فساد خپرول ستر جرم دى
د نور سورت په نولسم اّيت كې الله (ج) فرمايي “ان الذين يحبون ان تشيع الفاحشة فى الذين آمنوا لهم عذاب اليم في الدنيا والآخرة، والله يعلم وانتم لا تعلمون”
ژباړه: (هغه كسان چې د موْمنانو ترمينځ د فساد له خپرولو سره مينه لري نو په دنيا كې به هم د هغوى لپاره دردناك عذاب وي او په قيامت كې به هم ، يقينا الله(ج) پوهيږي او تاسې نه پوهيږئ).
كه د فساد خپرونې سره تشه علاقه او مينه لرل د قراّن په اند دومره ستر جرم وي چې په بدل كې به يې په دغه جرم كې لتاړ خلك په دنيا او اّخرت كې سخت عذاب او درنه سزا ويني، نو دهغه كسانو به څه انجام وي چې له خوښې او مينې نه يوګام وړاندې ځي او د بداخلاقۍ، بې حيايۍ او فساد خپرولو ته يې مټې رانغښتې وي ، دغه ناوړه كار ته يې كار ويلى وي او له دغې لارې نه مرداره او حرامه روزي لاسته راوړي، فحشاء ته دروازې پرانيزي، خبرونه او راپورونه يې خپروي، دټولنې بيلابيل لوري ورسره بلدوي او پدې توګه ددوى په هڅو په ټولنه كې داسې ستر ستر جرمونه عادي شي چې لومړى يې په كولو څه چې په يادولو هم انسان شرميږي خو ددوى د فساد خورونې له امله يو عام دود وګرځي او بيا يې چې هرڅوك سرته رسوي نو دليل يې داوي چې (( ديموكراسي ده څه پروا لري)) يا دا چې (( ټول خلك پرې اخته دي نو څه؟)).
د تفهيم القراّن معاصر تفسير د دغه اّيت په اړه ليكي چې : كه لدې اّيت نه وروسته او وړاندې ذكر شويو نورو اّيتونو ته وګورو نو اصلي موضوع يې په پاكو او عفيفو مسلمانانو پورې د تورونو تړلو او تهمت پورې كولو ده چې قراّن ترې نه د فحشاء او فساد خپرولو تعبير كړى دى او دغه درنه سزا يې ورته ټاكلې ده خو دغه حكم د فساد خپرولو او فحشاء ټولو ډولونو ته شامل ده ، كه څوك د فساد اډې او مركزونه پرانيزي، يا هم په شعر، قصو، سندرو، اوازونو، عكسونو او ګډاګانو كې بداخلاقي ته كار كوي او دخلكو شهوتونه پاروي او يا داسې هوټلونه، كلوپونه او ادارې جوړوي چې هلته د نرو او ښځو ګډې نڅاګانې او محفلونه دايريږي نو قراّن كريم په ډاګه دغو ټولو ته مجرمان ويلي دي او نه يوازې په اّخرت كې بلكې په دنيا كې هم بايد سزا وويني، نو د اسلامي دولت دنده ده چې د فساد او فحشاء خپرولو ټولو لارو چارو او وسايلو باندې بنديز ولګوي او دتعزيراتو دقانون له مخې هغه ټول كارونه چې قراّن ورته ټولنيز جرمونه ويلي دتحقيق او څيړنې لاندې ونيسي او عاملان يې په درنه سزا ورسوي.
له بده مرغه افغانستان د څوارلس كلن جهاد نه وروسته داخلي شخړو او كشمكشونو دغه ناوړه او نامطلوب حالت ته ورټيل واهه چې اوس پكې په ډاګه د الله (ج) او دهغه د راليږلي قانون خلاف جګړه روانه ده او بده يې داده چې مونږ افغانان چې تل مو داسلام لپاره قربانۍ وركړې دي هم په دغه جګړه كې ورګډ يو او په يو نه يو ډول مو له شريعت سره د مخالفت صف او ليكه مزبوته كړې ده ، قراّن كريم سود ته حرام ويلي دي او له سود خورو سره يې د جګړې اعلان كړى دى خو زمونږ د ملت ستره برخه په همدغه سودي بانكونو كې خپله پانګه او سرمايه ږدو او ګټه يې اخلو او يا خو په عامه راكړه وركړه او تجارت كې سود كوو ، قراّن د فساد خپرولو ته جرم وايي خو مونږ ورته ترقي، پرمختګ، تمدن، ديموكراسي، ازادي، كلتور او ثقافت ته خدمت وايو! منو چې له ټولنې نه د فساد ګيلم او ټغر يو مخ ټولول ممكن ندي او نه خو پخوا داسې شوي دي ځكه چې ددې دنيا نظام داسې راغلى دى چې باطل به وي څو حق ورسره مقابله وكړي، فساد به وي چې د په مقابل كې يې داصلاح پروسه روانه اوسي او تركومه چې قيامت قايم نشي نو شيطان به خپلو هڅو ته دوام وركوي او په وړاندې به يې د اهل حق او مصلحينو برنامې هم دوام لري، اسلام دفردى ګناه سره هم مخالف دى كه په پټه هم وي خو داجتماعي ګناه په اړه بيا ډير جديت لري اسلامي شريعت چې حدود او سزاګانې ټاكلې دي موخه يې داده چې دغه ناوړه پديده ټولنيزه او ډاګيزه نشي له همدې امله خو يې دهغه كسانو په اړه هم سخته سزا اورولې ده چې هغوى په ډاګيزه توګه كناه كوي حديث شريف دى چې (كل امتى معافى الاالمجاهرون) ژباړه: ( زما ټول امت به وبښل شي خو يوازې هغه كسان د معاف كيدو ندي چې په ډاګه او دخلكو په وړاندې ګناه كوي).
ددغو كسانو جرم ځكه دروند او سخت دى چې دوى نه يوازې خپله ګناه كوي بلكې نور هم ګناه ته تشويقوي او د حرامو بلنه وركوي، دغه خلك فساد ټولنيز كوي او دټولنې په ابرو، عزت، شرافت، حياء او كرامت تيرى كوي او ټولنيز ارزښتونه ترپښو لاندې كوي.
زمونږ دټولنې غټه بدمرغي هم دا ده چې دينداري پكې فردي او بې ديني پكې اجتماعي ده كه يو څوك دخير كار كوي نو په يوازې ځان يې كوي اوبل هيچا ته هم دعوت نه وركوي خو كه د ګناه، نڅا او شراب او رباب مجلس وي نو بيا هرڅوك دخپل ځان لپاره ملګري ګوري او به ډلييزه توګه ورځي ، او بيلګه يې داده چې كه په يو ځاى كې دقراّن درس كيږي نو دګوتو په شمار خلك او هغه هم سپين ږيري ورته ناست وي اما كه د مستۍ او نشو تماشو محفل وي نو دځوانانو پكې زمزمې وي، بدې بايد سر خلاص كړو چې دغه چلند ديوه نيك او په سمه لار روان ولس چلند ندى بايد بدل يې كړو او د ټولنيزې بدۍ په وړاندې منظمه او ټولنيزه اصلاحي پروسه ايجاد او پياوړې كړو.