مختصر نبوي سیرت ۵- د رسول الله (ص) واده او خلوت

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصي ژوند بعضي کارونه.

۱ ــ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند د مؤمن لپاره د لاري مشال دی، ولو که قبل البعثة یعني له پیغمبرۍ مخکي وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د پیغمبرۍ د مخه لا لهو او لعب مبغوض وه، د ساز و سرود په مجلسو کي يي شرکت نه کاوه، د بتانو عبادت یي نده کړی، حدیث شریف کي راځي(لما نشأت بغضت إلي الإصنام) د ژوند له پیله بتان راته مبغوض وه، کرکه مي ورڅخه لرله.

۲ ــ د رسول الله صلی الله علیه وسلم کوزده أو نکاح…
کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوانۍ مرحلې ته ورسید، پنځه ویشت کلن سو، د عربو د ټولو قبائلو د مجلسونو بحث وګرځید، هرې قبیلې دا هیله لرله چي د خسرګنۍ قرابت یي ورسره پیدا سي، طبعا چي د مقبولیت او محبوبیت آوازه یي تر داخل د کورونو پوري حتی تر ښځو پوري هم ورسیده، خو د خپل قوم له ویري چا دا جرئت نشو کولای چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خپله د نکاح وړانديز وکړي، نه مګر یوه داسي میرمن چي د ډیري لویي کورنۍ څخه وي، او یا یي مال و جایداد ډیر وي ، او یا کونډه وي، همدغه ټوله صفتونه په أم المؤمنین بي بي خدیجة الکبری رضي الله عنها کي موجود وه، بي بي خدیجة مخکي د ” أبو هاله “میرمن وه له هغه څخه یي یو ځوی درلوښت چي هاله نومید.

بي بي خدیجي رضي الله عنها ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صفتونو او أخلاقو قیصې شوې وي، د هغه د أمانتدارۍ أوازې یي أوریدلې وي، نو ځکه یي د أجرت په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس د تجارت لپاره خپل مال ورکړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بي بي خدیجي له مریي ” میسره ” سره و تجارت ته ولاړ، د تجارت ټول مال یي خرڅ کړ او تر توقع زیاته ګټه یي وکړه، و میسره ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو عادي شخص په څیر نه بلکي د یو معجزي په ډول ښکاره سو، د هغه خوی او کردار او اخلاق ور معلوم سوه، چي کله له تجارت څخه را وګرځیدله میسره و بي بي خدیجي ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکایتونه او قيصې وکړي، په همدي وخت کي بي بي خدیجي رضي الله عنها ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د نکاح هیله او تمنا پیدا سوه، و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یي خپل حال ولیږه، په دې وخت کي د بي بي خدیجي رضي الله عنها عمر څلویښت کاله وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خپل أکاګانو سره د بي بي خدیجي و أکا عمرو بن أسد ته په مرکه ورغله، هغه هم موافق سو، د نکاح خطبه یي ابو طالب وویل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بي بي خدیجي سره ډیر د خوشحالۍ ژوند لاره، بي بي خدیجي په رسول الله صلی الله علیه وسلم کي د وفاء او ریښتونولۍ او اخلاص او شفقت کامله معنی ولیده، په دې پوه سوه چي خاوند یي یو بي مثاله مستقبل لري چي همداسي وسوه.

۳ ــ خلوة. و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خپل ژوند په آخره لسیزه کي خلوت او تنهایي محبوبه سوه، تر څو چي د ټولنې د فساد او ظلم څخه یوه طرف ته وي، نو په همدي غرض به و مکې ته نیږدې یو غر چي ” حراء “ورته ویل کیږي، هلته به تلی، او د ابراهیم علیه السلام پر دین باندي یي د الله رب العزت عبادت کوی، ډیري شپې به هلته وو، له ځانه سره به یي څه خوراکي توکې وړله چي کله به خلاص سوه کور ته به راتلی، بیا به بي بي خدیجة الکبری رضي الله عنها ورته حسب الضرورة د احتیاج شان برابرول…

المصادر والمراجع: سيرة ابن هشام، البداية والنهاية، التاريخ الاسلامي

ليكوال: عبدالرحمن محمود

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب