اخلاقسیرت النبي مقالې

عفوه یا بښنه اوپه نبوي اخلاقوکي د هغې ژوندۍ بېلګي

 له هغه وخته  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د الله تعالی لور ته د بلني اود تو حید د عقیدې د خپرولوکار پیل کړ او د طبقاتي نظام چي په هغه وخت کي د عربو په جزېره کي پلی وود له مېنځه وړلو او د ظلم او استحصال د استیصال او له جرړو ځخه د اېستلولپاره خپله مبارزه پیل کړه او په انساني ټولنه کي یې دعدل او مساوات آواز وچت کړ او د نېکمرغه مسلماني ټولني د بنسټ اېښودلولپاره یې خلګو ته د اسلام د سپېڅلي نظام زېری ورکړ،  باطل پلوه قوتونه له خپلو ټولو امکاناتو سره دهغه  د په لاره شوی انقلاب  مخ ته ودرېدل  او  په مختلفو کلونو یې  د هغه د مقدسي مبارزې په وړاندي دخنډونو ایجادول یې پیل کړل هغه انقلاب کوم چي دجهالت د ترږمیو ، استبداد او بشري استحصال او په عربو کي د موجود طبقاتي سیستم د له مېنځه وړلو لپاره د بشریت د نجات داعي د هغه بنسټ تازه اېښی وو .

کفارو او دمکې مکرمې مشرکینو له رسول الله (ص) سره د جګړې او مقاومت ټول م ېتودونه وکارول ، هغه یې په دروغ ویلو، جنون ، او جادوګري اونورو تهمتونو تورن کړ ، محاصره یې کړ ، او له خپل پلرني ټاټوبي ځخه یې دهغه دشړلو او وژلو پلانونه طرح کړل ، درسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو په خلاف یې  تعذیب ، ترور او نفسیاتي جګړه تر دې حده توده وساتله چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو ملګرو ساه تر شکنجو او تعذیب لاندي وختله او په شهادت ورسېدل لکه یاسر او سمیة رضي الله تعالی عنهما و أرضاهما، مشرکینو په مکه مکرمه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف په چلول شوي تحریک او د هغه په شړلو او د هغه د ملګرو په تعذیبولو اکتفاء ونکړه بلکه کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی له وحشیانه سلوک ځخه تنګ راغی اومدینې منورې ته یې هجرت وکړ  هلته یې هم دخپل تعصب او جګړي لمن ورغزوله ، د مدینې منورې له منافقینو او یهودو سره په ګډه د هغه ددعوت مخي ته ودرېدل .

قریشو او د هغوی حلیفانو چي هرڅه وکړل هغه په اسلامي تاریخونو کي لیک دی خو الله تعالی جل شأنه غوښتل چي د هغه ډېوه بله وساتي او دعوت په خپل مسیر کي په چټکتیا سره روان ووچي د جهالت او ترږمیو کنډوالې یې نړولې او له روښانو فکرونو او دخیر او انسان رغوني له احساساتوسره یې خواله کوله ،خلګو په ډېره مینه او ولوله ددې دعوت هرکلی کولو تر څو دا عقیدوي او فکري انقلاب په پښو ودرېدلو .

له ډې ټولو کړاوونو او ستونځو سره چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه د ملګرو په وړاندی مخي ته راغلو خو بیا هم قرآنکریم هغوی ته د بښني ، عفوي او درګذر آواز کوي او له هغوی ځخه غواړي چي له صبر او زغم ځخه کار واخلي او د بدو په مقابل کي احسان وکړي او له انتقام اخېستلوځخه ډډه وکړي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآنکریم دا لارښووني په بشپړه توګه تطبیق او عملي کړې او د عفو اوبښني  په خپلولوسره یې د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو یوه غوره نمونه  انسانی ټولني ته وړاندي کړه .

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو یو ژوندی مثال وو او د هغه ددعوت د بري راز په همدې کي نغښتی وو چي څه چي هغه خلګوته رسول او کومي د نېکمرغي لاري چي یې نوروته ښودلې هغه له وړوکتوبه د هغه په عمل کي پلي وو.

مونږ به دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعفو او بښني ځیني ژوندۍ بېلګي چي دجګړي ، سیاست او دعوت په ډګرونو کي د هغه په اخلاقو کي ځلېږي وړاندي کړو:

لومړۍ بېلګه :

په درېیم هجري کال کي د مشرکینو لښکر په مدینه منوره یرغل وکړ چي په نتېجه کي یې د اُحد جګړه ونښته په دې جګړه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) زمری حمزة رضی الله تعالی عنه د جبیر بن مطعم د مریېی چي وحشي نومېدلو په خنجر په شهادت ورسېدلو د ابوسفبان ښځه چي هند نومېدله د قریشو د ښځو په ملګرتیا راغله او د مسلمانانو د شهیدانو په څېرو یې  لوبي پیل کړې او له همدغو شهیدانو سره ددښمني په اساس یې د هغوی غوږونه او پوزي پرې کولې او مخونه یې ورڅیرل او داړل د هند عداوت او دښمني له مسلمانانو سره تر دې حده وه چي  ددې لپاره چي سینه یخه شي د هغوی له پوزو او غوږونو ځخه یې په ډېر لبي قساوت د غاړي غړواندی جوړ کړ او په غاړه یې کړلو او د حمزه رضي الله تعالی عنه سینه یې څېري کړه او دهغه اینه یې خوړله او ویې ژووله خو تېرولای یې نشوای واپس یې تویې کړه (سیرت ابن هشام) .

دا هغه شهیدان وو چي له حق ځخه ددفاع ، او له ظلم او د طاغوت له غلامي ځخه د بشریت د خلاصون په لاره کي شهیدان شوي وو.

جګړه پای ته ورسېدله ، دواړه لښکري د جګړې له ډګره په شا شولې مسلم انان راغلو د خپلو شهیدانو دلاشونو تلاش یې پیل کړ  او رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهیدانو لاشونو ته ودرېدلو  او هغه څه یې په خپلو سترګو ولیدل څه چي مشرکینو په همدغو لاشونو کړي وو او د خپل تره په څېره د هغوی تمثیل  ډېر ودردولو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو دا پرېکړه وکړه چي که په مشرکینو بری ومومي  ضرور به د همدغو کړو وړو سخته سزا مجرمینو ته  ورکوي .

نښتي او جګړې تر هغه وخته رواني وې تر څو چي الله تعالی د خپل رسول صلی الله علیه وسلم مرسته وکړه اومسلمانانو ته یې په باطل پرستانو بری ورکړ  او تقریبا له دې دردوونکو فاجعو ځخه پنځه کاله وروسته مسلمانانو م که مکرمه له طاغوتیانو ځخه آزاده کړه  رسول الله صلی الله علیه وسلم   د الله تعالی ددې ارشاد له مخي چي مسلمانان د یا خو بالمثل بدله واخلي او زیاتی د نه کوي او یا د بښنه وکړي او بښنه غوره ده هماغه  مجرمین وبښل : الله تعالی فرمایلې :

وان عاقبتم فعاقبوا بمثل ما عوقبتم به و لین صبرتم لهو خیر للصابرین ٭ واصبر وما صبرک الا بالله ولاتحزن علیهم ولاتک في ضیق مما یمکرون .

تفسیر: که ددعوت او تبلیغ په لاره کي د مشرکینو له خوا تا ته کوم تکلیف او ځور ورسېږي اوته بیا په هغوی برلاسی شې نو بالمثل او مساوي په هغه شان سلوک ورسره وکړه کوم چي هغوی له تاسره کړی وي او که له صبر او زغم ځخه کار واخلې نو صبر د صبر کوونکیو لپاره خیر او بهتره ده او که د الله تعالی توفیق نه وي نو په مصېبتونو صبر کول آسانه کار نه دی اود هغوی په شرک او کفر باندي د ټینګار له وجهي چي ولي نه مسلمانېږي مه خفه کېږه او د هغوی له فرېبونو ځخه مه زړتنګی کېږه . 

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قاتلین او مجرمین وبښل اوخپله  مشهوره وینا یې هغوی ته واووروله :

یا معشر قریش ماترون اني فاعل فیکم ؟ قالوا خیرا ، أخ کریم وابن أخ کریم ، قال : لا تثریب علیکم الیوم اذهبوا فأنتم الطلقاء . (الکامل في التاریخ)

اې د قریشو قومه آیا تاسو خبر یاست چي زه به نن ستاسو د کرتوت په مقابل کي له تاسو سره څه وکړم ؟ هغوی په ځواب کي ورته وویل : چي ښه به راسره کوې ، مهربانه ورور مو یې او د مهربانه ورور زوی یې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : نن په تاسو هیڅوک غرض نلري ولاړ شۍ او آزاد یاست .

دوهمه بېلګه :

کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف راوړلو  د یهودو او مسلمانانو تر مېنځ یې د یو په بل د نه تېري او روغي یو تړون ولیکلو یهودو په هغه وخت کي د مدینې منورې د اوسېدونکیو یوه برخه جوړوله خو یهودو په هغه عهد وفا ونکړه کومه چي یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره لېکلي وه ، په پټه یې د مسلمانانو په خلاف توطیې پیل کړې  او د مسلمانانو له مخالفینو او له مشرکینو او منافقینو سره یې پټ ایتلافونه او تحالفات جوړ کړل  او دفتنو د جوړولو لپاره یې ددروغو پروپاګندونه پیل کړل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قتل لپاره یې پلان جوړ کړ خو الله تعالی ور ځخه خلاص کړ  دا هغه وخت چي یوې یهودي ښځي په کباب شوي پوسه کي هغه (ص) او د هغه ملګري ته زهر ورکړل خو الله تعالی د وحي په ذریعه هغه خبرکړ چي په دې غوښه کي زهر اچول شوي دي ، تاسوڅه فکر کوۍ چي دداسي قاتلانه دسیسې په مقابل کي څه درېځ باید ونیول شي او له داسي مجرم څه سلوک لازم دی چي صورت ونیسي .

د سېرت په کتابونوکي دا واقعه داسي نقل شوي ده :

ولما استقر رسول الله صلی الله علیه وسلم أهدت له زینب بنت الحارث امرأة سلام بن مشکم شاة مص*یة مسمومة فوضعتها بین یدیها فأخذ رسول الله صلی الله علیه وسلم منها مضغة ، فلم یسغها و معه بشر بن البراء بن معرور فأکل بشر منها ، وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان هذه الشاة تخبرني أنها مسمومة ثم دعا المرأة فاعترفت فقال ماحملک علی ذلک ؟ قالت : بلغت من قومي مالم یخف علیک فقلت : ان کان نبیا فسیخبر وان کان ملکا استرحنا منه ، فتجاوز عنها . (الکامل في التاریخ)

کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کرم فرماشو زینب د حارث لور او د سلام بن مشکم ښځي  په اور پخ شوی پوسه چي په زهرو ککړ شوی وو د مېلمه پالني لپاره د هغه حضور ته وړاندي کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ګوله ځیني ور واخېستله خو مزه یې ورنکړه او بشر بن البراء بن معرور هم ورسره ملګری وو بشر وخوړله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : داپوسه ماته خبر راکوي چي هغه په زهرو ککړ شوی دی ، بیایې هغه کوربه ښځه راوغوښتله هغې ددې جرم اعتراف وکړ ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ځیني وکړه چي څه شي ددې عمل ارتکاب ته وپارولې ؟ هغې په ځواب کي ورته وویل : تاته معلومه ده چي ځما د قوم له تاسره دښمني ده او ستاله لاسه هغوی په ځور دي ، ماله ځان سره وویل که ته په رېښتیا نبي وې خبر به کړل شي او که یوخان یا سرداروې مونږ به د له ضرر ځخه خلاص او په امن کي شو ، بیارسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ښځه وبښله .

دا زمونږ د ګران پیغمبر  رسول الله صلی الله علیه وسلم ددښمنانو په مقابل  کي دپراخي سینې اوبښني او زړسوي دوه ژوندۍ نمونې وې ، دا دسیاستونو او ټکرونو په نړۍ کي د اخلاقو ځلانده فورمولونه دی ، دا هغه اسلامي ارزښتونه او اهداف دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عملي سلوک او سیاست کي یې ځانته ځای نیولی دی ، د اسلام اهداف لکه چي جوته ده د بشریت لارښوونه او د اخلاقو رغونه ده او جهاد د انتقام وسیله نه بلکه د حق د اثبات او دطاغوت د مجبورولو لپاره ده چي له خپلو شرانګېزو سیاستونو ځخه لاس په سرشي او د باطلو فکرونو اوانګېزو له تیتولوځخه لاس واخلي . 

رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یواځي په خپله عفو او بښنه کوله بلکه په ډېرو احادیثو کي یې مسلمانان هم په دې ګمارلي دي چي په خپلو کړو وړو او اجتماعي تعلقاتو کي تل له عفو او بښني ځخه سرشاروي  او عفو هم هغه وخت چي کله د په انتقام وس برشو الله تعالی د زمونږ هر عمل درسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په اتباع ښکلی او آراسته کړي (آمېن)

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: