د اسلام تاریخدینونه او مذاهب

له پيغمبر (ص) سره ديهودو د جګړې پيل

اسلام ته ديهودو بلنه

يو يهود ليکوال (( اسرائيل ولفنسون )) د حضرت محمد صلى الله عليه او يهودو ترمنځ د شخړې د لاملونو او په اړه کاږي :

که چيرې د حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) لارښوونې يواځې له بت پرستۍ سره تر مبارزې محدودې واى او له يهودو څخه يې نه غوښتلى ، چې دهغه په رسالت ايمان راوړي ، نو هېڅ کله د يهودو او مسلمانانو ترمنځ شخړه نه رامنځته کېده او يهودو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لارښوونو ته په نېکه سترګه کتل او په مال او ځان يې له هغه سره د بتانو په له منځه وړلود او بت پرستۍ عقيدې په محو کولو کې مرسته کوله ، خو په دې شرط چې په دوى او ددوى په دين تېرى ونکړي او هغوى دنوي رسالت منلو ته اړ نه کړي . ځکه د يهودو تعقل او تفکر دهرې هغې موضوع په اړه د بدلون وړ ندى ، چې هغوى له خپل دين څخه واړوي او يهود ددې منلو ته تيار ندي ، چې له بني اسرائيلو پرته دې هم کوم پيغمبر موجود وي .
دا د پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) او يهودو ترمنځ د شخړې دلامل په اړه دليکوال نظر وو ، خو په حقيقت کې د پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) رسالت نه له ګمراهانو سره دسولې او جوړجاړي لپاره وو او نه د غنيمت د ترلاسه کولو لپاره له هرې ډلې ټپلې سره دنږدې کېدو لپاره ، بلکې دهغه بلنه نړيواله او د ټول بشريت لپاره وه ، ولو که يوه ډله له دې دين څه خوښه او بله ترې ناخوښه او ناراضي وي ، ځکه چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم دخپل پرودګار د فرمان پلي کوونکى وو.
(( قل يا ايهاالناس انى رسول الله اليکم جميعاً ))
ووايه : اى خلکو زه ستاسو ټولو لپاره د خداى (ج) رسول يم .

داعرابو په منځ کې د پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) دعوت ، په لومړي ګام کې د بتانو له عبادت څخه دهغوى د ژغورلو او له ګناهونو او بدو څخه دهغوى دليرې کولو لپاره وو او په دوهم ګام کې ديهودو دين ته د ننوتو بدعتونو اصلاح او دهغو اخلاقي فسادونو تهذيب وو، چې دخپل دين له اصلو څخه يې منحرف کړي وو.

قرآن مجيد، بني اسرائيلو ته د پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) رسالت د منلو لپاره داسې بلنه ورکوي :

(( يا بني اسرائيل اذکرو نعمتي التي انعمت عليکم و اوفو بعهدي اوف بهعدکم و اياى فارهبون . و آمنوا بما انزلت مصدقاً لما معکم ولاتکونو اول کافرٍ به و لاتشتروا باياتي ثمناً قليلاً واياى فاتقون . ولاتلبسوا الحق بالباطل و تکتموا الحق و انتم تعلمون ))
بقره آيه ٣٩-٤٢
په دې آيتونو کې الله تعالى هغه نعمتونه بيانوي ، چې بني اسرائيلو ته يې اعطاء کړي دي او ددې لامل کېږي ، چې بني اسرائيل الهى اوامر ومني او دپرودګار له لارښووني څخه سرغړونه ونه کړي او په خپلو ژمنو او هوکړو ټينګ ودرېږي ، يعنې الله تعالى ته په يووالي عبادت وکړي او د احکامو پر وړاندې يې فرمانبراداري وکړي او په پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) ، چې ځانګړنې يې د هغوى په کتابونو کې راغلي ، ايمان راوړي .

او ترهغو چې بني اسرائيل پر خپلو ژمنو ولاړ وو ، خداى تعالى هم دهغوى پر وړاندې خپله ژمنه ټينګه ساتلې وه او په دنيا کې يې هغوى ته لوړه مرتبه او په آخرت کې دنيکيو ثوابت ورکاوه .

وروسته الله تعالى هغوى ته بلنه ورکوي ، څو په قرآن عظيم الشان ، چې د خداى تعالى له لوري نازل شوى او په تورات کې د سپېڅلي الهي دين دموخو پخلى کوي ، ايمان راوړي او هغه لومړني کسان و نه اوسي ، چې په قرآن کافر شي او دهغه د لارښوونو پر وړاندې ددنيا په ناڅيزه مال قناعت وکړي ، نو بايد تقوى خپله پېشه وګرځوي او يواځې له الله تعالى څخه ووېرېږي .

او حقيقت ، چې د خداى تعالى له لوري نازل شوى ،او له هماغه سپېڅلى قرآن څخه عبارت دى ، له هغه باطل سره ، چې په خپل لاس يې جوړ کړى مخلوط نکړي او هغه څه ، چې دهغوى په کتابونو کې د محمد رسول الله (صلي الله عليه وسلم) د صفاتو په اړه راغلي دي ، پټ نکړي .

نو ځکه خو ليدل کېږي ، چې د پيغمبر (ص ) او يهودو ترمنځ عداوت له هغه مهاله پيل شو ، چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هغوى ته د اسلام د پاک دين بلنه ورکړه ، لکه څنګه چې (واټ ) په خپل کتاب کې وايي :

(( کله يې چې له هغوى څخه وغوښتل ، څو اسلام ومني ، هغوى مخ واړوه او له همدې ځايه يې د خداى تعالى له رسول سره دښمني او عداوت پيل کړ.))

ډاکټر احمد جاويد الکوزی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: