اسلام له نظرهایمان | عقاید او اړوندتوحید

علم الغیب د آیتونو، حدیثو او اقوالو په رڼا کې

کوم خلق چي الله تعالى ته پخپلو مشکلاتو او حاجتونو کي سوال اوزاري کوي دهغوي داعقيده وي چي الله تعالى عالم الغيب والشهادة يعني په پټو او ښکاره ټولو شيانو عالم اودټولو حالاتوڅخــــــــه  پوره خبردي اودهغوي دعااوفرياداوري ، ددي سره دهغوي داعقيده هم وي چي الله تعالى مالک ، متصرف ، قادر مطلق اودپوره اختيار خاوند دي اودخلکو ستونزي اومشکل حل کولي شي ، همدانګه کوم خلق چي دالله تعالى نه ماسوى دانبياووعليهم السلام ، ملائکو اويا اولياوو نه مدد غواړي اوفرياد ورته کوي دهغوي هم داعقيده وي چي دوي عالم الغيب ، متصرف اوداختيارخاوندان دي اودفريادکوونکو فرياداوري اودهغوي دحاجتونو د پوره کولو طاقت اووس لري ، که ددي خلکو داعقيده نه وي نوهيڅکله به يي هم هغوي ته په مشکلاتو کي چيغي اوفريادنه کولي ، نومعلومه داشوه چي دشرک ا صل بنياداومبدا همدغه دوه شيان دي ، ترڅو چي يومشرک په غيرالله کي دادوه صفتونه ونه مني نه دهغه بنده ګي کوي اونه په سختۍ کي ورته اوازکوي اونه دهغه دخوشحالولولپاره دهغه په نوم نذر اومنښتي کوي .
قرانکريم کي ځاي پرځاي دشرک دغه دواړه جرړي پري کړي دي اوپه عقلي اونقلي دليلونو يي ثابته کړيده چي دالله تعالى نه ماسوي هيڅوک عالم الغيب ، متصرف اومختارکل نشته ، په دي هکله لاندي مطلب په غورسره مطالعه کړئ : 

الف : مالک دنفع اودضرر متصرف واکداراومختارکل يواځي الله تعالى دي :

١ : الله تعالى دسورت يونس په ( ٢٩ ) ايت کي داسي فرمايلي : اي محمده ! دي خلکوته ووايه چي 
زه دخپل ځان لپاره دنفع اودضرر واکدارنه يم مګر هغه څه چي الله تعالى وغواړي همغه به کيږي …

٢: الله تعالى دالمائده دسورت په ( ٧٦) ايت کي داسي فرمايلي دي : اي محم ده !ووايه دي خلکوته اياتاسي دالله تعالى نه ماسوي دهغه چا بنده ګي کوي چي ستاسي لپاره دنفع اودضررواکدارنه دي.

٣: الله تعالى دال عمران دسورت په ( ١٨٩) ايت کي داسي فرمايلي دي : 
خاص الله تعالى لره دي اختيارات ، بادشاهي اوواکداري دټولو هغه شيانو چي په اسمانونو اوځمکي کي دي اوالله تعالى په هرشي قادر دي .

٤: الله تعالى دالفاطر دسورت په ( ١٣ – ١٤ ) ايتونو کي داسي فرمايلي دي : هغه چي تاسي ورته دالله تعالى نه ماسوى چيغي اوفريادکوئ ستاسي لپاره ديوقطمير ( دخرمادزړي له پاسه دنرۍ رشمي ) په اندازه هم واک نلري ، که تاسي ورته چيغي اوفرياد وکړئ ستاسي چيغي اوفرياد نه اوري اوکه بالفرض وايي هم وري قبلولي يي نشي ( مقصد داچي ستاسي مشکل نه شي حل کولاي ) اودقيامت په ورځ به ستاسي له شرکه انکارکوي …

٥: الله تعالى دالاحقاف دسورت په ( ٥) ايت کي داسي فرمايلي دي : څوک دي غټ ګمراه دهغه چا څخه چي دالله تعالى نه ماسوي نوروته ( دتکاليفو اومشکلاتو په وخت کي ) چيغي اوفريادکوي ، هغه چاته چي ترقيامته ددوي لپاره قبولوالي نشي کولي اوهم ددوي دحاله ناخبره دي .

داچي متصرف ، واکدار اومختارکل يعني دهرشي اختيارلرونکي يواځي الله تعالى دي اونور ټول مخلوق همغه ته محتاج دي نو بايد يواځي دهمغه بنده ګي وشي اوله هغه څخه مرسته اومدد وغوښتل شي اوپه ذات اوصفاتوکي ورسره بل څوک شريک ونه ګڼل شي .

ب : عالم الغيب هم يواځي الله (ج) دي اودالله تعالى سر ه په دي صفت کي هيڅوک شريک نشته : 
دموضوع دښه روښانتيا پخاطر دقرانکريم څوايتونه ، څونبوي احاديث اودمفسرينو ، محدثينو ، فقهاوواو اولياء کرامو څو اقوال په لاندي توګه ذکرکوم :

الف : علم غيب دقرانکريم په رڼاکي :

دقرانکريم په ډيرواياتونوکي راغلي دي چي علم غيب دالله تعالى خاص صفت دي اوپه دغه صفت کي له هغه سره هيڅوک شريک نشته :

١: دهوددسورت په اخري ايت کي الله تعالى فرمايلي دي :په اسمانونواوزمکه کي چي څومره دغيب خبري دي دهغي علم خاص الله تعالى ته دي . 
دپورتني ايت په تفسيرکي دمعتمدو اومحققينو مفسرينو لاندي اقوال په غورسره مطالعه کړئ : 
• علامه سيد محمود الوسي حنفي رحمه الله دتفسير روح المعاني په ١٢ جلد ١٦٧ مخ کي دپورتني ايت په تفسيرکي ليکلي دي : اي انه سبحانه وتعالى يعلم کل ماغاب في السموات والارض ولايعلم ذلک احد سواه . يعني الله تعالى ته داسمانونواوځمکي دهرپټ شي علم دي اوماسوى دالله تعالى څخه هيچاته دهغي علم نشته .

• علامه ابوحيان اندلسي مالکي رحمه الله دتفسير بحرالمحيط په (٥ ) جلد ( ٢٧٥ ) مخ کي دپورتني ايت په تفسير کي داسي ليکلي دي : لايخفي عليه شيئ من اعمالکم ولاحظ لمخلوق في علم الغيب . الله تعالى ته ستاسي دعملونونه هيڅ شي پټ ندي اودمخلوق په علم غيب کي هيڅ برخه نشته .

• علامه ابوسعودحنفي ( رح ) دتفسير ابوسعود په ( ٥ ) جلد ( ٤٩٧ ) مخ کي داسي ليکلي : 
ولله تعالى خاصة لا لاحد غيره استقلالا ولا اشتراکا غيب السموات والا رض . داسمانونو اوزمکي دپټوشيانو علم خاص الله تعالى ته دي اودالله تعالي نه ماسوي هيچاته دهغي علم ندي حاصل نه په مستقل طور اونه دشرکت په طور .

٢: الله تعالى د النمل د سورت په ( ٦٥ ) ايت کي داسي فرمايلي دي : ورته ووايه اي محمده ! چي نه پوهيږي ټول هغه چي په اسمانونواوځمکه کي دي په غيبوباندي ماسوى دالله تعالى څخه ، اوهغوي ته خو ددي علم هم نشته چي کله به بيا راژوندي کولي شي .

٣: الله تعالى دسورت الاعراف په ( ١٨٨ ) ايت کي داسي فرمايلي دي : ووايه اي محمده! دي خلکوته چي زه واکدارنه يم دخپل ځان لپاره دڅه نفعي اويا دنقصان مګر هغه څه چي الله وغواړي 
( همغه به کيږي ) اوکه زه چيرته په غيبوخبروپوهيدي نومابه ډير خير ( فايدي ) ځانته حاصلي کړي وي اوماته به هيڅ تکليف نه وي رسيدلي . ددي ايت کريمه نه په ښکاره معلومه شوه چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دغيبو علم نه وو ځکه چي هغه په دنيا کي ډيرزيات تکليفونه برداشت کړي وو که چيري هغه په غيبو پوهيدي نودهغه تکليفونو دراتلونه مخکي به يي دهغونه دبچ کيدو لپاره لازم تدبيرونه کړي وي اودهغو نه به بچ شوي وو .

ب : علم غيب دنبوي احاديثو په رڼاکي :

دډيروزياتواحاديثو نه هم معلوميږي چي ماسوي دالله تعالى څخه هيڅوک په غيبونه پوهيږي زه دلته فقط يو څو احاديث ذکرکوم : 
• دصحيح مسلم په ( ٢ ) جلد ( ٢٤٩ ) مخ کي دام المؤمنين حضرت عائشه رضي الله عنها په روايت نقل دي چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم له صح ابه کراموسره ناست وو اوويي فرمايل : زه به په حوض کوثر ستاسو دراتلو منتظريم ،قسم په الله چي ( په دغه وخت کي به ) څه خلق هلته زما نه لري کړي شي ، زه به عرض وکړم چي اي الله ! داخوزما خپل کسان دي اوزما امتيان دي ، نووبه ويل شي : چي دي خلکو چي ستانه وروسته په دنيا کي څه کړي تاته دهغي علم نشته . 
• دصحيح البخاري په ( ٢) جلد ( ١٦٥ ) مخ کي دام المؤمنين حضرت ام سلمه رضي الله عنها په روايت نقل دي چي دڅه کسانو په خپل منځ کي جنجال وو اورسول اکرم صلى الله عليه وسلم ته راغلل ، نوحضرت محمد صلى الله عليه وسلم هغوي ته وويل : زه هم يوبشريم اوماته دڅه جګړه مارانوډلي راځي نو امکان لري چي يوه ډله دبلي په نسبت دخبرو ښکلي طريقه ولري ( يعني ښه استدلا ل کولي شي حال داچي په ناحقه وي ) او زه هغه ريښتوني وګڼم اودهغوي په حق کي فيصله وکړم ، پس که ما چاته دبل مسلمان حق ورکړو ( حال داچي دهغه حق نه وو اوهغه واخستو ) نوهغه به دهغه لپاره ددوزخ يوه ټکړه وي ، نوکه زړه يي غواړي قبوله دي کړي اويا دي پريږدي ( اوپردي حق دي نه اخلي ) . 
دپورتني حديث لاندي دمشهورو محدثينو لاندي اقوال په پوره دقت سره وګورئ : 
١ : حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کي چي دصحيح البخاري شرح ده په ( ١٢ ) جلد ( ٢٨٥) مخ کي دپورتني حديث ددي جملي په تشريح کي چي زه هم يو بشريم داسي ليکلي دي : اي کواحد من البشر في عدم علم الغيب . ددي معني داده چي د غيبودعلم په نه لرلو کي زه هم دنورو انسانانو په شان يم ، څنګه چي نوروانسانانوته دغيبوعلم نشته دغه شان ماته هم نشته.

٢: علامه بدرالدين عيني رحمه الله دپورتني حديث په تشريح کي په عمد ة القاري کي چي دصحيح البخاري شرح ده په ( ٢٤ ) جلد ( ١١٦ ) مخ کي داسي ليکلي دي : انما انا بشر يعني کواحد منکم ولا اعلم الغيب وبواطن الامور کما هو مقتضى الحالة البشرية وانا احکم بالظاهر . ددي جملي چي زه هم ستاسي په شانته يو بشر يم مطلب دادي چي ( دنيوي معاملوکي ) زه هم ستاسو غوندي يم اوپه غيبو او ستاسي په باطني اوپټوکارونو نه پوهيږم لکه څنگه چي دبشريت تقاضا ده اوزه دظاهري حال مطابق فيصله کوم . ددينه معلومه شوه چي دغيبوعلم دبشريت منافي دي اودبشر عالم الغيب کيدل محال اوناممکن دي .

• دصحيح البخاري په ( ١ ) جلد ( ٣٢٨ ) مخ کي دحضرت انس رضي الله تعالى په روايت نقل دي چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم په لاره کي پرته خرما وليده نوووي ويل که چيرته ماته ددي ويره نه وي چي داخرما به دصدقي اوزکات وي نومابه رااوچته کړي وي اوخوړلي به مي وي . 
• دصحيح مسلم په ( ١ ) جلد ( ٣٠٩ ) مخ کي دحضرت ابوهريرة رضى الله عنه په روايت نقل دي چي يو تورپوستي سړي په جمات کي اوسيدو اودمسجد صفايي به يي کوله هغه وفات شو ، اورسول اکرم صلى الله عليه وسلم دهغه د مرګ څخه خبرنه وو ، اتفاقا يوه ورځ يي هغه سړي يادکړو ( چي دډيرو ورځونه کيږي چي هغه نه ښکاري ) نوصحابه کرامو ورته وويل : هغه خو وفات شوي دي نو رسول اکرم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : راځئ ماته دهغه قبروښايئ – کله چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم دهغه قبرته راغلو نو په هغه يي دجنازي لمونځ وکړو .

ج : علم غيب دصحابه کرامو اولياء کرامو اوفقهاوو داقوالو په رڼاکي :

• دصحيح البخاري په ( ٢) جلد ( ١٠٩٨) مخ کي له حضرت عائشي ( رض ) څخه نقل دي 🙁 من حدثک انه يعلم الغيب فقد کذب وهو يقول لايعلم الغيب الاالله ). 
چاچي ستا په وړاندي داخبره وکړه چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبو پوهيږي نو هغه يقيننا دروغژن دي ځکه چي دالله تعالى ارشاددي : چي بي له الله تعالى څخه په غيبو هيڅوک نه پوهيږ ي

• سيد عبدالقادر جيلاني رحمه الله دخپل کتاب مراة الحقيقة په ( ١٨ ) مخ کي داسي ليکلي دي : من يعتقد ان محم دا صلى الله عليه وسلم يعلم الغيب فهو کافر لان علم الغيب صفة مختصة با لله تعالى . څوک چي داعقيده لري چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبوپوهيږي نوهغه کافردي ځکه چي دغيبوعلم دالله تعالى مخصوص صفت دي .

• امام حسن بن منصور قاضي خان رحمه الله دخپل کتاب فتاوى قاضي خان په 
( ٤ ) جلد ( ٨٨٣) مخ کي داسي ليکلي دي : که يوسړي ديوي ښځي سره دگواهانو 
نه بغير نکاح وکړه اوووي ويل : ما الله اورسول ګواه کړو، فقهاوو ويلي دي : چي 
داکفردي ځکه چي ده حضرت محمد صلى الله عليه وسلم عالم الغيب وګڼلو ، حال داچي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کي په غيبونه پوهيده نو بعد له مرګه به څه پوه شي .

• امام ابن نجيم حنفي رحمه الله دبحرالرائق په ( ٣) جلد ( ٨٨ ) مخ کي داسي ليکلي دي : لوتزوج بشهادة الله ورسوله لاينعقد ويکفر لاعتقاده ان النبي صلى الله عليه وسلم يعلم اgغيب . که چادالله اودهغه په ګواهى نکاح وکړه( اونور شاهدان يي ونه نيول ) نوهغه نکاح نه کيږي اوداسړي کافردي ځکه چي دهغه داعقيده ده چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبو پوهيږي اوزمونږ له حاله خبردي . اوس تاسي پخپله قضاوت وکړاي او دقران ، سنت ، دصحابه کرامو ، اولياء کرامو او فقهاوو دپورتنيو ذکر شوي اقوال په غورسره مطالعه کړاي اودقران اوسنت ددښمنانو اودخلکو دجيب وهونکو اولوټ مارانو په خولو مه غوليږئ .

ترتيبوونکي : مولوي عبدالبصير بصيرت

  د قرآن او حدیث قدسي ترمنځ توپیرونه
  زه ولې نوروز نه لمانځم؟
  د قيامت لويې نښې – درېيمه برخه

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close