فیسبوکي ناروغان

د نوي تحقيق له مخې اوسمهال ۳۵۰ ميليونه انسانان -کوم چې فيس بوک استعمالوي- د فیس بوک روږدي ناروغی یا Facebook Addictive Syndrome (FAD) درلودونکي دي.
هغه وګړي چې د لاندې خصوصياتو څخه ۲/۳ ولري پر دې ناروغۍ اخته دي:

۱- تحمل (Tolerance) :
د دې نښې درلودنکي د فیس بوک استعمالونکي اکثره ناخوښ برخورد کوي، زیات وخت په فیس کې تیروي او له دې لارې خپل تسکین او خوشالي ترلاسه کول غواړي، دا عادت کیداۍ شي دوی ته په راتلونکي کې ډیر زیانمن تمام شي.

۲. په شاتللو یا بیرته اخستلو نښې:
دا نښه د فیس بوک هغو کارونکو کې تر سترګو کېږي چې د ورځنیو کارونو له امله د څه وخت لپاره د فیس بوک له استعمال څخه محروم پاتی کیږي، نو لدې امله په یاد شخص کې لاندې نښې لیدل کېږي: تشویش، زړه تنګي، هر ځای کې د فیس بوک په هکله بحثونه کول او دده په نه موجودیت کې به په فیس بوک کې څه نشر شوي وي، په دې اړه فکر.

۳. په ټولنیز او عادي ژوند کې چټک بدلون:
دا نښه په هغه خلکو کې لیدل کیږي چې د فیس بوک د استعمال له امله خپل کورنۍ، دوستانو او خپلوانو سره ناسته، تفریح او یا ورزش کولو کې چټک کمښت راولي او د خپل کورنۍ سره د ناستې پرځای په فیس بوک کې یو څه لیکي، دوستانو سره د لیدلو پرځای په فیس بوک کې چاسره چیټ کوي، د تفریح او ورزش پرځای چاسره فیس بوک کال کوي. ترټولو خطرناکه خبره دا ده چې داسې وخت به هم د یادو نښو درلودونکو خلکو باندې راشي چې په فیس بوک کې د مصروفیت له امله به د خپلی کورنۍ د مبایل زنګونو ته هم ځواب ورنکړي.

۴. په خیالي نړۍ کې ژوند:
یاد اشخاص د دې پرځای چې د خپلې کورنۍ یا دوستانو سره په چکر لاړ شي او هغوی سره ناستې ولري، دوی بیا هڅه کوي چې دا کار هم د فیس بوک له لارې وکړي او فکر کوي چې مجازي ناستې د حقیقي ناستو ځای نیولاۍ شي.

۵. جعلي ملګري:
د یاد خلکو د فیس بوک له ۱۰ ملګرو څخه ۸ جعلي وي او دوی یې ښه پیژنی هم نه، که تاسې سره هم همداسې کیږي نو پوه شئ چې د فیس بوک روږدي ناروغان یاست.

۶. بشپړ روږدي توب:
کله چې دوی له نویو خلکو سره مخ شي، نو هغوی ته وایی چې په فیس بوک به سره خبری کوو، په دوی کې بیا ډیر افراط کونکي بیا وایی چې په فیس بوک کې به سره وګورو.

دوی که د خپل فیس پرمخ یو لایک، کمنټ او یا د دوستۍ درخواست ترلاسه کړي، نو ډير ورته خوشالېږي او که په کوم پوسټ یې کم لایکونه یا کمنټونه راشي، نو خفه وي، حتی که ښه پوسټ هم وي، نو ځنې یې له فیس بوک څخه لرې کوي، ځکه چې لږ لایکونه یې اخستي دي.

کله چې یو پوسټ وکړي نو د هغې لایکونه په تکراري توګه چیک کوي، ترڅو وګوري چې چا یې پوسټ خوښ کړی. دغه خلک حتی تر بیده کیدلو پورې په فیس بوک کې مصروفه وي او چې کله له خوبه راویښ شي، ترټولو لومړی کار یې د خپل فیس بوک کتل وي. ځني یې بیا د ژوند په مهمو چارو کې هم په فیس بوک بوخت وي لکه د خلکو سره د ناستې او ډوډۍ خوړلو پرمهال، د موټر چلولو او په عامه لاره د تللو پرمهال او داسې نور.

زیاتره خلک پدې اند دي چې فیس بوک پداسې شکل سره طرحه شوې چې کیداۍ شي له امله یې زیات خلک ددی ناروغۍ ښکار شي او په فیس بوک خپل زیات وخت مصرفولو ترڅنګ خپل اجتماعي او کورني روابط هم د دې د استعمال له امله زیانمن کړي.

د دې ناروغۍ باید روغه درملنه وشي
ترټولو خطرناکه خبره خو دا ده چې زموږ نني ځوانان خپل ډېر وخت په همدې شیانو تېروي، همیشه انلاین وي او د نورو خلکو اکونټونو ته ورداخلیږي او د هغوی پروفایل انځورونه ګوري او په شخصي چیټونو او فیس بوک زنګونو خپل زیات وخت ضایع کوي.
اوس پوښتنه دا ده چې پدې هکله باید موږ څه وکړو؟ د یادونې وړ ده چې د دې ستونزې درملنه او له مینځه وړل اسانه کار ندی، ځکه چې د نړۍ په کچه زیات خلک پدې ناروغۍ اخته دي.

د دې مشکل په هکله تر ټولو لومړی مسؤولیت خپله د روږدي دی، ترڅو په خپل ژوند کې توازان رامنځته کړي او په هیڅ کار کې دومره وخت مصرف نکړي چې دده اجتماعي، کورنی، تعلیمي او د ژوند نوری چارې او اړخونه یې زیانمن کړي.

ددی ترڅنګ د کورنۍ مشران مسؤولیت لري ترڅو خپل ماشومان او ځوانان ترڅارنې لاندی ونیسي او د فیس بوک او انترنیت د زیات استعمال له اضرارو یې د خبرولو ترڅنګ له هغو وسایلو لکه مبایل، کمپیوتر، ای پیډ او نورو لری وساتي چې د یادو اسبابو استعمال پکې په اسانه توګه ممکن وي.

زموږ حکومت او سیاسیون د دې پرځای چې په قصدي توګه په میلیونونه افغانۍ په اجتماعي شبکو د ځانونو لپاره د کمپاین لپاره ولګوي، پرځای په عامه منفعت، انکشافي پروژو، خلکو ته د وظیفو په پیدا کولو او د غریبو لاسنیوي کې مصرف کړي او داسې تدابیر ونیسي چې د فیس بوک او اجتماعي رسنیو د زیات استعمال مخه پکښې ونیول شي او ټولنه مو له هر راز افراط او تفریط څخه پاکه پاتی شي.

راټولونکی: کامران ملک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب