مسلمانه! بحث دې د بل د ملامتولو لپاره دی که حق ته د رسېدو لپاره؟

په موعظه حسنه کې د دوه شان په پام کې ونيول شي. لومړی دا چې د نصيحت،دعوت او تبليغ داسې طريقه غوره شي چې مقابل په ضداومخالفت کې ونه دريږي او په غصه نه شي، دوهم دا چې داعي بايد خپل مقصد داسې وړاندې کړي که چېرې په اوريدونکي کې لږ شانته د نيکي اراده هم وي نودعوت قبول کړي او که په مخاطب کې بده اراده موجوده وي نو پدې وخت کې هغه ته نوره هم دعوت موقع په لاس ورځي.په دې باره کې امام ابو حنيفه رح يو ځاى ډيره په زړه پورى خبره وکړه:

امام ابو حنيفه رحمه الله په خپل دور کې لوي مناظر او متکلم ګڼل کېده اومناظرې به يې کولې هغه پخپله دا قصه بيانوي هغه: وايي (((چې زه به بصرې ته تلم او هلته به مې د مختلفو بې لارو ډلو سره مناظرې کولې،وروسته بيا د هغه د زوی له علم کلام سره مينه پيدا شوه ، دا علم يې زده کړ او مناظرې يې د پلار پشان شروع کړې نو امام صاحب هغه له مناظرو څخه منع کړ، هغه خپل پلار ته وويل چې پلاره! مخکې به تا پخپله له خلکو سره مناظرې کولې او اوس ما ددغه عمل نه منع کوې؟ نو امام صاحب رح ورته وويل :مونږ چې مناظرې کولې په دومره احتاط مو کولې که دچا په اوږه مرغۍ ناسته وي چې وانه لوزى او مرغۍ زما له نيولو څخه پاتې نشى بلکې زه هغه مرغۍ ونيسم، په دې ډول مونږ په ډير تاکېد او احتياط سره علمي بحثونه کول))) ددغو مناظرو مطلب دا ؤ چې څومره ايمان په هغه کې موجود وي بايد د هغه ايمان نورهم زيات شي داسې نه چې څه پکې وى هغه هم ختم شى. اوس ستاسې د مناظرې مقصد داوي چې مقابل لورى په سخت زړه سره ملامت کړئ چې کوم ايمان د هغه سره موجود وي هغه هم ورسره ختم شي.

له موعظې حسنې څخه مطلب دادی چې د دعوت او تبليغ داسې طريقه غوره شي چې مقابل لورى دين ته رانږدې شي او په ضد يې ونه دريږي،داسې ژبه او بيان استعمال شي چې خلک دين ته رانږدې شي،په غصه او نفرت کې اخته نشي.
په موعظه حسنه کې دوهم شی چې بايد مراعات اوپه نظرکې وساتل شي هغه دادی چې داعي بايد په دې پوه شي چې چاته دعوت ورکوي؟ د هغه د ګمراهۍ او بې لاريتوب سبب څه وی؟

او ددې بې لارې توب له امله ورسره څوک کومک کوي؟ نو له پوره معلوماتو څخه وروسته داسې طريقه غوره شي چې د داعي په بيان دمقابل لوري زړه او ذهن دواړه پوره متاثر شي او پوره ډاډه شي، دا هغه وخت کېدای شي چې سړی د اوريدونکي له ټولو حالاتو څخه خبر وي اوخپل اوريدونکی د دين لور ته د پوره دلايلو په بيانولو سره متوجه کړي اوکه هغه په کوم شخصى ضداوورانۍ کې اخته وى نودهغه ولولې اواحساسات په نظرکې ونيول شي اوداسې لاره اوطريقه غوره شي چې ددين څخه مخالف اوضداحساسات يې ساړه اودين ته ميلان پيداکړي.

څوک چې د اللهﷻ ددېن کار کول غواړي بايد دوه صفتونه په هغه کې موجود وي :
١-صبر ٢-حکمت
د صبر غوښتنه داده چې ستا د کار وړاندې چې څوک خنډونه اچوي د هغه په مقابل کې خپل نورمال او عادي حالت له لاسه ورنه کړي او نه دومره خفه او ناراضه شي چې د خنډ اچوونکي هدف اومقصدپوره شي او له دعوت څخه لاس واخلي بلکه د خنډ له پېښېدلو وروسته سمدستي هغه رويه او طريقه غوره شي چې له حکمت سره برابره اوسمه وي.

حکمت دې ته وايي چې چې تاسې بايدپه پټوسترگوباندې په يولاره دتلوعادت اوخوى ونه لری بلکې داوريدونکواومقابل لورى د پوهولو هر ډول استعداد په تاسې کې موجود وي که يوه لاره ورباندې بنده شي نو لس نورې لارې او طريقي بايد په کار واچوۍ او خپل کار مخ په وړاندې بوځي اوپه چاکې چې حکمت نه وي نو د خنډ پيداکېدو سره سم کښيني او له کار څخه لاس واخلي او که سړی بې خبره وي نود خنډ له ليدلو سره سم يا ورسره په مقابله کې خپل سر ماتوي او يا د مقصد څخه تيريږي. او چې چا ته د صبر او حکمت صفتونه اللهﷻ ورکړي وي د روانې ويالې په شان خپل منزل ته ځان رسوي سره لدې چې ډير خنډونه يې مخې ته راشي او همدارنګه سيند په بل لور ته دخپل هدف په لور روان وي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت او تنظیم له کتاب څخه

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب