څیړنه: د انسان عقل ۴.۷ ملیارده کتابونه ذخیره کولی شي!!

نوې امریکایې څیړنې ښایي چې د انسان عقل له هغه کچې څو چنده زیات دی کوم چې علماوو د پخوانیو څیړنو په مټ په ګوته کړې وه.

«اِي لایف» ورځپاڼه د امریکایې څيړونکې څخه را نقلوي چې د انسان عقل کولای شي تر یو ملیون «ګیګا بایټ-GB» پورې معلومات ذخیره یا جمع کړي چې دا د ۴.۷ ملیارده کتابونو او یا هم ۴۷۰ ملیونه انټرنیټي صفحو یا سایټونو سره برابر دي.

یو څیړونکی چې –تیري سګنوفیسکی- نومیږي وایې: کومې نتیجې چې مونږ ورته په دې اړه د څیړنو په ترڅ کې رسیدلې یو ډيرې لوړې دې او ددې څيړنې علمي آثار لا تر اوسه پوره روښانه نه دي –یعنې دا څيړنه لا روانه ده-.

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د عصبي جهاز اړوند سالک نومي معهد استاذ سګنوفیسکي او د هغه ملګري زیاتوي دا څيړنه یې د دماغو د روزنې او یادولو اړوند برخو په مطالعې سره ترسره کړې ده چې په وینا یې دقیقې پایلې به یې زر ترلاسه کړي.

سبحان الله…که چیرې پر خپل ځان د الله تعالی کړي پیرزوینې او نعمتونه وشمیرئ نو وبه یې نشئ شمیرلئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب