که دې ورته وویل چې…
یو چا لیکلي وو چې:
که دې ورته وویل، چې حجاب د ښځې لپاره ښایست دی
وای: خپل شهوت کابو که، په نورو کار مه لره!
که دې ورته وویل، د اسلام مستقیمه لار دغه ده
وای، ما خپل کار ته پرېږده، ته مې په قبر نه را ننوځې
که دې ورته وویل، دا کاروبار په اسلام کې روا نه دی
وای، زه یې په حلاله طریقه کوم
که دې ورته وویل، چې اسلام غوره سیاسي لارښوونې لري
وای، اسلام د عباداتو دین دی، د سیاست سره یې څه؟
که دې ورته وویل، علماء زموږ په ګټه خبره کوي
وای، دا مذهبي افراطیان دي
که دې ورته وویل، چې دولتي ادارې له فساده ډکي دي.
وای، ته لکه حکمتیار پر هرشي نیوکه کوې
که دې ورته وویل: چې رشوت مه اخله!
وای: چې نور خلک یې اخلي، نو زه یې هم اخلم
که دې ورته وویل، چې دا لمونځ ولې د کور پر ځای په مسجد کي نه کوې؟
وای: دومره بزرګي هم په درد نه خوري
که دې ورته وویل، چې مطالعه ولې نه کوې
وای: زموږ دومره مازغه نه دي
که دې ورته وویل، چې دا سګرېټ تاواني دي
وای: ولاکه مې مړ کې
که دې ورته وویل، چې دغه و دغه ستونزه لرې!
را و به غورځي، وای: ته نو کله ملائکه یې!
#نوټ: له ادمه تردې دمه، چي کوم قوم له دین څخه خپلې منګولې ایله کړي، نو غرق شوي دي.