مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۴

خلک د خلکو پر وړاندې مه رسوا کوه.

( لقمان حکيم رحمه الله )

د حکومت او ښځې مينه پرېښودل له صبر څخه ډېر تريخ دي.

( سفيان ثوري رحمه الله )

درواغجن  له ټولو څخه لومړى ځان ته زيان رسوي.

your ads

( حسن بصري  رحمه الله )

څوک چې د خپل نفس ښوونکى نه شي هغه به د نورو لپاره څرنګه ښوونکى کېدلى شي.

( عبدالقادر جيلاني  رحمه الله )

د آخرت  غوره توښه تقوا او ځان ساتنه ده.

( حسن رضى الله تعالى عنه )

بې ځايه  وينا کوونکى او لويې کوونکى مه اوسه . (  لقمان حکيم رحمه الله )

د هغه علم لټه وکړه، چې د مرګ په وخت ا وپه آخرت  کې دې په کار راشي.

( امام غزالي رحمه الله )

ژوند د مرګ ابتداء ده  او مرګ د ژوند پيل دى. ( علامه اقبال رحمه الله )

کله چې غوسه پرتا غلبه ومومي؛ نو ته خاموش پاتې شه.

( مامون الرشيد )

د ګناه پرېښودل د توبې له ستونزې څخه اسان دي.

( عمررضى الله تعالى عنه )

که د ژبې له زيان څخه ځان ژغورل غواړئ؛ نو چپ اوسئ.

( لقمان حکيم رحمه الله )

هر وخت د الله رب العزت څخه ويره کوئ.

( تهانوي رحمه الله )

خيانت کوونکى د اعتماد وړ نه دى.

( احنف بن قيس رضى الله تعالى عنه )

په ځان کې شجاعت او اتلولۍ پيدا کړه، چې  د الله رب العزت د دين ښه مجاهدشي.

( ډاکټر همکار رحمه الله )

کله چې تاسو ته په ناروا  امر وشي پېروې يې مه کوئ.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

اسلام يواځينى دين دى، چې د ژ وند ټولې ښېګڼې په کې نغښتلې دي.

( جلال الدين رومي رحمه الله )

د ايمان پوره والى او  کمال په جهاد کې دى.

( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)

د رښتينې ايمان نښه داده، چې  د ويرې په حالت کې د حق خبره وکړئ.

( علي رضى الله تعالى عنه)

په ايمان  کې له شرک او په اعمالو کې له ګناه څخه ځان وژغورئ.

( عبدالقادر جيلاني رحمه الله )

خپل زړه له حسد او ټګۍ څخه تل پاک وساته.

( ډاکټر همکار رحمه الله )

الله ( همېشه له ځان سره ګڼل غوره ايمان دى.

( عمر رضى الله تعالى عنه )

له مال او دولت  څخه  پرته بل شى هومره  ايمان  ته زيان نشې رسولى.

( امجدد الف ثانى رحمه الله )

د اسلام مقدس دين  سر تر پايه ادب دى، څوک چې هغه مراعات نه کړي هغه بد مرغه دى.

( جعفر صادق رحمه الله )

خلک د علم لپاره راځي علم هېڅکله هم  خلکو ته نه ورځي.

( امام مالک رحمه الله )

له علم څخه پرته انسان  الله( ته نشي رسيدلى.

( سعدي رحمه الله )

له بې ګټې  کتلو، اورېدلو، خوب او خوراک څخه  ډډه وکړئ.

( ډاکټر  همکار رحمه الله )

د علم په واسطه  د ناپوهۍ لمن ټولول غوره کار دى.

( امام غزالي رحمه الله )

رښتينى عالم د هر چا په زړه کې دوست  او محبوب وي.

( علي رضى الله تعالى عنه)

نا اهل ته علم ښودل په حقيقت کې د علم حق ضايع کول دي.

( امام شافعي رحمه الله )

پر صورت، صحت، هئيت او رزق کې ترځان ښکته خلکو ته وګوره.

( ډاکټر همکار رحمه الله )

عمل له علم څخه پرته داسې دي لکه په بدن کې چې روح  نه وي.

( امام ابو حنيفه رحمه الله )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب