تابعین او تبع تابعین

عروة ابن زبیر رضی الله عنه ؛ د صبر لمر

د مازدیګر په هغه وخت کې چې لمر خپلي طلايي او زریني وړانګې د بیت الله الحرام څخه ټولولي د ماښام نرم او یخ شمال د حرم په شاوخوا کي الوتی په دغه  وخت کې هغه ژونديو او پاته اصحاب کرام او د تابعینو مشرانود حرم فضا د خپل تحلیل او تکبیر په ویلو خوشبویه کول  او د حرم شریف کونجان يي په خپلو صالحو دعاوو سره ډکول تر څو چې خلګ د کعبې شریفي پر شاوخوا په هیبت او وقارسره  ټولۍ ټولۍ سره کښیناستل او په خپلو منځونو کې يې داسي خبري سره کولې چې نه چټیات پکې وه او نه ګناه

څوک د تفسیر او حدیث په بیانولو مشغوله دي ، څوک په علمي خبرواو فتواو کې ږغیږي ، څوک دسیرت او فتوحاتو حالات بیانوي خو هلته رکن یماني ته نژدې څلور په نسب لوړ داسي ځوانان سره ناست دي چې ځیني يې تابعین دي او ځیني يې هغه کسان دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمر آخري کلونه يې نیولي او اصحاب کرام دي ددوی مخان لکه څراغ ځلیدل او دوی لکه د حرم کوتري په نظیف زړه او پاکو لباسو کې وه .

دغه څلور ځوانان څوک وه ؟

هغه عبدالله بن زبیر  او دده ورور مصعب ابن زبیر  او ددوی بل ورور عروة ابن زبیر رضی الله تعالی عنهم اجمعین  او عبدالمک ابن مروان  وه .

دغو صالحه ځوانانو په خپل منځ کې یو له بله سره نرمي او پستې خبري کولې تر څو چې په دوی کې یوه وویل : راشئ په موږکې دي هر یو له الله تعالی جل جلاله څخه د هغه شي غوښتنه وکړي چې دده خوښ اودده آرزو وي !

نو له دوی څخه هریوه د غیبو په افاقو کې چورت ایله کړ  او ددوی فکرونه ددوی د غوښتونو په زرغونو باغچو کې ګرځیدل  . ترڅو چې:
عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه وویل : زماغوښتنه داده چې د حجاز امیر شم او د خلافت مقام ته ورسیږم .

د عبدالله ابن زبیر ورورمصعب ابن زبیر رضی الله عنهما وویل : مګر زما غوښتنه بیاداده چې د عراقین ((بصرې او کوفې))داسي امیر سم چې په هغه کې هیڅوک نضاع او شراکت نه راسره لري .

عبدالملک ابن مروان وویل : کله چې تاسي په دغه کوچنیو امارتو یا کوچنیو حکمرانیو قانع کېږی خو زه په دغه کوچنیو حکمرانیو نه قانع کیږم ، زه غواړم چې د ټولي مځکي خاوند یا پاچا وګرځم او پس له معاویه ابن ابي سفیان نه دغه لوی خلافت ته ورسیږم . مګر عروة ابن زبیر رضی الله عنه پټه خوله دی ، هیڅ نه وايي . دغه نورو درو ملګرو يي ورته وکتل او وویل  یا عروة : ستا څه آرزو ده ؟

عروة وویل : الله جل جلاله دي ستاسو په آرزوګانو کې چې دنیوي غوښتني دي برکت واچوي !

مګر زما آرزو او غوښتنه داده : چې داسي با عمله عالم شم چې خلګ زما څخه د دوی د رب کتاب ، ددوی د نبي سنت او ددوی د دین احکام زده کوي او په آخرت کې د الله جل جلاله رضا لاس ته راوړم او د الله جل جلاله په جنت سره بختور او کامیابه سم .

وختونه دي تیریږي … ترڅو چې د یزید ابن معاویه تر وفات وروسته له عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه سره پرخلافت بیعت وشو او دی د حجاز ، د مصر ، د یمن ، د خراسان او عراق حاکم وګرځیدی او بیا د کعبې شریفي سره نژدې هغه ځای ته چې ده دغه تمنا او غوښتنه کړې وه د حجاج اسقفي له طرفه په شهادت ورسید . همدارنګه مصعب ابن زبیررضی الله عنه  د خپل ورور عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د خپل ورور له طرفه د عراق والي او امیر مقرر شو او دی هم د خپل ولایت په وخت کې په شهادت ورسیدی او عبدالملک ابن مروان ته د خپل پلار تر مرګ وروسته خلافت ورپاته سو او بیا تر هغه وروسته چې عبدالله ابن زبیر او دده ورور مصعب ابن زبیر د عبدالملک ابن مروان د لښکرو له طرفه په شهادت ورسیدل نو د خپلې زمانې د لویو پاچاهانو څخه وګرځیدی .

مګرعروة ابن زبیر رضی الله تعالی عنه ته څه پېښه شوه ؟

عروة ابن زبیر رضی الله عنه په یوه داسي کورنۍ کې چې د مسلمانانو د معززو ، مشرفو اولوړو کورنیو څخه وه هغه وخت دنیاته راغلی چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت یو کال پاته وو .

د عروة رضی الله عنه پلار زبیرابن العوام رضی الله عنه ووهغه زبیر چې حواري رسول الله صلی الله علیه وسلم وو او اول هغه څوک دی چې په اسلام کې يي توره چلولې ده او د هغه لسو کسانو څخه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرفه د جنت زېری ورکول سوی دی یا په بل عبارت د عشرة مبشرة څخه یو نفر هم دغه زبیر ابن العوام رضی الله عنه دی .

د عروة رضی الله عنه مور آسما بنت ابوبکر رضی الله تعالی عنهما ده هغه آسما چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرفه د ذات النتاقین لقب ورکول سوی دی.
د عروة رضی الله عنه د مور له طرفه نیکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه او ثاني اثنین د غار ملګری ابوبکر صدیق رضی الله عنه دی .

او د پلارله طرفه انا يي هغه صفیه بنت مطلب ده رضی الله تعالی عنها ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمه ده .

د عروة رضی الله عنه خاله ام المؤمینین حضرت عائیشه الصدیقه رضی الله عنها ده .

کله چې حضرت عائیشه رضی الله تعالی عنها وفات شوه عروة رضی الله عنه په خپله ښخه کړه او قبرته يي ورکښته شو او ددې رضی الله عنهالحد يې په خپلو لاسو پر جوړکړی.
اوس نو ستا په خیال تر دغه نصب بل لوړ نصب سته ؟ تر دغه شرف چې عروة رضی الله عنه درلودی بل لوړ شرف پیداکیدلای شي ؟

دا ټوله شرف او عزت يي یوازي د حسب او نصب شرف او دغه شرف او عزت يي بیله هغه د ایمان او بیله هغه عزته د اسلام ، بیله هغه مقامه د علم او بیله هغه درجې د عبادت دی چې د ه درلودل.
د پاره ددې چې عروة ابن زبیر رضی الله عنه وه هغه تمنا او آرزو ته چې د الله جل جلاله څخه يې د کعبې شریفي سره غوښتې وه ورسیږي نو يې د دنیوي کاروباره له هرڅه څخه ځان فارغه کړاو د علم طلب ته يې ملا وتړل او هغه کسان چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د اصحابو کرامو څخه پاته وه هغه يې د ځان د پاره غنیمت وبلل د هغو کورو ته ورتلی  ، د هغو تر شا يې لمونځ کاوه او دهغو په مجلسو پسي به ګرځیدی

تر څو چې د علي ابن ابي طالب ، عبدالرحمن ابن عوف ،زید ابن ثابت ،ابوایوب الانصاري ،اسامه ابن زید،سعید ابن زید ،ابوهریرة ، عبدالله ابن عباس او نعمان ابن بشیر رضی الله تعالی عنهم اجمعین څخه يې علم حاصل کړی . او د هغو څخه يې روایتونه کړي دي خو د علم ډیره حصه يې د خپلي خاله ام المؤمنین عائیشه رضی الله عنها څخه حاصله کړي ده ترداسي اندازې چې د مدینې منورې د هغو اوو مشهورو فقهاوو یا عالمانو څخه وګرځېدی چې عامو مسلمانانو د خپلو دیني مسائلو په باره کې هغو ته رجوع کول او تر اوسه هم ورته رجوع کوي او صالحه امیرانو د خپل اولس او وطنو د اصلاح لپاره ددوی په علم سره کومک غوښتی . د مثال په ډول عمر ابن عبدالعزیز رحمة الله تعالی علیه د مخه تر دې چې خلیفه او امیرالمؤمنین وګرځي د ولید ابن عبدالملک له طرفه د مدینې منورې والي مقرر شو او هلته ولاړی نو خلګ دده د سلام او ستړې مسي لپاره ورته راغله کله چې عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله د ماپښين لمونځ اداکړ نو يې د مدینې منورې له علماؤ څخه لس نفره ور وغوښتل چې ددغو علماؤ مشر عروة ابن زبیر رضی الله عنه وو ، کله چې دغه علماء د عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله مجلس ته ورغله عمر ابن عبدالعزیز ښه راغلی ورته ووایه او ددوی احترام يې وکړ ، پس له هغه چې عمر ابن عبدالعزیز د الله جل جلاله حمد او ثنا وویل بیا يې علماؤ ته وویل ما تاسي دداسي یوه کار دپاره را غوښتي یاست چې په هغه کار کې تاسي ته ثواب درکول کیږي او په هغه کارکې به تاسي په حق کې زما معاوینان او کومکیان یاست  ، زه نه غواړم چې بيله ستاسي مشورې د یوه کار فیصله وکړم بلکه دهر کار په عملي کولو کې به ستاسي رایه او نظر اخلم ، بل دا چې که تاسو ولیدل چې یوچا پر بل چا تېری او تجاوز کوي یا په دې خبر شولاست چې زما یو مأمور ظلم کوي په الله جل جلاله سره ستاسي څخه غوښتنه کوم چې ما به په دغسي مضوعاتو خبروی .

بیانو عروة ابن زبیر رضی الله عنه د خیر دعا ورته وکړه او دالله جل جلاله څخه يې دده د پاره پر سمه او مستقیمه لار ثبات او استقامت وغوښتی .

عروة ابن زبیر رضی الله عنه یوازي دانه چې عالم وو بلکه علم او عمل يې دواړه سره یوځای کړي وه ، په ډیرو ګرمو او تودو ورځو کې به يې روژې نیولې او د شپې په تاریکیو کې به يې تهجد یا د شپې لمنځونه کول ، ژبه به يې تل دالله تعالی جل جلاله په ذکراویاد لنده وه .

ددغو ښو عملونو تر څنګ د کلام الله قران مجیدد تلاوت همیشنی ملګری هم وو هره ورځ به يې د ټول قرآن مجید څلورمه حصه په قرآن مجید کې په نظر تلاوت کوله او شپې به يې په لمانځه کې هغه حصه په یاد تلاوت کول او دغه کار يې د ځوانۍ د شروع څخه بیا د وفات تر ورځي نه دی پرې ایښی بیله له یوه واره چې هغه هم د یوې سختي ناروغۍ او بې هوشۍ په سبب ځیني پاته سوی دی . چې بیان به يې وروسته درته راسي .
عروة ابن زبیر رضی الله عنه د خپل ځان او خپل زړه راحت په لمانځه کې حاصلول او د ځمکي پر مخ دده جنت لمونځ وو ، لمونځ او دهغه ناسته او ولاړه ، د هغه رکوع او سجده يې په ډیرښه او صحیح شکل سره ادا کول ډیر اوږد او ارام لمونځ به یې کاوه . ویل کيږي چې عروة ابن زبیر رضی الله عنه یووخت یو سړی ولیدی چې په چابکي او تلوار سره يې لمونځ اداکړی کله چې هغه سړی له لمانځه څخه فارغه شو عروة ابن زبیر رضی الله عنه ور وغوښتی او ورته ویل يې اي وراره ! آیاتا د خپل رب عزوجل څخه یو ضرورت او حاجت نه درلودی چې ځیني غوښتی دي وای ؟ په والله زه خو په خپل لمانځه کې هر څه حتی تر مالګي پوري له الله جل جلاله څخه غواړم .
عروة ابن زبیر رضی الله عنه ډیر سخي ، جواد او د ورکړي خاوند وو دده د سخا څخه یوه قیصه داده :
چې د مدینې د باغو څخه يې یو داسي لوی باغ د پلار څخه په میراث ورپاته وو چې خوږې اوبه او ګڼي وني يې درلودې ، دخورما لویي لويي وني پکښې ولاړي وې ، ټول کال به يې پر دغه باغ لوی دیوال ددې د پاره را ګرځولی وو چې وني يې د حیواناتو له آزاره او د ماشومانو د لوبو څخه وساتل شي ، کله چې به يې مېوې ښکاره شوې او داسي به پخې شوې چې د لیدونکې به اشتها او شوق ورته کیدی نو به يې خاص او عامو خلګو ته د باغ دننوتلو اجازه ورکړه او د باغ له هره طرفه به يې څو څو ځایه دیوال ددې د پاره ونړاوه چې خلګ په آساني سره باغ ته ننوزي . نو به له هره طرفه خلګ باغ ته ورننوتل هلته به يې د خپلې خوښي میوې خوړلي او د ضرورت په اندازه به يې له ځان سره وړلې او له هره طرفه چې به يې زړه وو پر هغه لار به وتل .

د عروة ابن زبیر رضی الله عنه ژوندد علم ، دعوت او عبادت ژوندوو ….
مګر الله سبحانه وتعالی خامخا خپل بندګان په ښکاره امتحان سره ددې د پاره امتحانوي چې صبر کوونکی او بې صبره هر چاته معلوم کړل شي . نو الله جل جلاله عروة ابن زبیر رضی الله تعالی عنه په یوه سخت امتحان سره امتحان کړی
د ولید ابن عبدالمک ابن مروان د خلافت په وخت کې چې د غه ولید د بني امیه د خلفاوو څخه شپږم خلیفه دی او دده په عصر او زمانه کې اسلامي دولت د خپل مجد او عزت اوج او لوړ مقام ته رسیدلی وو.
الله جل جلاله دا خوښه کړه چې عروة ابن زبیر رضی الله عنه په داسي امتحان سره امتحان کړي چې د هغه امتحان په مقابل کښې بیله هغو کسانو چې زړونه يي په ایمان سره آباد او په یقین سره ډک وي بل څوک نه سي درېدلای هغه امتحان داسي وو:
ولید ابن عبدالملک چې د مسلمانانو خلیفه او امیرالمؤمینین وو عروة ابن زبیر رضی الله عنه يې د مېلمستیا پر قسم د خپل ملاقات لپاره دمشق ته ور وغوښتی عروة رضی الله عنه هم دغه دعوت قبول کړی او هغه خپل مشر زوی يې په دغه سفر کې د ځان ملګری کړی کله چې د خلیفه دربار ته ورسیدل خلیفه يي هم تود هرکلی او شانداره ښه راغلای وکړی تر آخره حده يې دده عزت او اکرام وکړی.

خو الله جل جلاله دا مقدره کړه چې هغه بادونه راوالوزوي چې د کښتیو نه وي خوښ هغه دا چې د عروة رضی الله عنه امتحان ددغه مېلمستیا وخت کې چې د ولید ابن عبدالمک په دار الخلافه کې وو شروع سي
امتحان پس له امتحانه، داسي امتحانونه چې پر بشري نفس ډیر شدید وي خو تر دغه امتحانو عجب د ابن زبیر رضی الله عنه تصرف قناعت وو.

ای هغو کسانو چې په یوه امتحان سره امتحانېږی ، ای هغو کسانو چې یو مصیبت درته پېښیږي یا درته پېښ دی که مو عروة ابن زبیر رضی الله عنه لیدلی وای چې ددغه خپلو مصیبتو سره يي څنګه معامله کول هلته به مو صبر زده کړی وای چې صبر څه شی او څنګه کیږي.

د عروة ابن زبیررضی الله عنه هغه مشر زوی چې دده سره په غه سفر کې ملګری وود پاچا د آسانو طویلي ته ددې د پاره ورغلی چې د پاچا هغه اصل آسان وویني خو هلته یوه آس د شاه په دواړو پښو په داسي سخته لغته وواهه چې د هغې لغتي سره د عروة رضی الله عنه د زوی ژوند پای ته ورسیدی ، د عروة رضی الله عنه مشر زوی مړ سو او پلار يې د انالله واناالیه راجعون کلیمه وویل او د خپل زوی پر مرګ يې صبر وکی ، د غمجن پلار لاسونه د خپل زوی د قبر دخاورواو ګردو څخه لا نه وه پاک شوي چې دده پښه په داسي ناروغي ناروغه شوه چې په پخوانۍ عربي کې (عاکله) ورته ویل کیږي اواوس (غرغرینه) ورته وايي داداسي ناروغي ده چې په یوه اندام کې پیدا شي هغه اندام د هډوکو سره ټول توی او رژیږي اونور بدن ته سرایت پسې کوي ، نو د عروة ابن زبیر رضی الله عنه د پښې پنډۍ و پړسېده او پاړسوب يې نور هم په ډیره چابکۍ سره مخ پر زیاتیدو وو .
خلیفه د خپل مېلمه د علاج لپاره له هره ځایه طبیبان را وغوښتل او هغه يې امر کړه چې په هره طریقه او وسیله سره زما د مېلمه علاج کیږي باید علاج يې وکی مګر ټولو طبیبانو په اتفاق سره وویل چې د عروة رضی الله عنه د جوړېدود پاره بیله دې چې دده پښه د مخه تر دې پري کړل سي چې پاړسوب يې نور بدن ته ځي اودده د مرګ سبب ګرځي بله چاره نسته . داداسي ناروغي دې چې نن هم بیله دې چې د ناروغ پښه ور پرې کړي بل علاج نه لري نو د هغه وخت په باره کې څه فکر کوی ؟
د طبیبانو دغه فیصله عروة ابن زبیر رضی الله عنه ته وویل سوه او ده بیا هم د انالله واناالیه راجعون کلیمه وویل او ویل پرې يي کړی . نو د طبیبانو ددغې فیصلې په اساس د عروة رضی الله عنه د پښې د پرېکیدلو د پاره جراح د هغو چړو سره چې غوښي په پرې کوي او د هغو ارو سره چې هډوکي په اره کوي راغلی او عروة رضی الله عنه ته يې وویل : زما فکر تاته باید څه داسي مسکر شراب غوندي نشه کوونکی شی درکړو چې د غه د پښې د پرېکولو په دردپوه نه سې .
عروة رضی الله عنه وویل دا ډیر لري کار دی زه د هغه صحت او عافیت د پاره چې زه يي امید لرم په حرام شي سره کومک نه غواړم . جراح وویل :نو به څه مخدر لکه چرس او تریاک درکړو ؟
عروة رضی الله عنه وویل : زما دا نه ده خوښه چې زما د اندامو څخه دي یو اندام پرې سي او زه دي د هغه په درد نه سم پوه بلکه ددغه درد په حسولو سره زه دالله جل جلاله رضا غواړم یا ددغه درد په بدل کې زه دالله جل جلاله اجر او ثواب غواړم .
څرنګه چې عروة رضی الله عنه د شرابو د چښلو او د مخدر د خوړولو څخه منع وکړل نو جراح ووتی او د هغې خوا يې څو نفره قوي ځوانان ورسره راوستل کله چې ځوانان د عروة رضی الله عنه طرف ته ورنژدي شول عروة رضی الله عنه وویل : دا څوک دي او څه کوي؟ ورته وویل سوه دا ددي لپاره راوستل شوي دي چې تا ونیسي ، ښايي چې د پرېکولو په وخت کې د درد له شدته او سختیو پښه کش کړې او دغه کار تاته ضرر لري ، ښايي چې پر غلط ځای پښه پري کړل شي .
عروة رضی الله عنه وویل : دوی ته ضرورت نسته ، دوی لري کړی او دا زما امید دی چژ ددوی پر ځای به موزه په ذکر او تسبیح ویلو له دوی څخه فارغ کړم .

عجېبه خبره ده جراحي عملیات ، د پښې پرېکیدل بیله نشه کولو کیږي . موږ او تاسي یو غاښ بيله نشې نه سو کښلای خو عروة رضی الله عنه خپله پښه بیله نشې پرې کوي … خیر … جراح ور د مخه سو اول يې په هغه خاصو چړو د پاړسوب تر ځای لوړ دپښې د غوښو په پرې کولو شروع وکړه ځکه باید پښه له هغه ځای څخه پرې شي چې مرض نه وي ور رسېدلی او عروة رضی الله عنه له ځان سره تحلیل وايي ((لااله الاالله والله اکبر)) تاسي فکر وکی انسان زخمي کیږي بلکه په چړو پرې کیږي او دی چپه خوله او صبر کوونکی وي او دغه وايي ((لااله الاالله والله اکبر)) کله چې جراح ټولي غوښي پرې کړې او هډوکي ته ورسیدی عروة رضی الله عنه چپه خوله دی فقط تحلیل او تکبیر وايي او د زخم څخه يې ویني را بهیږي . جراح اره ورته ونیول او دپښې پاته غوښي او هډوکی په اره سره اره کوي خو عروة رضی الله عنه بیا هم په دغه وخت کې لااله الاالله والله اکبر وايي ، جراح په خپل اره کولو مشغول دی او عروة رضی الله عنه د خپل تحلیل او تکبیر په ویلو مشغول دی تر څو چې د عروة رضی الله عنه پونډۍ پوره پرې سوه او ویني پواره غوندي را تویږي ، اوس باید د وینو بهېدل ډیر ژر ودرول سي او په هغه وختو کې د زیاتي ویني یا شدیدي ویني د درولو دپاره یوه طریقه موجوده وه بله لار او چاره نه وه ورته معلومه هغه دا چې غوړي به يي سره کړل او دغه د وینو د بهیدلو ځای به يې په هغه سره کړو غړو کې ایښاوه یابه يي په غوټه کاوه نو هغه سره کړو غوړو به اعصاب او شریانونه ټول وسووځل د هغو خولې به بندي سوې اووینه به ودرېدل . اوس جراح په یوه دېګ کې سره کړي غوړي راوړل او د عروة رضی الله عنه زخمي پښه يا دپنډۍ پاته حصه يې په دغه سره کړو غوړو کې ددې د پاره غوټه کړل چې د وینو بهېدل ودریږي او زخم سره را ټول سي .
سبحان الله تاسي ته معلومه ده چې درد دی او انسان انسان دی .
په دغه وخت کې عروة رضی الله عنه په اوږده بې هوشي سره بې هوشه سو.

طبیبانو يي علاج کاوه او دی رضی الله عنه ټوله ورځ بې هوشه پروت وو چې دا د عروة رضی الله عنه په ژوند کې هغه یوازنی ورځ ده چې ده د خپلې ځوانیه بیا د مرګ تر وخته د قرآن کریم هغه معینه وظیفه چې څلورمه حصه د قرآن مجید وه ځيني پاته سوې ده یا په بل عبارت دغه بې هوشي ددې سبب شوه چې عروة رضی الله عنه د قرآن مجید هغه خپل ورځنی وظیفه ونه ویل او دا هغه یوازنۍ ورځ او اول وار دی چې دده د ځوانۍ د شروع څخه دغه د ثواب کار ځیني پاته کیږي .
کله چې عروة ابن زبیر رضی الله عنه د بې هوشۍ څخه پر هوش راغلی نو يي هغه خپله پرې شوه پښه را وغوښته ! پښه يې ورته راوړل او ده په لاس کې سره اړول او ویل يې قسم په هغه ذات چې د شپې په تاریکیو کې به يې زه په تا سره د لمانځه د ادا کولو لپاره مساجدو ته بیولم هغه خبر دی چې زه هیڅ کله په تا سره حرامو ځایو ته نه یم تللی او بیا يې د معن ابن عوس شاعر هغه بیتونه د ځان سره وویل چې وايي :
یعني قسم دی ما خپل لاس د شک شي او تهمت ځای ته نه دی غځولی
او نه زما پښو زه د فحشا ځای ته وړی یا بیولی یم
او نه زماغوږو او نه زما سترګو زه فحشا ته ور وستلی یم
او نه زما فکر او زما عقل ماته د فحشا ښوونه کړې ده
او زه پوهېږم چې ماته د زماني څخه کم نوی مصیبت نه دی رارسیدلی
مګر هغه مصیبت راته رارسیدلی دی چې تر ما د مخه هم بل چاته هم رسیدلی دی
د وخت پاچا ولید ابن ملک ابن مروان ته دغه حالات چې دده ګران او معززه مېلمه ته په څو لږو ورځو کې ور پېښ شوه ډیر سخت او خواښینونکې وه چې یو يې ځوان زوی د لاسه ورکی اوبل یې پښه پرې شوه
نو يې د خپل مېلمه د تعزیت او صبر کولو د پاره د هرې وسیلې څخه کار اخیستی خو تقدیري داسي پېښه شوه چې د بني عبس د قبېلې یوه ډله وه دارالخلافت ته د مېلمنو پر قسم او د خلېفه د لیدلو لپاره راغله چې په هغو کې یو ړوند سړی هم وو د وخت خلېفه د سړي څخه د هغه دړندېدېدلو سبب وپوښتی ؟ سړي وویل یا امیرالمؤمینین زما کیسه ډیره عجیبه او غریبه کیسه ده هغه دا چې د بني عبس په ټوله قبيله کې داسي څوک نه ووچې تر مادي يې مال ، کورنۍ یا اولاد ډیر وي هم مالداره وم او هم مي ډیر اولادونه درلودل یووخت ما د خپله ټوله ماله او خپلي ټولي کورنۍ سره په هغه شله کې واړول چې زما د قوم کورونه هلته وه خو پر دغه شله د اوبو داسي سېل راغلی چې موږ يې هيڅکله داسي مثل نه وو لیدلی . سیل زما ټوله مال زما ټوله کورنۍ او زما اولادونه یووړل ماته يې بیله یوه اوښه او بیله یوه کوچني اولاده چې تازه زیږېدلی وو بل څه نه راپرېښول . زما دغه اوښ یاغي وو او را څخه ويې ځغستل ما دغه ماشوم پر ځمکه پرېښودی او په اوښ پسې مي وځغستل څه لانه وم تللی چې د ماشوم چیغي مي واورېدیې چې ورته ومي کتل د ماشوم سر د شرموښ په خوله کې وو او ماشوم يې خوړی ، ما د ماشوم پر طرف ور وځغستل خو دغه کوشش مي بې فايدې وو ځګه شرموښ هغه خوړلی او وژلی وو او هغه پاته يي د ځان سره یووړی بیرته مي په اوښ پسې ور وځغستل خو چې زه ورنژدې شوم اوښ په داسي لغته سره پر مخ ووهلم چې تندی يې را مات کړی او په سترګو ړوند شوم نوزه په یوه شپه کې بې کورنۍ ،بې اولاده ،بې ماله او بې سترګو شوم .

ولید ابن عبدالملک خپل نوکر ته وویل : دغه سړی عروة ابن زبیرته وروله چې دی دغه خپله کیسه وهغه ته بیان کړي او هغه پوه شي چې په خلګو کې داسي څوک هم شته چې تر ده يې تکلیفونه او مصیبتونه ډیر دي .

نو مسلمانانو وړونو او خویندو هر کله چې تکلیف در پېښ شي د عروة رضی الله عنه او دغه ړوند سړي کیسه در پیاد کوی او دا هم باید درته معلومه وي چې دغه تکلیف تر تا دمخه نورو انسانانو ته هم پېښ شوی دی .
ته هغه اول انسان نه يي چې په دغه درد، رنځ ،تکلیف او مشکل اخته کېږې .

کله چې پس له څه مودې عروة رضی الله عنه پر یوه بوده مدینې منورې ته روړل سواو خپل کورته يې ورننویستی معلومه خبره ده چې د کورنۍ ټول کسان ددغه حال په لیدلو سره چې د عروة رضی الله عنه پښه پرې ده ډیر وار خطا او غمجن سوه خو عروة رضی الله عنه په دغه وخت کې ډیري ښایسته جملې وویلې او دخپلي کورنۍ پر غړو يې ږغ کړل پام کوی چې پر دغه حال زما په لیدلو وارخطانه سئ او دغه حال لوی مصیبت ونه بولی !
الله جل جلاله په څلور زامنو احسان راباندي کړی وو اوبیا يې یو را څخه واخیستی او درې يې راپرېښول … ده جل جلاله لره دي حمد وي
الله جل جلاله څلور اندامونه راکړي وه او بیا يې یو اندام راڅخه واخیستی او درې يې را پرېښول … ده جل جلاله لره دي حمد وي
په الله سره قسم چې الله جل جلاله لږ را څخه واخیستل او ډير یې را پرېښول .
که يې یو وار په ناروغي اخته کړی یم خو ډیر ځله يې صحت او عافیت راکړي دي

کله چې د مدينې منورې خلک ددوی د امام او عالم عروة ابن زبیر رضی الله عنه په رارسیدلو خبر سوه نو له هره طرفه د غم شریکۍ او د فاتحې لپاره دده کور ته ورتله او هر چادوې درې داسي خبري ورته کولې چې د عروة رضی الله عنه درد او غم په سپک سي خو عروة رضی الله عنه وايي هیچا د تعزيې او غم شریکۍ داسي خبري نه دي راته کړي چې د محمد ابن ابراهیم ابن طلحه رضی الله تعالی عنهم تر خبرودي ښې خبري او ښه الفاظ وي . ځکه ابراهیم ورته وویل : زېری در کوم یا اباعبدالله خلګ په تعجب کې سوه ځکه ټول خلګ ورته وايي الله جل جلاله دي يې ښه بدله در کړي ، الله جل جلاله دي ښه درسره وکړي ، الله جل جلاله دي په دغه مصیبت کې ستا کومک وکړي خو ابراهیم ابن محمد ابن طلحه ورته وايي : زېری درکوم یا ابا عبدالله چې ستا د اندامو څخه یو اندام او ستا د زامنو څخه یو زوی تر تا د مخه جنت ته ولاړل او دغه نور به هم انشاء الله تعالی په هغو پسې ورځي او الله جل جلاله ستا له جسم څخه هغه څه موږ ته را پرېښول چې موږ وه هغه ته اړ او محتاج یو او هغه ته ضرورت لرو چې هغه ستا علم ، ستا فقه ،ستا پوهه او عقل دي الله جل جلاله دي ستا په دغو شیانو سره تا او موږ ته نفع او فایده راورسوي ، الله جل جلاله تا د ښې بدلې درکولو مالک او ستاسره د ښه حساب کولو ضامن دی . عروة رضی الله عنه په دغه زيري سره خوشحاله سو ځکه دا ديري ښایسته ، له امیده ډکي او خوشحالونکي جملې وې .
پای
د الحاج مولوي عنایت الله علمي له غږیږو خپرونو نه په مننه !

لیکوال :ابوبکر احمدي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: