غیبت څه شی دی؟
د غيبت تعريف
غيبت په لغت کې يوه عربي كلمه ده او د غاب، يغيب مصدر دى، چې په پښتو کې يې مانا په يو چا پسې خبرې کول، ده. (2 :654).
د اخلاقپوهانو په اند، په اصطلاح کې د يومعلوم او غائب شخص، عيب او نقص بيانولو ته غيبت ويل كيږي. په بل عبارت، غيبت هغه بيان دى، چې نقل يې د غائب سړي د خفګان لامل ګرځي (8: 2)
له پورتني تعريف څخه ښکاري، چې د غيبت او بهتان ترمنځ توپير شته، دارنګه چې بهتان د هغه عيب او نقص نسبت كول دي چې په هغه معلوم شخص کې دغه عيب نه وي، نور مهمه نه ده كه دغه عيب بيانول دده په غياب كي وي يا دده په شتون کې.
اما غيبت د هغه نقص او عيب بيان ته ويل وايي، چې په معين او معلوم شخص كې دغه عيب موجود وي خو دغه شخص موجود نه وي، يعنې كه مخامخ د چا د كوم عيب يادونه وشي، غيبت ورته نه ويل کيږي(5: 62).
د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هم په خپلو لارښونو کې دغيبت او بهتان ترمنځ همداسي توپير كړى دى، او فرمايلي يې دي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: « أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ؟ ». قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ « ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ » قِيلَ أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِى أَخِى مَا أَقُولُ. قَالَ: « إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ فَقَدِ اغْتَبْتَهُ وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ فَقَدْ بَهَتَّهُ » (9: 21).
ژباړه: له ابي هريره رضي الله تعالي عنه څخه روايت دي، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: آيا خبرلرئ! چې غيبت څه ته ويل کيږي، ناستو صحابه كرامو رضوان الله عنهم اجمعين وويل: الله او رسول يې ښه پوهيږي، وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د خپل ورور داسې څه بيانول چې هغه يې بد ګڼي، د غيبت په نوم ياديږي، بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل شول، كه زمونږ په ورور كې هغه څه وي چې مونږ يې وايو؟ د الله استازي ورته ځواب وركړ: هغه څه چې تاسو يې وايئ، كه ستاسو په ورور کې وي، نوغيبت مو يې كړى او كه په کې نه وي، نو بيا مو ورته د بهتان نسبت كړى دى.
د غيبت ډولونه
د اخلاقو د علم د پوهانو په نظر، غيبت ډير ډولونه لري، چې مهم يې په لاندې ډول دي:
قولي(ګړيز)غيبت: قولي غيبت دادى،چې يوانسان د خپل مؤمن وروريا خورنقص او عيب نورو خلكو ته د ژبې له لارې بيان كړي، دا ډول غيبت مشهور او په عمومي بڼه دود دى.
اشاروي غيبت: دا هغه غيبت دى، چې يو انسان د بل مؤمن ورور يا خور عيب او نقص د لاس، سترګو او يا نورو اندامونو په واسطه نورو خلكو ته وښائي، اشاروي غيبت هم د قولي غيبت حكم لري لكه چې روايت شوى دى:{قَالَتْ عَائِشَةُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا وَعَنْ أَبَوَيْهَا { دَخَلَتْ عَلَيْنَا امْرَأَةٌ فَلَمَّا وَلَّتْ أَوْمَأْتُ بِيَدِي إلَى أَنَّهَا قَصِيرَةٌ فَقَالَ صَلَّى اللَّهُ تَعَالَى عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَقَدْ اغْتَبْتِيهَا}(7: 139).
ژباړه: له حضرت بي بي عائشې رضى الله تعالى عنها څخه روايت دى، چې زمونږ كور ته يوه ښځه راغله او كله چې لاړه، ما په لاس اشاره وكړله، چې ددغه ښځې ونه ډيره ټيټه وه، نبي صلي الله عليه وسلم راته وويل د هغې غيبت دې وكړ.
كتبي(ليکنيز) غيبت: دغه ډول غيبت د ليك په واسطه کيږي، يعني يو څوک د خپل مؤمن ورور يا خور عيب او نقص نورو خلكو ته دقلم او كاغذ له لارې بيانوي، په دې ډول غيبت كې لوستونكي د اوريدونكي حكم لري او اوسمهال د انترنټ (نړيجال)، فكس او نورو وسائلو له لارې ډير دود لري.
تمثيلي غيبت: تمثيلي غيبت هغه دى، چې يو څوك د نورو په وړاندې د معلوم اوغائب شخص، عيوب او کمي تمثيل كړي، لكه د هغې د تګ، ډوډۍ خوړلو او داسې نورو عادتونو تمثيل. په دغه شان غيبت كې ليدونكي د اوريدونكي حكم لري.
كنايي غيبت: په دغه ډول غيبت کې د بل عيب او نقص اوريدونكو ته د كنايي جملو په مټ بيانيږي، لكه يو څوک وايي:(( له بې حيايۍ څخه پناه غواړم)) اومطلب يې په دغه جملې سره د معلوم او غائب شخص د بې حيايۍ بيانول وي.