بېلابېل اسلامي لیکنېښځه او اسلام

فيمينزم او جنډر وپېژنئ

Feminism & Gender

Feminism او Gender دوه هغه كلمې دي چې د شلمې پيړۍ په وروستيو لسيزو كې رامنځ ته شوي او په ډيره چټكۍ يې د ملګرو ملتونو په ټولو وثايقو او پلانونو ځان ومانه، د روانې زريزې په پرمختيايي پلان (MDG) كې جندر د ژوندانه په ټولو اړخونو كې د لومړني منل شوي اصل په توګه نړيوالو ته د تطبيق لپاره وركړل شوى دى.چې د همدغه نړيوال پلان پر بنسټ د افغانستان د پنځلس كلنې ملي پرمختيايي استراتيژۍ (ANDS) د پنځو بنسټيزو موخو  Cross cutting Issue   څخه يو هم د جندر مساوات دى دا چې دغه كلمې څه معنا لري؟ تر شا يې څه پراته دي؟ او ولې په دومره چټكۍ سره د نړيوالې استراتيژۍ  اساسي برخه وګرځيده؟ په دغه ليكنه كې به په  لنډه توګه پر دغو مفاهيمو وغږيږو.

فيمينزم  Feminism:

فيمينزم په لغت كې د Female  له کلمې څخه اخستل شوى دى، چې د ښځې په معنا ده، په دې توګه د فيمينزم معنا د ښځينوو په پلوۍ سره كولاى شو.
فيمينزم د شلمې پيړۍ  د شپږمې لسيزې په پاى كې  د يو منظم خوځښت په توګه را ښکاره شو.دا هغه فكري، سياسي، ټولنيز او د بيلا بيلو افكارو او تګلورو پر بنسټ ولاړ خوځښت دى چې  هدف يې ټولنيز او فرهنګي  بدلونونه را منځ ته كول دي او د نر اوښځې ترمنځ د اړيكو د څرنګوالي د بدلون لپاره كار كوي، استراتيژيكه موخه يې د ښځې او نر تر منځ بشپړ مساوات راوستل دي، او په دې اړه د نر او ښځې دواړو جنسونو تر منځ د دښمنۍ او كركې اچونې څخه كار اخلي، او بالآخره د دين ، ژبې، تاريخ او كلتور نوې بڼه رامنځ ته كول غواړي.
ټولې هغه ډلې چې د فيمينزم تر نامه لاندې په كار بوختې دي، دا باور لري  چې ښځينه په ټولنه كې د يو ډول بې عدالتۍ او تيريو سره مخ دى،خو د دغه تيريو  او بې عدالتيو د لاملونو په اړه جلا جلا  څيړنې او نظرونه لري، چې د همدغه اختلافاتو پر بنسټ د فيمينزم خوځښت په خپل منځ كې  په بيلابيلو تګلورو او ډلو ويشل شوى دى.

فيمينزم څه وخت رامنځ ته شو؟

د فيمينزم د تاريخي څيړنې لپاره خو دا خبره اړينه  ده چې د لويديځ د څو پيړيو په تاريخ باندې رڼا واچول شي، ترڅو د هغې په رڼا كې د دغه خوځښت د رامنځ ته كيدو لاملونه او شرائط په سمه توګه وپېژندل شي، چې دغه ليكنه د داسې څېړنې حوصله نلري، لدې كبله يوازې په دې څېړنه كوو چې فيمينزم ولې رامنځ ته شو؟
په لويديځ كې حاكم رومي تمدن ښځينه د هر ډول حقوقو څخه بې برخې كړې وه، او ښځينه به په ميراث وړل كيدې، او په ټولنه كې دښځو په اړه د خشونت او سختۍ كولو تصور حاكم و.د يونان په ديموكراسۍ كې هم ښځه د غلامانو په څير پلورل كيده او د هيڅ ډول ملكيت درلودلو حق يې نه درلود د رومې امپراطورۍ له نړيدو وروسته ښځې څه ناڅه ساه واخيسته او د مسيحي حكومت پرمهال ښځې وكولاى شول چې كليسا ته لار پيدا كړي، او څه ناڅه حقوق ترلاسه كړي، خو كله چې په لسمه او يوولسمه پيړۍ كې اسلام اروپا ته ننوت، ورو ورو ښځه د سياست، اقتصاد او ټولنيزو ډګرونو ته مخه كړه، خو په ديارلسمه او څوارلسمه پيړۍ كې چې د اروپا حالات ګډوډ شول،ښځْْې يو ځل بيا خپل ګټلي حقوق بايلودل او په پنځلسمه او شپاړسمه پيړۍ كې چې د اروپا د رنسانس( ويښتابه) عصر و، ښځينه طبقه له ډير بد برخليک سره مخامخ شوه، چې همدغه پېر د ښځې د مدني مړينې په نامه نومول شوى دى، د رنسانس بدلونونو په اروپا كې الحادي، ماديت پرستۍ دانسان د اصالت او فرد ګرايۍ نظريات وزيږول، چې په پايله كې يې ښځو د خپلو حقوقو د لاس ته راوړنې لپاره مټې راونغښتې، او د خپلو ضايع شويو حقوقو د راګرځولو غږ يې پورته كړ، له همدې ځايه د فيمينزم ( ښځينه پلوۍ) تصور رامنځ ته شو په دې توګه ويلاى شو چې د ښځينه پلوۍ خوځښت د اروپا د تيريو په غبرګون كې او د لويديځ د ظلمونو څخه د خلاصون لپاره سر راپورته كړى و، چې د پيدايښت تاريخي بهير يې په دوه پړاوونو ويشلى شو:
1. هغه خوځښتونه چې د نولسمې پيړۍ په پاى او د شلمې پيړۍ په پيل كې راوه ټوکيدل او يوازې د ښځو د حقوقو د بېرته د راګرځولو او ښځو ته د مساوي حققو وركولو آواز يې  را پورته كړ.
2. هغه خوځښت چې د شلمې پيړۍ د شپږمې او اومې لسيزې په شا او خوا كې يې سر راپورته كړ ، چې له ځانه سره ځانګړى فلسفي ليد، تاريخي، ټولنيز ، اقتصادي او سياسي برنامه اوکړنلاره لري، چې مونږ په دې ليكنه كې پر همدغه خوځښت باندې غږيږو.

فيمينستې ډلې:

دا چې فيمنستې ډلې چې هره يوه يې په ځانګړې چاپيريال كې راپورته شوې ده، او پر ښځو د تيريو لاملونه هماغه ګڼي چې په خپله ټولنه كې يې ګوري، له همدې كبله د چاپيريال د اغيز او تر شا د حاكمو فلسفو پر بنسټ ،فيمنستان په څو ډلو ويشلى شو،البته دغه ويش وروسته لدې رامنځ ته كيږي چې دغه ډلې په يو لړ اهدافو او نظرياتو كې سره شريك دي، د بيلګې په توګه ټول فيمينست عناصر دا باور لري، چې ښځه د خپل جنسي توپير له كبله د تبعيض او تيري سره مخ ده، له بله پلوه سره په دې يو موټى دي، چې د دغه حالت د بدلون لپاره بايد كار وكړل شي.

1. ليبرال فيمينزم:
دغه ډله د انسان په بشپړه آزادۍ ، خوند پالنه او فردي حريت باندې باور لري، او له دې كبله چې مورولې او يا د واده په نتيجه كې ښځه توب په تقليدي كورنيو كې د انسان خوند پالنه او آزادي محدودوي، د كورنۍ د جوړښت څخه كركه لري، او باور يې دا دى چې په ټولنه كې د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو له لارې كولاى شو چې د ښځو لپاره بيلګه ټولنه را منځ ته كړو، او هڅه يې دا ده چې داسې ټولنه رامنځ ته كړي چې هلته كه ښځه او نر په بيولوژيكي لحاظ وجود ولري  خو په ټولنه كې بايد د ښځې او نر خبره مطرح نه وي.

2. ماركسيست فيمينزم:
دغه ډله د ټولنې جوړښت ته د ماركس د فلسفې له كړكې راګوري. د ماركس نظر دا و  چې په لومړنيو بشري ټولنو كې د كورنۍ د جوړښت څرك نه و، او د بشريت بقاء د پراخه انساني اړيكو له لارې روانه وه، خو له كله نه چې فردي ملكيت رامنځ ته شو، هلته نارينه وكولاى شول، چې ښځه تر خپل واك لاندې راولي، او په دې توګه د كورنۍ جوړښت په حقيقت كې د پانګوال نظام پايله ده، او اقتصادي لامل لري، نو كه چيرې اقتصادي ويش په مساويانه توګه وشي، بيا د كورنۍ جوړښت ته اړتيا نه ليدل كيږي.
3. راديكال فيمينزم:
دغه ډله په دې باور ده چې نارينه د ژوند په ټولو ډګرونو كې پر ښځو ظلم او تيرى كوي، او په هر ډ ګر كې يې ښځه له خپلو حقوقو بې برخې كړې ده، له دې كبله د ټولنې د جوړښت ټولو اړخونو ته بايد د شك په سترګه وكتل شي، او هڅه وشي چې په هر اړخ كې د نارينه واكمني ختمه شي، دوى مردسالاري يا د نارينه واكمني په كلكه غندي، او پر ضد يې خورا پراخه مبارزه كوي. دوى وايي چې په ټولنه كې دكار ډګرونه ويشل او يا ټولنه ښځې او نر ته ويشل ، د اجتماع او ټولنې د ظلم او تيري په نتيجه كې رامنځ ته شوي دي، او هيڅ ډول فطري اصل او اساس نلري.دوى په دې باور دي چې ښځه بايد له نارينه څخه جلا و اوسيږي.
د يادونې وړ ده چې پورتنۍ ډلې د فيمينزم مشهورې او پيژندل شوې ډلې دي، چې لدې برسيره څه نورې ډلې هم شته چې ځان دغه خوځښت ته منسوب بولي او ځانګړي فلسفي شاليدونه لري.آن تر د ې چې يوه ډله يې ځان ته اسلامي فيمينستان وايي، او هڅه يې دا ده چې دغه عقايدو ته په اسلام كې د ښٰځو د حقوقو ترنامه لاندې يو پوښ ورواغوندي، او د لږ سمون او تعديل له لارې وكولاى شي، چې ځان د دين سره په ټكر كې ونه ښايي.

د فيمينزم بنسټيزې غوښتنې:

د فيمينزم  د خوځښت په عامه توګه ، تر ټولو ښكاره او څرګندې غوښتنې دا دي:

1. د نارينه سره دښمني او كركه:
دغه خوځښت په عامه توګه نارينه د ښځو دښمن بولي، او داسې انګيري، چې  په ټولو ټولنو كې نارينه و دښځو حقوق تر پښو لاندې كړي دي، له همدې كبله دا شعار پورته كوي: (نارينه زمونږ دښمنه طبقه ده) او كله بيا دا شعار پورته كوي چې: ( د داسې نړۍ لپاره  مبارزه كول په كار دي چې هلته نارينه نه وي). له همدې كبله تر ټولو زيات د كورنۍ د مفهوم او جوړښت  سره كركله لري، او خورا زيات يې ټكوي، او دا غوښتنه هم كوي چې ښځه كولاى شي  چې خپلې جنسي غوښتنې د نورو ښځو سره د سحق له لارې پوره كړي، او همدا د نارينه له تسلط څخه د وتلو ښه لار بولي.
په اوسنيو موسساتو او په تيره د ملګرو ملتونو په ټولو وثايقو كې د  (Women Empowerment) د ښځو په خپلو پښو درول يا پرمختيا  كلمه ، خورا زياته استعماليږي. په ښكاره خو داسې بريښي چې دغه ټكى ښځو ته د كسب او كار ورښودل دي، خو په حقيقت كې همدا ټكى د فيمينزم اساسي غوښتنه ده ، او هدف يې دا دى چې ښځه د نارينه په مقابل كې په خپلو پښو ودريږي او د نارينه د قيموميت او تسلط د له منځه وړلو لپاره كار كوي له دې څخه هدف د ښځو پرمختيا نه ده.
د يادونې وړ ده چې فيمينزم د ښځو د آزادۍ له خوځښتونو ( women Liberation Movements)  سره ،كوم چې د شلمې پيړۍ له لومړيو لسېزو راپديخوا پيل شوي وو، توپير لري. دغه خوځښتونو تر ډيره كچه ځانګړې فلسفه نه درلوده، او د ټولنيزو ستونزو سره د غبرګون پر اساس رامنځ ته شوي و، چې دوى هم ډير ځله د ديني پولو څخه پښه اړولې ده. خو فيمينزم تر شا ځانګړي فلسفي مفاهيم لري، چې وروسته به ورته ګوته ونيسو.

2. د ژبو سمون او تعديل:
د ښځينه و دغه خوځښت په دې آند دى چې په ژبو كې هم د نارينه و پلوي شوې ده ،له همدې كبله هغوى په اروپايي ژبو او په كتاب مقدس(تورات او انجيل) دا تور لګولى دى، چې ګواكې دا د نارينه و جوړ شوى كار دى. د بيلګې په توګه يې په انګليسي ژبه كې يو لړ ټكي راوړي دي، چې هلته هر څه نارينه ته منسوب شوي دي، او ښځه په كې تابع ښودل شوې ده، لكه د (Hu man) ټكى چې انسان ته وايي او يا يې مرادف ( Man kind) او يا په خپله د (wo man) ټكى چې ښځې ته وايي، په دې ټولو كې د  Manټكى كارول شوى دى چې د سړي په معنا دى. او  تر ټولو ظالمانه ټكى ورته د ( His story) ټكى ښكاري، چې د His  د نارينه لپاره ضمير او Story چې كيسې ته وايي، د تركيب په نتيجه كې ترې  History جوړه شوى دى او د تاريخ په معنا ده، او په دې بڼه د نارينه د كيسو معنا وركوي. په همدې لړۍ كې دغه خوځښت وكولاى شو چې په ۱۹۹۴م كال كې د عهد جديد او عهد قديم( كتاب مقدس) نوې نسخه چاپ كړي، چې د( Politically corrected bible) – سياسي تعديل شوې نسخې- نوم يې پرې كيښود په دغه نسخه كې د مذكرو ضمايرو او اصطلاحاتو پرځاى بې پرې كلمات استعمال شوي دي.
ستونزه دا نه ده چې ضمير دې د مونث وي كه د مذكر ؟ اساسي ستونزه دا ده چې دغه خوځښت دا غواړي چې په نړې باندې خپل نړۍ ليد او فلسفه ومني، كومه چې يوازې په ضمايرو كې نه خلاصه كيږي  بلكې د ژوند د هر اړخ په اړه ځانګړى تصور او قضاوت لري. او تر ډيره كچه په خپل دغه كار كې بريالي شوي دي. پر همدې اساس دغه خوځښت د ښځې او نر پر ځاى د (Gender) ټولنيزې نوعې كلمه رامنځ ته كړه د خاوند پر ځاى يې د ( Partner) شريك كلمه كيښوده، د پلار لپاره يې د ( Biological Father) بيالوژيكي پلار ټكى استعمال كړ، او داسې نورې ډيرې كلمې يې د نړۍ په رسمي قاموسونو ومنلې.
تر ټولو ستره ستونزه بيا دا ده چې په نړيوالو ټولو هغه تړونونو كې چې دښځې يا ماشوم په اړه رامنځ ته كيږي، د فيمينزم د خوځښت تصور او نړۍ ليد دمنل شوي اصل په توګه كارول كيږي. چې نن سبا افغانستان هم چې د دغه تړونونو التزام كوي، بايد همدا تصورات او نړۍ ليد ومني، او دپلي كولو لپاره يې پلانونه جوړ كړي، په دې اړه د افغانستان د ملي پرمختيايي استراتيژۍ  په متن كې هم د همدغه تصور پر بنسټ د جندر ټكى ځاى پر ځاى شوى دى ، چې دلته مونږ د ANDS  متن رانقلوو:
دغه متن د اساسي موضوع ګانو تر عنوان لاندې  چې پنځه ټكي لري او  جندر يې لومړنۍ موضوع ده ليكي:
د دولت اوږدمهالۍ موخه د ښځو لپاره د ټولنيز جنسيت(جندر) د برابرۍ تامينول دي،د ښځو په وړاندې د هر راز توپير له منځه وړل، د هغو لپاره د بشري پانګې اچونې پراختيا، او په افغانستان كې د ژوند په ټولو برخو كې د هغوى د بشپړې پرمخ بيولو او ونډې اخيستنې تامينول دي.

3. د پلار واكمني ختمول:
په لويديځه نړۍ كې د مسيحي دين او كليسا د يو لړ غير انساني كړنو په غبرګون كې دغه خوځښت د پلارولۍ سره سخته كركه لري په مسيحي عقايدو كې د الله په اړه هم د پلار او زوې تصور پروت دى ، چې د دوي په نيز تيرى گڼل كيږي، بل پلو ته كتاب مقدس ښځې ته په سپك نظر ګوري، او ښځه په مسيحي كورنۍ كې هيڅ ډول واك او اختيار نلري. همدې عقايدو او دې ډول كړنو په لويديځ كې د دين په اړه يو ډول كركه رامنځ ته كړې ده، په داسې حال كې چې اسلام  د مسيحيت او د كليسا له دين سره د ښځې په اړه خورا زيات توپير لري، ښځې ته يې  عزت وربخښلى دى، او د ژوند په هر ډګر كې يې بشپړ انساني حقوق وركړي د ي، خو دغه د لويديځ پيروان ، په هغه ټولنه كې ليكل شوي مطالب او مفاهيم ژباړي، او بيا يې په دې (اسلامي) ټولنه كې پلي كوي له دغه مفاهيمو ځيني يو هم د پلار سلطه او واكمني ده هلته خو پلار ته بې قيده او شرطه واكمني وركړل شوې وه، نو ځكه يې پر خلاف پاڅون رامنځ ته شو، خو دلته بيا د پلار او مور هر يو حقوق او واجبات بشپړ څرګند دي، هيڅ يو پر بل تيرى نشي كولاى او دتيري په صورت كې د دواړو لپاره د ستونزو د هواري لارې چارې په ګوته شوي دي.
فيمينزم يوازې د پلار د واكمنۍ پر ضد نه، بلكې د كورنۍ د نظام پر ضد مبارزه كوي، او كورنۍ د ښځې د بدمرغۍ لپاره قفس بولي پر همدې اساس هغوى بل ډول كورنۍ جوړول غواړي، چې ورته (Mother-only Family) يوازې د مور كورنۍ وايي.

4. د كورنۍ ړنګول او واده له منځه وړل:
دغه خوځښت په هر ټولنه كې د احوال شخصي د قوانينو په اړه نيوكۍ كوي، او غوښتنه يې دا وي، چې دغه قوانين بايد يا له منځه ولاړ شي او يا هم ډير نرم شي، ترڅو ښځه وكولاى شي، چې په آسانۍ سره ځان د كورنۍ له بنده وباسي، او يا له ميړه څخه ځان خلاص كړي، او ډيرى ډلې يې په ښكاره د كورنۍ د له منځه وړلو شعار پورته كوي.بل پلوته سوسيالستانو هم دا نظر درلود چې ښځه لدې كبله محكومه ده چې اقتصادي خپلواكي نه لري، او په سوسيالېزم كې خو دغه ستونزه حل ده ، نو د كورنۍ وجود ته اړتيا نه ليدل كيږي.د دغه فلسفو د خپريدو له امله اوس د لويديځ حالت داسې دى:
• د قانوني اړيكو پر ځاى د غيرقانوني اړيكو پر اساس اوسيدل ، خورا په چټكې سره زياتيږي،چې په نتيجه كې يې خورا زياتې اخلاقي، جنايي او داسې نورې ستونزې رامنځ ته كيږي، له همدې كبله نن انګلستان يو ځل بيا خپل اتباع قانوني اړيكو ټينګولو ته هڅوي.
• د ښځې او خاوند دواړو لخوا د نا مشروع اړيكو د ساتلو زياتوالى مخ په زياتيدو دى، چې  شته كورنۍ هم هسې تش په نامه پاتې دي.
•  د  طلاق كچه خورا لوړه شوې ده ، او په نتيجه كې اولاد يوازې د يو له مور يا پلار سره پاتې كيږي ، چې اغلبا له مور سره پاتې كيږي.د دغه كار په نتيجه كې  اولاد په ټولنه كې عقده مند لوييږي، او په ټولنه كې راز راز اجتماعي او اخلاقي ستونزې راولاړيږي.

5. ښځه د خپل جسد واك لري:
دغه خوځښت د تيرې پيړۍ  په شپږمه لسيزه كې دا شعار پورته كړ چې Your body is your own  ستا جسد ستا خپل ملكيت دى او په دې توګه يې جنسي اباحيت ، د حمل د زيانولو ، او بې بندوباره بربڼډولۍ ته لاره پرانيسته، له همدې ځايه يې پر اسلامي حجاب كلكې نيوكې پيل كړې او دا يې د شخصي آزادۍ منافي عمل او د وروسته پاتې والي  نښه وبلله، د دغه غوښتنې  په نتيجه كې بوږنونكې ستونزې وزيږيدې، چې اوسنى لويديځ پرې كړيږي له يوې خوا د غيرشرعي (حرامي) اولاد شميره خورا زياته شوه، چې بيلګه يې په فرانسه كې سږنۍ  (۲۰۰۷) سرشميرنه ده چې د حراميانو شميره د شرعي اولاد په پرتله د لومړي ځل لپاره اوچته شوه د دغه نسل په زياتيدو سره جرمونه هم زيات شول، ځكه چې دوى د مور او پلار په غياب كې د يو ډول نفسي عقدو، بې رحمۍ او قساوت سره رالوييږي.او د بې مسؤوليتۍ پر اساس په ډيره آسانې سره د جنسي مافيا او د غلا او ډاكو د باڼډونو ښكار ګرځي بله پلو ته د هغه ميندو شميره هم خورا په چټكۍ سره مخ په زياتيدو ده چې لا د مراهقت په عمر كې دي.
د همدې غوښتنې پر بنسټ په لويديځ كې د غيرشرعي حمل څخه د ځان خلاصولو پديده هم يوه عامه ستونزه ګرځيدلې ده، هلته اوس دغه عمل د يوې ناروغۍ په بڼه تفسيريږي، خو اصلي لاملونو ته يې څوك ګوته نه نيسي، لويديځوال د دې پر ځاى چې د ناروغۍ د اسبابو په درملنه بوخت شي، هغوى د اعراضو درملنه كوي، كله  په تعليمي ادارو كې د محفوظو جنسي زده كړو وركولو له لارې  د دغه ستونزي مخنيوى غواړي، او كله بيا غواړي چې د حمل د زيانولو قوانين آسان كړى شي، د امريكا په انتخاباتي كمپاينونو كې د بحث يوه توده  موضوع همدا قضيه  وي.

6. د مورولۍ نه تيښته:
د فيمينزم پلويان  وايي چې دا عدالت نه دى چې ښځه دې د حمل او زيږونې برسيره د ماشوم د پالنې دنده پر غاړه واخلي ، هغوى وايي چې د ښځې مورولي او د سړي پلارولي د ټولنيزو ارزښتونو پر بنسټ رامنځ ته شوې دي او آن تر دې چې د دوى يوه ډله بيا وايي: ترڅو چې ښځه ځان د حمل او زيږونې له مسؤوليت څخه خلاص نه كړي، تر هغې د ښځې آزادي تحقق نه مومي.
 

د فيمينزم تر شا فلسفي ليدونه:

د لويديځ تمدن په خپلو ټولو اړخونو كې ،په څو بنسټيزو فلسفو ولاړ دى، چې مونږ ورته په لنډه توګه اشاره كوو:
1. سيكولرزمsecularism  :
سيكولريزم په لنډه كې په الهي قانون باندې د بشري عقل د برلاسۍ په معنا ده، چې دين د ژوند په ټولو اړخونو كې د اختلاف پرمهال د لوړ مرجعيت او د پريكړې د معيار په توګه نه مني سيكولريزم د كليسا د تيريو او ظلمونو په مقابل كې د يو غبرګون په توګه رامنځ ته شو چې په نتيجه كې يې هڅه وكړه چې دين د ژوند له چارو لرې كړي، او د حق او باطل تله عقل ته وسپاري. فيمينزم هم په عامه توګه دين د ښځې د حقوقو د غصبولو ستر لامل بولي، له همدې كبله دغه خوځښت د دين په اړه د سيكولريزم سره يو نظر لري.

2. عقل پالنه Rationalism:
عقل پالنه د سيكولريزم  مټ ، بلكې  اساسي پايله گنل كيږي، او دا ځكه چې كله هم سيكولريزم په دې وتوانيد چې دين د مرجعيت له ډګره وباسي، ديته يې اړتيا درلوده چې د دين پر مسند بل څوك د تشريع د مصدر په توګه ونوموي،  له همدې كبله له عقل څخه پرته بل څوك نه و چې دغه تشه ډكه كړي، له هماغه ځايه په لويديځ كې عقل پالنه او دعقل عبادت پيل شو.ښځينه پلوه خوځښت هم پر همدې مرجعيت ولاړ دى.
 

3. ماديت پالنه Materialism  :
په اروپا كې د Renaissance د بيا ژوند او پاڅون څخه وروسته اروپايانو په عامه توګه غيبي شيانو او عقايدو ( ميتافيزيك) ته شا كړه، او څه چې د دوى تر حواسو لاندې نه راتلل، ترې منكر شول، او هر څه يې د مادي شيانو او گټو پورې وتړل، او ورو ورو  دغه بهير په يوه ځانګړې فلسفه  (Materialism  ) بدل شو  چې په پايله كې يې روحي او عاطفي اړخ مړاوي او بالآخره مړ شو. ښځينه پلوه خوځښت هم لدې كبله چې ښځه  په تيرو پيړيو كې د مادي گټو څخه بې برخې پاتې شوې وه، او آن تر دې چې د مادي ګټو لپاره به  پرې جنسي تجارت كيده او لدې هاخوا به  د وينځو په څير پلورل كيده، همدا فلسفه يې د ځان لپاره ښه مټ وباله او خبلې غوښتنې يې د همدې فلسفې پر اصولو  ودرولې.

4. فردپالنه Individualism :
دغه فلسفه چې هر وګړى په ځانځانۍ سره د ټولو شيانو محور او مركز گڼي، او دنورو سره د ټكر او تصادم پر مهال هم فردي مصلحت او گټه معيار بولي، د سيكولريزم او عقل پالنې طبيعي پايله وه، چې  په ټوله كې د اوسنۍ لويديځې نړۍ ټول نظامونه پرهمدې بنسټ ولاړ دي، كوم چې د ليبراليزم ( فردي آزادۍ)  د فلسفې ترنامه لاندې رانغښتي دي. ښځينه پلوه خوځښت هم چې كله د ښځې د حقوقو خبره كوي، موخه يې د ښځې همدا ډول آزادي ده چې د هر ډ ول كورنيو ، خاوند او نورو  ټولنيزو قيد او بند څخه خلاصه وي، او په يوازې ځان د خپل ځان په اړه فكر او پريكړه وكړي.

5. نفعيت ګرايي Pragmatism :
پراګماتيزم په حقيقت كې د تيرو يادو شويو فلسفو پر اساس ولاړه فلسفه ده، چې نن سبا يې په امريكا كې د دين ځاي نيولى دى، چې په هر څه باندې د صواب او خطا پريكړه، يا دسم او ناسم فيصله د هغې د عملي تجربي او ګټې پر بنسټ كيږي.يو فرانسوي فيلسوف د همدې فلسفې په اړه وايي: خوند اخيستنه په خپله يو ستر هدف دى، چې هيڅ ډول اخلاقو يا علمي حقايقو ته اړتيا نلري.
د همدې فلسفې څخه فيمينزم هم ګټه اخيسته ده او خپلې ټولې غوښتنې يې پر همدې تله تللي دي، هغه كه د حمل د زيان خبره كوي، يا د مورولۍ څخه د تيښتې  او يا د جنسي آزادۍ او بې بندوبارۍ قضيه مطرح كوي، دا ټول پر همدې فلسفې ولاړې غوښتنې دي.

6. د شكمن توب  فلسفه  Scepticism :
دغه فلسفه چې اوس د لويديځ تمدن شارګ تشكيلوي دا انګيري چې هر څه نسبي دي، او هيڅ ثابت شى، ارزښت، عقيده او اخلاق وجود نلري او باور يې دا دى ، لكه څرنګه چې ساينسي نظريات  دتجربو په نتيجه كې ورځ تربله تغيير مومي، او پرمختګ كوي،  په همدې ډول عقايد، اخلاق او ارزښتونه هم د وخت په تيريدو سره بدليږي او پرمختګ په كې راځې، له همدې كبله دوى دا غږ هم پورته كوي چې اسلام څوارلس سوه كاله دمخه راغلى دى، هغه بايد پرمختللى شي، او د عصر د غوښتنو سره ځان برابر كړي د ښځينه پلوه خوځښت  راديكال او بنسټ پاله ډله په بشپړه توګه پر همدې فلسفې تكيه لري، او دين، اجتماعي نظرياتو او بالآخره هر څه ته د شك په سترګه ګوري، او د نارينه جوړ شوي قوانين يې بولي، آن تر دې چې د ښځې مورولۍ ته هم د شك په سترګه ګوري او وايي چې دا دښځې د بيولوژيكي جوړښت پر اساس دنده نه، بلكې د سړي د زبيښاك نتيجه ده.
7. جنسي فلسفه  Sexism:
دغه فلسفه چې جنسي خوند تر ټولو ستره موخه بولي ، د تيرې پيړۍ په نيمايي كې يې په لويديځ كې يو انقلاب رامنځ ته كړ، ټولنه په بشپړه توګه واوښته  او همدې مودې ته يې د جنسي انقلاب نوم وركړ، په همدې موده كې د كورنې بنسټ ونړيد، د واده قداست له منځه ولاړ او د ښځو اړيكې نورې تر پولو واوښتې، چې لا تر اوسه هم لويديځ ترې كړيږي او د حل لاره نه مومي.
دا ځينې هغه فلسفې يا نظريات و، چې د فيمينزم فكري بنسټونه يې جوړل ، او د دغه نظرياتو پر اساس اوسنى فيمنزم ولاړ دى، كوم چې د ملګرو ملتونو د پريكړو له لارې يې ځان په ټوله نړۍ منلى او په ډيره چټكې سره غواړي، هغه ټولنې چې تر اوسه په كې د كورنۍ جوړښت پاتې دى، له منځه يوسي، چې نيغ په نيغه او تر ټولو لومړى هدف يې اسلامي ټولنې دي، دا چې نن سبا په افغانستان كې هم په هر مجلس او هره سطحه د ښځې د حقوقو غږونه پورته كيږي، هدف يې د همدغه فلسفو پلي كول او منل دي، دا چې زمونږ په اكاديميكو كړيو كې د ښځو دحقوقو په نامه ځانګړي سيمنيارونه جوړيږ ي او په كې د افغاني هغه فيمنستانو چې په لويديځ كې رالوى شوى دي،  مقالې ا وليكنې لوستل كيږي، او په كې په ښكاره د اسلامي احكامو په اړه  د شك اچونې هڅي كيږي، دا ټول د هماغه فيمينزم تسلسل دى چې پورته مو د هغې شاليد او تر شا حاكم نظامونه او فلسفې په ګوته كړې او تر ټولو ستره نښه يې هماغه د مرد سالارۍ پر ضد د مبارزې  جمله ده چې زمونږ رسنې يې زمزمه كوي او د پارلمان ځينې غړي يې تل لكه د طوطيانو په څير تكراروي، د دغه جملې تر شا هدف د نارينه د قيموميت له منځه وړل دي، كوم چې د الله تعالى لخوا ټاكل شوى مسؤوليت دى.
په بله برخه كې به ان شاء ا لله  د فمينيزم په اړه د اسلام نظر د فيمينزم په ستونزو او دجنډر په موضوع وغږيږو.

 ماخذونه
۱: الجندر، المنشآ، المفهوم،الآثر د مثني امين او كاميليا حلمي ليكنه  ۱۰مخ
۲:    – Eisonstein, Contemporary Feminist thought
۳: رويه نقديه لاتفاقيه القضاء على جميع اشكال التمييز ضد المراه  CEDAW
۴:  اسلام وفيمينسم د خداداد ظهرابي كلانتري ليكنه.
۵: Gender in practice.   Swiss Agency for Development and Cooperation
۶: د افغانستان دملي پرمختيا تګلاره ANDS
۷:  Encyclopedia Britannica
۸: د جندر او فيمينزم په اړه يو شمير عربي او انګليسي ويب پاڼې


محمد نعيم جليلي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: