اخلاق

له خلکو سره څه ډول چلند کوې؟

له خلکو سره داسې چلند مه کوه چې هغوى ملايکې وبولې، ځکه دا د جاهلانو ژوند دود دى او داسې چلند هم مه کوه چې هغوى شيطانان وبولې، ځکه دا د شيطان صفته خلکو ژوند دود دى؛ بلکې له هغوى سره داسې چلند غوره کړه چې هم يې د ملايکو او هم يې د شيطانانو د صفاتو لرونکې وبولې!

د نېکۍ پوره بدله
له الله تعالى پرته بل هېڅوک د نېکۍ پوره بدله نشي ورکولاى.

ځان غوښتونکى مه اوسه

له هغو کسانو ځنې مه اوسه چې يوازې ځان ويني، ځکه په دې سره به د خلکو له سترګو پرېوځې او هم به د خپلو دوستانو د اوږو بار شې.

عاجزي
عاجزي د انسان د سرلوړۍ او تکبر د ذلت باعث کېږي.
ځان مه ستايه
دا چې د تل لپاره يوازې د ځان په اړه خبرې کوې، د دې خبرې دليل دى چې پر ځان اعتماد نلرې!

په کور کې ښه چلند
ډېر خلک په کور کې تريو تندي او بدخوىه وي؛ خو له کوره بهر بيا تر ټولو مهربان او نرم خويه برېښي!

په ښه چلند مه پښېمانه کېږه
له خلکو سره په خپل ښه چلند مه پښېمانه کېږه، که خلکو بدي درسره وکړه، ته ورسره نېکي وکړه او دا له دې څخه غوره ده چې ته هم بدي وکړې او خلک هم!

نېک ګومان
د تل لپاره د ځان په اړه د خلکو غلطې کړنې د نېک ګومان په تله وتله؛ خو که باوري شوې چې د بدۍ اراده يې درته کړې؛ نو بيا بېله خبره ده!

هېڅوک بې عىبه نه دى
که غواړې چې يوازې له بې عيبه انسان سره ملګرى واوسې؛ نو پوه شه چې حتى له خپل ځان سره هم ملګرى کېداى نشې!

پوره ملګرى
که د دوستانو په ډله کې دې پوره ملګرى بىا نه موند؛ نو پوه شه چې ټول د يوه او بل په پوره کولو سره پوره او ريښتيني دوستان دي!

 

له ژونده مي دا زده کړل له کتاب څخه

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: