مسلمانانو ته دکافر ویلو نه ځان وساتی! -یوسف القرضاوي

د قیامت ډیری زیاتی نښی دی چی په احادیثو کی تفصیلا ذ کر شوی دی او یوه نښه یی داده چی علم او علماء به کمیږی. نو خلک به د خپل لارښونی لپاره جاهلان مشران کړی نو کله چی ددغو جاهلانونه د څه شی باره کی پوښتنه وشی نو دوی بی علمه فتواګانی به ورکوی نو دوی به ګمراه شی او نور به هم ګمراه کړی. په دی ورستیو لسیزو کی ځنی ډلی را پیدا شوی چه ځانونه مسلمانان بولی او هر هغه مسلمان چی دوی سره علمی یا نظری اختلاف ولری دوی ورباندی د بدعتی، مشرک، کافر ، مرتد ، ترهګر او …….. فتواګانی ورکوی. د کفر او ارتداد بازار یی ښه ګرم ساتلی. ددغسی خلکو په هکله دنړی دعلماؤ د اتحادئی رئیس او د اسلامی نړی وتلی عالم علامه ډاکټر یوسف په خپل نوی کتاب کی یو مقاله لیکلی چی د علم او تحقیق نه ډکه مقاله دی او د ددغو نویو ډلو په هکله عام مسلمانانو ته پکی ښه لارښونه شوی دی. ددغی مقالی پښتو ژباړه لوستونکو ته مخ ته کوو چی فایده ورنه واخلی.

مسلمانانو ته دکافر ویلو نه ځان وساتی!

مونږ په دی ایمان لرو چه مسلمان د مسلمان ورور سره د ښه ګمان علاقه باید ولری او دمسلمان ورور حالت ته څومره چی ممکنه وی ښه بڼه ورکړی د قطعی او غوڅ دلیل نه پرته د نه هغه ګناهګار ګڼی نه د فاسق ګڼی او نه د بدعتی.

رسول کریم صلی الله علیه وسلم هغه سړی ته وویل چی یو شرابی ته یی لعنتی وویل او دا هغه شرابی وو چه څو کرته یی شراب څکلی وو او درسول الله حضور ته د فیصلی لپاره راوستول شوی وو خو هغه د شراب نه نه منع کیده رسول الله ورته وویل چی دی باندی لعنت مه وایه ځکه چی هغه د الله او رسول سره مینه لری. د خپل ورور په خلاف د شیطان کومکی مه جوړیږه.

د مسلمان لویه بدی د بل مسلمان په حق کی داده چی هغه ته بغیر دقطعی الثبوت دلیل او نص نه چی په کفر باندی صفا دلالت کوی د شک او نقاش احتمال پکی نوی دلوی کفر نسبت وکړی کوم چی د اسلام نه سړی وباسی.

او که چیرته داسی دلیل راشی چی هغه کی د قیل وقال او د نقاش احتمالات وی نو ددغسی ډیر احتمال لرونکی دلیل نه به هغه احتمال آخستلی کیږی چی د مسلمان په فایده وی. د چا چی اسلام په یقین سره ثابت وی نو په شک او احتمالی خبرو باندی یقینی شی نه زایل کیږی.

ډیر زیات صحیح احادیث راغلی چی  مسلمانان یو بل ته د کافر بللو نه منع کوی. نو په دی کی هیڅ قسم سستی کول ندی په کار چی بیا هره ډله خپل مخالف ته کافر ویل بغیر د دلیل نه روا وګڼی.

په دی اساس بل چا ته کافر ویل دینی ګناه ده علمی او اجتماعی غلطی ده ځکه چی دا یو امت ټوټه کوی او هغه څه رامنځ ته کیږی د کوم نه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت منع کړی دی هغه مبارک فرمایی : زما نه وروسته مه کافران کیږی چی د یو بل غاړی وهی.

که بیاهم چاته کافر ویلو ضرورت پیدا شی نو په کار ده چی دعمل انواعو ته کافر وویل شی اشخاصو او افرادو ته دنه ویل کیږی؛ نو داسی باید وویل شی چی چا هم دا خبره وکړه هغه کافر دی او چا چی دا کار وکړو هغه کافر دی او چا چی ددینه انکار وکړو کافر دی داسی دی نه وایی چی فلانی کس کافر دی البته که کره کتنه او تحقیق وشی چی شک او شبهه ختمه شی نو بیا پرواه نکوی.

کله چی دکفر حکم پر یو کس ورکولی کیږی نو ضروری دی چی دڅلورو مهمو خبرو خیال وساتل شی

اول : په دی باید پوه شوچی د مسلمان انسان په هکله د کفر او ددین نه دایستلو حکم ډیر لوی خطرناکه خبره ده چی بدی بدی پایلی لری؛ دخپل کورنی او جامعی سره یی دهر قسمه دوستی او اړیکو نه محروموی؛ تر دی چی دهغه او دهغه دمیرمینی او اولاد ترمنځ جدایی راوستلی کیږی؛ ځکه چی مسلمانی ښځی ته جایز نه دی چی د کافر او مرتد میرمن وی ؛ او نه دا کس بیا د اولاد په هکله امین ګڼل کیږی.

نو دی وجی نه په کوم مسلمان چی دهغه اسلام یقین سره ثابت وی؛ د کفر حکم کولو کی احتیاط کول واجب دی. یقین په احتمالی شی باندی نه ختمیږی.

سنت مطهره په ډیر سخت انداز کی د هغه چا د کافر ګڼلو نه منع کړی چی کافر نه وی؛ او دایی ډیر لوی خطر ناک عمل بللی.

دوهم : هغه کسان چی د مسلمان د مرتدی د فتوی ورکولو حق لری هغوی یوازی او یوازی کلک او لوی لوی متخصص عالمان دی چی د یقینی او ظنی، محکم او متشابه ، مایقبل التآویل وما لایقبل التاویل ترمنځ تمیز او فرق کولی شی. دوی د کفر فتوا هغه وخت ورکوی چی څه ګنجایش پیدا نکړی لکه د هغه شیانو نه انکار کول چی په دین کی شتون لری او قطعی طور سره ثابت دی. یا ددین کوم عقیده او حکم باندی ملنډی څوک ووهی یا لکه څوک الله تعالی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم یا د الله کتاب ته په ښکاره ډول ښکنځل وکړی او داسی نور. دا کار سخت دریزو ، کم علمو او هغه خلکو ته چی متسرعین وی  پریښودل  نه ده په کار چی بیا بی علمه فتواګانی ورکړی

دریم : داسلامی ځانګړی محکمی د فیصلی نه وروسته هغه کس چی ددی کار د تطبیق حق لری هغه یوازی شرعی حاکم دی. او شرعی محکمه هغه ده چی یوازی د الله په شریعت فیصلی کوی؛ دالله دکتاب محکم او واضحو آیتونو او درسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته رجوع کوی اود الله کتاب او درسول الله سنت هغه دوه شیان دی چی کله خلک خپل منځ کی اختلاف وکړی نو دوی طرف ته رجوع کیږی. الله تعالی فرمایی (فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الآخر)

د قاضی باره کی په اسلام کی قانون دادی چی هغه د اجتهاد صلاحیت ولری او که د اجتهاد صلاحیت ونلری نو د اهل اجتهاد نه دی مدد وغواړی ترڅو حق ورته واضح شی په بی علمی او یا د خواهشاتو پر اساس دی فیصلی نکوی بیا به جهنمی قاضی شی.

څلورم : دجمهورو فقهاؤ دا رایه ده چی د مرتد په حق کی د صادر شوی فیصلی د تطبیق نه مخکی واجب دی چی د هغه نه توبه وغوښتل شی، چی د کفر نه توبه وکړی ؛  بلکه شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله په کتاب ( الصارم المسلول علی شاتم الرسول ) کی وایی چی دا دصحابه کرامو اجماعی خبره ده.

بعض عالمانو د مرتد نه د توبه غوښتلو لپاره دری ورځی اندازه مقرر کړی لکه احناف او بعضو ددی نه کم او بعضو زیات ‎. او بعض فقهاؤ ویلی چی همیشه دی ورنه دتوبی غوښتنه وشی. څه عالمانو بیا زندیق ددی حکم نه مستثنی بللی هغه ته دتوبی چانس نه ورکوی ځکه زندیق کوم شی چی ښکاره کوی په زړه کی یی هغه نه وی. همدا راز درسول الله صلی الله علیه وسلم کنځل کونکی ته هم توبه نشته ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر زیات عزت او کرامت لری نو توبه به یی نه قبلیږی. او په همدی باره کی علامه ابن تیمیه نوموړی کتاب لیکلی دی.

د فقهاؤ ددی کار نه مقصد دا دی چی مرتد ته دخپل ځان سره د حساب کولو فرصت پیدا کړی کیدی شی چی شکونه یی ختم شی او یا ښه دلیل ورته حاصل شی. دا په هغه صورت کی که چیری دی په اخلاص سره دحق غوښتونکی وی او که دی خپل خواهشات لری او یا د نورو دمصلحت لپاره کار کوی نو بیا یولیه الله ما تولی.

مونږ ځکه وایو چی عام خلکو او اشخاصو ته پر چا باندی د مرتد د فیصلی حق ورکول ، بیا هغه باندی د سزا فیصله کول ، او بیا دا فیصله کول چی د هغه سزا صرف وژل دی ، او بیا ددی فیصلی تطبیق کول بی غیر د کوم چون چرا نه، دمسلمانانو په وینو مالونو او پت وعزت باندی ډیر لوی او سخت خطرناک شی دی. ځکه چی بیا ددی تقاضا دا ده چی یو عادی تن دی چی نه د مفتیانو علم  او نه د قاضیانو حکمت او نه دحاکمانو مسولیت ورسره وی دا دری قسمه سلطی او صلاحیت په خپل لاس کی ونیسی. فتوا هم ورکوی یا په بل عبارت اتهام هم واردوی فیصله هم کوی او بیا یی خپله نافذوی نودی په یوازی سر مفتی هم دی څارنوال هم دی بیا قاضی هم دی او پولیس هم دی.

کابل . کام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب