکس العمل سره مخکې کلکېدنې او يو اوچته د سوځنده تودوخي په مقابل کې مقاومت په وجه جوړ شو.
دغې مادې په مقايسوي ډول ډېر کمه د CO2 ښودلې ده. د څېړونکو د هيلې له مخې، معدني (منرالي) شوی ځګ کولای شي چې لا ښه اغيزه ولري.

علمي څېړونکي: د تودوخي بندونکي موادو د ټول ژوند (عمر) دوران په نظر کې ونيول شي

Koender فکر کوي، « قانوني امتيازونه لا د دغې مادې اغيزو ته لږه پاملرنه کوي». دې د پاره هغې دفاع وکړه، چې د يوې تودوخي بندونکي مادې ټول عمر دوران د ودانۍ په پلانونې کې زښت ډېر په نظر کې ونيول شي، مطلب دا چې د موسسې د نرخ کمېدو د ونډې په خوا کې د توليد او چاپېريال پالنې د پاره د انرژي لګښت هم په نظر کې نيول کيږی.
بل اخره دغه حقيقت ته نږدې مفکوره د معدني شوي ځګ، کوم چې د اور په مقابل کې مقاومت کوونکې د نوی رقم مادې په حېث دی، دې په شان کوم بل تر اوسه وجود نه لري.

د معدني (منرالي) شوي ځګ څخه تودوخي بندونکې مادې خواص
د 99 % فيصدو څخه زيات معدني (منرالي) مواد
نه سوځېدونکی
وچ خاص کثافت د 160 kg/m3 او 200 kg/m3 تر منځ
د وړو وړو سوريو برخه تقريباً 90 فيصده
په 180kg/m3 کې د تودوخي د انتقال توان تقريباً 0,06 W/(m . K)

انجينېر اسدالله ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب