مسلمان دعوتګر بريالى او موفق مدير وي

مسلمان دعوتګر بايد بريالى مدير وي . ځكه د مديريت فن يو د هغو نوو علومو څخه دى چې ټولو ملتونو په ځانګړې توگه غربي هيوادونو ورنه په استفادې سره ډير پر مختګ كړى او په عين وخت كې يې خپله ستره وداني پرې خوندي ساتلې، د بريالۍ ادارې د غوښتنو څخه دا دي چې هر كس په خپل مناسب ځاى كې و ټاكل شي فقهي بايد سياسي ونه ګرځول شي اقتصاد پوه نه بايد دا غوښتنه ونه شي چې دى دې بريالى خطيب وي او ستر عالم بايد د جنګ په ميدان كې قوماندان ونه ټاكل شي .

دا د الله تعالى رسول دى د خالد بن وليد عسكري صفات پيژني، نو ځكه يې د لښكر قوماندان ټاكي، بل كس د تجارت لور ته ليږي او بل د كسب لور ته او …..
معنى دا چې كه يو امت غواړي چې خپل ځان جوړ كړي، نو بايد هر كس په خپل مناسب ځاى كې تعين کړي .

د بريالۍ ادارې د غوښتنو څخه دا دی چې د افرادو په مناسب ځاى كې د انتخابولو نه وروسته، بايد په هغوى باندې باور وشي او لازم صلاحيتونه ورته وركړل شي او بيا ورسره محاسبه وكړل شي . ځكه استعدادونه د مسؤليتونو سره رشد كوي او دينه پرته د افرادو استعدادونه كمزوري كيږي او له منځ نه ځي .

د بريالۍ ادارې د غوښتنو څخه دا دي چې كارونه په پرله پسې توګه وشي او افرادو نه ډيره استفاده وكړى شي او ارګانونه بايد يوازې د موجودوالي لپاره جوړ نه شي . بلكې د دې لپاره بايد جوړ شي چې حركت ورته اړتيا لري او د پريكړو په انتظار يې دى .

د وخت تنظيم :
وخت ته پابندتيا او د هغه د ارزښت پيژندل د امتونو د پرمختګ د اساسي عناصرو څخه دى . كه يو امت ووينې چې لټي يې خپل اصلي صفت ګرځولى وي سپين ږيري او ځوانان يې په لارو كې بې ځايه ګرځي خپله شپه او ورځ په قهوه خانو كې تيروي، نه هدف لري او نه مقصد، نو پوه شه چې دا مړ امت دى او هيڅ ډول ژوند نه لري .
په مكه كې ډير كم مسلمانان وه په داسې حال كې چې له مادي پلوه ډير كمزوري وه د كافرانو له پلوه په محاصره او څارنه كې راګير وه ان د مرګ تر سرحده تعذيب کيدل، خو ولې د دوى مخه يې ونه نيوله او وې كولى شول چې خپل موجوديت د يوه داسې دولت په تشكيلولو سره تعبير كړي چې سارى يې نه په ماضي، نه په حال او نه په راتلونكي كې تر سترګو كيږي . په دې مختلفو كړاوونو كې د دوى د بدلون، لوړوالي او د الله جل جلاله په منهج باندې د تګ اراده د هغو خلكو د ارادې نه قوي وه چې په تيارو كې شاته پاتې وه .
آيا دا منلى شو چې دې لږكيو مسلمانانو دې دا د حيرانتيا وړ برياوې وخت ته په بې توجهۍ او هسې ورځو تيرولو سره لاسته راوړي وي .

نه ! هغوى خپل عمر په ثانيو تير كړى او هره ثانيه يې خپل مناسب ځاى كې په كار اچولې وه . په داسې حال كې چې دا الهي اواز به يې زمزمه كولو :
(إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأُولِي الأَلْبَابِ ) (ال عمران ۱۹۰)
” بې شكه چې د اسمانونو او ځمكې په پيدائښت او د شپې او ورځې په اختلاف كې عقل لرونكو ته ډيرې لويې نښې دي “

د شپې او ورځې اختلاف نه هدف د وخت تيريدل دي او د فكر خاوندان هغه مسلمانان دي چې خپل وخت د خپل ځان، خپلې ټولنې او ټول انسانيت د مصالحو لپاره په كار اچوي .
الله تعالى په مختلفو وختونو لكه سهار، څاښت، مازديګر، لمر، شپه او ورځ باندې قسم كوي ترڅو دا په ډاګه كړي چې وخت د مسلمان او اسلامي ټولنې په ژوند كې ډير اهميت لري .

د نړۍ پرمختللي او متمدن هيوادونه د اوږدې او لنډې مودې پلانونه طرح كوي او خپل موجود او راتلونكى وضعيت د وخت سره تړي بيا خپل ځان سره په همدې اساس باندې محاسبه كوي .

وخت تيريږي او يوه ورځ هم بيرته نه راګرځول كيږي . دا حقيقت حسن بصري رحمه الله داسې تعبير كړى :

”هره ورځ چې سهار خپل مخ نه د شپې پرده اړوي، حتما دا اواز كوي چې: اى د ادم بچيه! زه نوى مخلوق يم او ستا په عمل شاهد يم، ما نه توښه واخله، ځكه زه چې تير شم بيا د قيامت تر ورځې بيرته نه راګرځم “

مسلمانه دعوتګره وروره :

كله چې خبره داسې ده او وخت دا ټول ارزښت لري، نو هر يو مسلمان دعوتګر بايد خپل حساب ولري او د خپل ژوند لومړني ضرورتونه مشخص كړي او د وخت تنظيمول د خپل عملي ژوند د اساسي عناصرو څخه وګڼي .

يعني بايد د كار وخت، د خوراك وخت، د خوب وخت، د ټولنيزو اړيكو او كورنۍ وخت منظم كړي .

په رواياتو كې راغلي چې :
« على العاقل ما لم يكن مغلوبا على عقله أن يكون له ثلاث ساعات ساعة يناجى فيها ربه وساعة يحاسب فيها نفسه وساعة يتفكر فيها فى صنع الله وساعة يخلو فيها لحاجته من المطعم والمشرب » [صحيح ابن حبان] ” پر هغه عاقل چې لا تر اوسه له عقلي پلوه كمزورى شوى نه دى لازمه ده چې منظم او معين ساعتونه ولري، يو ساعت د دې لپاره چې د خپل پروردګار سره په كې مناجات وكړي، يو ساعت د دې لپاره چې په هغه كې ځان سره محاسبه وكړي، يو ساعت د دې لپاره چې په هغه كې د الله تعالى په صنعتونو كې فكر وكړي او يو ساعت د دې لپاره چې په هغه كې د خوراك او څښاك لپاره وزګار وي“
عمر رضی الله عنه به فرمايل :
«الهم انا نسئلك صلاح الساعات والبركة في الاوقات »
” اى پروردګاره“ د ساعتونو د نيكۍ او په وختو كې د بركت سوال درنه كوم“

پلان جوړونه :
پلان جوړونې نه هدف دا دى چې په معينو كارونو كې اهداف او د هغو د لاسته راوړلو وسائل يې وټاكل شي . په داسې توګه چې په لږو مصارفو، غوره پاېله لاسته راوړل شي .
نو پر همدې اساس باندې پلان يوه وسيله ده چې سړى ګام په ګام مخكې بيايي له يوه پړاو نه يې بل پړاو ته په داسې اسلوبو باندې نقلوي چې د پلان جوړونې مراجع د هر كس له قدرت او توان سره مناسب تعيينوي .

هر كس خوښوي چې خپله دنده په كاميابه توګه سرته ورسوي . نو بايد د دې لپاره داسې اسباب په كار واچوي چې د ده موفقيت تضمينوي .

د سپيڅلي نبوي سيرت په پلټنه كې ښه پيژندلى شو چې د اسلام لارښود څنګه خپل دعوت مكي او مدني مراحلو ته وويشلو او هرې مرحلې خپلې ځانګرتياوې او مميزات درلودل بيا يې مكي مرحله درې مرحلو ته وويشله چې يوه په مكه كې د پټ دعوت مرحله وه، يوه په مكه كې د څرګند دعوت د اعلان مرحله وه او بله د مكې نه بهر د دعوت پيلولو مرحله وه .
آيا دا تقسيمات او د دې مراحلو مشخص كول پرته له دقيق پلان جوړونې نه بل څه معنى وركوي ؟

د حبشې په لومړني او دوهم هجرت كې، د عقبې په لومړني او دوهم بيعت كې د مسلمانانو د واقعيتونو او راتلونكي سره مناسب توپيرونه وه . ځكه لومړنى بيعت يو ايماني او اخلاقي بيعت وه په داسې حال كې چې دوهم بيعت، يو سياسي او جهادي بيعت وه او د مدينې لور ته د هجرت او هلته بيا د اسلامي دولت د قائمولو لپاره يوه مقدمه وه .
كله چې د همدغو بيعت كوونكو له ډلې نه يوه انصاري له رسول الله صلی الله عليه وسلم وپوښتل چې :

” كه موږ دا بيعت وكړو او الله تعالى تا بريالى كړي، ايا بيرته به خپل قوم ته ځې او موږ به يوازې پريږدې“ ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم پرته د څه تردد نه په پريكنده توګه ورته جواب وركړ :
هيڅكله نه ! بلكې زما وينې به ستاسې وينو سره يوځاى او زما مرګ او ژوند به ستاسې سره يو ځاى وي ! زه له تاسې څخه يم او تاسې له ما څخه ياست !

د همدې طرح شوي پياوړي پلان د عملي كولو لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اجازه صحابوو نوي هيواد ته هجرت كول پيل كړل، او په دې پلان كې د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت د ټولو نه اخر ته ويستل شوى وه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم پرته د ابوبكر او على رضى الله عنهما نه ټولو صحابوو ته د هجرت امر وكړ او دا دواړه يې خپل ځان سره وساتل، ځكه دوى دواړه د هجرت په پلان كې ده سره يوځاى وه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوبكر رضی الله عنه سره يو ځاى د سهار راختلو نه مخكې له مكې مكرمې نه و ووت او د يمن هغه لار چې د مكې د لارې عكس وه مخ په وړاندې و نيوله تر دې چې غار ثور ته و رسيدل او هلته يې درې ورځې تيرې كړې . عبد الله بن ابوبكر رضی الله عنه به شپه له دوى سره تيروله او مخكې له سهار كيدو نه به بيرته مكې ته ننوتو داسې به يې خلكو ته ورښودله چې ګواكې شپه يې په مكه كې تيره كړې . او ورځ به يې په مكه كې تيروله ترڅو هغه كيسې او خبرې چې په مكه كې تيريږي د شپې له پلوه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ور ورسوي . د ابوبكر رضی الله عنه غلام عبد الله بن فهيره به د دوى په لاره كې خپله رمه څروله تر څو د دوى پلونه ورك كړي او دوى دواړو ته شيدې وركړي .

كله چې د قريشو د غصې اور يخ شو پلټنې يې بس كړې او له درې ورځو نه ورسته اوضاع لږ ارامه شوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوبكر رضی الله عنه سره يوځاى خپل سفر بيرته پيل كړ. ابوبكر رضی الله عنه د لارښوونې لپاره عبدالله بن اريقط چې لا تر اوسه د قريشو په دين وه په پيسو نيولى وه او دوه هغه اوښې چې له مخكې نه يې چمتو كړې وې همده ته ور وسپارلې وې او ژمنه يې ورسره كړې وه چې درې ورځې وروسته به غار ثور ته راځي …. همدا دقيق پلان او د هدف لپاره د ټولو ممكنو وسائلو كارول وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه ملګري پرې مدينې منورې ته روغ رمټ و رسيدل .

همدا ډول هغه پلان چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره كې د بيلګه ايز اسلامي دولت د قائمولو لپاره طرح كړ، ډير دقيق او ډير لرې مستقبل په كې په نظر كې نيول شوى وه . كه څه هم هغه مهال مدينه منوره كوچنى كلى وه، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډير كوښښ او حكيمانه پلانونو سره وكولى شول يو داسې بيلګه ايز دولت رامنځ ته كړي چې د ننيو سترو سترو هيوادونو لپاره يوه نمونه وه او د تل لپاره د مسلمانانو او غير مسلمانانو لپاره يوه قدوه او رهنما ده .

په مدينه منوره كې اسلامي دولت لاندينۍ ډلې تر خپلې ولكې لاندې درلودې :
۱ــ مسلمانان چې مهاجرين او انصار دواړه وه .
۲ــ مشركان چې لا تر اوسه مسلمانان شوي نه وه او ځينې پكې پر مسلمانانو باندې د فرصت په انتظار وه .
۳ــ يهوديان چې په مدينه كې ميشت ول .
دا هغه خلك وه چې په مدينه كې دننه او سيدل، خو له مدينې نه بهر لا اوسه هم په دې لټه كې وه چې د دې نوي دين جرړې ور ختمې كړي .

د سيرت د كتابونو په مطالعه كولو سره سړى ښه پوهيږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره كې د نوې ټولنې د را منځ ته كولو لپاره څومره دقيق پلان جوړ كړ د يهودو او هغو دولتونو سره چې د مدينې تر څنګ اوسيدل او دې نوي دولت ته يې د شك په سترګه كتل او تل يې په څارنه كې ول، څنګه اړيكې تنظيم كړې .

په لومړي ګام سره يې جومات ودان كړ ترڅو له هغه ځايه د مسلمانانو لارښوونه وكړي له دينه وروسته يې د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ تړون رامنځ ته كړ . دې پسې يې د اساسي قانون په څير يوه وثيقه وليكله په هغې كې يې د اسلامي دولت چلند او تعامل د مدينې د يهودو سره شرح كړ په سر كې يې دفاع د مدينې د حريم نه اعلان كړ وروسته يې بيا د كفر د ختمولو لپاره عام جهاد غوره كړ .

څه موده وروسته يې د قريشو سره مؤقت اوربند لاسليك كړ او دا فرصت يې لاسته راووړ چې خپلو ګاونډيو قبائلو او هيوادونو سره اړيكې ټينګې كړي او خاينو يهودو سره خپل حساب صفا كړي .

د دې سختې او مسلسلې مبارزې په ترڅ كې چې نوی اسلامي دولت ورسره لاس او ګريوان وه، الهي تشريعات هم په تدريجي ډول نازليدل او د مسلمانانو د زړونو په محكمولو كې يې خپل رول ادا كولو مخكې له دينه چې د مسلمانانو په زړونو كې دې ياد او وليكل شي، د مسلمانانو په عملي ژوند كې را څرګنديدل .

وينو چې پلان جوړونه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو اعمالو او كړنو كې په روښانه توګه موجوده وه، په شخصي ژوند كې يې، د خلكو سره يې په اړيكو كې، د خلكو تر منځ د عدل او انصاف په قائمولو كې، په جنګ او سوله كې، د مسلمانانو په روزنه او د راتلونكي لپاره د دوى په تيارولو كې … په ټولو كړنو كې دقيق پلانونه موجود وه .
آيا موږ به له حقيقت نه لرې وو كه ووايو چې دې خلكو نه د مسلمانانو له عظمت نه ډك تراث پيژندلى او نه د خپل دور د شرائطو او ظروفو سره اشنا دي؟!!
واقعيت دى چې پلان جوړونه داسې يو كار دى چې ننني ګامونه د تيرو تجربو په رڼا كې مخ په وړاندې بيايي او حاضر د راتلونكي د پيژندنې لپاره كاروي .

د پلان جوړونې طريقه :
پلان جوړونه په پرمختللو هيوادونو كې يو علم دى چې خپل خاص اصول او قواعد لري او د توليد د عملېه د يوې څانګې په څير د ژوند په اقتصادي، سياسي، اجتماعي، تعليمي او داسې نورو ټولو اړخونو كې په كار اچول كيږي .

د مثال په ډول نن ورځ كارخانه يو خاص ډول تكه توليدوي، لس كاله وروسته بايد په غوره ډول توليد وكړي . د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره د دې ارګان ټولنيزه څانګه د خلكو د ذوق او خوي د معلومولو لپاره پلان جوړوي او د احصائيې څانګه يې بيا يو مقدار ټاكي چې بايد د توليد درجه هغه ته ورسيږي او تخنيكي څانګه يې د نوو يونټونو په درولو سره د فابريكې د كارونو د كچې د لوړوالي په هڅه كې وي ترڅو د نوو بدلونونو سره يوځاى حركت وكړي . نن ورځ چې د خلكو د ذوق او مزاج د ژر بدلون تصور وكړو، د هغه مسؤليت دروندوالى او غټ والى به درك كړو، چې پلان جوړوونكي ارګانونه يې په غاړه لري .

خو د سياست په نړۍ كې، بيا خبره لا ډيره مهمه او خطرناكه ده، غټ هيوادونه چې وغواړي يوه سيمه اشغال كړي، د هغې پر خلاف ډير واضح او د ډيرې اوږدې مودې پلان جوړوي .
د مثال په ډول لس كاله نيغ په نيغه پرې حكومت كوي، بيا له دينه وروسته ځينې داخلي ازاديانې وركوي او په پاى كې همدې هيواد ته منسوبو خلكو ته حكومت سپاري . په دې ټولو مرحلو كې د پلان جوړونې مسؤلين د هرې مرحلې د برياوو نه لكه د قوانينو د سيکولر كولو نه، تعليمي نظام باندې واكمن كيدو نه، د غربي تمدن نمونو د تقليد كولو نه او داسې نورو نه يې خبروي . او كله چې د دې ځمكې د نيولو پلان خپل اخرني پړاو ته رسيږي، د هيواد حاكمان په بشپړه توګه د استعمار د ارادې مطابق كار كوي او د هغوى د پلان په اشاره باندې روانيږي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د – نني مسلمان ځانګړتياوې- له کتاب څخه

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب