له ژونده مې دا زده کړل چې…

د اوسني پرمخ تګ رنځونه: د اوسني پرمختګ رنځونه دا دي چې چل او دوکه پكې ځيرکتيا او هوښيارتيا ګڼل  کېږي، بې حيايي پکې ازادي، رذيلې چارې پكې “فن”يا هنر، او د بل چا د هېواد اشغال ته بشر دوستي وايي.

تر څاروى ډېر بد دى:

هغه انسان چې پر څاروى رحم کوي او پر انسان تېرى کوي، نو د رحم په ادعاء دغه سړى دوه مخى دى، رېښتيا هم دغسې انسان تر څاروى ډېر بد دى.

د کورنۍ ژوند نيکمرغي:

نېک مرغه سړى په دې پېژندل کېږي چې مېرمنه ورته ستونزې را ولاړوي او که يې ستونزې راکموي.

د اندېښنو لرې کول:

د اندېښنو د لرې کولو لپاره يواځنۍ لاره پر “قضاء او قدر “ټينګ او سم ايمان درلودل دي.

دين ته ډېر خطر ناک څه شى دى:

د دين هغه مدعي چې پر دين نه پوهېږي تر هغه چا دين ته ډېر ضرر رسوي چې له ديني ښونو څخه بې لارې دى، د دين دارۍ ناپوهه مدعيان په بې علمۍ د الله مخالفت کوي او خلک له دينه  کرکجن کوي او دوى انګېري چې ګڼې دوې به الله ته ورنږدې شي.
او بې لارې خلک خپلې ناروا غوښتنې پوره کوي او په دې باور لري چې دوې دالله داوامرو مخالفت کوي، خو په دغسې خلکو ډېر وخت نه تېريږي مګر دا چې توبه باسي او له الله بښنه غواړي.

په دين باندې د دنيا ګټل:

په دين باندې تر دنيا ګټونکو لارې شکونکي الله ته ډېر ګران  او ډېر نږدې دي،

ښه اخلاق:

هر ښه اخلاق  چې د ځواکمن او حق بښونکي دين تر آغېز لاندې نه وي ښکلا او ځلا يې تتيږي او عمل يې بد رنګه کېږي.

هغه مهرباني چې له شريعت سره ټکر لري:

د شريعت له چوکاټه د باندې رحم د کمزورو رنځ او له ايمانه د خالي خلکو چل،  فرېب او دوکه ده.

که خوښوله دې:

که خوښي دې خوښېږي،  نو د خپل صحت خيال وساته، که نيکمرغي دې خوښيږي، نو ښه اخلاق ولره، که تلپاتې ژوند دې خوښ وي، نو خپل عقل ته وده ورکړه او که دا ټول دې خوښيږي پر ديني لارښوونو ټينګ شه!

دا انسان:

همدغه يو انسان دى چې د رنځ او شهوت په دام کې چې کله ښکېل شي تر هر څه کمزورى شي، د جګړې، ودانونې او ويجاړونې دوسايلو په نوښت کې تر هر څه ځواکمن او  تکړه شي.

مرض مدرسه ده!

مرض د هغه چا لپاره روزنيزه مدرسه ده چې ترى ګټه واخلي، په دې صورت کې نعمت دى نه عذاب.

هېچا ته په سپکه مه ګوره:

که څومره کم هم وي په کمه سترګه چاته مه ګوره،  ښاي داسې وخت پرې راشي چې ورته دنږدې کېدو هيله دې پيدا شي او جلا کېدل ترې دډار خبره وي.

له پوهې سره د وهم ملتيا:

فضاء ته دخپلو او علمي پرمختيا سره سره چې داوهامو او خرافاتو کوم دروند پيټى نن څومره دانسانيت اوږې درنې کړي دي هېڅ وخت داسې نه دي شوي.

ناپوهي تر پوهې ښه ده:

هغه پوهه چې انسان ته درنښت نه شي بښلاى او له پرېوتو کارونو څخه يې نه شي سپمولاى د يوه ناپوهه بانډيڅي پوهه دده له پوهې غوره ده، پوهه يعنې څه؟
پوهه دې ته نه وايي چې پرې  نا پېژندل شوي شيان وپېژنې بلکې، پوهه  دنا پېژندل شوو شيانو دپېژندنې نه ګټې آخيستنې ته وايي.

په خلکو کې ډېر خطر ناک سړى

اخلاقو ته ډېر زيان رسوونکي ډله اخلاق پېژندونکي پوهان دي او دين ته ددين ټېکه داران ډېر زيان رسوي، دين ځانګړي ټېکه داران  نه لري هدف مې هغه کسان دي چې په دين تجارت کوي او ددين په واسطه لاس ته راوړنې لري، هو! اسلام ټېکه داران نه لري،  فقهاء او علماء لري.

ښه خوي

ښه خوي دانسان په ډېرو منفي پاينټونو پرده آچوي لکه چې بد خوي دسړي ډېرې ښېګڼې پټوي.

تندر او اوبه

هغه تندر چې اوبه نه وروي واښه نه زرغونوي هر هغه نېک عمل چې اخلاص پكې نه وي دخير او ښېګڼې مېوه نه ورکوي.

شتمني او نېستمني

قناعت او تمه شتمني او نېستمني ده ډېر ځلې به يو نېستمن تر تا شتمن وي او شتمن به تر تا نېسمن وي.

ښکلا او درنښت

هغه ښکلا چې درنښت نه لري هغه ګل ته ورته ده چې خوږبويي نه لري.

په مينه او کرکه کې منځومۍ لاره ټاکل

په مينه او کرکه کې زياتى مه کوئ ډېر ځلې دوست دښمن کېږي او دښمن دوست کېږي.

نېکان اوبدان

که نېکان دښېګڼو په تر سره کولو کې غوره کړنه ونه شي کړاى الله تعالى پرې بدان  ځواکمنوي.

نصيحت وکړه..

خپل نفس ته نصيحت وکړه چې دخپلو غوښتنو په اړه شکمن وي عقل ته دې نصيحت وکړه چې دخطر له ځايونو نه ځان وژغوري جسم ته نصيحت وکړه چې دخپلو شهواتو په پوره کولو کې بخيل وي او خپل مال ته ووايه چې په حکيمانه بڼه ولګېږه خپل علم ته وويه چې تل اصلي مراجعو ته رجوع وکړه.

پام کوه چې شيطان دې را لاندې نه کړي

پام کوه چې شيطان دې په دې لاندې نه کړي چې دهرې غلطۍ لپاره عذر پيدا کړې او هرې ګناه لپاره فتوى پيدا کړې حلال او حرام دواړه ښکاره دي دهغه چا دين او ناموس بچ پاتې شو چې له مشتبهاتو نه يې ځان وژغوره.

د خير کار نېکه بدله لري

کله چې روغ ووم ډېرو خلکو ته مې ګټه ورسوله، خو چې مريض شوم ډېر لږ يې زما خواته راغلل، که الله پر هغو ښېګڼو اجر راکړي، نو ما خپله اجوره پوره آخيستې ده هم دروغتيا او هم د رنځورتيا پر مهال.

د نفس روا او ناروا غوښتنې

د نفس د ناروا غوښتنې پوره کول ديوې ګړۍ خوند او دعمر رنځ وي او دنفس دروا غوښتنې پوره کول ديوې ګړې خوند او د عمر ختمېدل وي له دواړو څخه په ځان ژغورنه کې “روا”صبر او زغم ديوې ګړې درد او تلپاتې خوند وي…….

ډار او زړه ورتيا

د ډار او زړه ورتيا ترمنځ دزړه ټينګوساتلو  يوه ګړۍ ده.

شيطان دې ونه غولوي

شيطان دې په دې ونه غولوي چې ته ډېر زاهد سړى يې، چې بيا دې په يو ورکوټي کار کې تاته زهد در معرفي کوي او په لوي خطر ناک کار کې دې هيله من کوي په عبادت دې هم ونه غولوي ښايي چې نوافل درته ډېر خوږ کړي او دفرايضو پرېښودو ته دې اړ کړي.

بې درده مرض

بې درده مرض ډېر ښه وي چې دستړو او ستومانو لپاره دآرام ذريعه وي.

که درد نه واى

که رنځونو درد نه درلوداى، نو مرض به دتنبلۍ دخوښولو يو لامل واى، که مرض نه واى نو روغتيا به د رحم او پېرزوينې ډېرې ډېرې ولولې په انسان کې ځپلې وې که روغتيا نه واى نو انسان به خپل مسؤليت نه شواى درک کولاى او نه به يې د درنو کارونو په اجرا کې بيړه کړى واى، که مسؤليتونه او ارزښتونه نه واى د انسان ژوند به هېڅ ارزښت نه درلوداى او ژوند به بې معنا واى.
دالله د اوامرو منل او له نواهيو څخه ځان ژغورل: داسې څوک به پيدا نه شي چې دالله امر يې عملي کړى وي او بيا پرې پښېمانه شوي وي. داسې څوک به پيدا نه شي چې دالله داحکامو په چو کاټ کې يې ځان برابر کړى وي او بيا زيانمن شوى وي او داسې څوک به پيدا نه شي چې له ګناهه يې ځان ژغورلى وي او درنښت او وياړ يې په برخه شوى نه وي.
اور او اوبه! له ګناهونو ځان ژغورنه ستا د پرېشانيو او غوسو پر سره سکروټه د ډاډ او اطمئنان يخې اوبه آچوي او ګناهونه ستا په “دل او دماغ کې “دوارخطايو، پرېشانيو، او محروميتونو اور ته پوکى ورکوي.
ډېر تفاوت شته! که الله ته دې ځان وسپاره لوړ او هسک به دې کړي که د شيطان دې ومنله وقار او حيثيت به دې پر ځمکه وولي، دا دواړه ډېر توپير لري يو دهسکو اسمانونو دواکمنۍ په لور پرواز کوي او څوک لاندې ژورې ته کېوځي.
تر ټولو بد خلک: دوه ډوله خلک ډېر بد دي هغه حاکم چې خپل دين پر واکمنو پلوري او بل هغه واکمن چې ددنيا لپاره خپل آخرت خرابوي.

لويه بريا ده!

لويه بريا داده چې دمګړې، ستا او ستا دمېرمنې غوښتنه يوه شي.
د ژوند اوږود والى او لنډوالى: په همغه پرتله چې درنې او ګټورې چارې پر مخ بيايې ژوند دې اوږود او په هماغه چې سپکې چارې پر مخ بيايې ژوند دې لنډيږي.
الله ته د کوچېدونکو هيله! عملي کړنې او لوړې هيلې الله پاک ته د ورکوچيدونکو خلکو ځانګړنه ده.

مسكين:

ډېر مسکين هغه څوک دی چې د ژوند په پاى کې پوه شي چې ژوند لنډ دی.
د ژوند دستور: دا دژوند دستور دى چې د يوه هيله په بل پوره کېږي يا ديوه پوره کېږي او دبل نه، که دټولو په يوه وخت کې پوره شوى واى، نو ټولنيز ژوند ناشونى کېده.

پرتله

ستا درانه خويونه دنورو له بدو خويونو سره پرتله کېږي.
حق اوباطل باطل تر منځ خبرې اترې
حق او باطل سره يوه ورځ په لاره روان وو
باطل وويل: تر تا سر لوړى يم.
حق وويل:تر تا مې پښې کلکې او مضبوطې دي.
باطل:وويل: تر تا غښتلى يم.
حق وويل: تر تا تلپاتې يم.
باطل وويل: د زورورو او آسوده خلکو ملتيا راسره ده.
حق وويل: همدا ډول د هر کلي مجرم مشر مو ټاکلى چې دفساد لپاره طرحې جوړې کړي دغه ټولې طرحې ددوې په زيان دي، خو دوې نه پوهېږي.
باطل وويل: وژلى دې شم.
حق وويل: خو لږ وروسته به مې بچي تا ووژني

د ژوند حيرانوونکې صحنه:

خلک له همغې لارې نه دنيا غواړي چې پرې وژل کېږي.

د ژوند مثال:

ژوند لکه ښکلې که ځان ورنږدې کوې ځان درنه لرى کوي او که ځان ترې ګوښه کوې در پسې ځغلي.

ويښتيا او غفلت:

بل هېڅ شي ته دومره نه يم حيران لکه دباطلپالو ويښتيا او يوالى او د حق پالو غفلت او يو له بله يې جلا والى!.

باطل او حق:

باطل مکر جن ګيدړ دى او حق آرام پسه که له حق سره دالله مرسته نه واى پر باطل به هېڅکله بريمن شوى نه واى.

درانه خويونه:

درانه خويونه لا ايل شوي آس ته ورته دي هغه چاته غاړه ږدي چې وړتيا يې لري.

زړورتيا:

زړورتيا دې ته نه وايي چې حق ووايه او بې غمه ګرځه زړورتيا داده چې حق ووايې او دسر خطر پكې وانګېرې!

نېکمرغي

نيکمرغي د زړه ډاډ او ضمير پاکۍ ته ويل کېږي او هر څوک د نېکمرغۍ په اړه ځانګړى نظر لري.

عقېدې يا په مينه خپرېږي يا په رخې او ستغه

هغه عقيده چې په کرکه او ستغه او تپلي بڼه خپره شي د غچ آخيستنې ښکار کېږي او هغه چې په مسکآ خپره شي په ښېګڼو ساتل کېږي.

ساتيري

ريښتنى مومن له هغو هلو ځلو او ستړياو څخه خوند اخلي  چې روحاً ورسره ارام وي او د يو واقعي انسان په توګه ژوند تېروي او غير مومن دژوندانه له هغو ستړياو نه خوند اخلي کوم چې ژوند يې دفساد په لور بيايي او ديو نيمګړي انسان په توګه خپل ژوند ترسره کوي.

توكل او تواكل

توکل وويل: کار او زيار ته روان يم. برياليتوب پرې غږ وکړ: زه دې مل يم.
تواكل وويل: زه ناست يم چې موې وکړم، ناکامۍ او بېچاره ګۍ ورته وويل: زه دې مل يم.

دروغ او رېښتيا

رېښتيا هغه سپرلۍ ده چې خپل خاوند هېڅکله نه تباه کوي که څه هم سختي پر راولي او دروغ هغه سپرلۍ ده چې ډېر وخت خپل خاوند وپالي خو ارو مرو يې تباه کوي.

د برياليتوب راز

د برياليتوب راز په دې کې دى چې شاهين په څېر طوفان ته مخامخ ورشې په شا نه شې او ستړياوې وزغمې.

که إيمان نه واى!

که ايمان نه واى، نو ژوند به يوه ګونګه کليمه واى چې پر معنا به يې څوک نه پوهېده.
که ايمان نه واى، نو ژوند به د مږک  او سمسارې کور واى چې څوک به يې پر راز او معنا نه پوهېده.

ثبات او ټينګښت

همغسې چې يې  ووسېږه،او تل د  پر مختګ په لور وخوځېږه.

د ژوند ښکلا

چا چې خپل رب وپېژنده په ژوند کې هر څه ته په مينه او ښکلا ګوري.

زور او کمزوري

زور ددښمنۍ له توان سره د دښمنۍ پرېښودلو ته وايي او کمزوري له لږو امکاناتو سره دښمنۍ ته لمن وهلو ته وايي.

مؤمن او ګناه

مؤمن هغه چاته نه وايي چې دالله نافرماني نه کوي، بلکې مومن هغه چاته وايي: چې ګناه ترې کېږي او توبه باسي.

پېغمبري او اتلولي څه توپير لري

د پېغمبرۍ او اتلولۍ تر منځ توپير داده چې دکمال او درنښت مقياس په پېغمبرۍ کې له  آسمان والاوو سره مقايسه کېږي چې دا ډېر لوړ معيار دى!  او داتلولۍ معيار، دځمک ميشتو له مقياس سره پرتله کېږي چې ترې بد او کرغېړن مقياس نشته.

رڼا او خاوره

پيغمبري اسمان دى چې غږيږي او رڼا خپروي، اتلولي خاوره ده غرور او دوکه په انسان کې پاروي، پرته له هغه اتلولۍ چې د پېغمبر له لارښوونو خړوب شوى وي دغسې اتلولۍ ځمکنۍ رڼا ده چې له اسمان  سره تړاو لري.

د شيطان څاروي

شيطان دخلکو د بې لاري او کمعقلولو لپاره څاروي لري چې پرې سپريږي او دخلکو بې لارې کولو ته ځان رسوي چې له هغو نه: بد عمله عالمان، ناپوهه زينديق شوي صوفيان، په فکر او ښکلا د ډوډۍ پيدا کوونکي، په ږيره او پګړۍ دخلکو غولوونکي چې له دين نه هېڅ خبر نه دي فقط خلک پرې غولوي او تر ټولو کمزوري څاروي هغه دي چې دفقر، ناپوهۍ او ناړامۍ له امله شيطان پرې سپريږي.

د حق لښکرې

حق دخپل خدمت لپاره ډېرې لښکرې لري چې يو يې هم باطل دى.

د روغتيا اسباب

څوک چې ذهني ستړيا پيدا کړي، نو علاج يې لاندې شيان دي: الله ته رجوع، دپېغمبر دسيرت لوستل، ارامه فضا، دشپې له خوا اوږدې خوندورې فکاهي ډوله کيسې، خواږه نعتونه چا چې دغه کارونه وکړل د روغتيا په لور يې ځان ډېر نږدې کړ.

فن، ښځه او  بد عمله عالم

فَن دشيطان رباب دى، ښځه رسۍ او بد عمله عالمان يې روپۍ دي.
لذت او خوند..
عابدان الله پاک ته په عذرکولو کې خوند اخلي پوهان له فکر،سوچ او ژورې ځيرنې نه خوند اخلي سخيان له ښېګڼې او نيکۍ کولو څخه خوند اخلي مصلحين خلکوته له لارښوونې نه خوند اخلي بد مرغه خلک له جنجال اچونې نه خوند اخلي رذيلان له زيانمنونې او ځورونې نه خوند اخلي او بې لاري خلک له ورانۍ ويجاړونې او بي لارې کوونې نه خوند اخلي.

الله

عاقل الله پاک په هر څه کې ګوري: په کائناتو کې نظم او سم او سهي جوړښت کې، دښکلا په دې حيرانوونکي نړۍ کې، دپيدايښت په دې ډول ډول سيستمونو کې او ظالمانو ته په سزا ورکولو کې.

قضاء او قدر

قضاء او قدر دالله ديو والي راز دى، دالله دپراخې پوهې ګواه او د کايناتو نظام ته دژغورنې پخه وسيله ده.
ستا موجوديت دالله دموجوديت ثبوت دى
ستا ناپوهي دالله دپوهې دليل دى ستا کمزوري دالله د زورورتيا او قوت دليل دى ستا بخل دالله د سخا دليل دى ستا اړتيا دالله  استغنا دليل دى، ستا نوى پيدا کېدل دالله د “قديم”والي دليل دى ستا موجوديت دهغه دموجوديت دليل دى،  نو له خپل ځان نه آخوا په بل چا کې دهغه لپاره دلايل لټوې؟

څرنګه؟چېرته؟

څرنګه به يو بنده دالله مخالفت وکړي په داسې حال کې چې د الله زور او طاقت ورته معلوم وي که پوه شي چې الله مې مخې ته او شاته شته، نو چېرته به وتښتي؟ که پر له پسې نعمتونه يې پر ځان حساب کړي چېرته به يې هېر کړي؟

د الله پرده ډېره پراخه ده

که الله دا توان موږ ته راکړى واى چې انسانان مو  همغسې ليداى چې دوې څه کوي، نو ډېرى به په دوې کې لېوان، سپي،خره او سرکوزي خنزيران واې، ليکن دالله پرده ډېره پراخه ده.

استقامت او ټينګتيا

د استقامت لومړۍ پوړۍ درنښت او وقار دى دوهمه پوړۍ يې روغتيا او سلامتيا ده او اخره پوړۍ يې جنت دی.

دنيا

د دنيا پيل په ژړا ده، په نيمه لاره کې بد مرغي ده او آخر يې له منځه تلنه ده، بيا له دې نه وروسته تلپاتې نعمتونه دي يا تلپاتې عذابونه دي.

عاقله او کم عقله ښځه

عاقله ښځه د دوه وزرو خاونده ده چې په يوه له خپل مېړه سره الوزي او کم عقله ښځه ښکروره شيطانه ده چې په يوه ښکر مېړه وهي.

عاقل اوأحمق

عاقل اور بلوي چې ځان پرې تود کړي احمق اور بلوي چې ځان پرې وسوزوي.

خير او ښېګڼه چېرته اوسېږي؟

خير او ښېګڼه له خپل رب نه پوښتنه وکړه چې چېرته ووسېږم؟ الله ورته وويل: دهغو په زړه کې اوسه چې زما په مقابل کې ځان کمزوري ګڼي او ما پېژني.

نېکفالي

که نړۍ ته دې په ښه سترګه وکتل نو دنړۍ په هره زره کې به ښکلا ګورې آن تر دې چې په بدرنګيو کې به درته ښکلا ښکاري…

قناعت

داهڅه مه کوه چې شتمن شې په دې هڅه کې شه چې فقير نه شې دفقر او بډاينې تر منځ توپير “قناعت ”  دى.

دوه وزرې

الله ته په دوو وزرو والوزه، دمېنې پر وزر او پر الله د اعتماد پر وزر.

ډک زړه

هغه زړه چې جواهرو څخه ډک وي تيګو ته پكې ځاى نه پاتې کېږي هغه زړه چې له حکمته ډک وي وړو  خبرو ته پكې ځاى نه پاتې کېږي.

برخې

بد مرغه خلک به د ډېر څه خاوند وي، خو نېکمرغه کېداى نه شي ظالمانو ته د خدمت ډېر چانسونه په لاس ورځي، خو دوې ځان ته تلپاتې ګټه نه شي تر لاسه کولاى.

د عقل نعمت

واړه او لېونيان په غمونو او اندېښنو نه پوهېږي سره له دې تر دوې هوښيار مشران نېکمرغه دي.

دردونه

دردونه لويو تصميمونو ته ژوند وربښي وزګارتيا او تنبلي پر وړو خبرو په سړي وخت تېروي.

عاقبت

هر هغه خوند چې آخر يې دنفس پاکي وي دستاينې وړ دى او که دنفس چټلي وي، نو زهر دى.

د خوند او درد حقيقت

خوند اودرد ستا د نفس باور دى چې څه ته درد او څه ته خوند وايي ډېر شيان دي چې تاته خوندور او بل چاته درد ښکاري او څومره شيان تاته درد او بل چاته خوند ښکاري.

درد ازمېښت دى

دردونه هغه ازمېشت دى چې دانسان درانه خويونه او وړتياوې بر سېره کوي او استعدادونو ته په انسان کې وده ورکوي.

درد او خوند

که درد نه واې انسان له خوند نه ګټه نه شواى پورته کولاى داسې ډېر کم پېښېږي چې درد بې خونده او خوند بې درده وي.

إيمان

إيمان موږ ته په ژوند کې دخلکو په زړونو کې ځاى را کوي:أمانتداري، رېښتينتوب، مينه او نېکه رويه.

غولېدلى

دغولېدلي انسان په سپېږمو کې شيطان پوکې کړى، دزړه او عقل سترګې يې ورته ړندې کړي دي، ذوق يې ورته کمزورى کړى يو بې شخصيته انسان دى.

دروغجن او خائن

څوک چې پر ځان باور لري دروغ نه وايي چاته چې خپله ابرو ګرانه وي خيانت نه کوي.

حق اومينه

=اسمانونه او ځمکه دحق لپاره پيدا شوي دي او دمينې پر اساس يې پايښت موندلى.

د جنت بوې

هغه چا چې په ټولنه کې دالله د نېک عمله بنده ګانو مينه تر لاسه کړه کولاى شي چې د جنت بوې وبويوي.
که غواړې چې ويې پېژنې
که غواړې چې خپل عزت له چا سره وپېژنې، نو وګوره چې په کومه دنده دې ګماري او څه ډول ستا له وړتياوو نه ګټه اخلي.

د عبادت معنا

د عبادت معنا داده چې انسان  د خپل بادار نه تلپاتې مرييتوب غواړي.—————————————————————————————-

ليكنه: دکتور استاد مصطفی سباعي
ژباړه: استاد محمد  ناصر حليمي

منبع: د جمعيت اصلاح له ختيځ زون څخه خپريدونكې ژوند مجله، ۱۳۸۹ كال د ثور مياشت.

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب