مقناطیسي څپې (فریکونسيانې) څه شی دي؟

۲۱ پيړۍ د ساینس او تکنالوژۍ په برخه د نه هیریدونکو پرمختګونو شاهده ده. دغه پرمختګونو د انسانانو د ژوند هره برخه نیولې نني انسانان د دغې تکنالوژیکي پرختګونو سره اشنا شوي او نشي کولې چی لدی نه بغیر په اسانه سره خپل ژوند پر مخ بوزي.هغه دنیا کومه چې مونږ ګورو لدې تکنالوژۍ نه یې بغیر شتون ممکن ندی.

کله چی مونږ د تلیفون له لیارې خپل غږیز پیغام تر لرې ځایونو لیږدوو او یاهم د رادیو له لیارې د نړۍ له حالاتو ځان خبروو د تلویزیون په پرده په لیدلي ډول عکسونه ګورو د انترنیت له لیارې له خپلو دوستانو سره اړیکې نیسو معلومات راغونډوو ایا کله مو فکر کړې چی زمونږ پیغام یا دغه خبر او د تلویزیون په پردې باندې تر مونږه دغه عکس څرنګه او د څه په مرسته رارسیږی پدغه مقاله کی په د امکان تر حده دغو څو پوښتنو ته ځواب وویل شي.

هوو مونږ ټول پوهیږو چی دغه هر څه د مقناطیي څپو په مرسته سرته رسیږي ایا کله مو فکر کړې چی ولې د تلویزیون لپاره غټ انتن ته ضرورت وي؟ د رادیو لپاره لږ کوچنۍ د تلیفون لپاره هیڅ انتن ته ضرورت نه وي؟ ولې مونږ ته د رادیو غږ د تلیفون په نسبت روښانه او ښه راځي؟ ولې مونږ نشو کولې چی د تلیفون له لیارې هغسې عکس ووینو یا یی چاته ولیږو لکه څنګه چی د تلویزیون به پرده ګورو؟

 الکترومقناطیسي څپې داسې ډول څپوته ویل کیږي  چې دمقناطیسې ساحې اوبرېښنایی ساحې دګډ اودیوبل سره تړلي غبرګون په پایله کې  منځ ته راځي او د فریکونسۍ په لحاظ په مختلفو برخو ویشل شوي دبېلګې په توګه  رادیویې څپې ، مایکروویو (کوچنۍ څپې) ، سره رنګ نه لاندې(انفراریډ وړانګې) ،ایکسریز وړانګې اوګاماوړانګې.

 فریکونسي اصطلاح:

 فریکونسي اصطلاح د هر هغه څه لپاره په انګلیسي ژبه کې استمالیږي کله چې یوه پیښه په یو خاص وخت کی په مکرر ډول تکراري پیښیږي یا یوه پیښه په یوه ثانیه کې څو ځلې تکراریږي. او یا هم د امواجو تکراري ډول فریکونیسۍ څخه عبارت دی.  او واحد یې هرتز دی.

your ads

دغه مقناطیسي څپې چې له یو هرتز نه پیل تر بلیون هرتز پورې رسږي په ساینس کې یې هره برخه د خاصو اهدافو لپاره په کاریږي او په مختلفو برخو ویشل شوي چې مونږ یې دلته ځنې برخې د امکان تر حده ذکر کوو.

ددې لپاره چې مونږ پوه شو فریکونسي (څپې) سنګه کار کوي نو لازمه ده چې لومړۍ د یو موج یا څپې په اوګدوالي (لمدا) پوه شو چې عبارت ده:

فريکونسي/سرعت نور=لمدا(y)

د نور سرعت چې عبارت دی له  ۳۰۰ لکه سکنډ/متره او ثابت دی ولې دلته فریکونسي بدلیږي چې له ۱ نه واخله تر  بلیونه فریکونسي پورې رسیدلې شي. کله چې مونږ سره فریکونسي کوچنۍ وي نو لمدا له مونږ سره لویه وي یعنې که مونږ سره فریکونسي ۱۰۰ وي نو لمدا به مونږ سره ۳۰۰۰ کلومتره متره شي چې ډیره لویه ده ولې که فریکونسي لویه ۱۱بلیون هرتز  شي نو لمدا به مونږ سره 0.027 متره شي چې دیره کوچنۍ ده. نو ویلې شو چې فریکونسي او د څپې اوګدوالې یو له بل سره معکوسه رابطه لري.

 

دغه لمدا څه ارزښت لري د فریکونسیانو(څپو) په مختلفو ډولونو کې :

څرنګه چې فریکونسي پخپل جوړښت کې مقناطیسې امواجو مجموعه ده او څپو په شکل له یوځاۍ نه بل ځاۍ ته انرژي لیږدوي نو کله چې دغه څپې له لویو دیوالونو،عمارتونو،ګاډو،په لویو هموارو سطحو او یا هم د ځمکې سره په تماس کې کیږي نو ځنې ترې جذبیږي او نورې یې انعکاس کوي مختلفو جهتونو په طرف انرژي یې کمزورې کیږي او په منځ کې بیلیږي کله چې خپل منزل ته رسیږي هغومره اندازه انرژي چې دغه امواج یې باید ولري دلاسه ورکوي او رانیونکې اله نشي کولائ له هغو امواجو نه په سم ډول استفاده وکړي دغه د امواجو لرې ځائ ته مزل او بیا په منځ کې بیلیدل له جسمونو سره د تماس له امله مستقیم په لمدا پورې تړاو لري څومره چې لمدا لویه وي نو دغه فریکونسي کولای شې خپل رانیونکې الې پورې په سم ډول ورسیږي که رانیونکې اله هر څومره په ټیټ او ژور ځاۍ کې وي دغه فریکونسي ورته رسیږي.

.یعنې که چیرې مونږ سره د یوې څپې او ګدوالې ۱ متر وي نو دغه څپه له هر هغه جسم څخه په اسانۍ سره تیریدلې شي چې اوګدوالې یې له ۱ متر نه کم وي ولې که له یو متر نه زیات وو بیا دغه څپه نشي کولائ له هغه جسم نه په روغ ډول ووځي او خپل ځان سره لیږدونکې انرژي په سم ډول تر خپل هدف پورې ورسوي.

رادیویي څپې له ۵۰-۱۰۰۰MHz(ملیون هرتز) فریکونسیانو په منځ کې دي له دغو څپو نه په ورځني ژوند کې په بیلا بیلو برخو کې کار اخستل کیږي ولې مونږ یې دلته یو څو خاص ذکر کوو:

رادیو FM فریکونسي چې له (۸۸-۱۰۸mhz) پورې ده او لمدا ېې په اوسط ډول ۳ متره راځي چې لویه ده او دغه فریکونسي په سم ډول له هغه جسم نه تیریدلې شي چې او ګدوالې یې له ۳ متره نه کم وي ولې که له ۳ متره نه زیات وو نو بیا بیرته انعکاس کوي.

 ګرځنده مبایل په ټوله نړئ کې په (۸۵۰-۹۳۰MHZ)فریکونسۍ باندې اواز یو ځائ نه بل ځائ ته لیږدوي. که چیرې مونږ ددغې فریکونسۍ لمدا وګورو نو له 0.3متره راځي یا ۳۰ سانتي متره چې کوچنئ ده. کله چې دغه فریکونسي له 30سانتي متره نه لوئ جسم سره په ټکر کې شي په منځ بیلیږي او انرژي یې کمزورې کیږي. د همدې کوچنئ لمدا لامل دې چې په مبایل کې غږ په رادیو کې له غږ نه په کیفیت کې کم دې .ولې ځکه چې مبایل استعمال ډیر دې نو اینجنیران داسې لارې راوباسي چې دغه غږ نور هم ښه شي او پدې کې ورځ تر بلې زیات بدلونونه راځي ددوئ د ظرفیت د لوړولو په خاطر هلې ځلې کوي تر څو په همدغو فریکونسیانو سره وکولائ شو د ښه اواز سربیره عکس هم ولیږدوو چې تر ډیره حده دوئ کامیاب شوي لکه اووس د ګرځنده تلیفونونو دریم نسل تکنالوژي چې مناسبو لارو چارو په مرسته یې د همدې فریکونسي ظرفیت اوچت کړو او د اواز په سنګ کې یې د ویدیویې خبرو زمینه هم برابره کړه.

 بل مهم خاصیت ددغو رادیويي امواجو دادې چې دوئ په هره جهت کوي لکه د اوبو څپې کله چې په اوبو کې کومه تیګه وغورځول شي نو څپې په څلورو خواوو حرکت کوي همداسې رادیویي امواج هم دي چې د رادیویي امواجو لیږدونکې څخه  په څلورو خواوو حرکت کوي چې دغه خاصیت یې په ګرځنده تلیفون،رادیو، کې د استمال لپاره تر ټولو مناسب دی.

ولې یواځې په همدې فریکونسۍ ګرځنده تلیفون کار کوي؟ دا ځکه چې دغه یو نړیوال ستندرد دې او ټولې نړۍ کې منل شوې تر څو د ګرځنده مبایل جوړونکي کمپنۍ د همدومره فریکونسۍ لپاره په داخل د تلیفون کې رانیونکي جوړ کړي. په پیل کې داسې نه وه جاپان،چین ،کوریا،اروپا،امریکا هر یو د ځان لپاره خپل ستندردونه درلودل ولې په اخر کې دوۍ ټولو یو ستندر باندې متفق شول. بل مقصد لدغه فریکونسۍ نه چې په ګرځنده تلیفون کې استمالیږي دادې چې لدې نه لوړې فریکونسیانې د انسان ته ضرر ناکې ثابیتدې شي نو له همدې امله دغه فریکونسۍ د ګرځنده تلیفون لپاره وټاکل شوې؟

هغه فریکونیسانې چې ۳-۳۰۰ GHz(بلیون هرتز) په منځ کې وي نو د مایکرو ویو(کوچنۍ څپو) په ډله کې راځي او ځکه ورته مایکرو ویو وایي چې ددوئ لمدا یا څپې اوګدوالې ډیر کوچنئ (مایکرو) اندازه کې وي.

څرنګه چې یې لمدا ډیره کوچنۍ ده نو ورڅخه د تلیفوني شبکو په برخه کې کار نه اخستل کیږي ځکه کله چې په هوا‌ء کې حرکت کوي د کوچنیو موانعو څخه په اسانۍ نشي تیریدې او په اسانۍ سره ختمیږي نو دهمدې لپاره ضرور ده چې لدې فریکونسیانو نه په هغه ځاۍ کې کار واخستل شي چرته چي د لیږدونکي او رانیونکي الې ترمنځ کوم مانع نه وي موجود. دغه امواج په هغه طرف حرکت کوي کومې خواته چې یې د لیږدونکې مخ وي او په څلور جهتونو حرکت نشي کولای لکه څنګه چې یې رادیویي څپې کوي.

لدغو فریکونسانو نه عموما په سپوږمکیو کې کار اخستل کیږي کله چې د ځمکې نه سپوږمکیو ته معلومات لیږدول کیږي نو له همدې۳-۳۰۰ GHz منځ کې فریکونسیانو استمالیږي هغه انتینا ګانې کومې چې داسې فریکونسي لیږدوي مخ يې په یو خاص لورې ګرځول شوي وي. د مرکزي دستګاوو د انتن (ډیش) اندازه چې له مرکز نه سیګنل لیږدولې کیږي د هغوی اوګدوالې تر ۵۰ مترو پورې هم رسیږي چې ډیر لوئ دي او په لوړ قیمت تمامیږي.

د تلویزیون په نشراتو کې کله چې مونږ انتن غټ یا بهر په خلاصه فضاء کې ونه لګوو نو نشو کولائ چې په سم ډول امواج یا سیګنالز کشف کړو او عکس صفاء وګورو نو د همدې لپاره غټ انتن (ډیش) ته چې اوګدولې یې یو متر وي باید  په خلاصه فضاء کې ولرو ترڅو دغه لوېې فریکونسۍ د کوچنۍ لمدا درلودونکي راونیسي او په سم ډول تلویزیون کې عکس وښښایي.  څرنګه چې دغو فریکونیسانې د رادیویي امواجو نسبت لویې دي او زیاته انرژي لیږدولې شي نو ځکه مونږ کولای شو د اواز سربیره عکس هم ددغو فریکونسیانو په مرسته ولیږو.

مایکرو ویوڅخه لویې فریکونسیانې چې مقناطیۍ څپو په پاتې برخه کې راځي هغه د انفراریدوړانګې  چې د تلویزیون په ریموټ کې ورنه کار اخستل کیږي همدارنګه ورنه د شپې عینکو په جوړښت کې کار اخستل کیږي له انفرارید نه پورته د ایکسریز وړانګې او بیا ګاما وړانګې چې لدغو ټولو څخه په د ساینس په مختلفو برخو کې کار اخستل کیږي. او دوئ ته ځکه شعاع ګانې ویل کیږي چې فریکونسي یې ترلیون هرتز پورې رسیږي او جوړښت یې د یوې لیکې او وړانګې شکل نیسي.

په ورځني ژوند  کې دغه په لنډ دول د مقناطیسي څپو استمال وو ولې فضا‌ء نوردان لدغو څپو نه په فضاء کې د نورو سیاراتو ،کهکشانونو په مطالعه کولو کې هم کار اخلي ځکه چې په کایناتو کې داسې ستوري شته چې هغوئ د خپل ځانه مختلف ډول وړانګې(چې زیات یې،انفراریډ، ایکسریز او ګاما وړانګې وي) چې په همدې مقناطیسي څپو کې داخلې وي خارجوي فضاء نوردان دغه څپې کشفوي او بیا د هغوئ په مرسته ددې شمسي نظام نه بهر نور نظامونه په دقیق ډول څیړي.

په فضاء کې ځني ستوري چې د خپل ځانه د انفرارید وړانګې خارجوي چې  فریکونسي یې له 300 بلیون هرتز  نه تر   400ترلیون هرتز رسیږي چې ډیره لویه ده څنګه چې یې لمدا ډیره کوچنۍ شوه نو نشي کولائ چې د فضاء د اتموسفیر برخې څخه لاندې ځمکې ته راښکته شي اوفضا‌‌‌ء نوردان ېې دلته وڅیړي نو د همدې مشکل د رفع کولو په خاطر فضاء نوردان لومړۍ د اتموسفیر نه پورته سپوږمکۍ لیږي تر څو دغه انفرارید څپې کشف او بیا د مایکر ویو(کوچنۍ څپو) په مرسته  دغه انفرارید څپو څخه لاس ته راغلي معلومات لاندې ځمکې ته راولیږي.

لیکونکی : نجی الله حکیم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب