فضا ته د یوې مور او لور ختل

فضا ته د یوې مور او لور ختل؛ “له هسکه د ځمکې کتل په زړه پورې تجربه ده”

“فضا ته ختل او له هسکه په خپلو سترګو د ځمکې کتل یوه ډېره ښکلې او په زړه پورې تجربه ده”، دا د ۱۸ کلنې انا مایېرز خبرې دي چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې یې په فضا کې د جاذبې د قوې صفر درجه تجره کوله. هغه هم له خپلې مور سره په ګډه.

دا لومړنۍ مور-لور دي چې په ګډه فضا ته خېږي. له دوی سره د وېرجین ګالټیک په دې لومړۍ چکري یا سیاحتي الوتنه کې د اولمپيک لولو پخوانی لوبغاړی جان ګوډون هم ورسره و.‌

انا د کارابین په انټيګوا کې اوسېږي او بېرته سکاټلېډ ته تللې. هغه په ابرډین پوهنتون کې د فلسفې او فزیک زدکړیاله ده.

دا وايي، “دا ټوله تجربه له عواطفو ډکه وه. ډېره یوه ګلالۍ او د نه باور صحنه مې کتله، زه یې متوجه کړم چې موږ باید د ځمکې احسامند و اوسو او له کاینانو سره د اړیکو جوړولو او غځولو لپاره پر ډېرو حقیقتونو باید ځانونه پوه کړو”

د فضايي سفر درې ملګري

انا او د هغې ۴۶ کلنې مور کیشا سکاهاف تر یوې سیالۍ ګټلو وروسته د دغه فضايي سفر حقدارې وګڼل شوې.

انا وايي، هغه د خپل پوهنتون په تالار کې ویده وه چې دغه زېری ورباندې وشو او زیاتوي، “مور مې هغه شپه په فېسټایم ډېر بې وخته وخت کې زنګ راته وکړ، د موبایل ټوله پرده زما مخ نیولې وه، بل څه دې نه شول لیدلی”

دغه مور او لور له اتیا کلن جان ګوډون سره د اګست پر لسمه په نوې مکسيکو کې د امریکا له فضايي بندره والوتلې.

دغه فضايي سفر ۹۰ دقیقې وخت ونیو، تر هغه چې په فضا کې د جاذبې قوې صفر درجې او تر ځمکې شاوخوا ۸۵ کیلومتره پورته ورسېدل. له هغه ځایه دوی د نړۍ یوه په زړه پورې ننداره وکړه.

الهام بښونکی سفر

فضا
فضا

انا په یوه شرابخونه کې کار کوي

که څه هم دوی ته د دغه فضايي سفر لپاره روزنه ورکړل شوې وه خو انا وايي، زړه یې له پښو وښوېد چې کله یې الوتنه هلته ورسېدله.

انا زیاتوي، “بالکل عادي الوتنه وه، لکه په کوم هوايي سفر چې روانه یې. ډېر راحته و خو کله یې چې د ثانیو شمېر پیل کړ نو له سره تر پښو مې له دې هر څه خوند اخیسته”

انا اوس بېرته نړۍ ته راګرځېدلې ده خو ډېرو خلکو ته د هغې سفر الهام ورکړی دی.

انا وايي، “زه ډېره ویاړم چې زما سفر پر ګڼو خلکو ښه اغېز کړی او دوی ته یې الهام ورکړی. دا سفر د خلکو فکر خلاصوي، یوازې د فضا نه بلکې په ژوند کې د ډېرو نورو شیانو په اړه هم”

انا له خلکو غواړي چې په ژوند کې دې هره شېبه فرصتونو ته چمتو و اوسي او چې ترلاسه یې کړي نو ګټه دې ترې واخلي. دا وايي، هیله یې ده ګڼو کسانو ته د ورته چکر فرصت برابر شي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب