فرانسوی پروفیسر: شراب ۴۰ ناروغۍ زیږوي

د پاریس پوهنتون پروفیسر مایکل ناسیلا ټینګار کړی چې الکحولي څښاک لا هم هغه نشه ده چې له ۱۰سنله زیات فرانسویان یې کاروي، او ۴۰ ناروغۍ زیږوي.

ددې مرضونو له جملې څخه د زړه، غمګینۍ، سرطان مهم مرضونه بلل کیږي، او روغتون ته د ناروغ رسیدلو ترټولو مهم سبب د شرابو څښل په ډاګه شوي دي.

په اوږده موده کې شراب د مغزونو جوړښت باندې اغیز کوي او کمزوري کوي يې، یادښت ستونزمن کوي، سوچ کول ځنډڼی کوي، د وینې فشار لوړوي چې نتیجه کې دماغي سکته کيږي، پښتورګي کې د غوړ بدلونونه راولي او نتیجه کې پاړسوب او خوسا کیدل پیښوي، او پآیله کې یې له منځه وړي.

د پښتورګي شرابي پاړسوب، د پښتورګي سریښناک کول، د پښتورګي سرطان، د خولې سرطان، د ستوني سرطان، د مرۍ سرطان، د ښځینه سینې سرطان، د دفاعي ځواک کمزوري کول هم هغه مهم مرضونه دي چې شراب څښل یې مهم لامل دی.

د یادونې وړ ده چې الله پاک په قران کریم کې د شرابو د حرام کیدلو په اړه واضح ویلي چې شراب ګټې او تاوانونه لري، خو تاوانونه یې له ګټو زیات دي.

مونږ ګورو چې د اسلامي نړۍ په نسبت غربي نړۍ کې ناروغۍ زښتې زیاتې دي، چې مهم لامل یې شراب څښل، د خنزیر او نورو مردارو غوښو په ناروا او مرداره طریقه استعمالول، په جنابت او ناپاکۍ کې ژوند کول، او دیته ورته هغه شیان دي چې الله پاک مسلمانان ترې منع کړي دي او نتیجه کې اسلامي نړۍ کې د مرضونو کچه د غرب په نسبت بیخي نشت سره برابره ده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب