قرض څه ته وايي؟ حکم یې څه دی؟

د قرض (پور) ګټې او تاوان، ثواب او عذاب بلکې هر اړخ ئې مهم او ضروري دی چې یو څه وضاحت ولرو. که څه هم زموږ درس د پور له بوجه د خلاصون دعا او استعاذه وه.

د قرض تعریف:

د قرض معنی: قطعه کول، یو بنده خپل مال نه یو څه اندازه بل ته د ورکولو په نیت قطعه کوي.
د قرض تعریف: د فقهاوو قول دی چې قرض داسې حق دی چې د چا په زمه وي.(الموسعة الفقه)
د قرض عام تعریف: مالک خپلې شخصي پانګې نه، اړمن ته په دې نیت او تعهد یو څه ورکول چې بېرته به ئې په همدې اندازه ده ته ادأ کوي.

60 34265

د قرض حکم:

د قرض مشروعیت په سنت او اجماع سره ثابت دی، له ټولو ستر دلیل دا چې شیخین له ابو هریره(رَضِي اللهُ عَنْهُ) نه روایت کوي: حضرت رسول اکرم(صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ)پخپله هم پور اخستی.
دځينو بزرګانو په نزد قرض مستحب او ځيني مباح بولي. ابن قدامه (رحمه الله) په المغني کې لیکي: والقرضُ مندوب الیه في حقَّ المقرِض، مباح للمقترض. یعني پانګه وال ته مستحب دی چې اړمن ته پور ورکړي او اړمن ته پور اخستل مباح عمل دی.

د قرض اداکولو حکم کې د علماوو اختلاف دی، په هغه صورت کې چې پوروړی امکانات لري د پور اداکول پرې واجب دی، پرته له حنابله وو د نورو علماوو په قول په داسي صورت کې د پور ادأ کول استحابي عمل دی.

تفسیر ابن کثیر د ابن ابي حاتم په روایت لیکلي: حضرت مالک بن دینار (رحمه الله) فرمايي: دینار ته په دې سبب دينار ویل کیږي چې (دین) یعنې ایمان، نار یعنې اور؛ مطلب دا چې حق وي دین دی، ثواب او برکتونه؛ که ناحق وي او دغل بازي اور دی او خفګان.

لیک: احمد الله عاطفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب