قرآن كريم او زموږ ځوان نسل

د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-په ځوانو او نورو ملګرو كې خبره يوازې د قرآن كريم تر حفظ پورې محدوده نه وه، چې تجويد او تلاوت يې وشي، بلكې د قرآن كريم څخه يې احكام او حدود زده كول او په خپل ژوند او د ژوندانه په چارو كې يې د هغه د هداياتو عملاً تطبيق كول اصلي مقصد و، د قرآن كريم حفظ خو د دې سترو مقاصدو د لاسته راوړلو له پاره يوه وسيله ده، چې انسان به د هغه تلاوت كوي او د تلاوت په وخت كې به د هغه په مفاهيمو او معانيو كې ژور فكر او سوچ وهي او په خپل ځان، كورنۍ، چاپېريال او ټولنه كې به هغه عملي شكل تطبيق كوي.علامه ابن كثير-رحمة الله تعالى عليه-په خپله تفسير كې د عبدالله بن مسعود-رضي الله تعالى عنه-څخه روايت نقل كړى دى، هغه وايي: په موږ كې به چې يو چا د قرآن كريم لس ايتونه حفظ او ياد كړل نو تر هغه وخته به نور پر مخ نه تلى تر څو چې به يې هغو لسو ايتونو په مفهوم ځان نه و پوه كړى او عمل به يې نه و ور باندې كړى.

ليكنه: سيد محبوب شاه ساجد

قرآن كريم او زموږ ځوان نسل
لكه څرنګه چې قرآن كريم د ټول اسلامي امت قانون او د هغه د نهضت اساس دى، د هغه په وسيله الله تعالى انساني ټولنه د جهالت د تيارو څخه د پوهنې رڼا ته او د ګمراهۍ څخه هدايت ته راباسي او په هر وخت كې د فتنو څخه د نجات او خلاصون يوازينۍ غوره وسيله ده او د شهواتو او شبهاتو څخه يوه ښه محافظ او ساتونكى دى.
زموږ په موجوده عصر كې چې فتنې پرله پسې او ډېرې شوې دي او زيات ګواښ يې ځوانې طبقې ته متوجه دى، ځكه خو د دې اړتيا احساس كېدله چې څرنګه يو ځوان چې د دې فتنو څخه د خلاصون هڅې كوي د عفت او پاك لمنۍ مرجع ته، چې د الله تعالى كتاب قرآن كريم دى رهنمايي كړو، په داسې حال كې چې چا په دې قرآن كريم منګولې ټينګي كړې نو هغه به هيڅكله هم لالهانده او بېلارې نه شي.
(عن مالك أنه بلغه أن رسول الله-صلى الله عليه وسلم-قال: ((تركت فيكم أمرين لن تضلوا ما تمسكتم بهما كتاب الله و سنة نبيه)). (موطا مالك).
د امام مالك رح څخه روايت دى، چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-وفرمايل:
((ما په تاسې كې دوه كارونه يا دوه شيان پرې ايښي دي، كه مو په هغوى منګولې ښخې كړې نوهيڅكله به ګمراه نه شئ، د الله تعالى كتاب او د هغه د نبي-صلى الله عليه وسلم-سنت.))
زموږ ځوانان (نارينه او ښځينه) نن ورځ دې ته زياته اړتيا لري چې په څه ډول د الله تعالى د كتاب سره تعامل وكړي، د دې له پاره د هغو ځوانانو صحابه وو د ژوند د حالاتو څېړنه ضروري وګڼل شوه، څوك چې د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-تر څنګ پاته شوې او د هغه څخه يې زده كړې كړې دي او د الله تعالى د مقدس كتاب سره د تعامل په لاره كې ځلانده مشالونه دي.
د الله تعالى د كتاب او دهغه په علومو كې د تنكيو صحابه ځوانانو بې انتها حرص او بې كچې مينه دې حد ته رسېدلې وه، چې د بخاري او مسلم شريف په يو حديث كې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-خپل امت په دې ګماري، چې د قرآني علومو په هكله د څلورو ځوانانو اصحابو څخه مالومات تر لاسه كړي.
عبدالله بن مسعود، سالم مولى ابي حذيفه، ابي بن كعب او معاذ بن جبل رضي الله عنهم.
(قال عبدالله بن عمرو أن رسول الله-صلى الله عليه وسلم-قال: استقرئوا القرآن من أربعة: من عبدالله بن مسعود وسالم مولى ابي حذيفه وابي بن كعب ومعاذ بن جبل.) (صحيح البخاري)
د بخاري او مسلم شريف په يوه بل حديث كې انس-رضي الله تعالى عنه-د معاذ بن جبل-رضي الله تعالى عنه-تر څنګ د يوه بل تنكي ځوان صحابي زيد بن ثابت-رضي الله تعالى عنه-په هكله د دې شاهدي وركوي، چې د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-په زمانه كې څلورو ځوانانو چې ټول د انصارو څخه وه قرآن كريم را يو ځاى كړى و، چې هغوى ابي بن كعب، معاذ بن جبل، ابو زيد او زيد بن ثابت-رضي الله تعالى عنهم-دي.
راځئ زما ځوانانو وروڼو! چې هم دغه څلور تنه ځوان اصحاب د نژدې څخه وپېژنو، چې قرآن كريم هغوى كوم مقام ته ورسول او هغوى په قرآن كريم او د هغه په علومو كې څومره برلاسى لاس درلود:

۱- ځوان عالم معاذ بن جبل-رضي الله تعالى عنه-:
اسلامي تاريخ پوهان په دې هكله ټول په يوه رايه دي، چې دا ځوان صحابي په اتلسمه هجري سنه كې د عمر بن الخطاب-رضي الله تعالى عنه-د خلافت په دوران كې د عمواس په طاعون كې وفات شوى دى، څوك وايي چې و فات په وخت كې به يې عمر ۳۳ كاله و او نور وايي چې ۳۸ كاله و، نو د هجرت په وخت كې به يې عمر په يوه حساب پنځلس او په بل حساب شل كاله وي، نو راځئ چې وګورو چې قرآن كريم دا شل كلن ځوان كوم مقام ته ورساوه؟
قرآن كريم معاذ بن جبل-رضي الله تعالى عنه-تر مشرانو او كشرانو صحابه كرامو په فقه او علم كې اوچت كړ او دا هلته څرګندېږي كله چې د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-د مباركي خولې څخه واوري، چې هغه فرمايي: (اعلم أمتي بالحلال والحرام معاذ بن جبل) (رواه احمد)
په حلال او حرام باندې زما د امت تر ټولو ستر عالم معاذ بن جبل دى. په يوه بل روايت كې د ده په اړه داسې راځي: (واخبر عنه انه يوم القيامة اماما للعلماء قد سبقهم جميعا برتوة، اي رمية سهم او رمية حجر) (تذكرة الحفاظ)
معاذ بن جبل-رضي الله تعالى عنه-به د قيامت په ورځ د علماوو د امام په حيث راڅرګند شي، چې د هغوى ټولو څخه به د يوه ويشتل شوې غشي او يا تيږې د هدف په اندازه مخ ته روان وي.
قرآن كريم معاذ بن جبل-رضي الله تعالى عنه-هر نېك كار ته رهنمايي كړى و، د دې خبرې شاهد كعب بن مالك-رضي الله تعالى عنه-دى، چې د معاذ بن جبل-رضي الله تعالى عنه-په هكله فرمايي:
(عن كعب بن مالك قال كان معاذ بن جبل شابا جميلا سمحا من خير شباب قومه لايسال شيئا الا اعطاه) (المعجم الكبير)
كعب بن مالك-رضي الله تعالى عنه-فرمايي: معاذ بن جبل-رضي الله تعالى عنه-يو ښايسته خوش اخلاقه او د خپل قوم په ځوانانو كې تر ټولو غوره ځوان و، چې چا به څه ځني وغوښتل تش لاس به يې نه پرېښوى، هرو-مرو به يې څه وركول.
د دغه صحابي په اړه امام احمد بن حنبل-رحمة الله عليه-په خپل مسند كې يو روايت داسې رانقل كړى دى، چې ابو الخولاني-رضي الله تعالى عنه-فرمايي:
د دمشق مسجد ته ورغلم يوه ډله خلك مې وليدل، چې د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-اصحاب هم په كې وه، دوه دېرش كسان حلقه دي په دوى كې يو تور سترګى كم عمره ځوان چې د مخ غاښونو يې برېښېدل هم ناست دى، چې كله به په يوه مسئله كې د هغوى په منځ كې اختلاف پېښ شو ده ته به يې مخ وراړولى او د هغه ځوان به فيصله وكړه، ما د خپل انډيوال څخه پوښتنه وكړه، چې دا كشر ځوان څوك دى؟
هغه راته وويل چې دا معاذ بن جبل-رضي الله تعالى عنه-دى.
په اخير كې هغه مډال كفايت كوي، چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-هغه ته عنايت كړى او ورته و يې فرمايل:
(قال النبي-صلى الله عليه وسلم-يا معاذ والله إني لاحبك.) (تذكرة الحفاظ)
اې معاذه! زما دي په خداى قسم وي چې زه ستا سره مينه لرم.
آيا تر دې به ستر وياړ او لوى د عظمت مډال بل وي. نه هيڅكله نه!

۲- ځوان شاګرد عبد الله بن مسعود-رضي الله تعالى عنه-:
بل نوى ځوان عبدالله بن مسعود-رضي الله تعالى عنه- هغه ځوان شاګرد دى، چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-هغه ته دا لقب پخپله وركړى دى. راځئ د دې ځوان له خولې څخه پخپله كيسه واورو هغه وايي:
زه يو نوى ځوان هلك وم د عقبه بن معيط رمه مې پوول، رسول الله-صلى الله عليه وسلم-او ابوبكر-رضي الله تعالى عنه-د مكې معظمې څخه د هجرت په نيت روان وه، په لاره كې ماته راغلل او راته وې ويل:
عن بن مسعود  انه قال كنت غلاما يافعا ارعى غنما لعقبة بن ابي معيط فجاء النبي-صلى الله عليه وسلم-او ابو بكر-رضي الله تعالى عنه-وقد فرا من المشركين فقالا يا غلام هل عندك من لبن تسقيئا قلت اني مؤتمن ولست ساقيكم فقال النبي-صلى الله عليه وسلم-هل عندك من جذعة لم يتر عليها الفحل قلت نعم فاتيتهما بها فاعتقلها النبي-صلى الله عليه وسلم-ومسح الضرع و دعا فحفل الضرع ثم اتاه ابوبكر-رضي الله تعالى عنه-بصخرة منقعدة فاتيته فاحتلب فيها فشرب و شرب ابوبكر ثم شربت ثم قال للضرع اقلص فقلص فاتيته بعد ذالك فقلت علمني من هذا القول قال انك غلام فاخذت من فيه سبعين سورة لا ينازعني فيها احد. (رواه احمد)

د عبدالله بن مسعود-رضي الله تعالى عنه-څخه روايت دى، چې هغه فرمايي زه يو نوى ځوان وم، چې د عقبه بن ابي معيط رمه مې پوول، رسول الله-صلى الله عليه وسلم-او ابوبكر-رضي الله تعالى عنه-د مشركينو او دمكې د ښار څخه د هجرت په حال كې وه و ماته راغلل او راته و يې ويل:
وه هلكه! څه شيدې در سره نه شته، چې را باندې و يې څښې؟ ما ورته وويل دا پوسونه زما سره د مالك امانت دي او په تاسې يې شيدې نه شم څښلاى.
رسول الله-صلى الله عليه وسلم-راته وويل: چې يوه وچه مېږه نه شته چې ميند نه وي ور باندې ختلى؟
ما ورته وويل: شته. وچه مېږه مې راونيوله او ورته را حاضري مې كړه. رسول الله-صلى الله عليه وسلم-وتړل د هغې په تيو يې لاس تېر كړ او دعا يې وكړه، د مېږې تي د شيدو څخه ډك شول ابو بكر-رضي الله تعالى عنه-يو ژوره ډبره (چې لوښي ته ورته وه) راوړه او مېږه يې په كې ولوشله او دوى دواړو هغه شيدې وڅښلې او ورسته بيا ما هم وڅښلې، بيا رسول الله-صلى الله عليه وسلم-هغه تي ته وويل (د مخكې په شان) كوچنى شه، هغه كوچنى شو، زه ورته راغلم او ورته و مې ويل دا دعا ماته هم راوښيه، هغه-صلى الله عليه وسلم-راته وويل چې ته ځوان زده كوونكى يي، بيا ما د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-د مباركي خولې څخه اويا سورتونه ياد كړل، چې چا را سره په كې اختلاف نه دى كړى.
عبدالله ابن مسعود-رضي الله تعالى عنه-د قرآن كريم ټينګه علاقه درلوده او دهغه مقام رسول الله-صلى الله عليه وسلم-په نزد ډېر اوچت دى، دى هغه شخصيت و چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-ور څخه د قرآن كريم د تلاوت كولو غوښتنه كړې وه.

عن عبدالله قال قال رسول الله-صلى الله عليه وسلم-اقرأ علي قال قلت أقرا عليك وعليك انزل قال اني اتنتهي ان اسمعه من غيري قال فقرأت النساء حتى اذا بلغت فكيف اذا جئنا من كل امة بشهيد وجئنا بك علي هولاء شهيدا قال لي كف او امسك فرأيت عينينه تذرفان. (صحيح البخاري)
د عبد الله ابن مسعود-رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى، چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم راته وويل: قرآن كريم تلاوت را باندې واوروه، عبدالله بن مسعود-رضي الله تعالى عنه-ورته وويل چې قرآن كريم پر تا نازل شوى دى او زه يې درته تلاوت كړم؟
رسول الله-صلى الله عليه وسلم-وفرمايل: چې زما دا خوښيږي چې د بل خولې څخه يې واورم، ما د سورت نساء تلاوت پېل كړ تر څو چې (فكيف اذا جئنا من كل امة بشهيد وجئنا بك علي هولاء شيهدا) آيت را ورسېدلم رسول الله-صلى الله عليه وسلم-راته وويل، چې پر هم دغه ځاى ودرېږه، كله چې ما ورته وكتل د مباركو سترګو يې اوښكې را رواني وې.

د آيت ترجمه:

نو څنګه به وي كله چې موږ (د قيامت په ورځ) د هر امت څخه يوګواه راولو او تا پر هغوى باندې شاهد ورګرځو. دا هغه نبوي شهادت نامه ده، چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-عبدالله ابن مسعود-رضي الله تعالى عنه-ته وركړه كوم چې د هغه په ښكلي تجويد او ښكله اواز د هغه د زړه په خضوع او خشوع دلالت كوي.كه داسې نه وي ولي بل چا ته نه وايي چې هغه ته قرآن كريم واوروي، دا يوه بله شهادت نامه ده، چې د مخكينۍ شهادت نامې تائيد كوي.
قال رسول الله-صلى الله عليه وسلم-من سره ان يقرأ القرآن رطبا كما انزل فليقرا علي قراءة بن ام عبد (تحفة الاحوذې).
رسول الله-صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
كه څوك په دې خوشحاله كېږي، چې قرآن كريم لكه څرنګه چې نازل شوى دى، هغسې تلاوت كړي نو د ابن ام عبد په قرائت دي يې تلاوت كوياو ابن ام عبد عبدالله ابن مسعود-رضي الله تعالى عنه- دى.
عن عبدالله بن مسعود قال والذي لا اله الا هو ما في كتاب سورة الا وانا اعلم نزلت ولا فيه آية الا و انا اعلم فيما انزلت. (المعجم الكبير).
عبدالله ابن مسعود فرمايي:
زما دي قسم په هغه ذات وي چې د هغه څخه پرته بل معبود نه شته په قرآن كريم كې هيڅ داسې سورت نه شته چې زه ور باندې خبر نه يم چې چېري نازل شوې ده او نه داسي آيت شته چې زه ور باندې خبر نه يم چې په څه كې نازل شوى دى.

۳- بل ځوان صحابي زيد بن ثابت-رضي الله تعالى عنه-:
كومه بې كچې مينه چې موږ په نورو صحابه كرامو كې ګورو په هماغه اندازه يې په تنكي ځوان زيد بن ثابت-رضي الله تعالى عنه-كې هم وينو. دا هغه ځوان دى چې قوم يې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-ته راځي او په ډېر وياړ سره ورته وايي:
(عن خارجه زيد ان اباه زيدا اخبره انه لما قدم النبي-صلى الله عليه وسلم-المدينة قال زيد ذهب بي الى النبي-صلى الله عليه وسلم-فاعجب بي فقالوا يا رسول الله-صلى الله عليه وسلم-هذا غلام من بني النجار معه مما انزل الله عليك بضع عشرة سورة فاعجب ذالك النبي-عليه السلام-وقال يا زيد تعلم لي كتاب يهود فاني والله ما امن يهود على كتابي قال زيد فتعلمت كتابهم ما مرت بي خمس عشرة ليلة حتى حذقته وكنت اقرا له كتبهم اذا كتبوا اليه و اجيب عنه اذا كتب). (مسند احمد).

خارجه بن زيد روايت كوي، چې زما پلار ماته وويل چې كله رسول الله-صلى الله عليه وسلم-مدينې منورې ته راغى زه خپل پلار هغه ته وروستلم او ورته يې وويل: چې يا رسول الله-صلى الله عليه وسلم-! دا ځوان د بني نجار د قبيلې څخه دى او د قرآن كريم څولسه سورتونه ورسره په ياد دي كوم چې پر تا نازل شوې دي. رسول الله-صلى الله عليه وسلم-ورته په تعجب كې شو او ورته و يې ويل: زيده زما له پاره د يهودو د ژبې ليك او لوست زده كړه، ځكه چې زه-قسم په خداى دى-ديهودو څخه قرآن كريم محفوظ نه كڼم، زيد وايي: چې تر بنځلس ورځو په كم وخت كې مې د يهودو د ژبې ليك او لوست زده كړ او په كې ماهر شو بيا چې به كله د هغوى ليكونه رسول الله-صلى الله عليه وسلم-ته راتلل ما به ورته ژباړل اود هغوى په ژبه كې مې جوابونه ليكل.

دا هم بايد تاسې ته مالومه وي، چې زيد بن ثابت-رضي الله تعالى عنه-هغه وخت اسلام قبول كړ، كله چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-مدينې منورې ته تشريف راوړ او عمر يې څه د پاسه لس كاله و او د بدر غزا ته هم د ماشومتوب په وجه پرې نه ښوول شو، د احد په غزا او وروسته په نورو غزواتو كې شريك شوى دى. دا تنكى ځوان هغه څوك و چې په رسول الله-صلى الله عليه وسلم-به كومه وحي راتله هغه به يې ليكله او د مدينې منورې د اوو مشهورو فقهاوو څخه شمېرل كېږي، دا هغه عالم ځوان و چې عبد الله بن عباس-رضي الله تعالى عنهما-به-سره د دې چې د ستر منزلت او عالي مقام خاوند-د مالوماتو د لاس ته راوړلو له پاره د هغه كور ته ورتلى او ويل به يي:
(كان ابن عباس ياتيه الى بيته للمعلم ويقول العلم يوتى ولا ياتي). (شذرات الذهب).
علم د دې حق لري چې خلك يې زده كړې ته ورشي نه دا چې علم زده كوونكي ته ورشي. دا عالم ځوان هغه څوك و چې عمر بن الخطاب-رضي الله تعالى عنه-د خپل خلافت په دوران كې قاضي وټاكى او د هغه په نه موجوديت كې د هغه نايب او د امير المؤمنين دندې به يې سر ته رسولې. د هغه مقام او منزلت دلته مالومېږي چې د ابوبكر الصديق-رضي الله تعالى عنه-د خلافت او بيا د عثمان-رضي الله تعالى عنه-د خلافت په دروان كې دوه ځلې د قرآن كريم د را يو ځاى كولو د مرقبت شرف ورته حاصل شو، ځكه يې دا شرف هغه ته سپارلى و، چې هغه د قوي حافظې، ديانت، تقوى او خوش خطۍ د پلوه د بشپړ اعتماد او باور وړ شخصيت و، الله تعالى دي ور څخه خوشحاله شي.

۴- بل ځوان صحابي سالم مولى ابي حذيفه-رضي الله تعالى عنه-:
سالم يو د ټيټې رتبې مريى (غلام) و، چې د ابو حذيفه په كور كې به يې هغوى ته خدمت كاوه دا د اسلام بركت و، چې د هغه شان يې اوچت كړ، د قرآن كريم په بركت هغه د اصحابو په منځ كې د عزت او عظمت ستر مقام پيدا كړ. دفضايلو او ښو اخلاقو يو ځلانده مثال ورګرځېد، د هغه اخلاق او تقوى د هر چا له پاره يو سمبول جوړ شو، ټولو اسلامي ارزښتونو د هغه په غوښه او وينه كې خوځښت كاوه، دا دئ دى د قرآن او اسلام سره د هغه د بې كچې مينې په اساس د پرون ورځې ټيټ رتبه غلام نن خپل بادار ابو حذيفه بن عتبه خپله ورېره فاطمه بنت الوليد بن عتبه هغه ته د هغه د تقوى او علم په وجه ور په نكاح كوي.

د ابو بكر صديق-رضي الله تعالى عنه-د خلافت په زمانه كې چې كله د مرتدينو سره جګړې پېل شوې يېكمرغه خاتمه د هم دغه ځوان زلمي صحابي په بره شوه او شهادت جام يې وچښى.
دا زلمى شهيد هغه څوك و، چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم-د هغه په ملګرتيا د الله تعالى حمد و ثنا ويلې ده:
(عن عائشة قال ابطات على النبي-صلى الله عليه وسلم-فقال ما حسبك يا عائشة قالت يا رسول الله-صلى الله عليه وسلم-ان في المسجد رجل ما رايت احد احسن قراءة منه قالت فذهب فقال رسول الله-صلى الله عليه وسلم-فاذا هو سالم مولى ابي حذيفه فقال رسول الله-صلى الله عليه وسلم-الحمد لله الذي جعل في امتي مثلك). (مسند احمد).
عائشه-رضي الله تعالى عنها-وايي، چې زه يو څه وځنډېدلم رسول الله-صلى الله عليه وسلم-راڅخه پوښتنه وكړه، چې څه شي ناوخته كړې؟ ما ورته وويل چې په مسجد كې يو څوك تلاوت كوي چې داسې ښه تلاوت مې كله هم د بل چا نه دى اورېدلى، رسول الله-صلى الله عليه وسلم-ورغى او هغه تلاوت كوونكى د ابو حذيفه غلام سالم و بيا رسول الله-صلى الله عليه وسلم-وفرمايل:
ټول ستاينه هغه ذات لره ده چې ستا په شان ځوانان يې زما د امت څخه ګرځولي دي.

نور زلمي (ځوانان) شخصيتونه:
يوازې هم دغه ياد شوې ځوانان نه دې چې د قرآن كريم په بېسارې مينه خړوب وه، بلكې د صحابه وو په منځ كې نور هم ګڼ شمېر زلميان په سترګو كېږي، چې د قرآن كريم او د هغه د اسرارو مينه وال وه، چې د هغوى د جملې څخه يو هم عمرو بن سلمه-رضي الله تعالى عنه-دى.

امام احمد بن حنبل-رحمة الله تعالى عليه-په خپل مسند كې د عمرو بن سلمه-رضي الله تعالى عنه-څخه روايت را نقل كړى دى، هغه وايي:
چې ما به د هغو اصحابو څخه چې د مدينې منورې څخه به مېلمانه او يا مسافر راتلل د قرآن كريم په هكله مالومات را يو ځاى كول تر څو مې زيات قرآن كريم حفظ كى او كله چې مكه مكرمه فتحه شوه زموږ د اقوامو وفدونه او نماينده ګان د اسلام د قبلولو له پاره هلته تلل، زما پلار هم د خپل قوم په نماينده ګي د اسلام د منلو له پاره هلته ولاړ، چې هلته په اسلام مشرف شول او بيرته راتلل، رسول الله-صلى الله عليه وسلم-ورته وويل:
په تاسې كې چې د هر چا ډېر قرآن كريم په ياد وي هغه به په لمانځه كې خپل امام ګرځوئ او كله چې هغوى راغلل زه يې د يوې غټې ټولۍ په منځ كې وليدلم او تر ما زيات قرآن كريم د چا ياد نه و، زه په ټولو كې كم عمره زلمى (ځوان) وم او لمانځه ته يې مخكې (امام) كړم.
په هم دغه شكل بل زلمى صحابي براء بن عازب-رضي الله تعالى عنه-وايي چې كله رسول الله-صلى الله عليه وسلم-موږ ته تشريف راوړ زه دلسو كالو وم او د قرآن كريم غټ سورتونه مې زياتره ياد وه. (طبقات ابن سعد).
د ټول امت د ستر فقيه او عالم او ستر مفسر عبدالله بن عباس-رضي الله تعالى عنهما-په هكله به ټول خبر وي، چې كله رسول الله-صلى الله عليه وسلم-د دنيا څخه سترګې پټولې هغه تر لسو كلونو معمولي غوندې اوښتى و.
داسې نصوص او روايتونه ډېر زيات راغلي دي كوم چې يې د اسلام د لومړۍ قافلې ځوانان د قرآن كريم دحفظ او تلاوت او د هغه په علومو كې د مهارتونو د لاس ته راوړلو پر لور هڅول آيا دا به غوره او بهتره نه وي چې موږ هم خپل ځوان نسل دې لور ي ته تشويق كړو.
څومره د خوند خبره به وي كه موږ د صحابه وو د كاروان سره يو ځاى شو.

خبره يوازې د قرآن كريم د يادولو نه ده:
د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-په ځوانو او نورو ملګرو كې خبره يوازې د قرآن كريم تر حفظ پورې محدوده نه وه، چې تجويد او تلاوت يې وشي، بلكې د قرآن كريم څخه يې احكام او حدود زده كول او په خپل ژوند او د ژوندانه په چارو كې يې د هغه د هداياتو عملاً تطبيق كول اصلي مقصد و، د قرآن كريم حفظ خو د دې سترو مقاصدو د لاسته راوړلو له پاره يوه وسيله ده، چې انسان به د هغه تلاوت كوي او د تلاوت په وخت كې به د هغه په مفاهيمو او معانيو كې ژور فكر او سوچ وهي او په خپل ځان، كورنۍ، چاپېريال او ټولنه كې به هغه عملي شكل تطبيق كوي.
علامه ابن كثير-رحمة الله تعالى عليه-په خپله تفسير كې د عبدالله بن مسعود-رضي الله تعالى عنه-څخه روايت نقل كړى دى، هغه وايي:
په موږ كې به چې يو چا د قرآن كريم لس ايتونه حفظ او ياد كړل نو تر هغه وخته به نور پر مخ نه تلى تر څو چې به يې هغو لسو ايتونو په مفهوم ځان نه و پوه كړى او عمل به يې نه و ور باندې كړى.

په آخر كې ځوانانو وروڼو او خوندو او د هغو والدينو ته زما دا وړانديز دى:
چې كه اسلامي امت ټول د لومړۍ اسلامي قافلې پر نقش قدم باندې په تللو مكلف وي، ځكه چې د هغوى لار مستقيمه او د الله تعالى د رضا منزل ته رسوونكې وه نو زموږ ځوان نسل هم په دې باندې مكلف دى، چې د صحابه وو ځوانانو لاره او مسير خپل كړي، ځكه چې زموږ دنيوي او اخروي كاميابي يوازې او يوازې د لوى خداى-جل جلاله-د دغه عظيم كتاب اود هغه د رښتيني پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-د سنتو په زده كړه او د هغه په اتباع او عملي تطبيق كې ده او يوازې د قرآن كريم لاره نيول موږ د فتنو او د دې ننني عصر د ګواښونو څخه محفوظ او بچ كولاى شي، د نېكانو او د خداى-جل جلاله-د دوستانو پر لاره به د تګ كولو هڅې كوو كه نېكان نه يو بيا به مو هم برى په نصيب وي، ان شاء الله تعالى!

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب