لږ کوروالی د نارینتوب هورمون کموي

که څه هم په خلکو کې دا مشهوره ده چې د نارینتوب هرمون (ټسټوسټیرون) د کمېدو سبب دادی چې انسان ډير او څو ځل کوروالی وکړي، خو داسې نه ده، وروستیو استرالیاوي څېړنو ددې برعکس سهي ښودلې او هغه داسې چې د نارینتوب هرمون د کموالي سبب کم کوروالی دی.

د سیډڼي پوهنتون د تېرې شنبې په ورځ امریکا کې خپل یوه څېړنه وړاندې کړه، دغه څېړنه په ۱۷۰۵ نارینه‌و باندې شوې چې عمرونه يې ۷۰ کلونو ته رسیدلي او یا تر دې پورته دي.

په سپین ږیرو باندې دغې څېړنې ښودلې چې په زړو خلکو کې د جنسي فعالیت یا کوروالي ته د زړه نه کېدل سبب دی، نه دا چې په جسم کې یې د نارینتوب هرمون کچه کمه شوې. یعنی له عمره پاخه خلک په جسم کې د نارینتوب هرمون لري خو د عمر تقاضا یې دا وي چې جنسي فعالیت او کوروالي ته یې زړه نه پورته کیږي.

څېړنه ښيي چې د نارینتوب هرمون د نارینه و په روغتیا کې مهم رول لوبوي، د بلوغ پر مهال هرمون په دې کې مرسته کوي چې عضلات جوړ کړي، غږ دروند کړي او تناسلي اعضاء لوی او غټ کړي. همدا راز د عضلاتو او هډوکو غلاظت ساتي او په جنسي شوق راپورته کولو کې مهم رول لوبوي.

څېړنه د کوروالي د روغتیايي فایدو په اړه وايي چې که نارینه غواړي د نارینتوب هرمون کچه يې په جسم کې ساتل شوي وي نو ددغه مقصد پوره کولو لپاره دې د کوروالي اساسي او اسانه لاره انتخاب کړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب