عباس بن فرناس | لومړنی شخص چې فضا ته یې الوتل کړي

آيا هغه تن پېژنئ چې لومړی يې فضا ته الوتل کړي؟
مستشرقينو او سيکولرانو د دې شخصيت نوم بدنام کړی، چې دا لومړی سړی دی کله چې فضا ته يې الوتل وکړل وروسته را پرېوته او مړ شو.
خو حقيقت بل ډول دی، دا تن لوی عالم، شاعر، فقيه، پرهېزګاره ، همدا ډول د علم الفلک عالم، ډاګټر، يو ماهر دوا جوړوونکی، رياضي پوه، کيميادان، فزيک دان، فيلسوف او نحوي عالم وو.
دا عالم عباس بن فرناس نوميږي.
دا قهرمان مسلمان په علم باندې ډېر حريص وو، د دين سره يې مينه وه، د دين او د اسلامي امت لپاره خادم وو، هر علم کې يې تجربه درلوده.. لومړنۍ سړی وو چې له شګو يې شيشه منځ ته راوړه.. لومړنۍ سړی وو چې هندسي آله (نقاله) يې منځ ته راوړه..د فلکي سيستم آله يې هم اختراع کړې وه.
څرنګه چې د اندلس کورونه ډېر عادي او متواضع وو، خو دې عالم خپل کور داسې سيستم کې جوړ کړی وو چې سر يې د ګومبزې په څېر وو او د آسمان په څېر شکل يې ورکړی وو، له دې پرته يې د ستورو، لمر او سپوږمۍ په څېر برقونه لګولي وو!!
دا يو نابغه د وخت وو، خو په ډېر افسوس سره ځينې تاريخ بدناموونکو دې عالم ته د ليوني نسبت کړی، د دې لپاره چې د دې تاريخ ته ضربه ورسوي.. د دې سيرت بدنام کړي..
دا لومړنۍ سړی وو چې فضا ته يې الوتل کړي وو، او دا په دې تجربه کې بريالی شوی وو، ځکه کله چې يې د اندلس په فضا کې چکر ووهه بېرته پرته له کومې ستونزې ځمکې ته کوز شو، خو په ځينو ليسو او مکتبونو کې دې تن پورې پرته له پلټنې دا خبره هم تړل کيږي چې کله عباس بن فرناس فضا ته والوته بېرته را پرېوته او مړ شو..
دی يو روان شاعر وو.. ډېر لوی فقيه وو..يو لوی نحوي عالم هم وو.. د ده سيرت او تاريخ له پندونو او نصيحتونو ډک دی..
نو فکر وکړه ای مسلمانانه! زمونږ نيکونه څرنګه خلک وو؟!!
هغوی وکولای شول چې د ديندارۍ او پرهېزګارۍ سره سره دنيوي علم کې هم پرمختګ وکړي او داسې لاسته راوړنې وکړي چې د نن وخت ساينس پوهان او ډاګټران ورته حيران وي..
نو آيا داسې څوک شته چې دا خبره کوي چې دينداري انسان له دنيا څخه لرې ساتي؟ او يا ووايې چې دينداري يواځې عبادت پورې خاص دی؟
دا خبره پرته له مرکب جاهل څخه پرته بل څوک نه کوي!
له (دولة الاسلام في الأندلس) کتاب څخه چې محمد عبدالله عنان ليکلی؛ نقل شوی.

ژباړه: عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب