د خلکو عیب لټول حرام دی

د خلكو عيبونه پلټل او څارل اوبيا هغه نورو كسانو ته ښكاره كول په اسلام كې يو رټل شوی عمل دی چې په قرآنكريم او د رسول الله (ص) په احاديثو كې ور ته ډير بد ويل شوي دي.

تجسس حرام دي:

تجسس له غټو ګناهونو څخه شميرل كيږي او مرتكب يې له قرآن او حديث نه، چې د بل كس د عيب په پټولو امر كوي،سرغړونه كوي.

پيغمبر(ص) فرمايې: “من ستر مسلما ستره الله في الدنيا والآخرة” څوك چې د يو مسلمان كس پرده وكړي، الله تعالى به په دنيا او آخرت كې د هغه پرده وكړي.

همدا شان په قرآنكريم كې هم له بدګومانۍ او څارنې څخه ممانعت شويدی. الله تعالى فرمائي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلاَ تَجَسَّسُوا وَلاَ يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا…} (آية 12  سورة حجرات).

د څارنې او تجسس ځينې لاملونه:
كله كله يو كس هسي د خلكو د عيبونو څارنه كوي، او يا هم د دې لپاره چې هغه ته ضرر ورسوي او رسوا يې كړي، او كله هم بد ګوماني د دې لامل ګرځي چې د بل چا څارنه وكړي. بي له شكه چې د چا هسي څارنه كول يوه ګناه ده، خو دا ګناه هغه وخت نوره هم خطرناكه كيږي چې د رسوايی او ضرر رسولو په نيت د چا څارنه يا تجسس وكړی شي. ځيني كسان فكر كوي  چې د شك د لرې كولو او حقيقت ته د رسيدو لپاره د چا څارنه كوي او په دې سره ځان ګرم نه ګڼي، خودا د هغوی غلط فهمي ده او رسول الله(ص) له دې كارڅخه هم ممانعت كړی دی.

your ads

د څارنې (تجسس) پايلې:

• له شريعت سره مخالفت، او د ګناه مرتكب كيدل.
• د قدوې (بيلګې) له مينځه تلل، ځكه چې بيا به خلك د داسې كس خبرو باندې كم باور كوي او په درنه سترګه به ورته كم كاته كيږي.
• د ګناه سپك ګڼل، كه چيرې له يو پوه او عالم کس څخه دا ګناه وشي نو خامخا نور عام خلك به بيا دغې ګناه ته په سپكه سترګه ګوري او باك به پري  نه راوړي.
• د ګناه كولو د جرأت زياتيدل.
• د ګناه ښكاره كول.
• د منكراتو او بديو خپريدل.
• د خپلوانو تر مينځ د خواخوږۍ له مينځه تلل.
• په خپل نفس اعتماد نه كول.

د عيب پټولو او اصلاح ترمينځ توپير:

كوم چې پورته ذكر كړای شو، د هغې مطلب دا نه دی چې څوك دې منكر وګوري او په هغه دې خوښي ښكاره او د هغه د تغير او اصلاح لپاره دې كوښښ ونه كړي.

حافظ ابن حجر رحمه الله د پورته ذكر شوي حديث په شرحه كې ويلي:

د “ومن ستر مسلما” نه مراد دا دی چې د مسلمان بد ووينې او خلكوته يې ښـكاره نه كړي، او دا مطلب نه دی چې ګني له منكر او بدو څخه به مخنيوی نه كوي.

د پټولو مقصد دا دی چې نورو كسانو ته به يې نه وايي او هغه به نه رسوا او نه ذليلوي. بل دا چې د منكر نه د مخنيوي لپاره ضرور نه ده چې په ښكاره او د عامو خلكو په وړاندي دې وي، بلكې نصحيت زياتره په پټه توګه ډير اغيزناک ثابتيدلای شي. دا مخنيوی كيدای شي چې په مستقيمه توګه وي او كيداي شي چې په غير مستقيمه توګه، لكه مقابل لوری د اړونده موضوع درس ته غوښتل، او له هغه سره په عمومي توګه د موضوع څيړل او يا هم له نورو غير مستقيمو وسايلو څخه ګټه اخيستل.

سرچينه: اسلام اون لاین
ژباړه: سيدهاشم سادات

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب