ایمان | عقاید او اړوند

له الله سره سپين چليږه

د نامسلمانو وګړو تر ټولو مهم خاصيت د هغوى منافقت دى. دوى په خپل زړه الله تعالى، خلک او حتى خپل ځانونه غولوي. دوى د خپلو غوښتنو لپاره د خلکو سره عادي سلوک کوي، مګر په عين وخت کې خلک د دوى کرکه او حسد ډير ښه احساسوي. حتى دوى د خپلو ځانونو سره هم په چل کې دي.  سره لدې چې دوى په دې حقيقت ښه پوهيږي، دوي د خپلو غلطيو شاهدان پخپله دي او وروسته له مرګ څخه خپل ځانونه په جهنم کې ويني، مګر دوي په دې حقيقت سترګې پټوي او خپل ځانونه ملامت نه بولي او ځان ورته په حقه ښکاري.

ليكنه: هارون يحيي

ژباړه: روح الله صاحبزاده

د دوى د منافقت اصلي موخه دا ده، چې هيڅوک د دوى په پټو افکارو باندې پوه نه شي.

په جاهلي ټولنه کې خلک د نورو په اندونو نه پوهيږي، او داسې فکر هم نه کوي، چې الله تعالي د ټولو خلکو په فکر او د هغوى د زړونو په پټو رازونو ښه پوهيږي. د پټ شعور خاوندان هم په دې ډله کې شامل دي، اګر که هيڅوک په دې پوه نشي چې دلته دروغ څه شى دي. الله تعالي دغه حقيقت په لاندينيو ايتونو کې ښه بيان کړى دي:

يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (التغابن4:64)

ژباړه: الله تعالى په هغه څه پوهيږي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او په هغه څه پوهيږي څه چې پټوى يې تاسې او هغه څه چې ښکاره کوى يې . او الله تعالى په هغه څه ښه پوه دى چې په سينو كې دي.

وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ* أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ(الملک 14:67)

ژباړه: او که پټوى تاسې خبره خپله او که ښکاره کوى يې، بيشکه الله جل جلاله په هغه څه پوهيږي چې په سينو كې دي. آيا نه پوهيږي هغه ذات چې پيداکړې يې دي، پداسې حال كې چې هغه باريك بين او خبر دار دى.

نو ځکه هيڅوک د الله تعالى د علم په باره کې څه نه شي ويلي، ځکه چې هغه يوازيني ذات ده، چې په زړونو کې د ټولو پټو رازونو باندې پوره علم لري. په قرانګريم کې دا حقيقت داسې بيان شوي دي:

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَى مِن ذَلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (مجادله7:58)

ژباړه: آيا ته نه ويني چې بيشکه (الله جل جلاله) ته ښه معلوم دي هر هغه څه، چې په اسمانونو کې او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي.  نه به وي پټي خبري( يو دبل په غوږنو کې) د دري تنو مګر خو دغه (الله جل جلاله) به څلورم د هغوي وي(علماً) او نه به وي پنځه تنه (راز ويونکي) مګر (الله جل جلاله) به شپږم د هغوي وي (په اعتبار د علم سره) او نه به لږ له دې نه او نه به وي ډير له دې نه،  مګر وي به دغه (الله جل جلاله) له هغوي سره( په اعتبار دعلم) هر چيرې چې هغوي وي. بيا به خبر کړي (الله جل جلاله)  دوي په هغو(دنيوي اعمال) چې کړي يې دي په ورځ د قيامت کې. بيشکه چې (الله جل جلاله)  په هر څيز ياندې ښه پوهيدونکي او ښه خبر ار دي.]

نو ځکه دا هيڅ امکان نه لري، چې د الله تعالي څخه دي څه شي پټ پاتي شي. دا نه يوازې چې الله جل جلاله د ټولو خلکو په عملونو باندې علم لري، بلکه د هغوي په سوچونو باندې هم پوره علم لري، چې په خپله (خلک) يې نه لري. په لانديني ايت کې په دې باندې داسې تاکيد شوي:

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ (ق16:50)

ژباړه: او په تحقيق سره موږ انسان پيداکړى دى او موږ پوهيږو په هغه څيز چې وسوسه او خطره کوي په هغه سره زړه  د ده له فکرونو عبثو او ناکارو سره حال دا چې موږ ډير نژدي يو ده ته په علم سره د رګونو د ورميږ د ده څخه.

د مسلمان اخرينى کوښښ بايد الله تعالي ته کامل اخلاص او تواضع وي. کله چې الله تعالي ټول شيان پيداکول د هغوي د پيدايښت نه مخکې د هغوي په عمل کې د اخلاص يا خيانت څخه لا پخوا خبر وه. هيڅ يو بايد خپلي نيمګړتياوي، سهوي او بد عملونه د الله جل جلاله نه پټ نه کړي بلکه هغه دې ښکاره او په اخلاص سره  د الله تعالي نه مرسته او بخشش وغواړي.

د اخلاص بهترين مثالونه الله تعالي ته د پيغمبرانو اخلاص دي، ابراهيم عليه السلام د الله تعالي څخه پخپله دعا کې وغوښتل چې

« ماته دا وښايه، چې تاسې به مړي څنګه ژوندې کوي؟»  کله چې الله تعالي ځواب ورکړ«آيا ته لا اوس هم باور نه کوﺉ؟ ابراهيم عليه السلام ورته په څواب کې وويل: باور لرم خو غواړم چې زړه مي مطمن شي.» (البقره260:2)

مسلمانان بايد په دې باندې اعتراف وکړﺉ او د خپلو ګناهونو بښنه د الله تعالي څخه وغواړي. کله چې الله جل جلاله موسي عليه السلام ته امر وکړ، «چې فرعون ته ورشه، هغه په ځواب کې وويل: اي زما ربه: ما د هغوي يو سړي وژلي دي، زه ويريږم چې هغوي ما ونه وژني» ( القصص 33:28)

او هغه د الله جل جلاله څخه د مرستي غوښتنه وکړه. الله تعالي ته د پيغمبرانو امانتدارۍ مسلمانانو ته ښي چې دوي بايد د خپل رب سره څنګه رويه وکړي.

موږ بايد په دې پوه شو، چې انسان عاجز او ناتوان دي او په الله تعالي باندې بايد متکي وي، او يوازې په بهانو سره موږ نشو کولاي چې غوره سلوک لکه: تواضع، جرات او باور تر لاسه کړو، ځکه چې «…. انسان ضعيف پيدا شوي دي» (النساء 28:4)

نو د دې لپاره موږ بايد الله تعالي ته ريښتوني او ځان قربانونکي بندګان و اوسو او د بښني د غوښتلو نه مخکې بايد خپل ګناهونه او غلطي ورته ښکاره کړ.

ليكنه: هارون يحيي

ژباړه: روح الله صاحبزاده

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: